• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګارډین: واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو ځانوژنه زیاته شوې ده

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۵ GMT+۱

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طبي مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغو ښځو شمېر چې ځانوژنې کوي او یا د ځان وژنې پلان لري، زیات شوی دی.

ګارډین لیکي، چې طالب چارواکو د دغو ځانوژنو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

ګارډین دا راپور د عامه روغتونونو او رواني روغتیا کلینیکونو څخه د راټولو شويو معلوماتو پراساس لیکلی.

په همدې حال کې ویل شوي، چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي د ځانوژنو د شمېرو په اړه له معلوماتو ورکولو منع کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (سنبله ۶) لیکلي: "معلومات ښيي چې افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې ښځې پکې د نارینه وو په پرتله زیاتې ځان وژنې کوي."

د دغه راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغو چارواکو په وینا؛ په ټولنه کې د ښځو د حضور د محدودولو، د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو، پارکونو، حمامونو او نورو عامه ځایونو ته د هغوی د ورتګ د بندیز په اړه د طالبانو حکمونو د افغان ښځو وضعیت کړکېچن کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې استازې الیسون ډیویډیان وايي؛ افغانستان د ښځو د حقونو د کړکېچ له امله د رواني روغتیا له بحران سره مخ دی.

الیسون ډیویډیان وویل: "موږ په اوسنیو شرایطو کې د ښځو او نجونو د ډېرېدونکي شمېر شاهدان یو چې د ژوند پرځای مرګ غوره کوي."

د ګارډین په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې شمېره د ښځو د مایوسۍ ژوروالی ښيي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې په افغانستان کې ځان وژنه د شرم خبره ده او اکثره وخت دا پېښې پټېږي.

حتا ځینې ښځې چې د ځان وژنې هڅه کوي بیا وروسته د درملنې لپاره نه منل کیږي او هغه چې مړې کیږي کېدای شي پرته له نوم څخه ښخې شي.

د دې رسنۍ په وینا؛ د ازادۍ او هیلو له لاسه ورکول، په زوره او کم عمره ودونو زیاتوالي په تېرو دوو کلونو کې افغان مېرمنې ډېرې زیانمنې کړې دي.

ګارډین د یوې نجلۍ کیسه رابرسیره کړې چې د ډاکټرې کېدو خوب یې لیدلی و؛ خو د طالبانو له خوا د نجونو د تعلیم د بندولو له حکم وروسته یې دا خوب پوره نه شو.

دغې اتلس کلنې نجلۍ د غور ولایت په مرکز کې وویل: «ما دوه لارې درلودې، یا به ما نشه یي توکو روږدی تره زوي سره واده کړی وی او بدبخته ژوند به مې تېروه او یا به ځان وژنه کومه". هغه وايي، چې دې دویم انتخاب غوره یې کړی و.

لطیفې روغتون ته له لېږدولو او د هوش ته د راتلو وروسته وویل، چې که د هغې د تره زوی چې په نشه یې توکو روږدي دی او بیا ځلې له هغه سره واده ته اړ کړ ی شي، نو بیا به ځان وژنه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

روسیې خپل یو تبعه 'امریکا ته د جاسوسۍ په تور' نیولی

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د روسیې امنیتي ادارې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد یو تبعه يې په مسکو کې د امریکا سفارت ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی. روسیې ویلي، چې د نور وضاحت لپاره يې په مسکو کې د امریکا سفارت ته خبر ورکړی چې د دوو امریکايي ډیپلوماټانو دې "پوښتنې ګرویږنې" وشي.

په روسیه کې د امریکا سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې امنیتي ادارې، په جاسوسۍ د تورن کس د نیول کېدو ویډیو هم خپره کړې ده.

د روسیې امنیتي ادارې ( ف‌اس‌ب) ویلي، چې نیول شوي کس تر دې وړاندې په ولاډیوسټوک کې د امریکا په قونسلګرۍ کې کار کاوه.

د روسیې دولتي رسنیو د (ف‌اس‌ب) په حواله ویلي، نیول شوي کس د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې د امریکا له لوري یوه ماموریت ته ګمارل شوی و چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات راټول کړي.

حنفي: طالبان د ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې د ملت غوښتنو ته ژمن دي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې غور ولایت ته تللی. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په اېکس شبکه کې لیکلي، چې ښاغلي حنفي په دغه سفر کې د ښځو د حقونو پر ورکړه ټینګار کړی دی.

نوموړی په غور ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې طالبان د ښځو د حقونو ورکړې په برخه کې د ملت غوښتنو ته ژمن دي.

حنفي همداراز زیاتوي، د ښځو د حقونو د ملاتړ په نوم ځینې کسان هڅه کوي، چې څو ښځې بې حجابۍ ته وهڅوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر ښځو د بندیزونو لسګونه فرمانونه صادر کړي او وروستی اقدام یې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ د بندیز لګول و.

محمد خالد حنفي د شنبې په ورځ په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ.

نوموړي د دغه بنديز لامل د ښځو " بې حجابي" په ګوته کړه.

