• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مشر د دې ډلې له سترې محکمې د قبالو د وېش غوښتنه وکړه

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ترې غوښتي چې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي. دې ادارې د چارشنبې په ورځ-د وږي ۸- په اعلامیه کې ویلي، چې هبت الله اخوندزاده وړمه ورځ دا خبره د سترې محکمې له رییس سره په لیدنه کې کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې په دې لیدنه کې د سترې محکمې پر رییس سربېره د اړوند ارګان نور چارواکي او د کرنې او اوبو لګولو وزیر او د دې وزارت د قبایلو چارو رییس هم وو.

طالبان وايي، قبالې به په کابل او ولایتي مرکزونو کې په کاغذي بڼه پیل شي او کله چې ټولو ولایتونو ته برېښنايي سیستم ورسېد، نو دا سندونه به برېښنايي شي.

د طالبانو دا ګام په داسې مهال دی چې تېرو دوو کلونو کې دې ډلې په کابل او ولایتونو کې ډېری ښارګوټي ناقانونه او په غصب شویو ځمکو اباد بللي او ضبط کړي یې دي.

خو په ورته مهال پر دوی تور دی چې په مختلفو ولایتونو کې یې د پخوانیو چارواکو پر جایدادونو ولکه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مایکل مکال د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې پر کابل هوايي ډګر د برید جزییات خپاره کړل

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د شوي برید ځینې جزییات خپاره کړل.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال؛ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد غونډه کې وویل، چې امریکايي ځواکونو یاد بریدګر له پېښې وړاندې پېژندلی و؛ مګر ورته ویل شوي وو، چې دوی اوس نه شي کولی چې د دغه ګواښ پر وړاندې سم له واره اقدام وکړي.

د نوموړي په خبره، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د سي ای اې له خوا برید کوونکي په نښه شوي وو؛ مګر امنیتي ځواکونو ته د هوايي برید امر نه و شوی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر؛ ولسمشر بایډن له افغانستان د دا ډول ګواښمن او بې شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، چې د بایډن حکومت باید د دغې لویې فاجعې په اړه ځواب ووايي او حساب ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې راتلونکې اونۍ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې پرمختګ وشي؛ خو د بایډن ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یو بل غړی بر این ماسټ وايي، چې دا ټوله د ولسمشر بایډن د بې غورۍ پایله ده.

نوموړی زیاتوي: “ زه له خدایه شکر کوم چې بایډن هغه څه وکړل کوم چې ما د خپل پوځي ماموریت پر مهال نه وو تجربه کړي”.

ماسټ وايي؛ بایډن د دې پر ځای چې جګړه د منظمو پوځي عملیاتو په کولو پای ته ورسوي، د سیاسي جوجاړي په لټه و او غوښتل یې چې خپل ځانته سیاسي امتیازات واخلي.

د امریکا د کانګرس یوه بل غړي ماډلین ډین بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې نور امریکا نه شي کولی چې د اسیايي خلکو لپاره د امریکايي وګړو ژوند په خطر کې واچوي.

نوموړي زیاته کړه: “ دا شل کلنه جګړه موږ ته په ډېره لوړه بیه تمامه شوه، نور نه شو کولی چې د خپلو نارینه او ښځینه وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړو”.

په دغه یاد غونډه کې د کانګرس ګڼو غړو برخه اخیستې وه او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل یې یوه اړتیا یاده کړه؛ خو زیاته یې کړه چې د دغې اړتیا بیه ډېره لوړه وه.

د یادونې وړ ده، چې ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې داعش وسلوالې ډلې پر کابل هوايي ډګر برید وکړ، چې له امله یې ۱۷۰ ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د بښنې نړیوال سازمان په غوښتنه ۱۹۸ زره کسانو له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نقض پرېږدي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د بښنې نړیواله اداره وايي، په ټوله نړۍ کې ۱۹۸ زره ۶۱۲ کسانو د دوی د غوښتنې په لاسلیکولو سره له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د انساني حقونو له نقضولو ډډه وکړي. په دې غوښتنه کې راغلي چې د طالبانو په واکمنېدو پسې افغانستان د له منځه تلو په درشل کې دی.

د بښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ په ټوېټ کې لیکلي: کومو کسانو چې دا غوښتنه لاسلیک کړې ده، د افغانستان له ولس سره ولاړ دي او د هغوی د ازاد او با عزته ژوند او برابرۍ د حق لپاره یې غږ پورته کړی دی.

په دې غوښتنه کې ویل شوي، طالبان نه یوازې د افغانانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي، بلکې د تاوتریخوالي نوې دوره یې پیل کړې او په پوره بې غمۍ یې له بشري حقونو سرغړونې ته لاس اچولی دی.

د دې غوښتنې په متن کې د بشري حقونو د مهمو بنسټونو ړنګول، د بیان ازادۍ ځپل، له خپلو حقونو د نجونو او ښځو بې برخې کول، نیول، شکنجه او بې قانونه وژل له انساني حقونو د طالبانو سرغړونې بلل شوې دي.

د دې لیک لاسیکوونکو له طالبانو غوښتي چې غچ اخیستونکې وژنې او پر قومي او مذهبي لږکیو، نجونو او ښځو، جنس بدلو، د انساني حقونو پر مدافعانو، د مدني ټولنې پر غړو، قاضیانو، وکیلانو، د پخواني حکومت پر چارواکو، خبریالانو او نورو بریدونه سملاسي بند کړي.

دوی د ښوونځي او پوهنتون په ګډون د هر عمر نجونو او ښځو ته د زدکړو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د غوښتنې لاسلیکوونکو له طالبانو غوښتي چې د انساني حقونو د نقض او جنګي جنایتونو د ارزولو او ځواب ویلو لپاره میکانیزمونه جوړ کړي.

طالبان په تېرو دوو کلونو کې په مختلفو برخو کې د بشري حقونو په خلاف ورزۍ تورن شوي دي.

نړیواله ټولنه د دوی د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو یو مهم دلیل هم له انساني حقونو د دې ډلې سرغړونې بولي.

طالبان: له ایران څخه ۲۶۵۲ افغانان خپل هېواد ته ستانه شول

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، له ايران څخه له دوو زرو شپږ سوو زيات افغان مهاجر افغانستان ته ستانه شول. دا وزارت وايي، په تېره زمري میاشت کې تر ۴۶ زرو افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په خبره، دا دوه زره او ۶۵۲ تنه افغان مهاجر د وږي په۷ مه هېواد ته ستانه شول.

دا وزارت په ټوېټ کې زیاتوي، د هرات ولايت د اسلام کلا سرحدي چارواکو له دې ډلې ۵۶۹ تنه د مرستو لپاره د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندلي او ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې تېره اسد میاشت کې د نیمروز له لارې ۵۶ زره ۸۳۸ له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو په واکمنېدو پسې افغانستان او ایران ته د افغانانو مهاجرت ډېر شوی، خو وروستیو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو د ستنېدو یا اېستلو بهیر چټک شوی دی.

برېتانیا وايي، دغه هېواد د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ۱۲۵میلیونه ډالره ځانګړي کړي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیې سفارت وايي، سږ کال دغه هېواد له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي. د دغه سفارت د یوه ټویټ له مخې، دغه مرستې به د افغان ماشومانو د زده‌کړو په برخه را ټولې وي.

دغه سفارت د سه شنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې له خپلو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي، چې افغان نجونې د زده‌کړو په برخه کې خپله بشپړه وړتیا او ازادي ترلاسته کړي.


په دغه ټویټ کې راغلي، چې «برېتانیا به د یوه خوندي او سوکاله افغانستان لپاره ژمنه پاتې شي.»


د افغانستان لپاره د برېتانیې سفارت د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته په دوحه کې فعالیت کوي.

فاکس نیوز: د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو لپاره د سترګو په «اغزي» بدله شوې ده

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۵۱ GMT+۱

فاکس‌نیوز د ملي مقاومت جبهې د ۲ کلن مزل په اړه لیکلي، چې دغه جبهه د طالبانو لپاره د سترګو په «اغزي» بدله شوې. راپور کې راغلي، سره له دې چې طالبانو پر دغې جبهې پراخه ځپونکي ګوزارونه کړي؛ خو بیاهم د طالبانو پر ضد له مبارزې لاس په سر شوې نه‌ده.

په دغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ (د وږي په اوومه) خپور شوی راغلي، چې دغه جبهه د طالبانو سره د مقابلې لپاره د لویدیځ‌والو مرستو ته لېواله ده.

