• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین ولسمشر: که جګړه د روسیې خاورې ته وغځیږي، یوازې پاتې کېږو

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر د روسیې خاورې ته د جګړې راغځېدل د خپل هېواد لپاره ګواښ ګڼي. ولادیمیر زیلینسکي په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي، که جګړه د روسیې خاورې ته وغځول شي، د دې ګواښ شته چې کییف به د یوشمېر هېوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي.

نوموړي د رادا خبري شبکې سره په مرکه کې ټینګار کړی، زموږ یوازې پاتې کېدل لوی ګواښ دی.

د ښاغلي زیلینسکي په وینا، اوکراین هڅه کوي څو د لا زیاتو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته اروپا او امریکا له کییف سره سیاسي، مالي او تسلیحاتي ملاتړ وکړ او دغه هېواد ته یې هر ډول پرمختللې وسلې ورکړې.

د متحده ایالاتو په ګډون د ګڼو هېوادونو چارواکو ویلي، چې دوی نه غواړي اوکراین ته استول شوې وسلې د روسیې په خاوره برید کې وکارول شي.

له دې سره مسکو ادعا کوي، چې اوکراین د روسیې په خاوره کې د برید لپاره له امریکا څخه ترلاسه شوي خوشه‌یې بمونه کاروي.

د روسیې د بلګورود والي ویاچسلاو ګلادکوف د شنبې په ورځ وویل، اوکراین د خوشه‌یي وسلو په کارولو سره پر دغه ښار برید کړی دی.

هغه ادعا وکړه، چې په دې بريد کې درې روسي ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان غړی وايي؛ که طالبان حقابه مراعت نه کړي نو بېلابېل فشارونه به پرې راوړو

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د ایران په ولسي جرګه کې د زاهدان استازي فدا حسین مالکي ویلي؛ طالبان له ایران سره د حقابې د عملي کېدا اراده نه لري او ایران په له دوی سره ورته اقدام وکړي.

د ایران په ولسي جرګه کې د ملي امنیت د کمیسیون دغه غړي وړاندیز وکړ، چې ایران دې له هغو اوبو او برېښنا څخه پر طالبانو د فشار په توګه کار واخلي، چې ایران یې د افغانستان سرحدي سیمو ته ورکوي.

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د دغه هېواد له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.

هغه وویل: “طالبانو حتا د ایران تخنیکي کارپوهانو ته د لیدنې اجازه نه ده ورکړې، په یقین سره اوس د ایران اسلامي جمهوریت د انتقامي اقداماتو اختیارونه د اجنډا په سر کې لری. غچ اخیستنه له طالبانو سره د جګړې په معنا نه ده. خو دا چې طالبانو دا کړنې ترسره کړې، نو موږ باید له هغوی سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړو”.

هغه په ​​افغانستان کې د ګاونډیو ولایتونو لپاره د ایران د اوبو او برېښنا قطع کول له طالبانو سره د مقابلې یوه لاره وبلله.

مالکي وویل: "موږ له طالبانو سره د معاملې لپاره مختلفې حل لارې لرو، ځکه چې موږ په افغانستان کې خپلو ګاونډیو ولایتونو ته اوبه او برېښنا دواړه برابروو. په ایران کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې پرانیستل شو، چې په دغه هېواد کې د مخالفتونو څپه رامنځ ته شوې ده. موږ بله چاره نه لرو او موږ باید د طالبانو پر وړاندې ځینې انتخابونه عملي کړو”.

هغه وویل، چې د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا باید طالبانو ته پر سیاسي او سوداګریزو امتیازاتو له سره غور وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو او طالبانو تر منځ پر اوبو لفظي شخړې رامنځته شوي، چې یادې مسالې وخت ناوخت سرحدي وسلوالو شخړو ته هم زمینه برابره کړې ده.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني: په هوايي برید کې مو د الشباب ډلې ۱۳ وسلوال وژلي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني نن یکشنبه (د وږي ۵مه) ویلي، چې په سومالیا کې یې یې د الشباب پر تندلارو هوايي برید کړی او د دغې ډلې دیارلس وسلوال یې وژلي دي.

