افریقايي هېواد ګابن کې د جګپوړو پوځي چارواکو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د وږي۸ مه) اعلان وکړ، چې حکومت یې منحل او واک یې ترلاسه کړی دی.
دغو پوځي چارواکو دا خبر د انتخاباتو د پایلو له اعلانېدو یوازې څو شېبې وروسته اعلان کړ. د ګابن د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان له مخې؛ د دغه هېواد ولسمشر علي بونګو د درېیم ځل لپاره انتخابات ګټلي دي.
ځینو هېوادونو او نړۍوالو اتحادیو د ګابن د ولسمشر علي بونګور پر وړاندې کودتاه غندلې ده.
د افریقایي اتحادیې کمیسون
"د افریقایي اتحادیې کمیسیون مشر موسی فاکي مهاتم؛ د ګابن جمهوریت وضعیت څاري او په هېواد کې پوځي کودتا په کلکو ټکو غندي، چې د اوسني انتخاباتي بحران څخه د وتلو لاره ده".
فرانسه
د فرانسې د حکومت ویاند اولیویه وران ویلي: «موږ دا پوځي کودتا غندو او د ازادو او رڼو ټاکنو لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرارو». هغه ټینګار وکړ، چې د د ولسمشرۍ ټاکنو ته دې درناوی وشي.
په ګابن کې شاوخوا ۴۰۰ فرانسوي پوځیان ځای پر ځای دي. له بلې خوا، پاریس له ګابن سره د تیلو او کانونو برخه کې پراخې اقتصادي اړیکېلري.
چین
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي: «چين په ګابن کې د حالاتو پرمختګ له نېژدې څاري او ګابن کې پر اړوندو خواو غږ کوي، چې د هېواد او خلکو بنسټيزو ګټو ته دې پام وکړي، د سوله ییزو خبرو اترو له لارې دې خپلمنځي اختلافات حل کړي او ژر تر ژره حالت دې نورمال کړي. همداراز د ولسمشر علي بونګور شخصي خوندیتوب ډادمن، ملي سوله، ثبات او ټولیز پرمختګ دې ټینګ کړي».
اروپایي اتحادیه
د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي اتحادیې لوړ پوړی استازی جوزپ بورل وایي: «که تایید شي، دا یوه بله پوځي کودتاه ده چې په ټوله سیمه کې به بې ثباتي زیاته کړي».
«ټوله سیمه - د مرکزي افریقا جمهوریت سره پیلږي ، بیا مالي ، بورکینا فاسو ، نایجر ، شاید ګابن – دا یو ډېر سخت حالت دی په ځانګړې توګه د وزیرانو لپاره... باید په دې اړه ژور فکر وشي، چې هلته څه تېریږي او موږ څنګه کولی شو خپله تګلاره په ډېر درنښت دې هېوادونو کې پرمخ یوسو».
روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي: «مسکو په دوستانه افریقایي هېواد کې د کورني وضعیت د خرابیدو په اړه د اندېښنې وړ راپورونه ترلاسه کړي دي. موږ دا وضعیت له نېژدې څارو او د چټک ثبات هیله یې لرو».