یونیسیف: په افغانستان کې مو له ۲،۲ میلیونه ماشومانو سره رواني مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې په افغانستان کې ۲،۲ میلیونه ماشومانو سره رواني مرستې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې په افغانستان کې ۲،۲ میلیونه ماشومانو سره رواني مرستې کړي دي.
د یونیسیف د افغانستان څانګې تېره ورځ پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې دوی په افغانستان کې له ماشومانو سره په رواني برخه کې د هغوی ملاتړ کړی او دغه ملاتړ لا هم دوام لري.
دوی نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې افغان ماشومان لا زیاتو مرستو او کومکونو ته اړتیا لري.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو د ماشومانو دغې ملاتړې ادارې ویلي وو، چې لا هم میلیونونه ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره درنو کارونو ته مجبوریږي او د کار په جریان کې پرې زور زیاتی کیږي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې ډېری زده کوونکي د بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ له امله وږي ښوونځي ته ځي.
د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې له ۱۰ کورنیو څخه ۹یې کافي خواړه نه لري.

د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته د حامد کرزي په اړه تازه جزییات رسېدلي؛ نوموړی وايي، چې طالبانو پر پخواني ولسمشر حامد کرزي ګڼ بندیزونه لګوي دي.
د حامد کرزي سره د طالب مشرانو راشه - درشه، په کابل کې له مېشتو سفیرانو سره لیدنې، له عادي افغانانو سره ناستې ولاړې، له هېواد څخه بهر او دننه سفرونو ترڅنګ امنیتي ګواښونو په اړه تازه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې پر نوموړي بندیزونه زیات شوي دي.
حامد کرزی د خپلې واکمنۍ پر مهال د طالبانو په پر وړاندې ثابت او واضع دریځ نه درلود.
اوس په داسې حالاتو کې راګېر دی، چې کله یې هم داسې فکر نه وه کړی او نه یې هم د داسې حالاتو تمه درلوده.
حامد کرزي ته نېږدې سرچینې وايي؛ نوموړی اوس مهال د یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی او یوازې په دې تمه دی، چې سیاسي وضعیت د بدلېدو سره به د ده اوسنی وضعیت هم تغیر وکړي.
افغانستان انټرنشنل -پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، چې تر اوسه پورې د طالبانو مشر ملا هبت الله او حامد کرزي ترمنځه کومه اړیکه نه شته او نه هم حامد کرزي د ملا هبت الله سره د خپل ځان په اړه چې بندیزونه ور څخه لېرې شي د اړیکو نیولو لپاره کومه هڅه کړې ده.
که څه هم حامد کرزی د کندهار دی؛ خو کندهاري طالب مشران ورسره چندانې ښې اړیکې نه ساتي.
د حقاني شبکې مشر او د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدی حقاني د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په دوامداره ډول په اړیکه کې دی.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي په دې وروستیو کې څو ځله سراج الدین حقاني د کرزي کور ته ورغلی او له هغه سره یې لیدلي دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هغه طالب مشران دي، چې د حامد کرزي کور ته تګ - راتګ کوي.
ځینی وخت کابل مېشتي طالب مشران له کرزي سره زړه خواله هم کوي او پر خپلو ځینو مشترکاتو خبرې کوي.
د طالبانو یو شمېر مشران د کندهار د واک انحصار، د نجونو د تعلیم او کار بندیز، ټولګډونه حکومت نه جوړېدلو سره مخالفت لري او نظر یې دا دی چې اوسنی نظام باید د حامد کرزي یو شمېر غوښتنو ته غوږ ونیسي او نورو سیاسیونو سره خبرې اترې پیل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو حامد کرزي ته اجازه ورنه کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس د غړو یو پلاوي سره ملاقات وکړي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم دلیل وړاندې کړ.
که څه هم کرزي د طالبانو تر واک لاندې څو ځله بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او بېرته راستون شو، خو انکلستان هېواد ته د نوموړي له وروستي سفر وروسته طالبانو د نوموړي پر سفرونو بندیز ولګاوه او المان ته یې د سفر اجازه ورنه کړه.
المان ته د کرزي د سفر د مخنيوي دلیل دا و؛ چې د المان بهرنیو چارو وزیره دې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وګوري اوس کرزی د افغانستان استازی نه دی.