د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي ‌میثم نظري فاکس نیوز ته ویلي، د دغې جبهې ځواکونه توانیدلي چې له خپلو اصلي مورچلو هاخوا د هندوکش په درو او د افغانستان په نورو سیمو کې طالبان له ننګونو سره مخامخ کړي.

ښاغلي نظري وویل: «موږ په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او نورستان کې د خرپ او ترپ بریالي عملیات تر سره کړي؛ همدارنګه د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې. د هغې لامل دا دی چې د افغانستان خلک په تېرو دوو کالو کې پر دې پوهیدلي، چې وسله‌واله مبارزه د افغانستان د سولې او ټيکاو لپاره یوازينۍ لاره ده.»

په ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴ مه کله چې کابل سقوط او طالبان یو ځلې بیا پر افغانستان واکمن شول، احمد مسعود د افغانستان د مقاومت ملي جبهې مشري په غاړه واخېسته.

په تېرو دوو کالو کې، دغې جبهې تل د طالبانو پر ضد د بریدونو راپورونه خپاره کړي دي؛ خو طالبانو د ملي مقاومت جبهې غړي «بغاوت کوونکي‌» بولي او په څو پېښو کې یې د دغې جبهې وتلي قوماندانان هم وژلي دي.

د منځني ختیځ د ټولنې یوه کارپوهه فاطمه امان فاکس نیوز ته ویلي، چې طالبان له ګڼو کورنیو ننګونو سره مخامخ دي او له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ملي مقاومت جبهې ته د «پام وړ ګواښ» په توګه ګوري.

د مېرمن امان په خبره، په دغه جبهه کې یو شمېر نوموتې سیاسي څېرې فعاله حضور لري.

د افغانستان د جګړې د مطالعاتو په ټولنه کې څېړونکی پیتر ولیز وایي، د ملي مقاومت جبهې بریدونه په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۰۲۲ کال پرتله کم شوي؛ خو د همدې کال په دوییمه نیمایي کې یو شمېر بریدونو ته په کتو دغه کچه زیاته شوې ده.

د هغه په خبره، کېدای شي دغه څه د ملي مقاومت د جبهې په تګ‌لارو کې د ادلون بدلون له امله وي.

اروپايي ټولنې او امریکا له دې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو پر وړاندې له وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه کوي. له همدې امله له نړۍوالو څخه د مقاومت جبهې د مرستې پر له پسې غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه‌ده ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا په هغه دریځ چې په افغانستان کې به له وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه کوي وویل: «افغانستان ۴۴ کاله په جګړه کې ښکېل دی. موږ نه غواړو، چې په افغانستان کې بیا د جګړې شاهدان واوسو. هماغسې چې له افغانانو مو اوریدلي، هغوی هم نور داسې څه نه غواړي.»

فاکس نیوز لیکلي دي، چې د اوکراین لپاره د مرستو راټولولو په برخه کې د ناټو او لویدیځ په همغږۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې تمرکز ته په پام سره، داسې ښکاري، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د بیا ځلې جګړې لپاره لیوالتیا نه لري.

په راپور کې د طالبانو پر ضد له نورو ډلو سره په همغږۍ کې د ملي مقاومت جبهې پاتې راتلو او د نړۍوال ملاتړ نشتوالي ته په اشارې سره وايي، لږ هیله شته، چې دغه جبهه دې وکولای شي د طالبانو حکومت نسکور کړي.

په نارټ اېسټرن پوهنتون کې د ترهگریزو مطالعاتو استاد مکس ابراهمز وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې هیڅ کومه جدي ننګونه نه شته.

هغه وویل: «د ملي مقاومت د جبهې ستونزه د نړۍوال ملاتړ نشتوالی دی او د مقاومت لپاره دا ستونزمنه ده، چې له بهرني ملاتړ پرته جدي چټکتیا ولري.»

د بایډن حکومت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره خپل رول پای ته ورساوه او دغه تش په نامه ابدي جګړې ته یې پای ورکړ.

د نارټ ایسټرن په پوهنتون کې د ترهګرۍ د مطالعاتو د دغه پروفیسور په وینا، "په افغانستان کې د بایډن تر واک لاندې له هرې وسله‌والې ډلې د متحده ایالاتو ملاتړ ستونزمن دی.