• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسې په ښوونځیو کې پر مسلمانو نجونو د عربي حجاب په اغوستلو بندیز ولګاوه

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د فرانسې د پوهنې وزیر ګابرېل اېټېل د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې به په عامه ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو لپاره په (عبایه) چې دودیز عربي حجاب دی، بندیز ولګوي.

هغه وویل، د زده‌کړو په برخه کې دا جامې د فرانسې د سېکولر قانون سره په ټکر کې دی.

په ۲۰۰۴ کال کې فرانسې د زده‌کوونکو لپاره پر مذهبي جامو بندیز ولګاوه او په ۲۰۱۰ کال کې يې ځانګړې مذهبي نښې لکه صلیب، مذهبي خولۍ او پړونی منع کړل.

څه موده وړاندې د فرانسې سترې محکمې هم د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون له لوري د سیالیو پر مهال د ښځینه فوټبالرانو پر حجاب بندیز تصویب کړ.

دا پېښه له هغه وروسته ثبت شوې وه، چې د دغه بندیز پر ضد د فرانسې د مسلمانو ښځینه فوټبالرانو د یوې ډلې له لوري اعتراض شوی و.

په فرانسه کې پر مذهبي جامو له بندیز سره سره، د حجاب (عبایه) اغوستل تراوسه پورې نه و منع شوی.

د فرانسې د پوهنې او روزنې وزیر وویل: "ما پرېکړه کړې، چې نور به په ښوونځیو کې حجاب نه اغوستل کېږي." هغه زیاته کړه: "کله چې تاسو ټولګي ته ننوځئ، تاسو باید د زده‌کوونکو دین یوازې د هغه په لیدلو سره و نه پېژنئ."

په فرانسه کې د ښي او کیڼ اړخو تر منځ له اوږدو بحثونو وروسته دا ډول پرېکړه شوې ده.

په دغه هېواد کې ښي او افراطي ښي اړخو پر حکومت له فشار راوړلو سره د بندیز غوښتنه کړې؛ خو کیڼ اړخي وايي، چې دا د اتباعو مدني ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

په فرانسه کې د ښي اړخي جمهوري غوښتوونکي ګوند مشر د دغه هېواد د پوهنې وزیر د دغه ګام هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ څو، څو ځله غږ کړی چې زموږ په ښوونځیو کې دې پر حجاب بندیز ولګیږي. »

خو د مذهبي جامو، په ځانګړې توګه د اسلامي جامو بحث یو ځل بیا هغه وخت زور واخیست، چې په ۲۰۲۰ کال کې یو افراطي چیچنیايي کډوال د خپل ښوونکي سر غوڅ کړ، چې زده کوونکو ته یې "ولې" د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم انځورونه ښودلي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین ولسمشر: که جګړه د روسیې خاورې ته وغځیږي، یوازې پاتې کېږو

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر د روسیې خاورې ته د جګړې راغځېدل د خپل هېواد لپاره ګواښ ګڼي. ولادیمیر زیلینسکي په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي، که جګړه د روسیې خاورې ته وغځول شي، د دې ګواښ شته چې کییف به د یوشمېر هېوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي.

نوموړي د رادا خبري شبکې سره په مرکه کې ټینګار کړی، زموږ یوازې پاتې کېدل لوی ګواښ دی.

د ښاغلي زیلینسکي په وینا، اوکراین هڅه کوي څو د لا زیاتو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته اروپا او امریکا له کییف سره سیاسي، مالي او تسلیحاتي ملاتړ وکړ او دغه هېواد ته یې هر ډول پرمختللې وسلې ورکړې.

د متحده ایالاتو په ګډون د ګڼو هېوادونو چارواکو ویلي، چې دوی نه غواړي اوکراین ته استول شوې وسلې د روسیې په خاوره برید کې وکارول شي.

له دې سره مسکو ادعا کوي، چې اوکراین د روسیې په خاوره کې د برید لپاره له امریکا څخه ترلاسه شوي خوشه‌یې بمونه کاروي.

د روسیې د بلګورود والي ویاچسلاو ګلادکوف د شنبې په ورځ وویل، اوکراین د خوشه‌یي وسلو په کارولو سره پر دغه ښار برید کړی دی.

هغه ادعا وکړه، چې په دې بريد کې درې روسي ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ایران د پارلمان غړی وايي؛ که طالبان حقابه مراعت نه کړي نو بېلابېل فشارونه به پرې راوړو

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د ایران په ولسي جرګه کې د زاهدان استازي فدا حسین مالکي ویلي؛ طالبان له ایران سره د حقابې د عملي کېدا اراده نه لري او ایران په له دوی سره ورته اقدام وکړي.

د ایران په ولسي جرګه کې د ملي امنیت د کمیسیون دغه غړي وړاندیز وکړ، چې ایران دې له هغو اوبو او برېښنا څخه پر طالبانو د فشار په توګه کار واخلي، چې ایران یې د افغانستان سرحدي سیمو ته ورکوي.

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د دغه هېواد له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.

