د چین ولسمشر په نوي ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي

د جي ۲۰سرمشریزې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د چین پلاوی به د دغه هېواد د صدراعظم په مشرۍ ډیلي ته لاړ شي.

د جي ۲۰سرمشریزې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د چین پلاوی به د دغه هېواد د صدراعظم په مشرۍ ډیلي ته لاړ شي.
د چين او امريکا تر منځ د اړيکو له څو مياشتو ترينګلتيا وروسته تمه کېده، چې شي جين پينګ به په نوي ډيلي کې د سپټمبر د نهمې او لسمې په سرمشريزه کې له ښاغلي بايډن سره وګوري.
په دې غونډه کې د ښاغلي بایډن ګډون تایید شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په ډیلي کې د ولسمشر شي جین پینګ د نه شتون په اړه مستقیم له څه ویلو ډډه وکړه؛ خو ویې ویل چې د چین یو پلاوی به د لومړي وزیر لی کیانګ په مشرۍ د جي ۲۰په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) ښاغلي بایډن خپله ناامیدي څرګنده کړه، چې د هغه چینایي سیال به په ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.
تر دې مخکې اعلان شوی و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې پر اوکراین له پوځي برید وروسته یې له امریکا سره اړیکې سختې ترینګلې شوې، په ډیلي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې به ګډون ونه کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې په سوچي ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.
تمه کېده چې ښاغلی اردوغان به هڅه وکړي، چې پوتین قانع کړي چې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو صادرولو موافقه وکړي.
دوه میاشتې وړاندې روسیې د اوکراین د غلو-دانو د صادراتو د دغه حیاتي قرارداد د تطبیق مخه ونیوله او له هغه وروسته یې د تور سمندرګي په سواحلو کې د اوکراین د غلو-دانو لوی ګودامونه او بندرونه په نښه کړل.
تر دې مخکې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي وو، چې د روسیې او ترکیې د مشرانو ترمنځ په سوچي کې کېدونکې غونډه به د مسکو پر وخت ماسپېښین وشي.
د ښاغلي اردوغان د بهرنۍ تګلارې او امنیتي چارو سلاکار عاکف چغتای قلیچ د "خبر" خبري شبکې ته وویل: "موږ دلته اصلي رول لوبوو."
هغه زیاته کړه: "د اوسني وضعیت (د غلو- دانو تړون) به د دوشنبې په ورځ په سرمشریزه کې بحث وشي. موږ محتاط یو، خو هیله لرو چې بریا ته ورسېږو.”
تر دې مخکې ترکیې او ملګرو ملتونو د تور سمندرګي د تړون د لاسلیکولو لپاره د روسیې په هڅولو کې کلیدي رول لوبولی دی.
د یاد قرارداد پر بنسټ به اوکراین کولی شي خپلې غلې ټولې نړۍ ته صادر کړي. د اوکراین د غلو صادرات د نړۍ پر بازارونو د پام وړ اغیز لري.
په منځني ختیځ او افریقا کې یو زیات شمېر هېوادونه د اوکراین د غلو صادراتو ته اړتیا لري.
روسیه چې په تور سمندر کې د اوکراین د غلو د صادراتو اصلي لارې کنټرولوي؛ د اوکراین د غلو نړۍوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

ساینس پوهان د انرژۍ د یوې نوې سرچینې په ایجاد کې بریالي شوي، چې فضاء تلونکو ته به اجازه ورکړي چې په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
د برتانیې بنګور پوهنتون د برتانیې د فضایي ادارې رولز رایس او ناسا په همکارۍ د اړتیا وړ انرژي تولیدولو لپاره د اټومي سونګ حجرې ډیزاین کړي دي.
بي بي سي د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دې برخه کې ناسا پرېکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د "آرټیمیس" پروګرام له لارې په سپوږمۍ کې یوه اډه جوړه کړي.
ساینس پوهان سپوږمۍ د یوې ارزښتمنې سیارې په توګه یادوي او زیاتوي چې ډېرې ارزښتانکې سرچینې لري او د مریخ او نورو سیارو د دروازې په توګه ترې باید استفاده وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان د بودیجې د کموالي له امله پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دغه دفتر د اړتیا وړ پیسو اندازه په ډاګه نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د بودیجې نشتوالی جدي دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د مالي سرچینو نشتوالی په دې معنا دی، چې یو میلیون ښځې او نجونې به د روغتیا ساتنې توکي تر لاسه نه کړي.
د دغه دفتر د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې به ۶،۳ میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري، ۴،۳ میلیونه خلک به پاکو تشنابونو ته لاسرسی ونه لري او ۳،۵ میلیونه به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
دغه دفتر همداراز زیاته کړه، چې دوه میلیونه خلک به د څښاک پاکو اوبو، روغتیاساتنې او روغتیایی وسایلو ته د لاس رسي په برخه کې ملاتړ له لاسه ورکړی او نېږدې یو نیم ملیون ماشومان او شاوخوا یو میلیون معلولین به په دې برخه کې له جدي ننګونو سره مخ شی.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر شاوخوا یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې بشري فعالیتونه د ۱،۳ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله سږ کال د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې د خلکو شمېر له ۱۳ میلیونو کسانو څخه پنځو میلیونو ته راکم کړی دی.

