• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ازبکستان د افغانستان اقتصاد او ټرانزېټ ته وده ور کول غواړي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۱

طالبان وايي، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر تورخم بندر د ټرانزېټ په برخه کې مهم بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد او ټرانزېټ ته وده ور کړي. طالبان وايي، الهام محکوموف د یوه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ تور خم ته تللی دی.

د باختر اژانس د راپور له مخې: «دغه پلاوي تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار وبلله او یادونه یې وکړه، چې موږ کوشش کوو د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد ته وده ورکړو، څو په دغه برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.»

د هغه په خبره، د افغانستان له لارې سوېلي او منځنۍ اسیا نښلولو سره به د دغه هېواد ملي اقتصاد هم ډېر پراخ شي.

ازبکستان غواړي د افغانستان له لارې تر پاکستان د افغان ټرانس په نوم پټلۍ وغځوي او له دې لارې دا په وچه ایسار هیواد پر سوېلي اسیا سربېره له نورې نړۍ سره ونښلي.

د ازبکستان د صنعت او تجارت وزارت د لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ دېرش کسیز پلاوی پرون کابل ته د دوه ورځني سفر لپاره تللی دی.

د دې پلاوي غړو نن د طالبانو د صنعت او تجاره وزارت او کرنې وزارت له چارواکو سره هم ناستې درلودې.

د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري له تاشکند د کرنې په برخه کې همکاري غوښتې ده.

په تېر مارچ یا د وري لومړیو کې هم د ازبکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ حکومتي پلاوی کابل ته تللی و.

دغه پلاوي د ملا برادر په ګډون له مختلفو طالب چارواکو سره پر اقتصادي او ټرانزیتي مسلو سربېره پر پټلۍ، برېښنا او قوش تېپې کانال خبرې درلودې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې زرګونو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ونمانځله

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱

اروپا مېشتو افغانانو د جرمني په کولن ښار کې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۵مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۴مه کلیزه ونمانځله.

لیکوال او ژورنالېست نور ولي سعید شینواری، چې د دغې غونډې له جوړوونکو څخه دی؛ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل؛ دا لومړی ځل دی، چې په اروپا کې په زرګونه خلک د خپلواکۍ د جشن په پار راټولیږي او یاد جشن څو برخې لرلې.

هغه زیاتوي:” په دې غونډه کې له پنځو زرو زیاتو کسانو برخه لرله، چې د غونډۍ لومړۍ برخې په توګه د اماني دورې یو مستند فلم خپور شو او دویمه برخه یې د نجونو د زده کړو په اړه پیغامونه وو”.

د شینواري په خبره، چې په دغه جشن کې د هنر، ژورنالېزم، ادبیاتو، ژبپوهنې او نورو ټولنیزو علومو مخکښانو ته ایوارډونه هم ورکړل شول.

هغه وویل: "دغه جشن په کولن کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې، هیله تلویزیون او ایوانټ پالاسټ هوټل په کوربه توب ترسره شو".

نوموړی وايي، چې په غونډه کې مشاعره هم وشوه او ورپسې ملي او حماسي سندرې واورول شوې.

شینواري زیاتوي، چې له دغې غونډې یې موخه په اروپا کې د افغانانو راټولول او د افغانستان د ملي او تاریخي ورځو یادونه وه.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په جرمني کې په دومره لویه کچه فرهنګي او تاریخي غونډه جوړیږي.

له دې وړاندې د امریکا په کلفرونیا ایالت کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزنې نمانځغونډه کړې وه.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي بند امیر پارک ته د ښځو پر بندیز له طالبانو وضاحت وغوښت

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپو رورکوونکي له طالبانو دا وضاحت وغوښت چې ولې یې ښځې په بامیان کې بند امیر پارک ته له تګ منع کړې دي. ریچارډ بنټ خپل اېکس ټوېټر کې لیکلي، دا بندیز له شریعت او افغان کلتور سره څه تړاو لري.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر محمد خالد حنفی د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته بند امیر ملي پارک ته تر هغه نشي تللی، چې د دې ډلې حکومت ورته اصول برابر کړي نه وي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځو ته « سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب.»

د نوموړي له وینا څو ګړۍ وروسته په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

بند امیر پارک ته د ښځو پر تګ بندیز ته د بشري حقونو فعالانو هم غبرګون ښودلی دی.

د انساني حقونو د څارډلې څېړونکې پرښته عباسي دا بندیز افغان مېرمنو ته بې احترامي بللې ده.

بایډن: د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو قربانۍ نه شو جبرانولای

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د کابل په هوايي ډګر کې د عملیاتو پر مهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د دویم تلین په پار یوه خبرپاڼه خپره کړې. جوبایډن ویلي، امریکا به هېڅکله د افغانستان په دوه لسیزو جګړه کې د ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو د قربانیو زیان جبران نه کړي.

