• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مهر خبري اژانس: ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د ایران مهر خبري اژانس د خبرو سرچینو په حواله وايي، طالبانو ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي ممنوع الخروج کړی دی. طالبانو د جمعې په ورځ د تسنیم خبري اژانس دا عکاس په کابل کې د ایران سفارت ته وسپاره.

سرچینو مهر خبري اژانس ته ویلي: «د ډيپلوماټیکو قوانیو له مخې، د افغانستان دولت موظف دی چې د دوسیې تر روښانېدو به هغه د ایران سفارت کې وي.»

سپاه پاسدران ته د نږدې خبري اژانس تسنیم عکاس محمد حسین ولایتي د تېر زمري پر ۲۸ کابل ته قانوني او د هوا له لارې تللی و.

نوموړی لس ورځې په کابل کې و، خو ایران ته د ستنېدو پر مهال طالبانو په کابل هوايي ډګر کې ونیو.

طالبانو د دې ایراني عکاس د نیولو په هکله څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي و چې د دې خبریال د خوشي کولو لپاره پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

سویلي افریقا: له برېکس ډلې سره د نویو هېوادونو په یو ځای کېدو د برېکس نوم نه بدلیږي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د سویلي افریقا د همکارۍ او نړۍوالو اړیکو وزیر نالدي پانډور اعلان وکړ، چې د برېکس ډلې ته د نویو هېوادونو په ورتلو د دغې ډلې نوم نه بدلوي.

د برېکس نوم د دغې ډلې د غړو هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.

د دغو هېوادونو مشرانو په جنوبي افریقا کې په خپله وروستۍ غونډه کې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ارجنټاین، مصر او ایتوپیا په ګډون موافقه وکړه.

دا هېوادونه به له راتلونکې میاشتې څخه په رسمي توګه د برېکس غړي شي.

نالدي پانډور سنډی ټایمز ته وویل؛ دا امکان نه لري چې برېکس به خپل اوسنی نوم د شپږو نویو هېوادونو له یوځای کېدو وروسته بدل کړي.

د هغه په ​​وینا د برېکس نوم د بدلولو په اړه تر اوسه هېڅ بحث نه دی شوی.

برېکس ته د نویو هېوادونو ور یوځای کېدل د دې سازمان د غړو هېوادونو د پنځلسمې سرمشریزې یوه مهمه موضوع وه.

دا غونډه د تېرې سې شنبې په ورځ( د زمري ۳۱مه) په جنوبي افریقا کې جوړه شوې وه.

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین پر هوايي ډګر د برید خبر ورکړی دی

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف اعلان وکړ، چې د دوی هوايي ځواکونو د کیف ښار په څنډو کې د اوکراین پر یوه هوايي ډګر برید کړی دی.

د دغه پوځي چارواکي په وینا؛ د روسیې دغه برید د اوږد واټن ویشتونکو وسلو په مرسته په دقیق ډول تر سره شوی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل: “د روسیې وسله والو ځواکونو د شپې پر مهال د کیف په څنډه کې پر یوه هوايي ډګر په خورا دقیقو وسلو برید کړی دی”.

جنرال ایګور کوناشینکوف زیاته کړه، چې په دې برید سره د روسیې د وسله والو ځواکونو هدف ترلاسه شوی دی.

په یاد هوايي ډګر کې د دغه برید د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا برید د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د روسیې له خوا شوی دی.

د امریکا یوې محکمې یو پاکستانی ډاکتر د داعش د ملاتړ په جرم په ۱۸ کاله زندان محکوم کړ

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د امریکا یوې محکمې یوه پاکستاني ډاکتر ته چې په امریکا کې په کاري وېزې اوسېده د داعش ډلې څخه د مالي ملاتړ په جرم د ۱۸ کلونو زندان سزا ورکړه.

فاکس نیوز د امریکا د عدلیې وزارت په حواله وايي، چې ۳۱ کلن ډاکتر محمد مسعود یو پاکستانی ډاکتر و، چې د منیسوټا ایالت د راچسټر د ښار په یوه کلینیک کې یې کار کاوه.