چې بیا وروسته د المان بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک له حامد کرزي سره د ویډیوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، طالبانو له حامد کرزي سره د افغانانو لیدل کتل محدود کړي دي، د طالبانو د استخباراتو ریاست چې د حامد کرزي د کور د دروازې د امنیت مسوولیت پر غاړه لري، څو وارې کرزي ته ویلي چې د داعش خراسان څانګې له لوري ورته امنیتي ګواښونه متوجې دي؛ نو دوی ځکه د حامد کرزي ناستې محدودې کړي دي.
حامد کرزی اړ دی، چې له کور څخه د وتلو مخکې طالبان او په ځانګړې توګه ددې ډلې استخبارات خبر کړي، کابل دا واک نه لري یوازې کندهار کې د ملا هبت الله دفتر به اجازه ورکوي ،چې کرزی له چا سره وویني او یا هم چېرته سفر وکړي.
سرچینې وايي؛ بهرنۍ او داخلي رسنۍ اړیکې نیولي ترڅو د حامد کرزي سره خبرې وکړي، خو طالبانو له رسنیو سره په خبرو او مرکو باندې بندیز لګولی، چې وروستی ځل طالبانو د فرانسې ۲۴ ټلویزیون کارکونکو ته اجازه ورنه کړه چې د کرزي کور ته داخل شي او په دروازه کې مخنیوی وکړ.
له حامد کرزي څخه په کندهار کې د طالب چارواکو او په ځانګړي ډول د ملا هبت الله غوښتنه دا ده، چې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز، ټولګډونه حکومت او د افغانانو ترمنځ ملي ډیالوک په اړه له څرګندونو څخه ډډه وکړي.
بل دا غواړی که د طالبانو د حکومت ساختار ملاتړ نه کوي؛ نو نیوکه دې نه هم کوي او د عامو افغانانو په څېر دې چوپه خوله ژوند وکړي .
دوی په دې باور دي، چې حامد کرزی نور د افغانستان استازیتوب نه کوي او له عامو افغانانو او بهرنیانو سره دې لیدنې هم نه کوي.

د جي ۲۰سرمشریزې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د چین پلاوی به د دغه هېواد د صدراعظم په مشرۍ ډیلي ته لاړ شي.
د چين او امريکا تر منځ د اړيکو له څو مياشتو ترينګلتيا وروسته تمه کېده، چې شي جين پينګ به په نوي ډيلي کې د سپټمبر د نهمې او لسمې په سرمشريزه کې له ښاغلي بايډن سره وګوري.
په دې غونډه کې د ښاغلي بایډن ګډون تایید شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په ډیلي کې د ولسمشر شي جین پینګ د نه شتون په اړه مستقیم له څه ویلو ډډه وکړه؛ خو ویې ویل چې د چین یو پلاوی به د لومړي وزیر لی کیانګ په مشرۍ د جي ۲۰په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) ښاغلي بایډن خپله ناامیدي څرګنده کړه، چې د هغه چینایي سیال به په ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.
تر دې مخکې اعلان شوی و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې پر اوکراین له پوځي برید وروسته یې له امریکا سره اړیکې سختې ترینګلې شوې، په ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې به ګډون ونه کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې په سوچي ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.
تمه کېده چې ښاغلی اردوغان به هڅه وکړي، چې پوتین قانع کړي چې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو صادرولو موافقه وکړي.
دوه میاشتې وړاندې روسیې د اوکراین د غلو-دانو د صادراتو د دغه حیاتي قرارداد د تطبیق مخه ونیوله او له هغه وروسته یې د تور سمندرګي په سواحلو کې د اوکراین د غلو-دانو لوی ګودامونه او بندرونه په نښه کړل.
تر دې مخکې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي وو، چې د روسیې او ترکیې د مشرانو ترمنځ په سوچي کې کېدونکې غونډه به د مسکو پر وخت ماسپېښین وشي.
د ښاغلي اردوغان د بهرنۍ تګلارې او امنیتي چارو سلاکار عاکف چغتای قلیچ د "خبر" خبري شبکې ته وویل: "موږ دلته اصلي رول لوبوو."