په افریقا کې د امریکا پوځي قومانداني (افریکام) وايي، چې یاد برید د تېرې شنبې په ورځ د سومالیا سییرا ښار ته څېرمه شوی دی.

دوی زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د سومالیا د ځواکونو او الشباب د ډلې تر منځ جګړه روانه وه، چې دوی یاد برید د سومالیا د پوځي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړی دی.

افریکام زیاتوي، چې په یاده پېښه کې هېڅ ډول ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

الشباب ډله په سومالیا کې د فیډرالي حکومت پرضد په اوږده جګړه کې ښکېله ډله ده.

یاده ډله د سومالیا پر سوېلي او مرکزي سیمو واکمنه ده، چې په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

مهر خبري اژانس: ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۱

د ایران مهر خبري اژانس د خبرو سرچینو په حواله وايي، طالبانو ایرانی عکاس محمد حسین ولایتي ممنوع الخروج کړی دی. طالبانو د جمعې په ورځ د تسنیم خبري اژانس دا عکاس په کابل کې د ایران سفارت ته وسپاره.

سرچینو مهر خبري اژانس ته ویلي: «د ډيپلوماټیکو قوانیو له مخې، د افغانستان دولت موظف دی چې د دوسیې تر روښانېدو به هغه د ایران سفارت کې وي.»

سپاه پاسدران ته د نږدې خبري اژانس تسنیم عکاس محمد حسین ولایتي د تېر زمري پر ۲۸ کابل ته قانوني او د هوا له لارې تللی و.

نوموړی لس ورځې په کابل کې و، خو ایران ته د ستنېدو پر مهال طالبانو په کابل هوايي ډګر کې ونیو.

طالبانو د دې ایراني عکاس د نیولو په هکله څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي و چې د دې خبریال د خوشي کولو لپاره پراخې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

سویلي افریقا: له برېکس ډلې سره د نویو هېوادونو په یو ځای کېدو د برېکس نوم نه بدلیږي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د سویلي افریقا د همکارۍ او نړۍوالو اړیکو وزیر نالدي پانډور اعلان وکړ، چې د برېکس ډلې ته د نویو هېوادونو په ورتلو د دغې ډلې نوم نه بدلوي.

د برېکس نوم د دغې ډلې د غړو هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.

د دغو هېوادونو مشرانو په جنوبي افریقا کې په خپله وروستۍ غونډه کې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ارجنټاین، مصر او ایتوپیا په ګډون موافقه وکړه.

دا هېوادونه به له راتلونکې میاشتې څخه په رسمي توګه د برېکس غړي شي.

نالدي پانډور سنډی ټایمز ته وویل؛ دا امکان نه لري چې برېکس به خپل اوسنی نوم د شپږو نویو هېوادونو له یوځای کېدو وروسته بدل کړي.

د هغه په ​​وینا د برېکس نوم د بدلولو په اړه تر اوسه هېڅ بحث نه دی شوی.

برېکس ته د نویو هېوادونو ور یوځای کېدل د دې سازمان د غړو هېوادونو د پنځلسمې سرمشریزې یوه مهمه موضوع وه.

دا غونډه د تېرې سې شنبې په ورځ( د زمري ۳۱مه) په جنوبي افریقا کې جوړه شوې وه.

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین پر هوايي ډګر د برید خبر ورکړی دی

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف اعلان وکړ، چې د دوی هوايي ځواکونو د کیف ښار په څنډو کې د اوکراین پر یوه هوايي ډګر برید کړی دی.

د دغه پوځي چارواکي په وینا؛ د روسیې دغه برید د اوږد واټن ویشتونکو وسلو په مرسته په دقیق ډول تر سره شوی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل: “د روسیې وسله والو ځواکونو د شپې پر مهال د کیف په څنډه کې پر یوه هوايي ډګر په خورا دقیقو وسلو برید کړی دی”.

جنرال ایګور کوناشینکوف زیاته کړه، چې په دې برید سره د روسیې د وسله والو ځواکونو هدف ترلاسه شوی دی.

په یاد هوايي ډګر کې د دغه برید د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا برید د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د روسیې له خوا شوی دی.