• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان د بودیجې د کموالي له امله پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه دفتر د اړتیا وړ پیسو اندازه په ډاګه نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د بودیجې نشتوالی جدي دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د مالي سرچینو نشتوالی په دې معنا دی، چې یو میلیون ښځې او نجونې به د روغتیا ساتنې توکي تر لاسه نه کړي.

د دغه دفتر د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې به ۶،۳ میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري، ۴،۳ میلیونه خلک به پاکو تشنابونو ته لاسرسی ونه لري او ۳،۵ میلیونه به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

دغه دفتر همداراز زیاته کړه، چې دوه میلیونه خلک به د څښاک پاکو اوبو، روغتیاساتنې او روغتیایی وسایلو ته د لاس رسي په برخه کې ملاتړ له لاسه ورکړی او نېږدې یو نیم ملیون ماشومان او شاوخوا یو میلیون معلولین به په دې برخه کې له جدي ننګونو سره مخ شی.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر شاوخوا یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې بشري فعالیتونه د ۱،۳ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله سږ کال د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې د خلکو شمېر له ۱۳ میلیونو کسانو څخه پنځو میلیونو ته راکم کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د نجونو له ګډون پرته د اخیستل شوې کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ازموینو ملي ادارې نن د روان ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې. د دغې ادارې د اعلاميې له مخې، د فراه ولايت د يوه خصوصي ښوونځي زدکوونکي محمود د عبدالجميل زوی د ٣٥٩ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى ځای خپل کړى دی.

دغه راز د کابل د غازي لېسې زدکوونکي عباس د محمد غني زوی د ۳۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او د کابل له حبیبیه لېسې شاګرد عبدالباعث د محمد نذیر زوی د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږکال د کانکور په ازموینه کې دریم نمره پېژندل شوی دی.

دغو دریو کسانو د کابل طبي پوهنتون ته لاره پیدا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سږني کانکور کې نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کول شوې.

د یادونې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې نجونو په پرلپسې دوو کلونو کې لومړی ځای درلود.

معترضې ښځې: نړیوال دې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۲ GMT+۱

په کابل کې د «ازادۍ په لور د ښځو خوځښت» په نوم یوه ډله معترضو ښځو له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» په رسمیت وپېژني. دوی له نړيوۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیکو او هدفي وژنو او ربړولو مخه هم ونیسي.

دغو مېرمنو پرون په يوه غونډه کې د "عدالت، عدالت، ستړي یو له جهالت" او "طالبان جنایت کوي، نړۍ یې ملاتړ کوي" شعارونه ورکول.

په دې غونډه کې ښځو د نړۍ هېوادونو ته په خطاب سره وویل چې له طالبانو ملاتړ و نه کړي او دغه ډله په رسمیت و نه پیژني.

په کابل کې دغه ښځې په داسې حال کې نړۍ ته خپلې غوښتنې وړاندې کوي چې اوسمهال د جرمني په کولن ښار کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړۍ د بې غورۍ په اعتراض کې لوږتړ یا د نه خوړو اعتصاب کړی او په افغانستان کې يې د جنسیتي توپير د په رسمیت پثژندلو غوښتنه کوي.

د دغو فعالانو لوږتړ د جمعې په ورځ پیل شوی او نن یې څلورمه ورځ ده.

د اعتراض کوونکو له ډلې تمنا زرياب پریاني وايي، سره له دې چې د دې او ملګرو روغتيایي حالت یې ښه نه دی، خو اعتصاب ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

اسلام اباد: له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته تر ۱۵۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۴ GMT+۱

په امريکا کې د پاکستان سفير وايي، پاکستاني طالبان د دغه هېواد وګړي په نښه کوي او وژني يې. مسعود خان په متحده ایالتونو کې یوې غونډې ته ویلي: «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې مو تر ۱۵۰۰ ډېر وګړي وژل شوي.»

د پاکستان راډیو د دوشنبې په ورځ د «وږي ۱۳مه» د مسعود خان له خولې خبر ورکړی، چې، «که څه هم امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه اېستلي، خو د ترهګرۍ ګواښ لا هم پر ځای دی.»

نوموړي د دغو خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی، چې پاکستان او امریکا ګډ مسولیت لري چې په افغانستان کې ټيکاو راوستو ته لار هواره کړي.

د هغه په وينا، د ټولې سيمې ټیکاو د افغانستان په حالت پورې تړلی، پاکستان او امريکا په تېرو دوو کلونو کې د امنيت په برخه کې خپلې همکارۍ ساتلې دي.

دغه پاکستاني ډيپلوماټ تر دې مخکې له چین څخه هم غوښتي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له امریکا سره همکاري وکړي.

مسعود خان د روان کال په (غوايي) په میاشت کې په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړی و چې، که په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه و نه شي، نو ترهګري به د سېمې هیوادونو ته و غځیږي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال اګسټ میاشت په دغه هیواد کې په تیرو ۹ کلنو کې تر ټولو خونړۍ میاشت بللې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه میاشت کې ۹۹ ترهګریزې پېښې ثبت شوې، چې په پایله کې یې ۱۱۲ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستاني رسنیو تل په پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو راپورونه ورکړي.

