• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني: په هوايي برید کې مو د الشباب ډلې ۱۳ وسلوال وژلي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۵۱ GMT+۱

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني نن یکشنبه (د وږي ۵مه) ویلي، چې په سومالیا کې یې یې د الشباب پر تندلارو هوايي برید کړی او د دغې ډلې دیارلس وسلوال یې وژلي دي.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني (افریکام) وايي، چې یاد برید د تېرې شنبې په ورځ د سومالیا سییرا ښار ته څېرمه شوی دی.

دوی زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د سومالیا د ځواکونو او الشباب د ډلې تر منځ جګړه روانه وه، چې دوی یاد برید د سومالیا د پوځي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړی دی.

افریکام زیاتوي، چې په یاده پېښه کې هېڅ ډول ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

الشباب ډله په سومالیا کې د فیډرالي حکومت پرضد په اوږده جګړه کې ښکېله ډله ده.

یاده ډله د سومالیا پر سوېلي او مرکزي سیمو واکمنه ده، چې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

مهر خبري اژانس: ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۱

د ایران مهر خبري اژانس د خبرو سرچینو په حواله وايي، طالبانو ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي ممنوع الخروج کړی دی. طالبانو د جمعې په ورځ د تسنیم خبري اژانس دا عکاس په کابل کې د ایران سفارت ته وسپاره.

سرچینو مهر خبري اژانس ته ویلي: «د ډيپلوماټیکو قوانیو له مخې، د افغانستان دولت موظف دی چې د دوسیې تر روښانېدو به هغه د ایران سفارت کې وي.»

سپاه پاسدران ته د نږدې خبري اژانس تسنیم عکاس محمد حسین ولایتي د تېر زمري پر ۲۸ کابل ته قانوني او د هوا له لارې تللی و.

نوموړی لس ورځې په کابل کې و، خو ایران ته د ستنېدو پر مهال طالبانو په کابل هوايي ډګر کې ونیو.

طالبانو د دې ایراني عکاس د نیولو په هکله څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي و چې د دې خبریال د خوشي کولو لپاره پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

سویلي افریقا: له برېکس ډلې سره د نویو هېوادونو په یو ځای کېدو د برېکس نوم نه بدلیږي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د سویلي افریقا د همکارۍ او نړۍوالو اړیکو وزیر نالدي پانډور اعلان وکړ، چې د برېکس ډلې ته د نویو هېوادونو په ورتلو د دغې ډلې نوم نه بدلوي.

د برېکس نوم د دغې ډلې د غړو هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.

د دغو هېوادونو مشرانو په جنوبي افریقا کې په خپله وروستۍ غونډه کې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ارجنټاین، مصر او ایتوپیا په ګډون موافقه وکړه.

دا هېوادونه به له راتلونکې میاشتې څخه په رسمي توګه د برېکس غړي شي.

نالدي پانډور سنډی ټایمز ته وویل؛ دا امکان نه لري چې برېکس به خپل اوسنی نوم د شپږو نویو هېوادونو له یوځای کېدو وروسته بدل کړي.

د هغه په ​​وینا د برېکس نوم د بدلولو په اړه تر اوسه هېڅ بحث نه دی شوی.

برېکس ته د نویو هېوادونو ور یوځای کېدل د دې سازمان د غړو هېوادونو د پنځلسمې سرمشریزې یوه مهمه موضوع وه.

دا غونډه د تېرې سې شنبې په ورځ( د زمري ۳۱مه) په جنوبي افریقا کې جوړه شوې وه.

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین پر هوايي ډګر د برید خبر ورکړی دی

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف اعلان وکړ، چې د دوی هوايي ځواکونو د کیف ښار په څنډو کې د اوکراین پر یوه هوايي ډګر برید کړی دی.

د دغه پوځي چارواکي په وینا؛ د روسیې دغه برید د اوږد واټن ویشتونکو وسلو په مرسته په دقیق ډول تر سره شوی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل: “د روسیې وسله والو ځواکونو د شپې پر مهال د کیف په څنډه کې پر یوه هوايي ډګر په خورا دقیقو وسلو برید کړی دی”.

جنرال ایګور کوناشینکوف زیاته کړه، چې په دې برید سره د روسیې د وسله والو ځواکونو هدف ترلاسه شوی دی.

په یاد هوايي ډګر کې د دغه برید د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا برید د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د روسیې له خوا شوی دی.

د امریکا یوې محکمې یو پاکستانی ډاکتر د داعش د ملاتړ په جرم په ۱۸ کاله زندان محکوم کړ

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د امریکا یوې محکمې یوه پاکستاني ډاکتر ته چې په امریکا کې په کاري وېزې اوسېده د داعش ډلې څخه د مالي ملاتړ په جرم د ۱۸ کلونو زندان سزا ورکړه.

فاکس نیوز د امریکا د عدلیې وزارت په حواله وايي، چې ۳۱ کلن ډاکتر محمد مسعود یو پاکستانی ډاکتر و، چې د منیسوټا ایالت د راچسټر د ښار په یوه کلینیک کې یې کار کاوه.

خبر زیاتوي، چې نوموړي څو ځلې په عراق او شام کې په داعش وسلوالې ډلې کې د شاملېدو هیله څرګنده کړې وه او د دغې ډلې له مشرانو څخه یې ملاتړ هم کړی و.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا؛ چې نوموړي په امریکا کې د برېدونو پلان لاره او هم یې په ۲۰۲۰ کال کې اردن او له هغه ځای څخه سوریې ته د تګ ټکټ اخیستی و.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې یو شمېر امریکايي څارنوالانو ویلي وو، چې دغه ډاکټر د امریکا د پلټنو فيډرالي ادارې کارکوونکو ته پیسې ورکړې دي او له هغوی یې غوښتي، چې د داعش له وسلوالې ډلې ملاتړ وکړي او هم یې پلان لاره چې په امریکا کې بریدونه ترسره کړي.

له جنیټيکي تحلیل وروسته مسکو د پریګوژین مړینه تایید کړه

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۴ GMT+۱

روسي چارواکو د جسدونو له جنیټیکي تحلیل وروسته په رسمي ډول تایید کړه، چې د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین تېره چهارشنبه د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوی دی.

د تحقیقاتو کمېټې وویل، چې د ټولو لسو قربانیانو هویت مشخص شوی او دوی د ښاغلي پریګوژین په شخصي الوتکه کې د مسافرینو له لېست سره سمون لري.

د واګنر ډلې د مشر پریګوژین یوه شخصي الوتکه د اپریل په درېیمه د مسکو په شمال لویدیځ کې ولویده او ټول سپاره یې ووژل.

تر دې مخکې د «پریګوژین په وژنه» کې د روسیې د ولسمشر د لاس لرلو په اړه ګونګوسې خپرې شوې وې.

خو کرملین ماڼۍ بیا دا ګونګوسې رد کړې وې.