• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا په شمال کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې درې امریکايي پوځیان ووژل شول

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د امریکا پوځ وايي، د اسټرالیا په شمال کې د دغه هېواد درې پوځیان د مانورو پر مهال د چورلکې غورځېدو په پېښه کې ووژل شول. امریکايي پوځ نن په اعلامیه کې زیاته کړې، چې ۵ نور پوځیان په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې پر مهال ټول ۲۳ پوځیان په چورلکه کې سپاره وو.

ویل کېږي ټول سپاره کسان، چې امریکايي پوځیان دي، ټپیان شوي دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر دا پېښه «ناورین» بللې ده.

د اسټرالیا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اسټرالیا دفاعي ځواکونه په دې پېښه کې شامل نه دي.

په دې وروستیو کلونو کې په ارام سمندرګي کې د ټلوالې اصلي غړیو امریکا او اسټرالیا د چین پر وړاندې پوځي همکارۍ زیاتې کړې دي.

په دې مانورو کې د امریکا، اسټرالیا، انډونیزیا، فلیپین او ختیځ تیمور نږدې دوه نیم زره سرتېري ګډون لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

زرګونه امریکایان د مدني حقونو د غورځنګ د تاریخي لاریون ۶۰مې کلیزې لمانځلو لپاره راټول شوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۶ GMT+۱

زرګونه امریکایان تېره ورځ په واشنګټن کې راټول شوي وو، چې د ۱۹۶۰ په لسیزه کې د مدني حقونو د غورځنګ د تاریخي لاریون ۶۰مه کلیزه ولمانځي. د ۱۹۶۳ کال د اګست په ۲۸مه د غورځنګ مشر (مارټین لوټر کېنګ) په دغه لاریون کې د «یو خوب لرم» تاریخي وینا وکړه.

په شپېتمه لسیزه کې د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ لاریون د امریکا له بېلابېلو برخو څخه شاوخوا ۲۵۰ زره کسان واشنګټن ته راوبلل، چې د توکم، رنګ، مذهب او جنسیت د هر ډول تبعیض پر ضد لاریون وکړي.

د مدني حقونو د ملاتړ د مرکز مشرې (مارګرېت هوانګ) وویل، ۶۰ کاله وړاندې دغه لاریون لاره پرانیسته او له تبعیض سره د مبارزې لپاره یې نوې وسیلې جوړې کړې.

په ورته مهال اغلې هوانګ زیاته کړه، چې په امریکا کې نوي قوانین "د رایې ورکړې حق اخلي" او د نرښځيو د ټولنې حقونه په نښه کوي، چې د شپېتمې لسیزې د مدني حقونو غورځنګ لاسته راوړنې ګواښي.

لاریون کوونکو د "عدالت نه‌شته، سوله نه‌شته" شعارونه ورکول او په امریکا کې یې د تور پوستو پر وړاندې وسله‌وال تاوتریخوالي وغندل.

د مدني حقونو مشر مارتین لوټر درېیم کېنګ، د مدني حقونو غورځنګ د مشر زوی او د هغه لمسی یولاندا ریني کېنګ هم په دې غونډه کې وینا وکړه.

په ۱۹۶۳ کال د مارتین لوټر کېنګ وینا د «یو خوب لرم» تر عنوان لاندې د امریکا په تاریخ کې یوه له مهمو او مشهورو ویناوو څخه شمېرل کېږي.

کېنګ په دې ۱۸ دقیقې وینا کې، د یوه خوب په اړه خبرې کوي چې په هغه کې د امریکا ټولنه له هر ډول تبعیض او نا برابرۍ څخه پاکه انځور شوې ده.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیال کاملا هاریس د دوشنبې په ورځ د دغه لاریون له سنبالوونکو سره وګوري.

په امریکا کې یوه وسله‌وال درې کسان په ډزو وژلي او بیا یې ځان هم وژلی دی

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه سپین پوستي سړي چې دوه وسلې یې په لاس کې وې، لومړی درې تورپوستي وژلي او بیا یې په یوه پلورنځي کې ځان هم وژلی. په جکسن ویل ښار کې د پولیسو چارواکي وايي، دغه پېښه تېره ورځ د "توکم پالنې" له امله رامنځته شوې وه.

د پوليسو چارواکو ويلي، چې د دغې پېښې قربانيان دوه نارينه تورپوستي او يوه تورپوستې مېرمن ده.

د جکسن ویل ښاروال (جې،کې، واټرز) وویل، چې برید کوونکي له دې پېښې مخکې رسنیو، پولیس چارواکو او خپلې کورنۍ ته څو لیکونه لیکلي وو، چې له تورپوستو څخه یې خپله کرکه په کې څرګنده کړې وه.

د امریکا د فدرالي څېړنو د ادارې چارواکو ویلي، چې دوی په دې برخه کې د «کرکې له امله جنایت» په نامه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د شمېرو له مخې، سږ کال په امریکا کې د وسله‌وال تاوتریخوالي پېښې ۴۶۹ ته لوړې شوې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ: تر هغه پورې کرار نه کېنو چې سېمې مو امن نه شي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل یوه تازه ويډيويي پیغام کې يو ځل بیا د پاکستان حکومت د ده د ملګرو په زنداني کولو کې ګرم بللی.

هغه زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د ده د نيول شویو ملګرو په ځانګړي ډول د پاکستان په پخوانۍ قومي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر څخه غوښتل شوي، چې نور په ورته غونډو کې برخه وانخلي.