په پاکستان کې د دغه تاوتریخوالي اصلي لامل د پاکستاني طالبانو تحریک ګڼل کیږي چې د دغه هیواد د چارواکو په وینا «په افغانستان کې يې مرکزونه دي.»

پاکستان په ځلونو خبرداری ورکړی، که د افغانستان اوسني واکمنان د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي، په افغانستان کې به د دې ډلې پر غړو بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې د خوست ولایت په مرکز کې پر یوه هوتل د هوايي برید پر مهال د ټي ټي پي غړي په نښه شوي و.

په سويډن کې د قرآن سوځولو غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو ۱۲ کسان ونیول

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۱ GMT+۱

عراقي کډوال سیلوان مومیکا بیا د یکشنبې په ورځ د سویډن په مالمو ښار کې د قرآن کریم سوځولو لپاره غونډه جوړه کړې وه، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو پکې ګډون درلود. خو دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو د عامه نظم د ګډوډولو په تور ۱۲ کسان ونیول.

د قرآن سوځولو لپاره خلک په داسې یوه سېمه کې غونډ شوي وو، چې ډیری اوسېدونکي يې بهرني کډوال دي.

د سویډن پولیسو په یوه بیان کې ویلي، ځینو نندارچیانو د مومیکا له خوا د قرآن کریم د سوځولو له لیدلو وروسته خپل خپګان څرګند کړ.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، ځینو نندارچیانو پر مومیکا د ډبرو ګوزارونه هم وکړل.

د سویډن پولیسو دغه عراقی کډوال د پیښې له ځای څخه ایستلی او شاوخوا ۱۲ کسان یې د عامه نظم د ګډوډولو له امله نیولي دي.

تر اوسه سویډن څو ځله د قرآن کریم د سوځولو د پېښو شاهد دی او تر دې مخکې د روان کال د زمري میاشتې په نهمه نېټه دغلته قرآن کريم وسوځول شو.

پر دې سربېره د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوه سویډني اعتراض کوونکي په ستاکهولم کې له یوه جوماته بهر د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.

که څه هم د سویډن حکومت د قرآن کریم پر وړاندې سپکاوی غندلی، خو د بیان د ازادۍ د ساتنې اصولو ته په اشارې سره یې تر اوسه دغه عمل نه دی منع کړی.

د سویډن او ډنمارک حکومتونه غواړي مذهبي سمبولونو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه نوې قانوني لارې ومومي چې د خلکو خوندیتوب ته زیان و نه رسیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: طالبانو زموږ تمې نه دي پوره کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو د ایران تمې نه دي پوره کړې. حسین امیر عبداللهیان ویلي: د طالبانو چلند، «سل په سلو کې د دواړو هیوادونو له ګټو سره سمون لري، خو بیا بل لورته موږ ستونزې هم ورسره لرو.» هغه وايي، طالبان يې ډیرې خبرې مني.

هغه د خپلو خبرو په توجیه کولو سره وویل: «په تیرو دوو کلونو کې پر پوله څو لنډې نښتې وشوې او د طالبانو له خوا وویل شول چې دا کار په خپلسري ډول تر سره شوی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، که څه هم طالبانو د پولې پر سر د شخړې په مهارولو کې مرسته وکړه، خو بیا هم د دواړو غاړو تر منځ نښته رامنځته شوه.

حسین امیر عبداللهیان د ایران د اطلاعات ورځپاڼې سره په مرکه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ، «د دغه حکومت په جوړښت کې موږ پښتون قوم او طالبان د افغانستان یو له مهمو حقیقتونو څخه ګڼو. خو په افغانستان کې اوسني حالت ته په کتو د طالبانو حکومت به رسميت نه پيژنو.»

نوموړي په دې مرکه کې چې د شنبې په ورځ د «وږي۱۱مه» خپره شوې، ویلي هر څه چې په افغانستان کې پیښیږي پر ایران یې هم اغیزې پرېوځي.

ښاغلی عبداللهیان د مرکې په یوه بله برخه کې ټينګار کړی چې د ایران حقابه باید ورکړل شي. خو وايي چې د اشرف غني د حکومت په پرتله د حقابې موضوع اوس په ښه حالت کې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي،‌ «نه مو هېريږي چې اشرف غني د هلمند کجکي بند د پرانیستلو پر مهال کومې جملې کارولې وې، خو بیا طالبانو په وار وار اعلان کړی چې د حقابي ورکولو اصول مني.»

په ۲۰۲۱ کال کې مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي، د تېر حکومت ولسمشر اشرف غني ویلي وو، چې له، «ایران سره د اوبو تړون ته ژمن یو، خو اوبه د تیلو په بدل کې ورکوو.»

حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې «د حقابې موضوع څارل د بهرنیو چارو وزرات دنده ده او په خپل ټول وس به ادامه ورکوو.»

هغه وویل: «زموږ عامه افکار هم باید په دې قانع شي چې که سږ کال اوبه نه وې راغلې، دا د ناسمو ژمنو او د تړون د نه عملي کېدو له امله نه، بلکې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله وې او باید په دې اړه تخنیکي ټیمونو له لوري څارنه وشي. نه د ایراني سیاستوالو او د افغانستان واکمنانو له لوري.»