• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان په بارانونو او ځمکې ښویېدنې کې ۲۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۷ GMT+۱

تاجکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د تاجکستان په وروستیو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۲۳ تنو ته ورسېده او ۴ نور چې دوه یې کوچني ماشومان دي ورک شوي دي.

د تاجکستان د بېړنیو پېښو کمېټه وايي، چې تر دا مهاله له کافرنهان له سیند څخه ۱۱جسدونه تر لاسه شوي چې شپږ یې ماشومان او ۷ یې مېرمنې دي.

دوی زیاتوي، چې د پلټنې او ژغورنې ډلې په نورو ورکو شویو کسانو پسې لټه کوي او ښايي د مړو شمېره له دې هم پورته شي، تر دا مهاله په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.

د بېړنیو پېښو کمېټه زیاتوي، چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو ګواښ زیات دی او دوی یې پر وړاندې چمتوالی نیسي.

دغه بارانونه د پلازمېنې دوشنبې په وحدت، تاجک اباد، ورزوب او رودکي سیمو کې شوي، چې ګڼې کورنۍ یې بې کوره کړي دي، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي دي.

ومه ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په یوې خبرپاڼې کې د ۱۳ کسانو د وژلو د خبر تر څنګ له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې خبره کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې موسمي بارانونو او سېلابونو د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مایکل مکال د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې پر کابل هوايي ډګر د برید جزییات خپاره کړل

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د شوي برید ځینې جزییات خپاره کړل.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال؛ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد غونډه کې وویل، چې امریکايي ځواکونو یاد بریدګر له پېښې وړاندې پېژندلی و؛ مګر ورته ویل شوي وو، چې دوی اوس نه شي کولی چې د دغه ګواښ پر وړاندې سم له واره اقدام وکړي.

د نوموړي په خبره، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د سي ای اې له خوا برید کوونکي په نښه شوي وو؛ مګر امنیتي ځواکونو ته د هوايي برید امر نه و شوی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر؛ ولسمشر بایډن له افغانستان د دا ډول ګواښمن او بې شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، چې د بایډن حکومت باید د دغې لویې فاجعې په اړه ځواب ووايي او حساب ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې راتلونکې اونۍ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې پرمختګ وشي؛ خو د بایډن ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یو بل غړی بر این ماسټ وايي، چې دا ټوله د ولسمشر بایډن د بې غورۍ پایله ده.

نوموړی زیاتوي: “ زه له خدایه شکر کوم چې بایډن هغه څه وکړل کوم چې ما د خپل پوځي ماموریت پر مهال نه وو تجربه کړي”.

ماسټ وايي؛ بایډن د دې پر ځای چې جګړه د منظمو پوځي عملیاتو په کولو پای ته ورسوي، د سیاسي جوجاړي په لټه و او غوښتل یې چې خپل ځانته سیاسي امتیازات واخلي.

د امریکا د کانګرس یوه بل غړي ماډلین ډین بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې نور امریکا نه شي کولی چې د اسیايي خلکو لپاره د امریکايي وګړو ژوند په خطر کې واچوي.

نوموړي زیاته کړه: “ دا شل کلنه جګړه موږ ته په ډېره لوړه بیه تمامه شوه، نور نه شو کولی چې د خپلو نارینه او ښځینه وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړو”.

په دغه یاد غونډه کې د کانګرس ګڼو غړو برخه اخیستې وه او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل یې یوه اړتیا یاده کړه؛ خو زیاته یې کړه چې د دغې اړتیا بیه ډېره لوړه وه.

د یادونې وړ ده، چې ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې داعش وسلوالې ډلې پر کابل هوايي ډګر برید وکړ، چې له امله یې ۱۷۰ ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

پوځي کودتا؛ په ګابن کې پوځیانو د ټاکنو په لغوه کولو سره واک ترلاسه کړ

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

افریقايي هېواد ګابن کې د جګپوړو پوځي چارواکو یوې ډلې اعلان وکړ، چې حکومت یې منحل او واک یې ترلاسه کړی دی.

دوی د چهارشنبې په ورځ (د وږي۸ مه) په یوه تلویزیوني چینل کې راڅرګند شول او ویې ویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې هم لغوه کړې دي.

دغو پوځي چارواکو دا خبر د انتخاباتو د پایلو له اعلانیدو یوازې څو شېبې وروسته اعلان کړ. د ګابن د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان له مخې د دغه هېواد ولسمشر علي بونګو د درېیم ځل لپاره انتخابات ګټلي دي.

هغه قوماندانان چې د ګابن په ملي ټلویزیون کې راڅرګند شول ویې ویل، چې دوی د هېواد د ټولو امنیتي او پوځي ادارو په استازیتوب واک ترلاسه کړی دی.

همدا راز دوی اعلان وکړ، چې د هېواد پولې یې تر بلې خبرتیا پورې تړلي او دولتي بنسټونه یې منحل کړي دي.

په ګابن ۲۴ تلویزیون کې د دوی له څرګندونو وروسته د دې هېواد په پلازمینه لیبرویل ښار کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د ګابن دولتي چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

یوګني پرېګوژین د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې او د رسنیو له پامه لرې خاورو ته وسپارل شو

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د یوګني پرېګوژین له مړینې شپږ ورځې وروسته؛ د واګنر جنګیالیو دا مشر د سنټ پترزبورګ په یوې هدیره کې د خصوصي مراسمو په ترسراوي سره خاورو ته وسپارل شو. د هغه جنازه د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې او د رسنیو له پامه لرې وشوه.

یوګني پرXګوژین د وږي په لومړې نېټه د روسیې په شمال لویدیځ کې د الوتکې د نسکوریدو په پېښه کې مړ شو. ګومان کېږي چې نوموړی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دسیسه کې وژل شوی دی. کرملین دا تور رد کړی او هغه یې "مطلق دروغ" بللی دی.