په هغه برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه له افغانستانه د ناببره وتلو په ورځو کې وشو، ۱۳ امریکايي پوځیان او نږدې دوه سوه افغان ولسي وګړي ووژل شول.

داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ (د وږي په څلورمه) وویل، چې د دغو ۱۳ پوځیانو په یاد ویاړي چې په افغانستان کې یې «ویاړلی ماموریت» ترسره کړ.

تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې مشر ویلي وو، چې د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید دوه کاله وروسته هم د بایډن ادارې د هغې پېښې په اړه، نه سپیناوی د منلو وړ نه ‌دي.

مایک راجرز زیاته کړه، چې له افغانستانه د بایډن حکومت د وتلو عملیاتو د څرنګوالي په اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې د غړو په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو د بایډن اداره له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په عملیاتو کې په بې غورۍ تورنه کړې ده.

د ازادۍ جبهې په لغمان او کندهار ولایتونو کې د درېيو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې ده، چې په لغمان او کندهار ولایتونو کې يې په دوو جلا،جلا بريدونو کې درې تنه طالبان وژلي او اوه نور بیا ټپيان دي.

دغې جبهې نن په اېکس شبکه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی ځواکونو تیره شپه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د "شادو چملیس" په نوم د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي؛ خو تر دې دمه کومې خپلواکې سرچینې د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

"د افغانستان د ازادۍ جبهې" همداراز په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ ماسپښین مهال د دې جبهې ځواکونو د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې د پنجوايي ـ میرویس مېنې په څلورلارې کې د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ.

د دغې جبهې د خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې څلور نور جنګیالي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

"د افغانستان د ازادۍ جبهې" تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد بریدونه کړي وو.

طالبانو دوه زده‌کړیالان د ږیرو خریلو له امله وهلي ډبولي او له لیلیې یې شړلي دي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۲۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سرچینو ویلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو چارو معنیت، دوه زده‌کړیالان د ږېرو خریلو له امله «وهلي ډبولي» او د دغه معنیت له لیلیې یې شړلي دي.

طالبانو د یوه مکتوب په لېږلو، د دغې لیلیې مسوولینو ته دغه پرېکړه اورولې ده.

په دغه مکتوب کې چې د دوشنبې په ورځ د( زمري ۳۰مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ځوانانو چارو معنیت ته لېږل شوی راغلي، چې دغه دوه زده‌کړیالان« د ږېرو نه لرلو او په دې برخه کې د بیاځلي سپارښتنو ته د دوی د ناپامۍ له امله، له لیلیې شړل شوي او په دغه لیلیه کې د اوسېدو حق نه لري.»
لږ تر لږه درېیو سرچینو د دغه خبرې پخلی کړی، چې دغه مکتوب د ځوانانو چارو چار معنیت د لیلیې په دهلیز کې ځونډ شوی دی.
سرچینو ویلي، چې دغه دوه تنه د ادارې او حسابدارۍ انسټیټيوټ زده‌کړیالان دي، چې د ځوانانو د چارو معنیت په لیلیې کې اوسېدل.
د سرچینو په وینا، هغه وخت چې دغو دوو زده‌کړیالانو په دغې لیلیه کې د اوسېدو لپاره ټینګار وکړ د دغې ډلې د کسانو لخوا وډبول شول.
دغه لیلیه چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معنیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د هغو زده کړیالانو لپاره چې له ولایتونو کابل ته راځي جوړه شوې ده.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، شاوخوا ۲۵۰ زده‌کړیالان چې د کابل په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، په دغې لیلیه کې اوسیږي.
تېرکال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي و، چې شاوخوا زر زد‌ه‌کړیالان د ځوانانو د چارو معنیت په لیلیه کې اوسیږي.
سرچینو ویلي، چې په وروستیو کې ګڼ زده‌کړیالان د طالبانو له سختو قانونو له امله اړ شوي، چې دغه لیلیه خوشې کړي.
په یوه خصوصي پوهنتون کې یو زده‌کړبال هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان درسي ټولګیو ته ورځي او زده‌کړیالانو ته خبرداری ورکوي، چې ږېرې به نه خریي.
پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنۍ د لومړي کال په وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت اعلان وکړ، چې د ږېرو خریول حرام دي او له نایانو یې وغوښتل چې دغه امر پر ځای کړي.
په تېرو دوو کلونو کې هېوادوالو طالبان او په ځانګړې توګه د دغې ډلې د امر بالمعروف اداره د خلکو د ژوند« په خصوصي» چارو کې پر مداخلې تورنه کړې ده.