ټيک لس ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام اباد په څنډو کې يوه لويه غونډه وکړه، چې پکې د دغه غورځنګ مخکښو غړو د پاکستان پر حکومت او پوځ توندې نيوکې وکړې او هغوی يې د پښتنو په سيمو کې په امن راوستلو کې پاتې وبلل.

پښتين په خپل دغه ويډیویي پیغام کې ویلي، چې د ده له تازه نيول شویو ملګرو څخه د څېړنو پر مهال غوښتل شوي چې: « زموږ دا اوس نیول شويو ملګرو ته يې ويلي، چې تاسو په پښتنو سیمو کې د طالبانو د بیا راتلو په وړاندې ولې درېږئ او شور جوړوئ؟ هغو پرېږدئ چې راشي دا د دوی خپلې سېمې دي.»

په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له شمالي وزیرستان نیولې بیا تر سویلي پښتونخوا کوېټې پورې په ټولو پښتنو سیمو کې د طالبانو د بېرته راتلو په وړاندې د (امن جرګې) تر نامه لاندې پراخې غونډې کړې دي او په خپلو سیمو کې يې د طالبانو د بيا راتګ په وړاندې مخالفت کړی.

منظور پښتين وړاندې وايي چې:«علي وزیر ته يې په زندان کې ویلي، چې موږ دې که دلته ووژنو نو څوک به ستا پوښتنه راڅخه وکړي؟ دا د افسوس ځای دی.»

منظور پښتن په خپلو پلویانو په دې ويډیو کې غږ کړی، چې د را روانې سېپټمبر میاشتې په لومړۍ ورځ به په کويټه، کراچۍ او پېښور کې احتجاجي غوندې کوي او په پښتنو سیمو کې د امن راستلو په پار به داسې غونډو ته دوام ورکوي.

پوتین: د واګنر وسلوال دې د روسیې له حکومت سره خپله وفاداري اعلان کړي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۶ GMT+۱

ولسمشر ویلادیمیر پوتین د واګنر وسلوالو ته امر کړی چې په رسمي توګه د روسیې له حکومت سره خپله وفاداري اعلان کړي. روسي چارواکو ویلي چې د دې ډلې مشر یوګني پریګوژین په هغه الوتکه کې و چې د چهارشنبې په ماښام د مسکو په شمال لویدیځ کې وغورځېده.

د دل ویدیځ کارپوهان وايي چې پریګوژین د پوتین په امر وژل شوی، خو کرملین دا تورونه «مطلق درواغ» بولي. کرملین د پریګوژین وژل کیدل نه دي تایید کړي او ویلي یې دي چې د څیړنو پایلې ته باید په تمه اوسو.

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د پریګوژین او د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. پوتین د پریګوژین د ستاینې پرمهال وویل، چې هغه «جدي تېروتنې» هم کړې.

د واګنر ډلې تر قوماندې لاندې ځواکونو ته د جبري وفادارۍ قسم په اړه د پوتین نوی حکم د کرملین لخوا د واګنر په څیر خصوصي نظامي ډلو کنټرول لپاره یو څرګند اقدام دی.د پوتین فرمان د جمعې په ورځ صادر شو.

دا فرمان چې د کرملین په ویبپاڼه کې خپور شوی، هر هغه څوک چې د پوځ په استازیتوب کار کوي یا د هغه څه ملاتړ کوي چې مسکو یې په اوکراین کې خپل «ځانګړي پوځي عملیات» بولي، له روسیې سره د وفادارۍ رسمي سوګند ته اړ کوي.

د ایټالیا ولسمشر: د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره دې اروپا ته د قانوني کډوالۍ ونډه زیاته شي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د ايټاليا ولسمشر وايي، اروپايي ټولنه بايد د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره خپلې خاورې ته د لا زياتو قانوني کډوالو د ننوتلو اجازه ورکړي. له سختو بندیزونو سره سره، سږ کال ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو تګ دوه برابره شوی او شاوخوا ۱۰۶ زرو ته رسیدلی.

د ښي اړخي حکومت لومړي وزیر جورجیا ملوني، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د خیریه ژغورنې کښتیو د محدودولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې، خو دې هڅو دې هېواد ته له شمالي افریقا څخه د ناقانونه کډوالۍ مخه نه ده نیولې.

د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتارلا د جمعې په ورځ په ریمني کې یوه کنفرانس ته وویل، له « د بې رحمانه انساني قاچاق» سره د مبارزې موثر لار دا ده چې د قانوني کډوالۍ لپاره منظمه، دوامداره او کافي برخه ورکړل شي.

د هغه په وینا، له کړاو او لګښت پرته د د کډوالۍ هیله دې کسانو ته قناعت ور کوي چې تر خپل وار یا نوبت رسیدو ته په تمه پاتې شي.

د ايټاليا د ولسمشر دغه څرګندونې د لومړي وزير ميلوني د حکومت د هغه وړانديز يو ډول تکرار دی، چې د روان کال په جولای مياشت کې يې ويلي وو، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ میلادي کاله دې د نا اروپایي اتحادیې هېوادونو ته د کارګرو کډوالو برخه دې څلور لکه ۵۲ زرو ته ورسېږي.

په هر حال، دا شمېره د ۸۳۳ زره کارګرانو څخه ډېره کمه ده چې اروپایي شرکتونو او سوداګریزو اتحادیو یې غوښتنه کړې.