• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د طالبانو له امر بالمعروف او نهې عن المنكر وزیر سره وکتل

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان استازي د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنكر سرپرست وزیر خالد حنفي لیدو ته ورغلل. طالبانو ویلي، خالد حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې د نړۍ ټول مسلمانان مسوولیت لري چې په افغانستان کې اسلامي نظام په پښو ودروي.

د طالبانو امربالمعروفوزارت د یکشنبې ورځ په خبرپاڼه کېد خالد حنفي له قوله کې لیکلي چې، دغې ډلې په افغانستان کې اسلامي نظام جوړ کړی او «دلته په ښه توګه د ناوړه کارونو مخه نیول شوې.»

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان او د ښځو ټولنیز خوځښتونه د امربالمعروف او نهي عن المنكر وزارت یو له هغو اصلي بنسټونو څخه تورنوي چې په دغه هېواد کې «جنسیتي توپيرونه» ترسره کوي.

په تېرو دوو کلونو کې دغه وزارت او د طالبانو مشرتابه له څلوېښتو ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو په وړاندې له بشري حقونو څخه سرغړونه کڼل کيږي.

د اسلامي همکاریو سازمان د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د دغه سازمان پلاوي له طالب چارواکو سره پر مهمو مسلو لکه د زغم، برابري، د نجونو زده کړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کړې دي.

ظاهراً داسې ښکاري چې دغه پلاوی کابل ته د دې لپاره تللی چې د ښځو زده کړو او کار په اړه د طالبانو نظر بدل کړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه پلاوي په جوړښت کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال طارق بخت او د دغه سازمان یو شمېر لوړپوړي غړي شامل دي.

ویل شوي چې له حرم شریف څخه د مدني حدیثونو استادان او د بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، ګینې او نورو اسلامي هېوادونو د اسلامي فقهې یو شمېر پوهان د دغه پلاوي غړي دي.

دغه پلاوي په تېرو ورځو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره په کابل کې ليدلي چې په هغو کې د امربالمعروف وزیرخالدحنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم شامل دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په ټول افغانستان کې د منځنیو او لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

دغې ډلې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

په تېرو دوو کلونو کې د ښځو ډېر نور حقونه لکه د کار، ازادسفر، لوبو، سیاسي ګډون او د سوله ییزو غونډو د جوړیدو په ګډون د ښځو ډېر نور حقونه هم تر پښو لاندېکړي.

د یادولو ده چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې، کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته هېڅ پام نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

فاکس نیوز : د اداري خنډونو له امله د ایس ای وي زرګونه غوښتنلیکونه ځنډول شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څېړنو اداره وايي، تر اوسه څه باندې ۸۴۰ زره افغان ویزه غوښتوونکي او هغوی پورې تړلي کسان امریکا ته د ځانګړې کډوالۍ ویزو تر لاسه کولو په تمه دي. له امریکايي شرکتونو د پخليليک او افغان پاسپورټ نه شتون يې خنډونه دي.

له غیر فعالو امریکايي بنسټونو څخه د اسنادو ترلاسه کول او په افغانستان کې د پاسپورت ترلاسه کول د ستونزو او خنډونو په توګه یاد شوي دي.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام یا ایس ای وي په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو د دوسیو څيړلو د بهیر سستوالي له امله له سختو نیکو سره مخامخ دی.

غوښتنلیک ورکوونکي باید د خپلو پخوانیو امریکايي کارمندانو څخه یو لیک تر لاسه کړي چې د ځانکړي ویزې پروګرام لپاره وړ وګرځي، او په ورته وخت کې ، دا شرکتونه باید د امریکا حکومت ته اړین اسناد چمتو کړي. اوس ډېری دغه شرکتونه فعال نه دي، چې له امله یې غوښتوونکو ته د کار او اداري اسنادو برابرول ستونزمن کېږي.

د کډوالۍ د نړیوالې مرستې پروژې مشاور، اډم بیټس، فاکس نیوز ته وویل چې د ایس ای وي پروګرام "په خپله غوښتوونکو باندې ډیر بار اچوي."

په دي اړه، د امریکا د دفاع وزارت ویاند فاکس نیوز ته وویل: ((د غوښتونکو شمېر چې پر شرایطو برابروالی یې د دفاع وازارت تاییدکولی شي د شرکتونو په همکارۍ پورې اړه لري تر څو د دوی د پخوانیو کارمندانو په اړه معلومات چمتو کړي.))

هغه زیاته کړه: ((اوس مهال د دفاع وزارت ټیم کولی شي هره اوونۍ په منځنيډول د ۲۰۰ ‍ غوښتوونکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي.))

