• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې زرګونو افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ونمانځله

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱

اروپا مېشتو افغانانو د جرمني په کولن ښار کې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۵مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۴مه کلیزه ونمانځله.

لیکوال او ژورنالېست نور ولي سعید شینواری، چې د دغې غونډې له جوړوونکو څخه دی؛ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل؛ دا لومړی ځل دی، چې په اروپا کې په زرګونه خلک د خپلواکۍ د جشن په پار راټولیږي او یاد جشن څو برخې لرلې.

هغه زیاتوي:” په دې غونډه کې له پنځو زرو زیاتو کسانو برخه لرله، چې د غونډۍ لومړۍ برخې په توګه د اماني دورې یو مستند فلم خپور شو او دویمه برخه یې د نجونو د زده کړو په اړه پیغامونه وو”.

د شینواري په خبره، چې په دغه جشن کې د هنر، ژورنالېزم، ادبیاتو، ژبپوهنې او نورو ټولنیزو علومو مخکښانو ته ایوارډونه هم ورکړل شول.

هغه وویل: "دغه جشن په کولن کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې، هیله تلویزیون او ایوانټ پالاسټ هوټل په کوربه توب ترسره شو".

نوموړی وايي، چې په غونډه کې مشاعره هم وشوه او ورپسې ملي او حماسي سندرې واورول شوې.

شینواري زیاتوي، چې له دغې غونډې یې موخه په اروپا کې د افغانانو راټولول او د افغانستان د ملي او تاریخي ورځو یادونه وه.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په جرمني کې په دومره لویه کچه فرهنګي او تاریخي غونډه جوړیږي.

له دې وړاندې د امریکا په کلفرونیا ایالت کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزنې نمانځغونډه کړې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي بند امیر پارک ته د ښځو پر بندیز له طالبانو وضاحت وغوښت

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپو رورکوونکي له طالبانو دا وضاحت وغوښت چې ولې یې ښځې په بامیان کې بند امیر پارک ته له تګ منع کړې دي. ریچارډ بنټ خپل اېکس ټوېټر کې لیکلي، دا بندیز له شریعت او افغان کلتور سره څه تړاو لري.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر محمد خالد حنفی د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته بند امیر ملي پارک ته تر هغه نشي تللی، چې د دې ډلې حکومت ورته اصول برابر کړي نه وي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځو ته « سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب.»

د نوموړي له وینا څو ګړۍ وروسته په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

بند امیر پارک ته د ښځو پر تګ بندیز ته د بشري حقونو فعالانو هم غبرګون ښودلی دی.

د انساني حقونو د څارډلې څېړونکې پرښته عباسي دا بندیز افغان مېرمنو ته بې احترامي بللې ده.

بایډن: د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو قربانۍ نه شو جبرانولای

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د کابل په هوايي ډګر کې د عملیاتو پر مهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د دویم تلین په پار یوه خبرپاڼه خپره کړې. جوبایډن ویلي، امریکا به هېڅکله د افغانستان په دوه لسیزو جګړه کې د ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو د قربانیو زیان جبران نه کړي.

په هغه برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه له افغانستانه د ناببره وتلو په ورځو کې وشو، ۱۳ امریکايي پوځیان او نږدې دوه سوه افغان ولسي وګړي ووژل شول.

داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ (د وږي په څلورمه) وویل، چې د دغو ۱۳ پوځیانو په یاد ویاړي چې په افغانستان کې یې «ویاړلی ماموریت» ترسره کړ.

تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې مشر ویلي وو، چې د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید دوه کاله وروسته هم د بایډن ادارې د هغې پېښې په اړه، نه سپیناوی د منلو وړ نه ‌دي.

مایک راجرز زیاته کړه، چې له افغانستانه د بایډن حکومت د وتلو عملیاتو د څرنګوالي په اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې د غړو په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو د بایډن اداره له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په عملیاتو کې په بې غورۍ تورنه کړې ده.

د اسټرالیا په شمال کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې درې امریکايي پوځیان ووژل شول

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د امریکا پوځ وايي، د اسټرالیا په شمال کې د دغه هېواد درې پوځیان د مانورو پر مهال د چورلکې غورځېدو په پېښه کې ووژل شول. امریکايي پوځ نن په اعلامیه کې زیاته کړې، چې ۵ نور پوځیان په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې پر مهال ټول ۲۳ پوځیان په چورلکه کې سپاره وو.

ویل کېږي ټول سپاره کسان، چې امریکايي پوځیان دي، ټپیان شوي دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر دا پېښه «ناورین» بللې ده.

د اسټرالیا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اسټرالیا دفاعي ځواکونه په دې پېښه کې شامل نه دي.

په دې وروستیو کلونو کې په ارام سمندرګي کې د ټلوالې اصلي غړیو امریکا او اسټرالیا د چین پر وړاندې پوځي همکارۍ زیاتې کړې دي.

په دې مانورو کې د امریکا، اسټرالیا، انډونیزیا، فلیپین او ختیځ تیمور نږدې دوه نیم زره سرتېري ګډون لري.

د ازادۍ جبهې په لغمان او کندهار ولایتونو کې د درېيو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې ده، چې په لغمان او کندهار ولایتونو کې يې په دوو جلا،جلا بريدونو کې درې تنه طالبان وژلي او اوه نور بیا ټپيان دي.

دغې جبهې نن په اېکس شبکه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی ځواکونو تیره شپه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د "شادو چملیس" په نوم د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي؛ خو تر دې دمه کومې خپلواکې سرچینې د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

"د افغانستان د ازادۍ جبهې" همداراز په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ ماسپښین مهال د دې جبهې ځواکونو د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې د پنجوايي ـ میرویس مېنې په څلورلارې کې د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ.

د دغې جبهې د خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې څلور نور جنګیالي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

"د افغانستان د ازادۍ جبهې" تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد بریدونه کړي وو.

زرګونه امریکایان د مدني حقونو د غورځنګ د تاریخي لاریون ۶۰مې کلیزې لمانځلو لپاره راټول شوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۶ GMT+۱

زرګونه امریکایان تېره ورځ په واشنګټن کې راټول شوي وو، چې د ۱۹۶۰ په لسیزه کې د مدني حقونو د غورځنګ د تاریخي لاریون ۶۰مه کلیزه ولمانځي. د ۱۹۶۳ کال د اګست په ۲۸مه د غورځنګ مشر (مارټین لوټر کېنګ) په دغه لاریون کې د «یو خوب لرم» تاریخي وینا وکړه.

په شپېتمه لسیزه کې د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ لاریون د امریکا له بېلابېلو برخو څخه شاوخوا ۲۵۰ زره کسان واشنګټن ته راوبلل، چې د توکم، رنګ، مذهب او جنسیت د هر ډول تبعیض پر ضد لاریون وکړي.

د مدني حقونو د ملاتړ د مرکز مشرې (مارګرېت هوانګ) وویل، ۶۰ کاله وړاندې دغه لاریون لاره پرانیسته او له تبعیض سره د مبارزې لپاره یې نوې وسیلې جوړې کړې.

په ورته مهال اغلې هوانګ زیاته کړه، چې په امریکا کې نوي قوانین "د رایې ورکړې حق اخلي" او د نرښځيو د ټولنې حقونه په نښه کوي، چې د شپېتمې لسیزې د مدني حقونو غورځنګ لاسته راوړنې ګواښي.

لاریون کوونکو د "عدالت نه‌شته، سوله نه‌شته" شعارونه ورکول او په امریکا کې یې د تور پوستو پر وړاندې وسله‌وال تاوتریخوالي وغندل.

د مدني حقونو مشر مارتین لوټر درېیم کېنګ، د مدني حقونو غورځنګ د مشر زوی او د هغه لمسی یولاندا ریني کېنګ هم په دې غونډه کې وینا وکړه.

په ۱۹۶۳ کال د مارتین لوټر کېنګ وینا د «یو خوب لرم» تر عنوان لاندې د امریکا په تاریخ کې یوه له مهمو او مشهورو ویناوو څخه شمېرل کېږي.

کېنګ په دې ۱۸ دقیقې وینا کې، د یوه خوب په اړه خبرې کوي چې په هغه کې د امریکا ټولنه له هر ډول تبعیض او نا برابرۍ څخه پاکه انځور شوې ده.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیال کاملا هاریس د دوشنبې په ورځ د دغه لاریون له سنبالوونکو سره وګوري.