• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نجونو له ګډون پرته د اخیستل شوې کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ازموینو ملي ادارې نن د روان ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې. د دغې ادارې د اعلاميې له مخې، د فراه ولايت د يوه خصوصي ښوونځي زدکوونکي محمود د عبدالجميل زوی د ٣٥٩ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى ځای خپل کړى دی.

دغه راز د کابل د غازي لېسې زدکوونکي عباس د محمد غني زوی د ۳۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او د کابل له حبیبیه لېسې شاګرد عبدالباعث د محمد نذیر زوی د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږکال د کانکور په ازموینه کې دریم نمره پېژندل شوی دی.

دغو دریو کسانو د کابل طبي پوهنتون ته لاره پیدا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سږني کانکور کې نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کول شوې.

د یادونې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې نجونو په پرلپسې دوو کلونو کې لومړی ځای درلود.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

معترضې ښځې: نړیوال دې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۲ GMT+۱

په کابل کې د «ازادۍ په لور د ښځو خوځښت» په نوم یوه ډله معترضو ښځو له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» په رسمیت وپېژني. دوی له نړيوۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیکو او هدفي وژنو او ربړولو مخه هم ونیسي.

دغو مېرمنو پرون په يوه غونډه کې د "عدالت، عدالت، ستړي یو له جهالت" او "طالبان جنایت کوي، نړۍ یې ملاتړ کوي" شعارونه ورکول.

په دې غونډه کې ښځو د نړۍ هېوادونو ته په خطاب سره وویل چې له طالبانو ملاتړ و نه کړي او دغه ډله په رسمیت و نه پیژني.

په کابل کې دغه ښځې په داسې حال کې نړۍ ته خپلې غوښتنې وړاندې کوي چې اوسمهال د جرمني په کولن ښار کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړۍ د بې غورۍ په اعتراض کې لوږتړ یا د نه خوړو اعتصاب کړی او په افغانستان کې يې د جنسیتي توپير د په رسمیت پثژندلو غوښتنه کوي.

د دغو فعالانو لوږتړ د جمعې په ورځ پیل شوی او نن یې څلورمه ورځ ده.

د اعتراض کوونکو له ډلې تمنا زرياب پریاني وايي، سره له دې چې د دې او ملګرو روغتيایي حالت یې ښه نه دی، خو اعتصاب ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

اسلام اباد: له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته تر ۱۵۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۴ GMT+۱

په امريکا کې د پاکستان سفير وايي، پاکستاني طالبان د دغه هېواد وګړي په نښه کوي او وژني يې. مسعود خان په متحده ایالتونو کې یوې غونډې ته ویلي: «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې مو تر ۱۵۰۰ ډېر وګړي وژل شوي.»

د پاکستان راډیو د دوشنبې په ورځ د «وږي ۱۳مه» د مسعود خان له خولې خبر ورکړی، چې، «که څه هم امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه اېستلي، خو د ترهګرۍ ګواښ لا هم پر ځای دی.»

نوموړي د دغو خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی، چې پاکستان او امریکا ګډ مسولیت لري چې په افغانستان کې ټيکاو راوستو ته لار هواره کړي.

د هغه په وينا، د ټولې سيمې ټیکاو د افغانستان په حالت پورې تړلی، پاکستان او امريکا په تېرو دوو کلونو کې د امنيت په برخه کې خپلې همکارۍ ساتلې دي.

دغه پاکستاني ډيپلوماټ تر دې مخکې له چین څخه هم غوښتي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له امریکا سره همکاري وکړي.

مسعود خان د روان کال په (غوايي) په میاشت کې په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړی و چې، که په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه و نه شي، نو ترهګري به د سېمې هیوادونو ته و غځیږي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال اګسټ میاشت په دغه هیواد کې په تیرو ۹ کلنو کې تر ټولو خونړۍ میاشت بللې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه میاشت کې ۹۹ ترهګریزې پېښې ثبت شوې، چې په پایله کې یې ۱۱۲ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستاني رسنیو تل په پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو راپورونه ورکړي.

