• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان په غوښتنه ۱۹۸ زره کسانو له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نقض پرېږدي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د بښنې نړیواله اداره وايي، په ټوله نړۍ کې ۱۹۸ زره ۶۱۲ کسانو د دوی د غوښتنې په لاسلیکولو سره له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د انساني حقونو له نقضولو ډډه وکړي. په دې غوښتنه کې راغلي چې د طالبانو په واکمنېدو پسې افغانستان د له منځه تلو په درشل کې دی.

د بښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ په ټوېټ کې لیکلي: کومو کسانو چې دا غوښتنه لاسلیک کړې ده، د افغانستان له ولس سره ولاړ دي او د هغوی د ازاد او با عزته ژوند او برابرۍ د حق لپاره یې غږ پورته کړی دی.

په دې غوښتنه کې ویل شوي، طالبان نه یوازې د افغانانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي، بلکې د تاوتریخوالي نوې دوره یې پیل کړې او په پوره بې غمۍ یې له بشري حقونو سرغړونې ته لاس اچولی دی.

د دې غوښتنې په متن کې د بشري حقونو د مهمو بنسټونو ړنګول، د بیان ازادۍ ځپل، له خپلو حقونو د نجونو او ښځو بې برخې کول، نیول، شکنجه او بې قانونه وژل له انساني حقونو د طالبانو سرغړونې بلل شوې دي.

د دې لیک لاسیکوونکو له طالبانو غوښتي چې غچ اخیستونکې وژنې او پر قومي او مذهبي لږکیو، نجونو او ښځو، جنس بدلو، د انساني حقونو پر مدافعانو، د مدني ټولنې پر غړو، قاضیانو، وکیلانو، د پخواني حکومت پر چارواکو، خبریالانو او نورو بریدونه سملاسي بند کړي.

دوی د ښوونځي او پوهنتون په ګډون د هر عمر نجونو او ښځو ته د زدکړو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د غوښتنې لاسلیکوونکو له طالبانو غوښتي چې د انساني حقونو د نقض او جنګي جنایتونو د ارزولو او ځواب ویلو لپاره میکانیزمونه جوړ کړي.

طالبان په تېرو دوو کلونو کې په مختلفو برخو کې د بشري حقونو په خلاف ورزۍ تورن شوي دي.

نړیواله ټولنه د دوی د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو یو مهم دلیل هم له انساني حقونو د دې ډلې سرغړونې بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ایران څخه ۲۶۵۲ افغانان خپل هېواد ته ستانه شول

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، له ايران څخه له دوو زرو شپږ سوو زيات افغان مهاجر افغانستان ته ستانه شول. دا وزارت وايي، په تېره زمري میاشت کې تر ۴۶ زرو افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په خبره، دا دوه زره او ۶۵۲ تنه افغان مهاجر د وږي په۷ مه هېواد ته ستانه شول.

دا وزارت په ټوېټ کې زیاتوي، د هرات ولايت د اسلام کلا سرحدي چارواکو له دې ډلې ۵۶۹ تنه د مرستو لپاره د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندلي او ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې تېره اسد میاشت کې د نیمروز له لارې ۵۶ زره ۸۳۸ له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو په واکمنېدو پسې افغانستان او ایران ته د افغانانو مهاجرت ډېر شوی، خو وروستیو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو د ستنېدو یا اېستلو بهیر چټک شوی دی.

برېتانیا وايي، دغه هېواد د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ۱۲۵میلیونه ډالره ځانګړي کړي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیې سفارت وايي، سږ کال دغه هېواد له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي. د دغه سفارت د یوه ټویټ له مخې، دغه مرستې به د افغان ماشومانو د زده‌کړو په برخه را ټولې وي.

دغه سفارت د سه شنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې له خپلو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي، چې افغان نجونې د زده‌کړو په برخه کې خپله بشپړه وړتیا او ازادي ترلاسته کړي.


په دغه ټویټ کې راغلي، چې «برېتانیا به د یوه خوندي او سوکاله افغانستان لپاره ژمنه پاتې شي.»


د افغانستان لپاره د برېتانیې سفارت د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته په دوحه کې فعالیت کوي.

