د امریکا یوې محکمې یو پاکستانی ډاکتر د داعش د ملاتړ په جرم په ۱۸ کاله زندان محکوم کړ

د امریکا یوې محکمې یوه پاکستاني ډاکتر ته چې په امریکا کې په کاري وېزې اوسېده د داعش ډلې څخه د مالي ملاتړ په جرم د ۱۸ کلونو زندان سزا ورکړه.

د امریکا یوې محکمې یوه پاکستاني ډاکتر ته چې په امریکا کې په کاري وېزې اوسېده د داعش ډلې څخه د مالي ملاتړ په جرم د ۱۸ کلونو زندان سزا ورکړه.
فاکس نیوز د امریکا د عدلیې وزارت په حواله وايي، چې ۳۱ کلن ډاکتر محمد مسعود یو پاکستانی ډاکتر و، چې د منیسوټا ایالت د راچسټر د ښار په یوه کلینیک کې یې کار کاوه.
خبر زیاتوي، چې نوموړي څو ځلې په عراق او شام کې په داعش وسلوالې ډلې کې د شاملېدو هیله څرګنده کړې وه او د دغې ډلې له مشرانو څخه یې ملاتړ هم کړی و.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا؛ چې نوموړي په امریکا کې د برېدونو پلان لاره او هم یې په ۲۰۲۰ کال کې اردن او له هغه ځای څخه سوریې ته د تګ ټکټ اخیستی و.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې یو شمېر امریکايي څارنوالانو ویلي وو، چې دغه ډاکټر د امریکا د پلټنو فيډرالي ادارې کارکوونکو ته پیسې ورکړې دي او له هغوی یې غوښتي، چې د داعش له وسلوالې ډلې ملاتړ وکړي او هم یې پلان لاره چې په امریکا کې بریدونه ترسره کړي.