د امریکا د دفاع وزارت د کډوالوویزو د ځېنو غوښتوونکو د دوسیو په تاییدولو کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت سره همکاري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا مني چې د هغو سازمانونو څخه د اسنادو ترلاسه کول چې نور نه شته او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پاسپورټونو ترلاسه کول چې د شپږو څخه تر 12 میاشتو پورې وخت نیسي، د ځانګړو ویزو د غوښتنې د پروسې د ځنډ لاملونه دي.

سربېره پردې، د دغه بهیر اوږدوالی د افغان غوښتوونکو لپاره د ویزې ورکړې په لاره کې یو بل خنډ دی. د کډوالۍ نړېوالې مرستې پروژه ادعا کوي چي د ایس ای وي غوښتنلیکونو بشپړول ممکن تر شپږو کلنو پورې وخت ونیسي.

په امریکا کې د لوتران د کډوالۍ د خدماتو مشر کریش اومارا ویګناراجا وویل، په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروسه خورا ورو ده، چې تر لسو کلونو پورې انتظار يې معمول دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حکومت لخوا د ایس ای وي د قضیې د ټولو اړخونو څیړنه په منځنيډول د ۲۷۰ ورځو په موده کې ترسره کیږي.

ځايي سرچينې: طالبانو په غزني کې ۱۷ تنه نیول شوي هزاره ګان په ضمانت خوشي کړي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د غزني سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالبانو په ناور ولسوالۍ کې له څلویښتو ورځو بند او ربړې وروسته ۱۷ تنه په ضمانت خوشي کړي. سرچينې وايي، په ۱۳۹۳ کې د ۲۳۰ پسونو د ورک کیدو په اړه د کوچیانو له ادعا وروسته، طالبانو دغه کسان د چنګاښ په ۲۸مه ونیول.

ځايي خلکو چې د امنیتي ستونزو له امله يې نه غوښتل نوم يې یاد شي، وويل چې دغه ١٧ کسان د جوشان، سبزنالې او واغ کليو اوسېدونکي دي.

د يادو سرچينو په وينا، طالبانو کوچيانو ته د پنځه ميليونه افغانيو له ورکړې وروسته دغه ۱۶ تنه يې وروسته له ضمانت اخیستلو خوشې کړي، خو ټاکل شوې چې اوولسم کس يې چې د غزني ښار په یوه روغتون کې تر درملنې لاندی دی وروسته به بېرته زندان ته ولیږدول شي.

زمونږ سرچینو زیاته کړې چې، طالبانو دغه سړی سخت شکنجه کړی او له همدې امله روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دې سرچینې څرګنده کړې، په دغه موده کې چې یاد شمیر کسان په بند کې وو، د طالبانو استازو دوی ته اجازه نه ورکوله، چې د خپلو خپلوانو په ګډون دې له چا سره وویني او هره ورځ به یې د دوی پر بندخونې اوبه ور پاشلې.

د ځایي خلکو په وینا، په دغه موده کې طالب جنګیالي ددوی کلیو ته ورغلي و چې په دغو کلیو کې ورته نور کسان هم ونیسي.

د دغو کسانو د مالوماتو له مخې، کوچيانو ادعا کړې چې د اجرستان (دايه) او ناور د پولو په دښته کې د شپې له خوا د دوى ٢٣٠ پسونه ورک شوي او دوه شپانه هم وژل شوي دي.

د دوی په خبره، د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د ناور د دغو درېیو کلیو پر اوسېدونکو فشار راوړی، څو د کوچیانو د پسونو په بدل کې پنځه میلیونه افغانۍ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کوچیانو او د جلریز ولسوالۍ د کلیو د اوسیدونکو د شخړو د هواري شورا د یوې غونډې ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوې، چې یو کس پکې د شورا پریکړه لولي.

د دې پرېکړې له مخې، "د کوچیانو او کلیوالو ترمنځ ټولې شخړې" چې ډیری یې د کوچیانو د بریدونو او د هزاره کلیوالو د کورونو سوځولو پورې تړاو لري، په عمومي بخښنه کې شاملې شوې، خو د کوچیانو د ادعا په قضیه کې بیا پریکړه شوې چې هزاره ګان دې د مینې او ورورګلوۍ له مخې دوی ته یو میلیون او۷۵۰زره افغانۍ ورکړي.

د شخړو د هوارۍ شورا چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، په خپله پرېکړه کې زیاته کړې ده چې، که له دواړو خواوو څخه یو له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي، باید ۵ لکه افغانۍ جریمه ورکړي.

د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دغو دواړو پيښو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ډلې د کوچیانو د بې بنسټه ادعاوو له مخې هزاره ګان تر سخت فشار لاندې راوستي دي او دوی یې په ډلییزه توګه مجازات کړي دي.

