امریکايي چارواکي: پوتین او کېم جونګ اون په روسیه کې د وسلو د یوې معاملې په اړه سره ګوري

امریکايي چارواکو ویلي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پلان لري چې د سپټمبر په پای کې روسیې ته سفر وکړي او د روسیې له ولسمشر پوتين سره وویني. ویل کيږي، په دې ناسته کې به روسیې ته د شمالي کوریا له لوري د وسلو په لیږد هوکړه وشي.