• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د اسیا جام لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ اعلان کړ. دغه سیالۍ به راتلونکې چارشنبه پیل او تر ۱۸ ورځو د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب په بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان په خبري ناسته کې د دې نوملړ اعلانولو سره وویل، چې دې جام کې به حشمت الله شهیديد افغان ملي ټیم لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی به مرستیال لوبډلمشر وي.

د نوموړي په خبره، رحمن الله ګربز او اکرام علي خیل ویکټ ساتونکيدي.

د دې جام لپاره پاتې لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي شامل دي.

افغان ملي لوبډله به په اسیا جام کې لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په دریمه د بنګله دېش او دویمه لوبه د همدې میاشتې په پنځمه له سریلانکا سره ولري.

دواړه سیالۍ به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

اسیا جام سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا او نېپال لوبډلې سره لوبېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اغا خان بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات بیارغوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه ) خبر ورکړی، چې په غزني کې د باباجي تاريخي جومات د بيارغونې چارې د اغاخان فرهنګي بنسټ په مرسته پيل شوې دي.

مخکې ویل شوي وو، چې دغه تاریخي جومات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی او که بیا ونه رغول شي نو د نړېدو احتمال یې شته.

د باباجي تاریخي جومات د غزنویانو په دوره کې جوړ شوی لرغونی جومات دی.

دغه جومات شاوخوا ۲۰۰ مربع متره مساحت او دوه پوړونه لري.

د یادونې وده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې په اړه نړۍوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول یونسکو اندېښنه ښودلې وه.

طالبان: ازبکستان د افغانستان اقتصاد او ټرانزېټ ته وده ور کول غواړي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱

طالبان وايي، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر تورخم بندر د ټرانزېټ په برخه کې مهم بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد او ټرانزېټ ته وده ور کړي. طالبان وايي، الهام محکوموف د یوه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ تور خم ته تللی دی.

د باختر اژانس د راپور له مخې: «دغه پلاوي تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار وبلله او یادونه یې وکړه، چې موږ کوشش کوو د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد ته وده ورکړو، څو په دغه برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.»

د هغه په خبره، د افغانستان له لارې سوېلي او منځنۍ اسیا نښلولو سره به د دغه هېواد ملي اقتصاد هم ډېر پراخ شي.

ازبکستان غواړي د افغانستان له لارې تر پاکستان د افغان ټرانس په نوم پټلۍ وغځوي او له دې لارې دا په وچه ایسار هیواد پر سوېلي اسیا سربېره له نورې نړۍ سره ونښلي.

د ازبکستان د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ دېرش کسیز پلاوی پرون کابل ته د دوه ورځني سفر لپاره تللی دی.

د دې پلاوي غړو نن د طالبانو د صنعت او تجاره وزارت او کرنې وزارت له چارواکو سره هم ناستې درلودې.

د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري له تاشکند د کرنې په برخه کې همکاري غوښتې ده.

په تېر مارچ یا د وري لومړیو کې هم د ازبکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ حکومتي پلاوی کابل ته تللی و.

دغه پلاوي د ملا برادر په ګډون له مختلفو طالب چارواکو سره پر اقتصادي او ټرانزیتي مسلو سربېره پر پټلۍ، برېښنا او قوش تېپې کانال خبرې درلودې.

په جرمني کې زرګونو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ونمانځله

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱

اروپا مېشتو افغانانو د جرمني په کولن ښار کې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۵مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۴مه کلیزه ونمانځله.

لیکوال او ژورنالېست نور ولي سعید شینواری، چې د دغې غونډې له جوړوونکو څخه دی؛ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل؛ دا لومړی ځل دی، چې په اروپا کې په زرګونه خلک د خپلواکۍ د جشن په پار راټولیږي او یاد جشن څو برخې لرلې.

هغه زیاتوي:” په دې غونډه کې له پنځو زرو زیاتو کسانو برخه لرله، چې د غونډۍ لومړۍ برخې په توګه د اماني دورې یو مستند فلم خپور شو او دویمه برخه یې د نجونو د زده کړو په اړه پیغامونه وو”.

د شینواري په خبره، چې په دغه جشن کې د هنر، ژورنالېزم، ادبیاتو، ژبپوهنې او نورو ټولنیزو علومو مخکښانو ته ایوارډونه هم ورکړل شول.

هغه وویل: "دغه جشن په کولن کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې، هیله تلویزیون او ایوانټ پالاسټ هوټل په کوربه توب ترسره شو".

نوموړی وايي، چې په غونډه کې مشاعره هم وشوه او ورپسې ملي او حماسي سندرې واورول شوې.

شینواري زیاتوي، چې له دغې غونډې یې موخه په اروپا کې د افغانانو راټولول او د افغانستان د ملي او تاریخي ورځو یادونه وه.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په جرمني کې په دومره لویه کچه فرهنګي او تاریخي غونډه جوړیږي.

له دې وړاندې د امریکا په کلفرونیا ایالت کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزنې نمانځغونډه کړې وه.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي بند امیر پارک ته د ښځو پر بندیز له طالبانو وضاحت وغوښت

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپو رورکوونکي له طالبانو دا وضاحت وغوښت چې ولې یې ښځې په بامیان کې بند امیر پارک ته له تګ منع کړې دي. ریچارډ بنټ خپل اېکس ټوېټر کې لیکلي، دا بندیز له شریعت او افغان کلتور سره څه تړاو لري.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر محمد خالد حنفی د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته بند امیر ملي پارک ته تر هغه نشي تللی، چې د دې ډلې حکومت ورته اصول برابر کړي نه وي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځو ته « سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب.»

د نوموړي له وینا څو ګړۍ وروسته په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

بند امیر پارک ته د ښځو پر تګ بندیز ته د بشري حقونو فعالانو هم غبرګون ښودلی دی.

د انساني حقونو د څارډلې څېړونکې پرښته عباسي دا بندیز افغان مېرمنو ته بې احترامي بللې ده.

بایډن: د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو قربانۍ نه شو جبرانولای

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د کابل په هوايي ډګر کې د عملیاتو پر مهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د دویم تلین په پار یوه خبرپاڼه خپره کړې. جوبایډن ویلي، امریکا به هېڅکله د افغانستان په دوه لسیزو جګړه کې د ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو د قربانیو زیان جبران نه کړي.

په هغه برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه له افغانستانه د ناببره وتلو په ورځو کې وشو، ۱۳ امریکايي پوځیان او نږدې دوه سوه افغان ولسي وګړي ووژل شول.

داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ (د وږي په څلورمه) وویل، چې د دغو ۱۳ پوځیانو په یاد ویاړي چې په افغانستان کې یې «ویاړلی ماموریت» ترسره کړ.

تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې مشر ویلي وو، چې د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید دوه کاله وروسته هم د بایډن ادارې د هغې پېښې په اړه، نه سپیناوی د منلو وړ نه ‌دي.

مایک راجرز زیاته کړه، چې له افغانستانه د بایډن حکومت د وتلو عملیاتو د څرنګوالي په اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې د غړو په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو د بایډن اداره له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په عملیاتو کې په بې غورۍ تورنه کړې ده.