هغه زیاته کړه: "د اوسني وضعیت (د غلو- دانو تړون) به د دوشنبې په ورځ په سرمشریزه کې بحث وشي. موږ محتاط یو، خو هیله لرو چې بریا ته ورسېږو.”
تر دې مخکې ترکیې او ملګرو ملتونو د تور سمندرګي د تړون د لاسلیکولو لپاره د روسیې په هڅولو کې کلیدي رول لوبولی دی.
د یاد قرارداد پر بنسټ به اوکراین کولی شي خپلې غلې ټولې نړۍ ته صادر کړي. د اوکراین د غلو صادرات د نړۍ پر بازارونو د پام وړ اغیز لري.
په منځني ختیځ او افریقا کې یو زیات شمېر هېوادونه د اوکراین د غلو صادراتو ته اړتیا لري.
روسیه چې په تور سمندر کې د اوکراین د غلو د صادراتو اصلي لارې کنټرولوي؛ د اوکراین د غلو نړۍوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د خوست اوسېدونکې رڼا وايي، چې د نجونو له ګډونه پرته د کانکور د پایلو اعلان ورته داسې ښکاري؛ لکه دوی چې د خدای بنده ګان نه وي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې فکر یې کاوه سږ کال به په کانکور کې ونډه واخلي او د خپلې خوښې پوهنځی (اقتصاد) به ولولي؛ مګر طالبانو بیا هم دوی ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.
رڼا زیاتوي، چې طالبان دوی ته د یوه انساني مخلوق په سرګه نه ګوري او ورځ تر بلې پرې لکه د ځنګلي ځناورو بندیزونه زیاتوي.
هغې وویل: “ که ښځه اوسېدل ګناه وي نو موږ خو خدای ښځې پېدا کړې یو، په دې کې زموږ څه ګناه ده؟ طالبان ولې زموږ څخه زموږ د زده کړو حق اخلي”.
د نوموړې په خبره؛ اوس داسې فکر کوي چې ښايي د ژوند تر پایه یې د لوړو زده کړو هیله پوره نه شي.
رڼا وویل؛ پلار یې غوښتل چې افغانستان پرېږدي او پاکستان یا ایران ته کډوال شي؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدل چې د کډوالۍ ژوند ته مخه کړي.
هغه وايي: “ له تېرې ورځې چې د کانکور نتایج اعلان شوي، هره شېبه په خپلې او خپلو ملګرو په بې وسۍ ژاړم”.
د نوموړې په خبره، چې اوس یې هیلې له منځه تللي او کله به هم د پوهنتون مخ ونه ویني.
رڼا په ژړغوني انداز زیاته کړه: “سړی خو د غېرت نښه وي، د افغانستان په ۴۰ میلیونه انسانانو کې یو میلیون داسې باغېرته سړي نه شته چې راپورته شي او طالب ته ووايي، چې ولې زما له لور څخه د زده کړو حق اخلې”.
هغه وايي، چې افغانستان د ښځو لپاره ژوندۍ هدیره ده او طالبان یې څوکیداران دي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو راهیسې د نجونو او مېرمنو پر کار او زده کړو بندیز لګېدلی، دغه چاره د پراخ نړۍوال غبرګون سره مخ شوې؛ خو طالبان بیا د نجونو د زده کړو او کار مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼي او نړۍوالو ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

ساینس پوهان د انرژۍ د یوې نوې سرچینې په ایجاد کې بریالي شوي، چې فضاء تلونکو ته به اجازه ورکړي چې په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
د برتانیې بنګور پوهنتون د برتانیې د فضایي ادارې رولز رایس او ناسا په همکارۍ د اړتیا وړ انرژي تولیدولو لپاره د اټومي سونګ حجرې ډیزاین کړي دي.
بي بي سي د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دې برخه کې ناسا پرېکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د "آرټیمیس" پروګرام له لارې په سپوږمۍ کې یوه اډه جوړه کړي.
ساینس پوهان سپوږمۍ د یوې ارزښتمنې سیارې په توګه یادوي او زیاتوي چې ډېرې ارزښتانکې سرچینې لري او د مریخ او نورو سیارو د دروازې په توګه ترې باید استفاده وشي.