فاکس نیوز: د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو لپاره د سترګو په «اغزي» بدله شوې ده

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۵۱ GMT+۱

فاکس‌نیوز د ملي مقاومت جبهې د ۲ کلن مزل په اړه لیکلي، چې دغه جبهه د طالبانو لپاره د سترګو په «اغزي» بدله شوې. راپور کې راغلي، سره له دې چې طالبانو پر دغې جبهې پراخه ځپونکي ګوزارونه کړي؛ خو بیاهم د طالبانو پر ضد له مبارزې لاس په سر شوې نه‌ده.

په دغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ (د وږي په اوومه) خپور شوی راغلي، چې دغه جبهه د طالبانو سره د مقابلې لپاره د لویدیځ‌والو مرستو ته لېواله ده.

د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي ‌میثم نظري فاکس نیوز ته ویلي، د دغې جبهې ځواکونه توانیدلي چې له خپلو اصلي مورچلو هاخوا د هندوکش په درو او د افغانستان په نورو سیمو کې طالبان له ننګونو سره مخامخ کړي.

ښاغلي نظري وویل: «موږ په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او نورستان کې د خرپ او ترپ بریالي عملیات تر سره کړي؛ همدارنګه د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې. د هغې لامل دا دی چې د افغانستان خلک په تېرو دوو کالو کې پر دې پوهیدلي، چې وسله‌واله مبارزه د افغانستان د سولې او ټيکاو لپاره یوازينۍ لاره ده.»

په ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴ مه کله چې کابل سقوط او طالبان یو ځلې بیا پر افغانستان واکمن شول، احمد مسعود د افغانستان د مقاومت ملي جبهې مشري په غاړه واخېسته.

په تېرو دوو کالو کې، دغې جبهې تل د طالبانو پر ضد د بریدونو راپورونه خپاره کړي دي؛ خو طالبانو د ملي مقاومت جبهې غړي «بغاوت کوونکي‌» بولي او په څو پېښو کې یې د دغې جبهې وتلي قوماندانان هم وژلي دي.

د منځني ختیځ د ټولنې یوه کارپوهه فاطمه امان فاکس نیوز ته ویلي، چې طالبان له ګڼو کورنیو ننګونو سره مخامخ دي او له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ملي مقاومت جبهې ته د «پام وړ ګواښ» په توګه ګوري.

د مېرمن امان په خبره، په دغه جبهه کې یو شمېر نوموتې سیاسي څېرې فعاله حضور لري.

د افغانستان د جګړې د مطالعاتو په ټولنه کې څېړونکی پیتر ولیز وایي، د ملي مقاومت جبهې بریدونه په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۰۲۲ کال پرتله کم شوي؛ خو د همدې کال په دوییمه نیمایي کې یو شمېر بریدونو ته په کتو دغه کچه زیاته شوې ده.

د هغه په خبره، کېدای شي دغه څه د ملي مقاومت د جبهې په تګ‌لارو کې د ادلون بدلون له امله وي.

اروپايي ټولنې او امریکا له دې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو پر وړاندې له وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه کوي. له همدې امله له نړۍوالو څخه د مقاومت جبهې د مرستې پر له پسې غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه‌ده ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا په هغه دریځ چې په افغانستان کې به له وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه کوي وویل: «افغانستان ۴۴ کاله په جګړه کې ښکېل دی. موږ نه غواړو، چې په افغانستان کې بیا د جګړې شاهدان واوسو. هماغسې چې له افغانانو مو اوریدلي، هغوی هم نور داسې څه نه غواړي.»

فاکس نیوز لیکلي دي، چې د اوکراین لپاره د مرستو راټولولو په برخه کې د ناټو او لویدیځ په همغږۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې تمرکز ته په پام سره، داسې ښکاري، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د بیا ځلې جګړې لپاره لیوالتیا نه لري.

په راپور کې د طالبانو پر ضد له نورو ډلو سره په همغږۍ کې د ملي مقاومت جبهې پاتې راتلو او د نړۍوال ملاتړ نشتوالي ته په اشارې سره وايي، لږ هیله شته، چې دغه جبهه دې وکولای شي د طالبانو حکومت نسکور کړي.