د شخصي جټ الوتکې د رالوېدو په پېښه کې د پرېګوژین تر څنګ د واګنر دوه د لومړۍ درجې قوماندانان، څلور ساتونکي او د الوتکې درې خدماتي کارکوونکي هم مړه شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د الوتکې د لوېدو لامل څه دی، خو د پېښې ځایي خلکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دوی لومړی د چاودنې غږ واورېد او بیا یې د الوتکې غورځېدل ولیدل.

د پرېګوژین له مړینې وروسته پوتین هغه د «با استعداده سوداګر» په توګه یاد کړ او ویې ویل: «هغه یو سخت برخلیک درلود او په ژوند کې یې جدي تېروتنې وکړې».

د پرېګوژین له مړینې وروسته پوتین د واګنر جنګیالیو ته امر وکړ، چې د روسیې حکومت ته خپله وفادارۍ اعلان کړي، هغه کړنه چې پریګوژین یې خلاف و.

د دې ډلې مشر سږکال په سرطان میاشت کې د هاغه بغاوت مشري وکړه، چې په ترڅ کې یې د روستوف آن دون ښار کنټرول ترلاسه کړ او وروسته بیا د مسکو په لور ولاړل.

په لومړیو کې پوتین پرېګوژین د یوه غدار په توګه معرفي کړ، چې بغاوت یې روسیه کورنې جګړې ته بیوله. هغه ویلي وه؛ «د هغه خیانت به ناوړې پایلې ولري».

په استرالیا کې ډاکټرانو د یوې مېرمنې له مغزو ۸ سانتي متره ژوندی چینجی لرې کړ

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۱

د استرالیا ډاکټرانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په کانبرا کې یې د یوې ۶۴ کلنې مېرمنې له مغزو څخه د ۸ سانتي مترو په انداز ژوندی چینجی لرې کړی.

ويل کيږي چې دغه مېرمن اوس له جراحۍ عملیاته وروسته خپل عادي ژوند ته ستنه شوې ده. د اسټرالیا ساینس پوهانو اعلان وکړ، چې دا ډول چینجي په پیټون مارانو کې ډېر لیدل کیږي.

ډاکټرانو ویلي چې په دې بې سارې پېښه کې تېر کال ناروغ د زړه له درده، هېرېدو او خپګان له نښو سره ډاکټر ته ورغله چې بیایې جراحي عملیات ترسره شو.

دا لومړی ځل دی، چې د یوه انسان له مغزو په دې اندازه اوږد چینجی ویستل کیږي.

امریکا کې د افغانستان پخواني سرتېري: موږ له دغه کړکېچن حالته راوباسئ

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت د صفري قطعاتو زرګونه پخواني عسکر، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې په ملاتړ جنګېدلي په امریکا کې له قانوني ستونزو سره مخامخ دي.

 این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی، چې د صفري واحدونو له 10,000 څخه تر 12,000 پورې غړو کاري جوازونه به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې پای ته ورسیږي.

دغه واحدونه تر ډېره په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د افسرانو د امنیت په تامین بوخت وو او په ۱۴۰۰ کې د طالبانو په لاس د دغه هېواد د حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا ته منتقل شول.

د این بی سي خبري شبکې د راپور په بنسټ؛ اوس د دوی د کار جواز دوه کلنه دوره پای ته رسېدلې او دې کار دوی اندیښمن کړي، چې د دوی د کار جواز له لاسه ورکولو سره به د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ونه شي کړی او حتا د کار کولو او ګرین کارت د اخیستو فرصت به له لاسه ورکړي. 

دغې امریکايي خبري شبکې زیاته کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې دغو پخوانیو پوځیانو د امریکا له کانګرسه غوښتي، چې له دغه «حالت» څخه دې وژغوري.

د دې شبکې د معلوماتو له مخې؛ د ملي امنیت د دغو پخوانیو قطعاتو یو قوماندان جنرال محمد شاه تېره میاشت امریکايي وکیلانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و، چې دغه پخواني ځواکونه له یوه " بحران" سره مخ دي.

د ملي امنیت دغه پخواني جنرال د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل، چې د دې قانوني ستونزې په هواري او د دغو پوځیانو د استوګنې د وضعیت په اړه چې د امریکا د استخباراتي ځواکونو همکاران دي ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې زموږ په ټولنه کې د ځان وژنې پېښې رامنځته شوي، چې دا زموږ په منځ کې د بې کوره کېدو د قوي احساس له امله رامنځته کیږي ، ځکه چې د امریکا حکومت د کډوالۍ مرستې لپاره زموږ غوښتنې رد کړې دي."

د این بي سي شبکه د دې تجربه کونکو څخه د یو تن ناصر اندړ حواله هم ورکړې، چې لیکلي یې دي؛ د دوی د کار جواز نېټې په هر تېرېدونکي ساعت کې د خپګان سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وویل: "ځینې یې د نا امیدۍ احساس کوي، دوی نه پوهیږي چې څه وکړي، موږ دوی ته لارښوونه کوو چې د دوی مورال پیاوړی کړي."

د ناصر اندړ په حواله؛ له هغه راهیسې چې دا ځواکونه امریکا ته لېږدول شوي، لږ تر لږه دوه کسانو یې ځانوژنه کړې ده.

په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو په لاس د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته، د امریکايي بنسټونو څه باندې ۷۲ زره سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه امریکا ته انتقال شول.

ډیری کډوالو یې بشردوستانه ویزې او دوه کلن کاري جواز ترلاسه کړی. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت امر کړی، چې د دوی ویزې او کاري جوازونه دې د نورو دوه کلونو لپاره وغځول شي ترڅو د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي.