دوی له دې شورا غوښتي چې د طالبانو جنایتونه مستند کړي.
دغو بنسټونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت د غځولو غوښتنه وکړه.
دغه راز دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او د بشري حقونو د سرغړونو د نورو قضیو په اړه دې؛ د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي له خوا وړاندې شوي ریپوټونه تعقیب کړي.
په دې لیک کې د طالبانو له خوا د هدفي وژنو، اعدامونو، شکنجو او له خلکو سره د ناوړه چلند زیاتوالی هم د طالبانو د جنایتونو د بېلګې په توګه یاد شوی دی.
پر دې سربیره د طالبانو له خوا د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او هنرمندانو خپلسري نیول، په زوره مهاجرت او د اقلیتونو ځورول، د پخوانیو دولتي چارواکو او په ځانګړې توګه د ملي امنیت د پخوانیو ځواکونو وژل نور هغه څه دي چې دغه مدني او د بشري حقونو سازمانونو یې په اړه غبرګون ښودلی دی.
دغو بنسټونو وړاندیز کړی، چې د نړۍوالو قوانینو له معیارونو سره سم د ټولو معلوماتو، اسنادو او شواهدو د منظم ثبت او ساتنې لپاره باید د طالبانو د سرغړونو او بشري حقونو د سرغړونو دوسیې جوړې شي.
دغه بنسټونه هیله لري، چې د اسنادو او شواهدو راټولول به د هغو چارواکو په قانوني تعقیب کې مرسته وکړي چې د طالبانو په منځ کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.
دوی وايي، چې د طالبانو د قضايي نظام د خپلواکۍ د نشتوالي له امله په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو او جنايتونو پر وړاندې مبارزه ممکنه نه ده.
له همدې امله یو خپلواک نړۍوال میکانیزم به عدالت ته د لاسرسي لپاره د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو سره مرسته وکړي.
دغه بنسټونه د تاوتریخوالي د کمولو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د لا زیاتې سرغړونې د مخنیوي لپاره د یوې خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړول مهم ګڼي.
هېره دې نه وي، چې ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د غړو خپلسري نیول،شکنجه کول او وژل تایید کړي دي.