په نارټ اېسټرن پوهنتون کې د ترهگریزو مطالعاتو استاد مکس ابراهمز وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې هیڅ کومه جدي ننګونه نه شته.

هغه وویل: «د ملي مقاومت د جبهې ستونزه د نړۍوال ملاتړ نشتوالی دی او د مقاومت لپاره دا ستونزمنه ده، چې له بهرني ملاتړ پرته جدي چټکتیا ولري.»

د بایډن حکومت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره خپل رول پای ته ورساوه او دغه تش په نامه ابدي جګړې ته یې پای ورکړ.

د نارټ ایسټرن په پوهنتون کې د ترهګرۍ د مطالعاتو د دغه پروفیسور په وینا، "په افغانستان کې د بایډن تر واک لاندې له هرې وسله‌والې ډلې د متحده ایالاتو ملاتړ ستونزمن دی.

د ایران د پارلمان غړی: د طالبانو په استخباراتي همکارۍ مشهد کې د داعش د برید مخه ونیول شوه

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۱۰ GMT+۱

سید محمود نبویان وايي، د ایران او طالبانو ترمنځ د ترهګرو ډلو په وړاندې پراخې استخباراتي همکارۍ شته. هغه ادعا وکړه چې په ایران کې د شاه چراغ له برید وروسته داعش په مشهد ښار کې د یو بل ترهګریز برید پلان درلود چې د طالبانو د استخباراتو په همکارۍ شنډ شو.

نبویان د ایران د ولسي جرګې د هغه پلاوي غړی و، چې روانه اوونۍ یې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دي.
هغه له مهر خبري اژانس سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې ویلي: «د افغانستان د استخباراتو له مرستیال سره مې لیدنه درلوده، چې مهم ټکي یې مطرح کړل. ایران او افغانستان د ترهګرو د تګ راتګ په اړه، په ځانګړې توګه په سرحدونو کې د ډېرو معلوماتو تبادله کوي.»
هغه زیاته کړه: «داعش پر شاه چراغ سربېره په مشهد مقدس کې یو بل ترهګریز عمل هم ترسره کاوه؛ خو زموږ او افغان چارواکو ترمنځ د معلوماتو په تبادلې سره مو وکولای شو چې د دښمن دغه پلان شنډ کړو.»
دغه ایرانی چارواکی ادعا کوي، چې طالبان د داعش پر وړاندې جدي عمل کوي او وایي، چې طالبانو سلګونه داعشیان وژلي او سلګونه نور یې بندیان کړي دي.
په افغانستان کې د شیعه ګانو د امنیت د ټینګښت او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره د هغوی د ازادۍ موضوع له طالبانو سره د اسلامي جمهوریت د پارلماني پلاوي په خبرو کې یاده شوې ده.

تهران د طالبانو له لوري د عاشورا پر مراسمو د بندیز پر ضد د افغان شیعه مذهبو له اعتراضونو سره، سره په دې اړه له دریځ نیولو ډډه وکړه.
نبویان وویل، په افغانستان کې له یو شمېر شیعه عالمانو او مشرانو سره په لیدنه کې هغوی د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د امنیت او په ازاد ډول د دیني مراسمو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه.

نوموړي په دې مرکه کې وویل: «د افغان شیعه مذهبو امنیت خوندي شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال طالبانو د محرم پر مراسمو د سختو بندیزونو له امله له ماتم کوونکو سره له تاوتریخوالي کار اخیستی و.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا غړیو هم د محرم په مراسمو باندې د طالبانو د بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د دې ترڅنګ دغه ایراني چارواکي د طالبانو د «فرهنګي بدلون» ستاینه وکړه او ویې ویل: «نن په طالبانو کې ډېر فرهنګي بدلونونه راغلي دي، هغوی له موږ وغوښتل، چې د شهید مطهري له کتابونو څخه ګټه واخلو او هغه د لا زیاتې مطالعې لپاره یې پښتو ژبې ته را وژباړو.»
مرتضی مطهري یو ایرانی لیکوال او دیني عالم و، چې د اسلامي جمهوریت له مهمو تیوریسنانو څخه ګڼل کېږي.
د ایران د پارلمان دغه استازی په داسې حال کې د طالبانو د فرهنګي بدلون خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د ایران د پارلمان د مشر وياند، طالبان شرخوښي او زړه ماتوونکي بللي و، او ويلي يې و: «نو دا طالبان هغه طالبان نه دي؟»
د هلمند حقابه، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي پیاوړتیا او راکړه، ورکړه او نیول شوي ایراني خبریال ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکول، هغه نور مسایل دي چې د ښاغلي نبویان په خبره په نږدې راتلوونکې کې به د ایراني پلاوي او طالب چارواکو ترمنځ بحث پرې وشي.