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ افغانستان په ۸۹ منډو له بنګله دېش څخه ماتې وخوړه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د اسیا د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شوه.

بنګله دېش پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. دغې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره افغانستان ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه. افغانستان ټاکل شوي هدف ته ونه رسېد او له ماتې سره مخ شو.

دا لوبه نن د پاکستان د لاهور ښار په ۲۷ زره کسیز قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په ۴۴،۳ اورونو کې خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې وې او بنګله دېش ترې په ۸۹ منډو وګټله.

په لومړۍ پاڼۍ کې د بنګله دېش له لوري مهدي حسن او نجم الحسین شانتو په ترتیب سره ۱۱۲ او ۱۰۴ منډې وکړې. دغو دوو لوبغاړو د بنګله دېش لپاره د ټولو ۳۳۴ منډو له جملې ۲۱۶ منډې وکړې او د خپل هېواد په بریا کې یې ستر رول ولوباوه.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ په ۷۵ منډو او حشمت الله شهیدي ۵۱ منډو جوړولو سره تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدل.

د توپ وهنې په برخه کې د بنګله دیش له لوري تسکین احمد څلور او شریف الاسلام درې ویکټې واخیستې.

د دې لوبې پایله د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه او حیاتي وه، په ځانګړې توګه د بنګله دېش لپاره چې څو ورځې وړاندې یې په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه. دا د دوی لپاره یوازینی چانس پاتې و، چې وروستیو څلورو ټیمونو او اتلولۍ ته ورسي.

تر دا مهاله په دویم ګروپ کې د سریلانکا او افغانستان لوبډلو یوه - یوه لوبه کړې او بنګله دېش دوه لوبې کړي دي. د افغانستان راتلونکې لوبه به دوه ورځې وروسته په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره وي.

په تېرې جولای میاشت کې پاکستان ته د افغانستان صادرات تر ۷۰ سلنې زیات کم شوي دي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د دولتي بانک د شمېرو له مخې؛ د روان کال په جولای کې له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۲،۷۹ سلنه ډېر شوي دي.

خو په ورته وخت کې په روانه میاشت کې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات ۷۶.۳۲ سلنه کم شوي دي.

د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستان د جولای په میاشت کې له افغانستان څخه څه د پاسه یو میلیون ډالر واردات کړي چې تېر کال شاوخوا څلور میلیونه ډالره وو.

د پاکستان د دولتي بانک "SBP" د شمېرو له مخې؛ د روان کال په جولای میاشت کې افغانستان ته ټولټال صادرات ۴۲.۱۷۳ میلیونه ډالره ښودل شوي وو. دا شمېره تېر کال (۲۰۲۲) شاوخوا ۳۱.۷۵۷ میلیونه ډالره وه.

سربېره پر دې؛ د پاکستان د دولتي بانک میاشتنۍ احصایې د صادراتو په مقدار کې بدلونونه ښیي، چې د جولای په میاشت کې صادرات د جون په پرتله شاوخوا 3.39٪ کمښت ښیي.

د روان کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان په صادراتو کې کموالی یوازې تر افغانستان پورې محدود نه و؛ بلکې په ټولیز ډول نورو هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۴.۵۵ سلنه کموالی ښيي چې په ټولیز ډول له ۲۲۱۷.۰۴۹ میلیون ډالرو څخه ۲۱۱۶.۰۳۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

له افغانستان څخه د پاکستان د وارداتو له کمېدو سره- سره د پاکستان د دولتي بانک میاشتنۍ احصایې ښيي، چې د روان کال په جولای میاشت کې په وارداتو کې سل په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو درې نور خبریالان له زندانه ازاد کړل

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر خپلې ایکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې طالبانو درې نور خبریالان له خپل زندانه ازاد کړي دي.

یاد مرکز نن یکشنبه ( د وږي ۱۲مه) ویلي، چې طالبانو په پکتیا کې د اریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې ازاد خبریال پرویز څرګند او په اروزګان کې د ملي تلویزون خبريال همدرد له زندانه خوشي کړل.

له دې وړاندې طالبانو پنځه نور خبریالان خوشې کړي وو، خو د هغوی د جرمونو په اړه یې څه نه وو ویلي.

د طالبانو استخباراتو یاد خبریالان په تېرې یوې میاشت کې په پرلپسې ډول نیولي، خو پر دوی د ورپورې تورونو او شکونو په اړه یې تر اوسه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل خوا په روانه میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د نیولو او شکنجې هېڅ داسې کومه پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

د یادونې وړ ده، چې لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان زنداني دي؛ مګر تر اوسه یې طالبانو د جرم په اړه څه نه دي ویلي.