د روسيې د دفاع وزير په دغه هېواد کې د پوځي توليداتو د زياتولو امر وکړ

د روسيې د دفاع وزير امر وکړ، چې د هېواد د هوايي دفاع د پياوړتيا لپاره د پوځي تجهيزاتو؛ په تېره بيا د څارنې رادارونو توليد زيات کړي.

د روسيې د دفاع وزير امر وکړ، چې د هېواد د هوايي دفاع د پياوړتيا لپاره د پوځي تجهيزاتو؛ په تېره بيا د څارنې رادارونو توليد زيات کړي.
سرګي شایګو دغه حکم د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸مه) مسکو ته نېژدې د پوځي تولیداتو له یوه کمپلکس څخه د لیدنې پر مهال صادر کړ.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د سرګي شایګو حکم د دې هېواد د هوایي دفاع د پیاوړتیااو په «ځانګړو پوځي عملیاتو» کې د تجهیزاتو کارولو لپاره صادر شوی.
د روسيې د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې؛ ټاکل شوې چې د دغه هېواد د پوځي تولیداتو تولید به په پراخ ډول لوړ شي.
سرګي شایګو ټینګار وکړ، چې په اوکراین کې د «روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو» لپاره د تجهیزاتو برابرول یو لومړیتوب دی.
د روسیې د دفاع وزیر له دې شرکت څخه وغوښتل چې د پوځي تجهیزاتو د تولید د زیاتوالي لپاره دې «شپه او ورځ» کار وکړي.
د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دغه هېواد شپږ سیمې په نښه شوې دي، چې له هغه وروسته د مسکو څو هوايي ډګرونه د الوتکو د ښکته کېدو او پورته کېدو پر مخ وتړل شول.


د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز د تېرې سې شنبې په ورځ(د وږي ۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یو لیک لېږلی، چې پکې یې په افغانستان کې د اسلامي دولت -خراسان (داعش) ډلې د بریدونو، چاودنو او تلفاتو معلومات ورکړي دي.
دغه مرکز په خپل لیک کې وايي؛ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د روان کال د می تر میاشت پورې د داعش ډلې په بریدونو، چاودنو او وسلوالو نښتو کې ۳۷۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی زیاتوي، چې داعش ډلې په افغانستان کې هدفمن بریدونه کړي او داسې ښکاري چې فعالیتونه یې پراخه شوي دي.
یاد مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې وايي، چې په افغانستان کې اکثره قومي او مذهبي اقلیتونه لکه؛ شیعه مذهبي، صوفیان، سیکان او هزاره ګان د داعش ډلې د بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو موخه ګرځېدلي دي.
دوی زیاتوي؛ له هغې ورځې چې طالبانو افغانستان په "زور نیولی" په مذهبي سیمو او قومي اقلیتونو بریدونه او چاودنې ډېرې شوې دي.
دغه مرکز وايي، چې طالبان د نجونو او ښځو پر وړاندې له جنسیتي تبعیض څخه کار اخلي او په افغانستان کې یې ښځې له ټولنیز ژوند او بشري حقونو څخه محرومې کړي دي.
دوی د طالبانو شکنجې او سختو محدودیتونو یادونه هم کړې ده.
له تېر یوه کاله را په دېخوا طالب چارواکي بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکوي او وايي، چې یاده ډله په افغانستان کې له منځه تللې ده.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت امنیت شورا د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل راپور کې په افغانستان کې د داعش سربېره د یو شمېر وسلوالو ډلو د غښتلي کېدو خبر هم ورکړی و.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول وړاندیز کړی، چې اروپا باید د روان میلادي کال تر پایه ۴۰ زره اوکرایني پوځیانو ته پوځي روزنه ورکړي.
د جوزپ بورل په وینا؛ اروپايي ټولنې موافقه کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به ۳۰ زره اوکرایني پوځیان روزي.
د اروپايي ټولنې د دغه چارواکي په وینا؛ د دغه برنامې له مخې تر اوسه ۲۵ زره اوکرایني پوځيانو روزنه ترلاسه کړې ده.
هغه د چهارشنبې په ورځ (د وږي اتمه) په هسپانیه کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې په څنډه کې وویل، چې دوی د اوکراین د ثبات د تامین لپاره د حل لارې په لټه کې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول زیاته کړه، چې په اوکراین کې له جګړې وروسته هم باید د دغه هېواد د بیارغونې لپاره مالي مرستې دوام ومومي.
د هغه په وينا؛ په هسپانيه کې د اروپايي ټولنې د چارواکو په غونډه کې به له اوکراين سره د مرستو پر دوام خبرې وشي.
د اوکراين د نیول شويو سيمو د بيا ادغام وزارت؛ د سرطان په اتمه نېټه اعلان وکړ چې پر دغه هېواد د روسيې له بريد وروسته کيف ته څه د پاسه ١٧٠ مليارده يورو ځانګړې شوي دي.