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون او د میدان وردګو د طالبانو تر منځ ناندرې

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱

وروسته له هغې چې په ټولنیزو شبکو کې د مېدان وردګو او کندهاري طالبانو تر منځ د ناندرو غږیز کلیپونه خپاره شول، د طالبانو تصفیوي کمېسیون له خپلو ټولو ادارو بخښنه غوښتې او وايي په فورمو کې مشکل نه شته.خو والي بیا وايي د طالبان دې فورمې کمېسیون ته وسپاري.

لومړی مکتوب د روانې وږي میاشتې په ۴مه نېټه لېږل شوی، چې پکې ویل شوي؛ د مېدان وردګو د طالبانو د غړو په فورمو کې ستونزه موجوده ده.

مکتوب کې له طالبانو غوښتل شوي وو:” اوسنۍ تایید شوې فورمې باید بېرته امنیتي او تصفیوي کمېسیون ته ور تسلیم کړئ”.

دغه کمېسیون د دویم ځل لپاره د تاییدئ خبره کړې او ویل یې دي، چې د میدان وردګو د طالبانو د تایید فورمې به بیا ګوري.

له دغه مکتوب وروسته د میدان وردګو یو شمېر طالبانو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کېمسیون د کندهاري طالبانو په کنټرول کې دی.

دوی زیاتوي، چې دغه کندهاري ډله د نورو ولایتونو او په ځانګړي توکه د میدان وردګو د طالبانو د غړیتوب فورمې نه تاییدوي.

د میدان وردګو طالبان په دغه غږیز پېغام کې وايي؛ ملا قیوم ذاکر پورې اړوند طالبان په پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو کې کم عمره هلکان تښتوي او په زوره یې پوستو ته بیايي او ښځو سره یې جنسي زیاتی کوي.

دوي ادعا کوي، چې د تصفیې کمېسیون دې د ملا فاضل او ملا قیوم ذاکر پورې اړوند د طالبانو کې تصفیه وکړي، چې دواړو یې په خپلو وسلوالو ډلو کې غیر طالبان ځای پر ځای کړي دي.

دغه طالبان په خپلو څرګندونو کې د کابل برېښنا ریاست رییس ملا احمد اخوند هغه ویډیو ته هم اشاره کوي، چې افغانستان انټرنشنل دوه اونۍ وړاندې خپره کړې وه.

په ورته وخت کې د طالبانو د میدان وردګو د والي قاري بختیار معاذ یو غږیز پیغام چې د میدان وردګو طالبانو ته یې لېږلی افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړی.

په دغه غږیز پیغام کې د طالبانو والي له طالبانو غواړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې دې له غبرګونونو څخه لاس واخلي او دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

له دې وروسته د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون یو بل مکتبوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې پکې دغه کمېسیون خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.

دغه مکتوب د روانې وري میاشتې په ۶مه نېټه د طالبانو د تصفیوي کمېسیون له خوا اړونده وزارتونو او ادارو ته لېږل شوی دی.

په مکتوب کې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه بښنه غوښتل شوې او ویل شوي، چې د دغه کمېسیون د تایید په فورمو کې ستونزه نه شته او د میدان وردګو طالبانو ته په وزارتونو او ادارو کې دندې ورکړئ.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو تر منځ د کندهاري، پکتیا او میدان وردګو د ډلو په نوم اختلافات رسنیز کیږي، له دې وړاندې هم د میدان وردګو یو شمېر طالبانو په ټولنیزو شبکو کې پر کندهاري طالبانو نیوکه کړې وه، چې جګړه دوی کړې او اوس ټولې مهمې دندې د کندهاري طالبانو په لاس کې دي.