سپینه ماڼۍ: ولادیمیر پوتین او کېم جونګ اون پر وسلو د مذاکراتو لپاره سره ویني

سپینه ماڼۍ وايي، چې ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د وسلو پر سر د مذاکراتو لپاره وویني.

سپینه ماڼۍ وايي، چې ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د وسلو پر سر د مذاکراتو لپاره وویني.
جي نیوز د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ویاندې اېډیین واټسن په حواله وايي، چې د روسیې او شمالي کوریا تر منځ د وسلو پر سر مذاکرات د پرمختګ پر لور روان دي او په دې اړه به ډېر ژر د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ مخامخ خبرې وشي.
واټسن پرون دوشنبه( د وږي ۱۳مه) ویلي؛ دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې د روسیې او شمالي کوریا تر منځ مذاکراتو ډېر پرمختګ کړی او په لوړه کچه د وروستیو ډیپلوماتیکو خبرو اترو لپاره به ولادیمیر پوتین او کېم جونګ اون سره وویني.
نیویارک ټایمز هم راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې کېم جونګ اون به په روانه میاشت کې روسیې ته لاړ شي او هلته به له خپل سیال ولادیمیر پوتین سره وویني.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا حکومت د روسیې او شمالي کوریا د وسلو د قرارداد په اړه معلومات خپاره کړي وو او ویلي یې وو، چې روسیه به له دغو وسلو څخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د روسیې د امنیت شورا اعلان وکړ، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د روسیې په پوځ کې نېږدې ۲۸۰ زره نوي پوځیان جذب کړي دي.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې د مالي سرچینو د کموالي له امله به په روانه میاشت کې د دوه میلیونه نورو افغانانو خوراکي توکي کم کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که په دوو میاشتو کې یې مرستې ونه رسېږي، د مرستو کچه به ۱۰ میلیونه کسانو ته راکمه شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که بودیجه پای ته ورسي نو په افغانستان کې به یو "ناوریني" ژمی وي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم مرستې کمې شوې وې.
د مالي منابعو د غوښتنې سره - سره، ملګري ملتونه نه دي توانیدلي چې د مرسته ورکوونکو ملاتړ راجلب کړي او یوازې د اټکل شوي مقدار څلورمه برخه یې راټوله کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ که مرستې ور نه کړل شي، د لرې پرتو سیمو ۹۰ سلنه خوراکي توکو مرستې به قطع کیږي او حتا د لاس رسي په سیمو کې به هم خلک د سختې یخې هوا پر مهال هېڅ ډول مرستې ترلاسه نه کړي.
په افغانستان کې د WFP مشر هسیا وی لی رویټرز ته وویل: "دا یو ډول ناورین دی چې موږ یې باید مخنیوی وکړو."

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې د مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۲۰ سلنه ښځې دي.
د راپورونو له مخې شاوخوا درې پر څلورمه برخه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې د فقر او لوږې کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
په همدې حال کې هغه پرمختیايي مرستې چې د پخوانۍ ادارې د مالي مرستو ستون فقرات وو؛ قطع شوې دي، د طالبانو اوسنۍ اداره له بندیزونو سره لاس او ګریوان ده او په امریکايي بانکونو کې د افغانستان بانک زیرمې کنګل شوې دي.
په ښځو باندې د طالبانو سخت محدودیتونه او له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونې هغه عوامل دي، چې د دې لامل شوي چې نړۍواله ټولنه د دې ډلې رژیم په رسمیت ونه پېژني.
دې مسالې ډېری مرستندویان اړ کړي چې له افغانستان سره مرستې بندې کړي.
خو په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام چارواکي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د اړو کسانو حسابونه له طالبانو جلا کړي.
دوی خبرداری ورکړ چې دا بې وزله ماشومان او میندې دي چې د اوسني حالاتو قیمت پرې کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ د مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۲۰ سلنه یې ښځې دي، چې د زرګونو بې سرپرستو کورنیو مشري کوي.
دې ادارې ویلي چې د مارچ تر میاشتې پورې د خپلو مرستندویه پروګرامونو تمویل لپاره 1 ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه (د وږي ۱۳مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) لیکلي چې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې هند، تاجکستان، عربي امارات، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، چین، ترکیې او عراق هېوادونو ته د دغو صادراتو ۹۶،۵ سلنه توکي لېږلي دي.
خبر زیاتوي، چې پاتې ۳،۵ سلنه توکي یو شمېر غربي هېوادونو ته صادر شوي دي.
د سرچینې په خبره، په صادر شویو توکو کې ۶۰ سلنه رومیان، زعفران، انګور، زردالو، مڼې، ممیز، زیره او پنبه شامل دي او دغه راز پاتې ۴۰ سلنه یې بیا نور بېلابیل توکي تشکیلوي.
دوی د تېر او وړم کال د صادراتو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پاکستاني چارواکو په حواله ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې کم والی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه پرانیستي لیک کې تر ۶۰ زیاتو کورنیو او بهرنیو مدني او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانیزم د جوړولو غوښتنه کړې ده.
دوی له دې شورا غوښتي چې د طالبانو جنایتونه مستند کړي.
دغو بنسټونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت د غځولو غوښتنه وکړه.
دغه راز دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او د بشري حقونو د سرغړونو د نورو قضیو په اړه دې؛ د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي له خوا وړاندې شوي ریپوټونه تعقیب کړي.
په دې لیک کې د طالبانو له خوا د هدفي وژنو، اعدامونو، شکنجو او له خلکو سره د ناوړه چلند زیاتوالی هم د طالبانو د جنایتونو د بېلګې په توګه یاد شوی دی.
پر دې سربیره د طالبانو له خوا د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او هنرمندانو خپلسري نیول، په زوره مهاجرت او د اقلیتونو ځورول، د پخوانیو دولتي چارواکو او په ځانګړې توګه د ملي امنیت د پخوانیو ځواکونو وژل نور هغه څه دي چې دغه مدني او د بشري حقونو سازمانونو یې په اړه غبرګون ښودلی دی.
دغو بنسټونو وړاندیز کړی، چې د نړۍوالو قوانینو له معیارونو سره سم د ټولو معلوماتو، اسنادو او شواهدو د منظم ثبت او ساتنې لپاره باید د طالبانو د سرغړونو او بشري حقونو د سرغړونو دوسیې جوړې شي.
دغه بنسټونه هیله لري، چې د اسنادو او شواهدو راټولول به د هغو چارواکو په قانوني تعقیب کې مرسته وکړي چې د طالبانو په منځ کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.
دوی وايي، چې د طالبانو د قضايي نظام د خپلواکۍ د نشتوالي له امله په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو او جنايتونو پر وړاندې مبارزه ممکنه نه ده.
له همدې امله یو خپلواک نړۍوال میکانیزم به عدالت ته د لاسرسي لپاره د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو سره مرسته وکړي.
دغه بنسټونه د تاوتریخوالي د کمولو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د لا زیاتې سرغړونې د مخنیوي لپاره د یوې خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړول مهم ګڼي.
هېره دې نه وي، چې ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د غړو خپلسري نیول،شکنجه کول او وژل تایید کړي دي.