ځینو هېوادونو او نړۍوالو اتحادیو په افریقا کې د ګابن د ولسمشر علي بونګور پر وړاندې کودتاه غندلې ده.
افریقايي هېواد ګابن کې د جګپوړو پوځي چارواکو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د وږي۸ مه) اعلان وکړ، چې حکومت یې منحل او واک یې ترلاسه کړی دی.
دغو پوځي چارواکو دا خبر د انتخاباتو د پایلو له اعلانېدو یوازې څو شېبې وروسته اعلان کړ. د ګابن د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان له مخې؛ د دغه هېواد ولسمشر علي بونګو د درېیم ځل لپاره انتخابات ګټلي دي.
ځینو هېوادونو او نړۍوالو اتحادیو د ګابن د ولسمشر علي بونګور پر وړاندې کودتاه غندلې ده.
د افریقایي اتحادیې کمیسون
"د افریقایي اتحادیې کمیسیون مشر موسی فاکي مهاتم؛ د ګابن جمهوریت وضعیت څاري او په هېواد کې پوځي کودتا په کلکو ټکو غندي، چې د اوسني انتخاباتي بحران څخه د وتلو لاره ده".
فرانسه
د فرانسې د حکومت ویاند اولیویه وران ویلي: «موږ دا پوځي کودتا غندو او د ازادو او رڼو ټاکنو لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرارو». هغه ټینګار وکړ، چې د د ولسمشرۍ ټاکنو ته دې درناوی وشي.
په ګابن کې شاوخوا ۴۰۰ فرانسوي پوځیان ځای پر ځای دي. له بلې خوا، پاریس له ګابن سره د تیلو او کانونو برخه کې پراخې اقتصادي اړیکېلري.
چین
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي: «چين په ګابن کې د حالاتو پرمختګ له نېژدې څاري او ګابن کې پر اړوندو خواو غږ کوي، چې د هېواد او خلکو بنسټيزو ګټو ته دې پام وکړي، د سوله ییزو خبرو اترو له لارې دې خپلمنځي اختلافات حل کړي او ژر تر ژره حالت دې نورمال کړي. همداراز د ولسمشر علي بونګور شخصي خوندیتوب ډادمن، ملي سوله، ثبات او ټولیز پرمختګ دې ټینګ کړي».
اروپایي اتحادیه
د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي اتحادیې لوړ پوړی استازی جوزپ بورل وایي: «که تایید شي، دا یوه بله پوځي کودتاه ده چې په ټوله سیمه کې به بې ثباتي زیاته کړي».
«ټوله سیمه - د مرکزي افریقا جمهوریت سره پیلږي ، بیا مالي ، بورکینا فاسو ، نایجر ، شاید ګابن – دا یو ډېر سخت حالت دی په ځانګړې توګه د وزیرانو لپاره... باید په دې اړه ژور فکر وشي، چې هلته څه تېریږي او موږ څنګه کولی شو خپله تګلاره په ډېر درنښت دې هېوادونو کې پرمخ یوسو».
روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي: «مسکو په دوستانه افریقایي هېواد کې د کورني وضعیت د خرابیدو په اړه د اندېښنې وړ راپورونه ترلاسه کړي دي. موږ دا وضعیت له نېژدې څارو او د چټک ثبات هیله یې لرو».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وايي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د نړۍوالو له دسیسو سره مخ وو او بالاخره نړۍواله ټولنه ورته خدای په جهادي او سیاسي ډګر کې ماته کړه.
سراج الدین حقاني نن چهار شنبه( د وږي ۸مه) په کابل کې د طالبانو د دیني علماو او مخورو په غونډې کې وویل، چې روان مشکلات په خدای تعالی حل کړي.
دی زیاتوي: “ که چېرې موږ او تاسو اعمال او افعال په شریعت برابر شي، یقین وکړئ چې تاسو به نورې ګټې هم وګورئ”.
دا چې دغه ګټې څه دي، په اړه یې حقاني څه ونه ویل؛ خو د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت لوړېدلو ته په اشارې وايي، چې ورځ تر بلې برکتونه زیاتېږي او له خلکو یې غوښتي، چې په یادو برکتونو فکر وکړي.
هغه وویل: “ اصلي وجه دا ده، چې پر موږ د حرامو دړې (دروازې) بندې شوې او خدای پاک راباندې د حلالو دروازې راخلاصې کړي دي”.
سراج الدین حقاني په افغانستان کې د برکتونو خبره په داسې مهال کوي، چې امریکا هره اونۍ د څلوېښت میلیونه ډالرو کڅوړې افغانستان ته ورکوي او له دې سره - سره نړۍوالو سازمانونو بار – بار په افغانستان کې د بشري بحران د راتلو خبر ورکړی.
دغو سازمانونو ویلي؛ چې په افغانستان کې لوږه، فقر او بې کاري اوج ته رسېدلې او که چېرې افغانستان ته بشري مرستې ونه رسیږي نو لېرې نه ده، چې په دغه هېواد کې به بشري او روغتیايي بحران رامنځته شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې یو طالب لوړ پوړی چارواکی دا ډول څرګندونې کوي، بلکې له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم ورته څرګندونې کړې وې او له خلکو یې غوښتي وو، چې خدای ته بغارې ووهئ.

تاجکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د تاجکستان په وروستیو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۲۳ تنو ته ورسېده او ۴ نور چې دوه یې کوچني ماشومان دي ورک شوي دي.
د تاجکستان د بېړنیو پېښو کمېټه وايي، چې تر دا مهاله له کافرنهان له سیند څخه ۱۱جسدونه تر لاسه شوي چې شپږ یې ماشومان او ۷ یې مېرمنې دي.
دوی زیاتوي، چې د پلټنې او ژغورنې ډلې په نورو ورکو شویو کسانو پسې لټه کوي او ښايي د مړو شمېره له دې هم پورته شي، تر دا مهاله په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.
د بېړنیو پېښو کمېټه زیاتوي، چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو ګواښ زیات دی او دوی یې پر وړاندې چمتوالی نیسي.
دغه بارانونه د پلازمېنې دوشنبې په وحدت، تاجک اباد، ورزوب او رودکي سیمو کې شوي، چې ګڼې کورنۍ یې بې کوره کړي دي، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي دي.
ومه ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په یوې خبرپاڼې کې د ۱۳ کسانو د وژلو د خبر تر څنګ له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې خبره کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې موسمي بارانونو او سېلابونو د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.