عراقي کډوال سیلوان مومیکا بیا د یکشنبې په ورځ د سویډن په مالمو ښار کې د قرآن کریم سوځولو لپاره غونډه جوړه کړې وه، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو پکې ګډون درلود. خو دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو د عامه نظم د ګډوډولو په تور ۱۲ کسان ونیول.
د قرآن سوځولو لپاره خلک په داسې یوه سېمه کې غونډ شوي وو، چې ډیری اوسېدونکي يې بهرني کډوال دي.
د سویډن پولیسو په یوه بیان کې ویلي، ځینو نندارچیانو د مومیکا له خوا د قرآن کریم د سوځولو له لیدلو وروسته خپل خپګان څرګند کړ.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، ځینو نندارچیانو پر مومیکا د ډبرو ګوزارونه هم وکړل.
د سویډن پولیسو دغه عراقی کډوال د پیښې له ځای څخه ایستلی او شاوخوا ۱۲ کسان یې د عامه نظم د ګډوډولو له امله نیولي دي.
تر اوسه سویډن څو ځله د قرآن کریم د سوځولو د پېښو شاهد دی او تر دې مخکې د روان کال د زمري میاشتې په نهمه نېټه دغلته قرآن کريم وسوځول شو.
پر دې سربېره د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوه سویډني اعتراض کوونکي په ستاکهولم کې له یوه جوماته بهر د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.
که څه هم د سویډن حکومت د قرآن کریم پر وړاندې سپکاوی غندلی، خو د بیان د ازادۍ د ساتنې اصولو ته په اشارې سره یې تر اوسه دغه عمل نه دی منع کړی.
د سویډن او ډنمارک حکومتونه غواړي مذهبي سمبولونو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه نوې قانوني لارې ومومي چې د خلکو خوندیتوب ته زیان و نه رسیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو د ایران تمې نه دي پوره کړې. حسین امیر عبداللهیان ویلي: د طالبانو چلند، «سل په سلو کې د دواړو هیوادونو له ګټو سره سمون لري، خو بیا بل لورته موږ ستونزې هم ورسره لرو.» هغه وايي، طالبان يې ډیرې خبرې مني.
هغه د خپلو خبرو په توجیه کولو سره وویل: «په تیرو دوو کلونو کې پر پوله څو لنډې نښتې وشوې او د طالبانو له خوا وویل شول چې دا کار په خپلسري ډول تر سره شوی.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، که څه هم طالبانو د پولې پر سر د شخړې په مهارولو کې مرسته وکړه، خو بیا هم د دواړو غاړو تر منځ نښته رامنځته شوه.
حسین امیر عبداللهیان د ایران د اطلاعات ورځپاڼې سره په مرکه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ، «د دغه حکومت په جوړښت کې موږ پښتون قوم او طالبان د افغانستان یو له مهمو حقیقتونو څخه ګڼو. خو په افغانستان کې اوسني حالت ته په کتو د طالبانو حکومت به رسميت نه پيژنو.»
نوموړي په دې مرکه کې چې د شنبې په ورځ د «وږي۱۱مه» خپره شوې، ویلي هر څه چې په افغانستان کې پیښیږي پر ایران یې هم اغیزې پرېوځي.
ښاغلی عبداللهیان د مرکې په یوه بله برخه کې ټينګار کړی چې د ایران حقابه باید ورکړل شي. خو وايي چې د اشرف غني د حکومت په پرتله د حقابې موضوع اوس په ښه حالت کې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، «نه مو هېريږي چې اشرف غني د هلمند کجکي بند د پرانیستلو پر مهال کومې جملې کارولې وې، خو بیا طالبانو په وار وار اعلان کړی چې د حقابي ورکولو اصول مني.»
په ۲۰۲۱ کال کې مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي، د تېر حکومت ولسمشر اشرف غني ویلي وو، چې له، «ایران سره د اوبو تړون ته ژمن یو، خو اوبه د تیلو په بدل کې ورکوو.»
حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې «د حقابې موضوع څارل د بهرنیو چارو وزرات دنده ده او په خپل ټول وس به ادامه ورکوو.»
هغه وویل: «زموږ عامه افکار هم باید په دې قانع شي چې که سږ کال اوبه نه وې راغلې، دا د ناسمو ژمنو او د تړون د نه عملي کېدو له امله نه، بلکې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله وې او باید په دې اړه تخنیکي ټیمونو له لوري څارنه وشي. نه د ایراني سیاستوالو او د افغانستان واکمنانو له لوري.»