په پاکستان کې د دغه تاوتریخوالي اصلي لامل د پاکستاني طالبانو تحریک ګڼل کیږي چې د دغه هیواد د چارواکو په وینا «په افغانستان کې يې مرکزونه دي.»

پاکستان په ځلونو خبرداری ورکړی، که د افغانستان اوسني واکمنان د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي، په افغانستان کې به د دې ډلې پر غړو بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې د خوست ولایت په مرکز کې پر یوه هوتل د هوايي برید پر مهال د ټي ټي پي غړي په نښه شوي و.

پوليو فري: په افغانستان کې د پولیو ناروغي د خپرېدا په حال کې ده

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۲ GMT+۱

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین «پوليو فري افغانستان» وايي، دا ناروغي په چټکۍ سره د خپرېدا په حال کې ده. دغه دفتر له کورنیو غوښتي، چې خپل ماشومان واکسین کړي او له تل پاتې فلج کېدو یې وژغوري.

د «افغانستان فري پوليو» په اېکس پاڼه «ټويټر» کې چې د پوليو واکسين د کمپاين په اړه مالومات ورکوي، ليکلي چې په ننګرهار ولایت کې تر اوسه د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دا حالت د افغانستان او په ځانګړې توګه د ختيځ زون لپاره "ډېر ګواښوونکی" دی.

په روان میلادي کال کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ، دویمه په بټي کوټ، درېیمه په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه پېښه د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

تېر کال هم په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې ثبتې شوې وې او دا شمېر په افغانستان کې د پولیو د ثبت شویو پېښو تر ټولو ټیټ شمېر و.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هیوادونه دي، چې لا هم پکې د پولیو ناروغي له منځه نه ده تللې.

په دغو هیوادونو کې د واکسین کمپاینونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم د ګوزڼ ناروغۍ د کچې د زیاتوالي خبرداری ورکړی و.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د طالبانو له امر بالمعروف او نهې عن المنكر وزیر سره وکتل

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان استازي د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنكر سرپرست وزیر خالد حنفي لیدو ته ورغلل. طالبانو ویلي، خالد حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې د نړۍ ټول مسلمانان مسوولیت لري چې په افغانستان کې اسلامي نظام په پښو ودروي.

د طالبانو امربالمعروفوزارت د یکشنبې ورځ په خبرپاڼه کېد خالد حنفي له قوله کې لیکلي چې، دغې ډلې په افغانستان کې اسلامي نظام جوړ کړی او «دلته په ښه توګه د ناوړه کارونو مخه نیول شوې.»

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان او د ښځو ټولنیز خوځښتونه د امربالمعروف او نهي عن المنكر وزارت یو له هغو اصلي بنسټونو څخه تورنوي چې په دغه هېواد کې «جنسیتي توپيرونه» ترسره کوي.

په تېرو دوو کلونو کې دغه وزارت او د طالبانو مشرتابه له څلوېښتو ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو په وړاندې له بشري حقونو څخه سرغړونه کڼل کيږي.

د اسلامي همکاریو سازمان د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د دغه سازمان پلاوي له طالب چارواکو سره پر مهمو مسلو لکه د زغم، برابري، د نجونو زده کړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کړې دي.

ظاهراً داسې ښکاري چې دغه پلاوی کابل ته د دې لپاره تللی چې د ښځو زده کړو او کار په اړه د طالبانو نظر بدل کړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه پلاوي په جوړښت کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال طارق بخت او د دغه سازمان یو شمېر لوړپوړي غړي شامل دي.

ویل شوي چې له حرم شریف څخه د مدني حدیثونو استادان او د بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، ګینې او نورو اسلامي هېوادونو د اسلامي فقهې یو شمېر پوهان د دغه پلاوي غړي دي.