د اسلام اباد محكمې د علي وزیر او ایمان مزارۍ ضمانت ومانه

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې د پښتون ژغورنې مخکښ غړي او په پخوانۍ قامي اسمبلۍ کې د خلکو استازي علي وزیر او د بشري حقونو فعالې ایمان مزارۍ ضمانت ومانه.

په قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان استازی د اګسټ په ۱۹مه، او ایمان مزارۍ د اګسټ په شلمه په اسلام اباد کې پولیسو تر هغه وروسته ونیوله، چې د پښتنو د حقونو د دفاع په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر له‌خوا په وربلل شوې غونډه کې یې د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې وکړې.


پاکستاني پولیسو تر نیول کېدو وروسته وویل، چې دغه دواړه یې د حکومت پر وړاندې د بغاوت په تور نیولي؛ خو دا هغه تورونه دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ وار له مخه رد کړي دي.


پي ټي اېم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، چې علي وزیر د قانون سره سم د پښتنو د حقونو په دفاع کې غږ پورته کړی دی.


تر دې وړاندې هم علي وزیر څو ځلي د پاکستان د حکومت له‌خوا په ورته تورونو بندي شو،ی چې بیا وروسته بېرته خوشې شوی دی.

په لغمان کې د واده د موټرو پر کاروان د طالبانو په ډزو کې يو ځوان ووژل شو

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۱ GMT+۱

د لغمان په قرغه يیو ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د واده د مراسمو په موټرو کې د موسیقۍ د غږولو له امله يو ځوان د طالبانو په ډزو ووژل شو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د واده د مراسمو یو کاروان له سیمې څخه تېرېده او موسیقي یې غږوله.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د طالبانو په دې ډزو کې د سميع الله په نوم يو ځوان چې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د لومړي کال زده‌کړیال و وژل شوی.

د لغمان ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه کاله وړاندې هم د واده پر دوو مراسمو د موسيقۍ غږولو له امله ډزې کړې وې، چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شوي او څو نور ټپيان شوي وو؛ خو هغه وخت طالبانو ویلي وو، چې وسله‌والو د طالبانو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د موسیقۍ غږول او اورېدل حرام ګڼلی او وایي،چې د خوښۍ په مراسمو کې هم باید موسیقي ونه غږول شي.

فرانسې په ښوونځیو کې پر مسلمانو نجونو د عربي حجاب په اغوستلو بندیز ولګاوه

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د فرانسې د پوهنې وزیر ګابرېل اېټېل د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې به په عامه ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو لپاره په (عبایه) چې دودیز عربي حجاب دی، بندیز ولګوي.

هغه وویل، د زده‌کړو په برخه کې دا جامې د فرانسې د سېکولر قانون سره په ټکر کې دی.

په ۲۰۰۴ کال کې فرانسې د زده‌کوونکو لپاره پر مذهبي جامو بندیز ولګاوه او په ۲۰۱۰ کال کې يې ځانګړې مذهبي نښې لکه صلیب، مذهبي خولۍ او پړونی منع کړل.

څه موده وړاندې د فرانسې سترې محکمې هم د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون له لوري د سیالیو پر مهال د ښځینه فوټبالرانو پر حجاب بندیز تصویب کړ.

دا پېښه له هغه وروسته ثبت شوې وه، چې د دغه بندیز پر ضد د فرانسې د مسلمانو ښځینه فوټبالرانو د یوې ډلې له لوري اعتراض شوی و.

په فرانسه کې پر مذهبي جامو له بندیز سره سره، د حجاب (عبایه) اغوستل تراوسه پورې نه و منع شوی.

د فرانسې د پوهنې او روزنې وزیر وویل: "ما پرېکړه کړې، چې نور به په ښوونځیو کې حجاب نه اغوستل کېږي." هغه زیاته کړه: "کله چې تاسو ټولګي ته ننوځئ، تاسو باید د زده‌کوونکو دین یوازې د هغه په لیدلو سره و نه پېژنئ."

په فرانسه کې د ښي او کیڼ اړخو تر منځ له اوږدو بحثونو وروسته دا ډول پرېکړه شوې ده.

په دغه هېواد کې ښي او افراطي ښي اړخو پر حکومت له فشار راوړلو سره د بندیز غوښتنه کړې؛ خو کیڼ اړخي وايي، چې دا د اتباعو مدني ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

په فرانسه کې د ښي اړخي جمهوري غوښتوونکي ګوند مشر د دغه هېواد د پوهنې وزیر د دغه ګام هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ څو، څو ځله غږ کړی چې زموږ په ښوونځیو کې دې پر حجاب بندیز ولګیږي. »

خو د مذهبي جامو، په ځانګړې توګه د اسلامي جامو بحث یو ځل بیا هغه وخت زور واخیست، چې په ۲۰۲۰ کال کې یو افراطي چیچنیايي کډوال د خپل ښوونکي سر غوڅ کړ، چې زده کوونکو ته یې "ولې" د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم انځورونه ښودلي وو.