• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نرېندرا مودي: ملګري ملتونه دې د روان دور پر لومړیتوبونو له سره فکر وکړي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د هند لومړی نرېندرا مودي وايي، چې ملګري ملتونه دې د یویشتمې پېړۍ حقایقو ته په کتو پر لومړیتوبونو له سره فکر وکړي او اړتیا ده چې ځینې اصلاحات رامنځته شي.

نوموړي تېره ورځ د پرېس ټرسټ اف اېنډیا سره په یوې مرکې کې ملګرو ملتونو ته په اشارې ویلي، چې د شلمې پېړۍ له تفکر سره په یویشتمه پېړۍ کې د نړۍ خلکو ته خدمت کول امکان نه لري.

نوموړی په جي ۲۰ ډله کې د افریقايي اتحادیې د مستقل غړیتوب ملاتړ کوي او وايي، چې خواره مګر همفکره غږونه باید سره راټول او له یوه دریځه د ټولې نړۍ چوپړ وکړي.

نوموړی په نړۍ کې وروستیو چټکو بدلونونو ته په پام سره وايي، چې که نړۍوال د دغو بدلونونو پر وړاندې بې تفاوته پاتې کیږي، دا په دې معنا چې پر ټولې نړۍ منفي اغېز ښیندل کېدونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې اونۍ کې به هند د جي ۲۰ د سرمشریزې کوربه وي، چې د امریکا د ولسمشر په ګډون به د نړۍ د یو شمېر ځواکمنو هېوادنو ولسمشران پکې ګډون وکړي.

د روسیې او چین ولسمشرانو په دغه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

یونیسیف: په افغانستان کې مو له ۲،۲ میلیونه ماشومانو سره رواني مرسته کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱
یونیسیف: په افغانستان کې مو له ۲،۲ میلیونه ماشومانو سره رواني مرسته کړې
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې په افغانستان کې ۲،۲ میلیونه ماشومانو سره رواني مرستې کړي دي.

د یونیسیف د افغانستان څانګې تېره ورځ پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې دوی په افغانستان کې له ماشومانو سره په رواني برخه کې د هغوی ملاتړ کړی او دغه ملاتړ لا هم دوام لري.

دوی نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې افغان ماشومان لا زیاتو مرستو او کومکونو ته اړتیا لري.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د ماشومانو دغې ملاتړې ادارې ویلي وو، چې لا هم میلیونونه ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره درنو کارونو ته مجبوریږي او د کار په جریان کې پرې زور زیاتی کیږي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې ډېری زده کوونکي د بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ له امله وږي ښوونځي ته ځي.

د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې له ۱۰ کورنیو څخه ۹یې کافي خواړه نه لري.

د چین ولسمشر په نوي ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱
د چین ولسمشر په نوي ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي
100%

د جي ۲۰سرمشریزې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د چین پلاوی به د دغه هېواد د صدراعظم په مشرۍ ډیلي ته لاړ شي.

د چين او امريکا تر منځ د اړيکو له څو مياشتو ترينګلتيا وروسته تمه کېده، چې شي جين پينګ به په نوي ډيلي کې د سپټمبر د نهمې او لسمې په سرمشريزه کې له ښاغلي بايډن سره وګوري.

په دې غونډه کې د ښاغلي بایډن ګډون تایید شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په ډیلي کې د ولسمشر شي جین پینګ د نه شتون په اړه مستقیم له څه ویلو ډډه وکړه؛ خو ویې ویل چې د چین یو پلاوی به د لومړي وزیر لی کیانګ په مشرۍ د جي ۲۰په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) ښاغلي بایډن خپله ناامیدي څرګنده کړه، چې د هغه چینایي سیال به په ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.

تر دې مخکې اعلان شوی و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې پر اوکراین له پوځي برید وروسته یې له امریکا سره اړیکې سختې ترینګلې شوې، په ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې به ګډون ونه کړي.

د اوکراین او روسیې کشاله؛ پوتین او اردوغان په سوچي کې سره ولیدل

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۳ GMT+۱
د اوکراین او روسیې کشاله؛ پوتین او اردوغان په سوچي کې سره ولیدل
100%

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې په سوچي ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

تمه کېده چې ښاغلی اردوغان به هڅه وکړي، چې پوتین قانع کړي چې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو صادرولو موافقه وکړي.