خبر زیاتوي، چې نوموړي څو ځلې په عراق او شام کې په داعش وسلوالې ډلې کې د شاملېدو هیله څرګنده کړې وه او د دغې ډلې له مشرانو څخه یې ملاتړ هم کړی و.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا؛ چې نوموړي په امریکا کې د برېدونو پلان لاره او هم یې په ۲۰۲۰ کال کې اردن او له هغه ځای څخه سوریې ته د تګ ټکټ اخیستی و.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې یو شمېر امریکايي څارنوالانو ویلي وو، چې دغه ډاکټر د امریکا د پلټنو فيډرالي ادارې کارکوونکو ته پیسې ورکړې دي او له هغوی یې غوښتي، چې د داعش له وسلوالې ډلې ملاتړ وکړي او هم یې پلان لاره چې په امریکا کې بریدونه ترسره کړي.

له جنیټيکي تحلیل وروسته مسکو د پریګوژین مړینه تایید کړه

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۴ GMT+۱

روسي چارواکو د جسدونو له جنیټیکي تحلیل وروسته په رسمي ډول تایید کړه، چې د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین تېره چهارشنبه د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوی دی.

د تحقیقاتو کمېټې وویل، چې د ټولو لسو قربانیانو هویت مشخص شوی او دوی د ښاغلي پریګوژین په شخصي الوتکه کې د مسافرینو له لېست سره سمون لري.

د واګنر ډلې د مشر پریګوژین یوه شخصي الوتکه د اپریل په درېیمه د مسکو په شمال لویدیځ کې ولویده او ټول سپاره یې ووژل.

تر دې مخکې د «پریګوژین په وژنه» کې د روسیې د ولسمشر د لاس لرلو په اړه ګونګوسې خپرې شوې وې.

خو کرملین ماڼۍ بیا دا ګونګوسې رد کړې وې.

ایران وايي د کورني قانون له مخې د یورانیمو بډایول دوام لري

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱

د ایران د اټومي پروګرام مشر محمد اسلامي وايي، د دغه هېواد د پارلمان له خوا په جوړ شوي چوکاټ کې د یورانیمو بډایول دوام لري. نوموړي د یکشنبې په ورځ دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې ایران د یورانیمو بډایول له ۶۰ سلنې ټیټ کړي دي.

هغه دغه قانون ته په اشاره زیاته کړه: «زموږ یورانیم بډایول د ستراتیژیک اقدام د قانون له مخې روان دي.»

د دې میاشتې په لومړیو کې والسټریټ جورنال راپور ور کړ چې ایران د وسلې په کچه د یورانیم بډایولو زېرمه کول کم کړې او هم یې د ۶۰ سلنه په کچه بډایه شوي یورانیم نري کړي دي.

وال سټرایټ د خپلو سرچینو په حواله د ایران دا ګام له امریکا سره د تاوتریخوالي کمولو لپاره ګټور بللی و.

په ۲۰۲۰ کال کې د ایران توندلاري پارلمان د یوه قانون په تصویب سره حکومت ته اجازه ور کړه چې که نور لوري د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پوره نه پلی کوي، نو تهران هم له ټاکلی حد یورانیم ډېر بډایولی شي.

په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون د امریکا په وتلو او پر تهران د بندیزونو بیا لګولو پسې ایران هم له اټومي تړون سرغړونه پیل کړه.

د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون له مخې ایران ۳.۶۷ سلنه پورې یورانیم بډایولی شي، خو دغه هېواد پر ۲۰۲۱ کال تر ۶۰ سلنې ټینګوالي یورانیم بډایول پیل کړل.

ایران په دغه ګام سره مواد دومره بډایوي چې اټوم بم جوړولو ته یې نږدې کړی دی، خو تهران تل وايي، چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او اټومي وسلې نه جوړوي.