هغه وویل: “طالبانو حتا د ایران تخنیکي کارپوهانو ته د لیدنې اجازه نه ده ورکړې، په یقین سره اوس د ایران اسلامي جمهوریت د انتقامي اقداماتو اختیارونه د اجنډا په سر کې لری. غچ اخیستنه له طالبانو سره د جګړې په معنا نه ده. خو دا چې طالبانو دا کړنې ترسره کړې، نو موږ باید له هغوی سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړو”.

هغه په ​​افغانستان کې د ګاونډیو ولایتونو لپاره د ایران د اوبو او برېښنا قطع کول له طالبانو سره د مقابلې یوه لاره وبلله.

مالکي وویل: "موږ له طالبانو سره د معاملې لپاره مختلفې حل لارې لرو، ځکه چې موږ په افغانستان کې خپلو ګاونډیو ولایتونو ته اوبه او برېښنا دواړه برابروو. په ایران کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې پرانیستل شو، چې په دغه هېواد کې د مخالفتونو څپه رامنځ ته شوې ده. موږ بله چاره نه لرو او موږ باید د طالبانو پر وړاندې ځینې انتخابونه عملي کړو”.

هغه وویل، چې د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا باید طالبانو ته پر سیاسي او سوداګریزو امتیازاتو له سره غور وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو او طالبانو تر منځ پر اوبو لفظي شخړې رامنځته شوي، چې یادې مسالې وخت ناوخت سرحدي وسلوالو شخړو ته هم زمینه برابره کړې ده.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني: په هوايي برید کې مو د الشباب ډلې ۱۳ وسلوال وژلي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني نن یکشنبه (د وږي ۵مه) ویلي، چې په سومالیا کې یې یې د الشباب پر تندلارو هوايي برید کړی او د دغې ډلې دیارلس وسلوال یې وژلي دي.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني (افریکام) وايي، چې یاد برید د تېرې شنبې په ورځ د سومالیا سییرا ښار ته څېرمه شوی دی.

دوی زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د سومالیا د ځواکونو او الشباب د ډلې تر منځ جګړه روانه وه، چې دوی یاد برید د سومالیا د پوځي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړی دی.

افریکام زیاتوي، چې په یاده پېښه کې هېڅ ډول ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

الشباب ډله په سومالیا کې د فیډرالي حکومت پرضد په اوږده جګړه کې ښکېله ډله ده.

یاده ډله د سومالیا پر سوېلي او مرکزي سیمو واکمنه ده، چې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

مهر خبري اژانس: ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۱

د ایران مهر خبري اژانس د خبرو سرچینو په حواله وايي، طالبانو ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي ممنوع الخروج کړی دی. طالبانو د جمعې په ورځ د تسنیم خبري اژانس دا عکاس په کابل کې د ایران سفارت ته وسپاره.

سرچینو مهر خبري اژانس ته ویلي: «د ډيپلوماټیکو قوانیو له مخې، د افغانستان دولت موظف دی چې د دوسیې تر روښانېدو به هغه د ایران سفارت کې وي.»

سپاه پاسدران ته د نږدې خبري اژانس تسنیم عکاس محمد حسین ولایتي د تېر زمري پر ۲۸ کابل ته قانوني او د هوا له لارې تللی و.

نوموړی لس ورځې په کابل کې و، خو ایران ته د ستنېدو پر مهال طالبانو په کابل هوايي ډګر کې ونیو.

طالبانو د دې ایراني عکاس د نیولو په هکله څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي و چې د دې خبریال د خوشي کولو لپاره پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

سویلي افریقا: له برېکس ډلې سره د نویو هېوادونو په یو ځای کېدو د برېکس نوم نه بدلیږي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د سویلي افریقا د همکارۍ او نړۍوالو اړیکو وزیر نالدي پانډور اعلان وکړ، چې د برېکس ډلې ته د نویو هېوادونو په ورتلو د دغې ډلې نوم نه بدلوي.

د برېکس نوم د دغې ډلې د غړو هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.

د دغو هېوادونو مشرانو په جنوبي افریقا کې په خپله وروستۍ غونډه کې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ارجنټاین، مصر او ایتوپیا په ګډون موافقه وکړه.

دا هېوادونه به له راتلونکې میاشتې څخه په رسمي توګه د برېکس غړي شي.

نالدي پانډور سنډی ټایمز ته وویل؛ دا امکان نه لري چې برېکس به خپل اوسنی نوم د شپږو نویو هېوادونو له یوځای کېدو وروسته بدل کړي.

د هغه په ​​وینا د برېکس نوم د بدلولو په اړه تر اوسه هېڅ بحث نه دی شوی.

برېکس ته د نویو هېوادونو ور یوځای کېدل د دې سازمان د غړو هېوادونو د پنځلسمې سرمشریزې یوه مهمه موضوع وه.

دا غونډه د تېرې سې شنبې په ورځ( د زمري ۳۱مه) په جنوبي افریقا کې جوړه شوې وه.