په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال چې د پناه غوښتنې قضیې یې د امریکا د مهاجرت په اداره کې تر څېړنې لاندې دي، د یوې غونډې په ترڅ کې له امریکا څخه د دوی د "پي ۱ او پي ۲" قضیو د ژر تر ژره حل غوښتنه وکړه.
دغه اعتراض کوونکو نن دوه شنبه په اسلام اباد کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د امریکا پر حکومت غږ وکړ، چې دوی په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ژر تر ژره دې د دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته رسیده ګي وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط وروسته زرګونه د P1 او P2 د پناه غوښتنې د قضیو لرونکي افغانان د خپلو قضیو د تعقیب لپاره پاکستان ته تللي؛ مګر لویه برخه یې لا هم بې سرنوشته پاتې دي.
دغو افغانانو په اسلام اباد کې د پولیسو له ناوړه چلند څخه هم شکایت وکړ او زیاته یې کړه، چې اکثره پناه غوښتونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دغه اعتراض کوونکي زیاتوي؛ دوی ته ویل شوي وو، چې د پناه غوښتنې قضیه به یې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي؛ مګر د دوو کلونو په پوره کېدو لا هم دوی کوم قانع کوونکی ځواب نه دی تر لاسه کړی.
د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم په اسلام اباد کې یوې افغانې پېغلې چې د پي ۲ قضیه یې لرله، د نامعلوم برخلیک او اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي د دوشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې طالبان باید د افغانستان د پرمختګ په خاطر ښځو ته د عصري علومو د زده کړې زمینه برابره کړي.
خو په ځواب کې یې حقاني ویلي، چې سازمان باید په "صبر او حوصلې" سره د ښځو په تعلیم د بندیز لېرې کېدو انتظار وکړي.
په دې غونډه کې سراج الدين حقاني د نجونو لپاره د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه کومه ځانګړې ژمنه ونه کړه؛ هغه وويل چې په دې لاره کې ستونزې شته.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وویل: "موږ په خپله ټولنه کې ښځو ته اړتیا لرو او دا ستونزه باید د شرایطو په پام کې نیولو سره حل شي".
د اسلامي هېوادونو د تر ټولو مهم سازمان د استازو دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د نجونو پرته د ۱۴۰۲ کانکور ازموینو پایلې اعلان کړې.
په دې سیالیو کې نجونې په پرله پسې توګه د دویم کال لپاره غیر حاضرې دي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو ترمنځ اختلاف موجود دی.
که څه هم ځینو لویدیځو چارواکو پر ښځو او نجونو د زده کړو بندیز د څو تنو افراطي طالبانو کار بللی؛ خو دغې ډلې د خپل تاسیس راهیسې په رسمي ډول د ښځو له تعلیم سره مخالفت کړی دی.
طالبان وايي چې د اسلامي همکاریو سازمان له دغې ډلې سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
تر اوسه دې سازمان غړو هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.