دغه پلاوي په تېرو ورځو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره په کابل کې ليدلي چې په هغو کې د امربالمعروف وزیرخالدحنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم شامل دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په ټول افغانستان کې د منځنیو او لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

دغې ډلې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

په تېرو دوو کلونو کې د ښځو ډېر نور حقونه لکه د کار، ازادسفر، لوبو، سیاسي ګډون او د سوله ییزو غونډو د جوړیدو په ګډون د ښځو ډېر نور حقونه هم تر پښو لاندېکړي.

د یادولو ده چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې، کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته هېڅ پام نه دی کړی.

فاکس نیوز : د اداري خنډونو له امله د ایس ای وي زرګونه غوښتنلیکونه ځنډول شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څېړنو اداره وايي، تر اوسه څه باندې ۸۴۰ زره افغان ویزه غوښتوونکي او هغوی پورې تړلي کسان امریکا ته د ځانګړې کډوالۍ ویزو تر لاسه کولو په تمه دي. له امریکايي شرکتونو د پخليليک او افغان پاسپورټ نه شتون يې خنډونه دي.

له غیر فعالو امریکايي بنسټونو څخه د اسنادو ترلاسه کول او په افغانستان کې د پاسپورت ترلاسه کول د ستونزو او خنډونو په توګه یاد شوي دي.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام یا ایس ای وي په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو د دوسیو څيړلو د بهیر سستوالي له امله له سختو نیکو سره مخامخ دی.

غوښتنلیک ورکوونکي باید د خپلو پخوانیو امریکايي کارمندانو څخه یو لیک تر لاسه کړي چې د ځانکړي ویزې پروګرام لپاره وړ وګرځي، او په ورته وخت کې ، دا شرکتونه باید د امریکا حکومت ته اړین اسناد چمتو کړي. اوس ډېری دغه شرکتونه فعال نه دي، چې له امله یې غوښتوونکو ته د کار او اداري اسنادو برابرول ستونزمن کېږي.

د کډوالۍ د نړیوالې مرستې پروژې مشاور، اډم بیټس، فاکس نیوز ته وویل چې د ایس ای وي پروګرام "په خپله غوښتوونکو باندې ډیر بار اچوي."

په دي اړه، د امریکا د دفاع وزارت ویاند فاکس نیوز ته وویل: ((د غوښتونکو شمېر چې پر شرایطو برابروالی یې د دفاع وازارت تاییدکولی شي د شرکتونو په همکارۍ پورې اړه لري تر څو د دوی د پخوانیو کارمندانو په اړه معلومات چمتو کړي.))

هغه زیاته کړه: ((اوس مهال د دفاع وزارت ټیم کولی شي هره اوونۍ په منځنيډول د ۲۰۰ ‍ غوښتوونکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي.))

د امریکا د دفاع وزارت د کډوالوویزو د ځېنو غوښتوونکو د دوسیو په تاییدولو کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت سره همکاري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا مني چې د هغو سازمانونو څخه د اسنادو ترلاسه کول چې نور نه شته او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پاسپورټونو ترلاسه کول چې د شپږو څخه تر 12 میاشتو پورې وخت نیسي، د ځانګړو ویزو د غوښتنې د پروسې د ځنډ لاملونه دي.

سربېره پردې، د دغه بهیر اوږدوالی د افغان غوښتوونکو لپاره د ویزې ورکړې په لاره کې یو بل خنډ دی. د کډوالۍ نړېوالې مرستې پروژه ادعا کوي چي د ایس ای وي غوښتنلیکونو بشپړول ممکن تر شپږو کلنو پورې وخت ونیسي.

په امریکا کې د لوتران د کډوالۍ د خدماتو مشر کریش اومارا ویګناراجا وویل، په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه خورا ورو ده، چې تر لسو کلونو پورې انتظار يې معمول دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حکومت لخوا د ایس ای وي د قضیې د ټولو اړخونو څیړنه په منځنيډول د ۲۷۰ ورځو په موده کې ترسره کیږي.