• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پارلمان غړی وايي؛ که طالبان حقابه مراعت نه کړي نو بېلابېل فشارونه به پرې راوړو

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د ایران په ولسي جرګه کې د زاهدان استازي فدا حسین مالکي ویلي؛ طالبان له ایران سره د حقابې د عملي کېدا اراده نه لري او ایران په له دوی سره ورته اقدام وکړي.

د ایران په ولسي جرګه کې د ملي امنیت د کمیسیون دغه غړي وړاندیز وکړ، چې ایران دې له هغو اوبو او برېښنا څخه پر طالبانو د فشار په توګه کار واخلي، چې ایران یې د افغانستان سرحدي سیمو ته ورکوي.

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د دغه هېواد له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.

هغه وویل: “طالبانو حتا د ایران تخنیکي کارپوهانو ته د لیدنې اجازه نه ده ورکړې، په یقین سره اوس د ایران اسلامي جمهوریت د انتقامي اقداماتو اختیارونه د اجنډا په سر کې لری. غچ اخیستنه له طالبانو سره د جګړې په معنا نه ده. خو دا چې طالبانو دا کړنې ترسره کړې، نو موږ باید له هغوی سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړو”.

هغه په ​​افغانستان کې د ګاونډیو ولایتونو لپاره د ایران د اوبو او برېښنا قطع کول له طالبانو سره د مقابلې یوه لاره وبلله.

مالکي وویل: "موږ له طالبانو سره د معاملې لپاره مختلفې حل لارې لرو، ځکه چې موږ په افغانستان کې خپلو ګاونډیو ولایتونو ته اوبه او برېښنا دواړه برابروو. په ایران کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې پرانیستل شو، چې په دغه هېواد کې د مخالفتونو څپه رامنځ ته شوې ده. موږ بله چاره نه لرو او موږ باید د طالبانو پر وړاندې ځینې انتخابونه عملي کړو”.

هغه وویل، چې د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا باید طالبانو ته پر سیاسي او سوداګریزو امتیازاتو له سره غور وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو او طالبانو تر منځ پر اوبو لفظي شخړې رامنځته شوي، چې یادې مسالې وخت ناوخت سرحدي وسلوالو شخړو ته هم زمینه برابره کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ملي مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه وايي؛ په کابل او لغمان کې يې پر طالبانو بریدونه کړي دي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې له طالبانو سره په جلا-جلا نښتو کې يې په کابل او لغمان کې د دغې ډلې درې تنه جنګيالي وژلي څلور يې ټپيان کړي دي.

تر اوسه طالبانو د دغو دوو وسله والو ډلو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې پر خپل ایکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، چې دوی د شنبې په شپه (د وږي ۵مه) د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ او استخباراتو برید کړی.

د ملي مقاومت جبهې د دغې ادعا له مخې؛ د دواړو لورو ترمنځ له نښتې وروسته يو طالب وسله وال وژل شوى او د دغې ډلې يو بل غړى ټپي شوى دى.

د ملي مقاومت جبهې تایید کړې، چې په یاده جګړه کې د دوی یو جنګیالی هم ټپي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې؛ د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خبر زياته کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ په نيم ساعت جګړه کې طالبانو ته مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د طالبانو د مخالفو جبهو چریکي بریدونه زیات شوي دي.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني: په هوايي برید کې مو د الشباب ډلې ۱۳ وسلوال وژلي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني نن یکشنبه (د وږي ۵مه) ویلي، چې په سومالیا کې یې یې د الشباب پر تندلارو هوايي برید کړی او د دغې ډلې دیارلس وسلوال یې وژلي دي.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني (افریکام) وايي، چې یاد برید د تېرې شنبې په ورځ د سومالیا سییرا ښار ته څېرمه شوی دی.

دوی زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د سومالیا د ځواکونو او الشباب د ډلې تر منځ جګړه روانه وه، چې دوی یاد برید د سومالیا د پوځي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړی دی.

افریکام زیاتوي، چې په یاده پېښه کې هېڅ ډول ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

الشباب ډله په سومالیا کې د فیډرالي حکومت پرضد په اوږده جګړه کې ښکېله ډله ده.

یاده ډله د سومالیا پر سوېلي او مرکزي سیمو واکمنه ده، چې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

مهر خبري اژانس: ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۱

د ایران مهر خبري اژانس د خبرو سرچینو په حواله وايي، طالبانو ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي ممنوع الخروج کړی دی. طالبانو د جمعې په ورځ د تسنیم خبري اژانس دا عکاس په کابل کې د ایران سفارت ته وسپاره.

سرچینو مهر خبري اژانس ته ویلي: «د ډيپلوماټیکو قوانیو له مخې، د افغانستان دولت موظف دی چې د دوسیې تر روښانېدو به هغه د ایران سفارت کې وي.»

سپاه پاسدران ته د نږدې خبري اژانس تسنیم عکاس محمد حسین ولایتي د تېر زمري پر ۲۸ کابل ته قانوني او د هوا له لارې تللی و.

نوموړی لس ورځې په کابل کې و، خو ایران ته د ستنېدو پر مهال طالبانو په کابل هوايي ډګر کې ونیو.

طالبانو د دې ایراني عکاس د نیولو په هکله څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي و چې د دې خبریال د خوشي کولو لپاره پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

سویلي افریقا: له برېکس ډلې سره د نویو هېوادونو په یو ځای کېدو د برېکس نوم نه بدلیږي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د سویلي افریقا د همکارۍ او نړۍوالو اړیکو وزیر نالدي پانډور اعلان وکړ، چې د برېکس ډلې ته د نویو هېوادونو په ورتلو د دغې ډلې نوم نه بدلوي.

د برېکس نوم د دغې ډلې د غړو هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.

د دغو هېوادونو مشرانو په جنوبي افریقا کې په خپله وروستۍ غونډه کې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ارجنټاین، مصر او ایتوپیا په ګډون موافقه وکړه.

دا هېوادونه به له راتلونکې میاشتې څخه په رسمي توګه د برېکس غړي شي.

نالدي پانډور سنډی ټایمز ته وویل؛ دا امکان نه لري چې برېکس به خپل اوسنی نوم د شپږو نویو هېوادونو له یوځای کېدو وروسته بدل کړي.

د هغه په ​​وینا د برېکس نوم د بدلولو په اړه تر اوسه هېڅ بحث نه دی شوی.

برېکس ته د نویو هېوادونو ور یوځای کېدل د دې سازمان د غړو هېوادونو د پنځلسمې سرمشریزې یوه مهمه موضوع وه.

دا غونډه د تېرې سې شنبې په ورځ( د زمري ۳۱مه) په جنوبي افریقا کې جوړه شوې وه.

افغان کرېکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د اسیا جام لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ اعلان کړ. دغه سیالۍ به راتلونکې چارشنبه پیل او تر ۱۸ ورځو د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب په بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان په خبري ناسته کې د دې نوملړ اعلانولو سره وویل، چې دې جام کې به حشمت الله شهیديد افغان ملي ټیم لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی به مرستیال لوبډلمشر وي.

د نوموړي په خبره، رحمن الله ګربز او اکرام علي خیل ویکټ ساتونکيدي.

د دې جام لپاره پاتې لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي شامل دي.

افغان ملي لوبډله به په اسیا جام کې لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په دریمه د بنګله دېش او دویمه لوبه د همدې میاشتې په پنځمه له سریلانکا سره ولري.

دواړه سیالۍ به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

اسیا جام سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا او نېپال لوبډلې سره لوبېږي.