دوه میاشتې وړاندې روسیې د اوکراین د غلو-دانو د صادراتو د دغه حیاتي قرارداد د تطبیق مخه ونیوله او له هغه وروسته یې د تور سمندرګي په سواحلو کې د اوکراین د غلو-دانو لوی ګودامونه او بندرونه په نښه کړل.

تر دې مخکې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي وو، چې د روسیې او ترکیې د مشرانو ترمنځ په سوچي کې کېدونکې غونډه به د مسکو پر وخت ماسپېښین وشي.

د ښاغلي اردوغان د بهرنۍ تګلارې او امنیتي چارو سلاکار عاکف چغتای قلیچ د "خبر" خبري شبکې ته وویل: "موږ دلته اصلي رول لوبوو."

هغه زیاته کړه: "د اوسني وضعیت (د غلو- دانو تړون) به د دوشنبې په ورځ په سرمشریزه کې بحث وشي. موږ محتاط یو، خو هیله لرو چې بریا ته ورسېږو.”

تر دې مخکې ترکیې او ملګرو ملتونو د تور سمندرګي د تړون د لاسلیکولو لپاره د روسیې په هڅولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

د یاد قرارداد پر بنسټ به اوکراین کولی شي خپلې غلې ټولې نړۍ ته صادر کړي. د اوکراین د غلو صادرات د نړۍ پر بازارونو د پام وړ اغیز لري.

په منځني ختیځ او افریقا کې یو زیات شمېر هېوادونه د اوکراین د غلو صادراتو ته اړتیا لري.

روسیه چې په تور سمندر کې د اوکراین د غلو د صادراتو اصلي لارې کنټرولوي؛ د اوکراین د غلو نړۍوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې پاتې کېدو لپاره د انرژۍ د نوې سرچینې ایجاد

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱
په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې پاتې کېدو لپاره د انرژۍ د نوې سرچینې ایجاد
100%

ساینس پوهان د انرژۍ د یوې نوې سرچینې په ایجاد کې بریالي شوي، چې فضاء تلونکو ته به اجازه ورکړي چې په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د برتانیې بنګور پوهنتون د برتانیې د فضایي ادارې رولز رایس او ناسا په همکارۍ د اړتیا وړ انرژي تولیدولو لپاره د اټومي سونګ حجرې ډیزاین کړي دي.

بي بي سي د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دې برخه کې ناسا پرېکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د "آرټیمیس" پروګرام له لارې په سپوږمۍ کې یوه اډه جوړه کړي.

ساینس پوهان سپوږمۍ د یوې ارزښتمنې سیارې په توګه یادوي او زیاتوي چې ډېرې ارزښتانکې سرچینې لري او د مریخ او نورو سیارو د دروازې په توګه ترې باید استفاده وشي.

اوچا: افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱
اوچا: افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان د بودیجې د کموالي له امله پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه دفتر د اړتیا وړ پیسو اندازه په ډاګه نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د بودیجې نشتوالی جدي دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د مالي سرچینو نشتوالی په دې معنا دی، چې یو میلیون ښځې او نجونې به د روغتیا ساتنې توکي تر لاسه نه کړي.

د دغه دفتر د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې به ۶،۳ میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري، ۴،۳ میلیونه خلک به پاکو تشنابونو ته لاسرسی ونه لري او ۳،۵ میلیونه به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

دغه دفتر همداراز زیاته کړه، چې دوه میلیونه خلک به د څښاک پاکو اوبو، روغتیاساتنې او روغتیایی وسایلو ته د لاس رسي په برخه کې ملاتړ له لاسه ورکړی او نېږدې یو نیم ملیون ماشومان او شاوخوا یو میلیون معلولین به په دې برخه کې له جدي ننګونو سره مخ شی.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر شاوخوا یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې بشري فعالیتونه د ۱،۳ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله سږ کال د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې د خلکو شمېر له ۱۳ میلیونو کسانو څخه پنځو میلیونو ته راکم کړی دی.