• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو درې نور خبریالان له زندانه ازاد کړل

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر خپلې ایکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې طالبانو درې نور خبریالان له خپل زندانه ازاد کړي دي.

یاد مرکز نن یکشنبه ( د وږي ۱۲مه) ویلي، چې طالبانو په پکتیا کې د اریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې ازاد خبریال پرویز څرګند او په اروزګان کې د ملي تلویزون خبريال همدرد له زندانه خوشي کړل.

له دې وړاندې طالبانو پنځه نور خبریالان خوشې کړي وو، خو د هغوی د جرمونو په اړه یې څه نه وو ویلي.

د طالبانو استخباراتو یاد خبریالان په تېرې یوې میاشت کې په پرلپسې ډول نیولي، خو پر دوی د ورپورې تورونو او شکونو په اړه یې تر اوسه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل خوا په روانه میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د نیولو او شکنجې هېڅ داسې کومه پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

د یادونې وړ ده، چې لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان زنداني دي؛ مګر تر اوسه یې طالبانو د جرم په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب درېیمه ورځ روانه ده

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب په داسې حال کې درېیمې ورځې ته داخل شوی، چې تر اوسه الماني سیاستوالو او نړۍوالو سازمانونو د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دغو ښځینه فعالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د «جنیستي تبعیض» د په رسیمت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

یادې اعتصاب کوونکې مېرمنې د دولسو ورځو لپاره د تېرې جمعې ورځ (د وږي ۱۰مه) راهیسې د جرمني په کولن ښار کې په یوه خېمه کې د اعتصاب په دود ناستې دي.

تمنا زریاب پریانۍ چې د دغو ښځینه لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ افغان مېرمنې په تېرو دوو کلونو کې د طالب جنګیالیو له خوا شکنجه شوي او د جنسیت له امله له بشري حقونو بې برخې شوې دي.

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې "جنسي تبعیض" موجود دی او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه جرمني باید په افغانستان کې د طالبانو جنسي تبعیض په رسمیت وپېژني.

اغلې پریاني همداراز ټینګار وکړ، چې د جرمني حکومت باید له طالبانو سره هر ډول تعامل څخه مخنیوی وکړي.

د مالي مرستو بندول او د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو بندول د دغو ښځو له نورو غوښتنو څخه دي.

تر اوسه د جرمني حکومت او د ملګرو ملتونو هېڅ یوه چارواکي په جرمني کې د دغو افغان مېرمنو د اعتصاب په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسېدو را وروسته دغې ډلې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو زده کړې او کار بند کړ.

طالبان: حیرتان ګمرک په څلورو میاشتو کې څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید درلود

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د حیرتان ګمرک مشر وايي، د سږ کال اولو ۴ میاشتو کې دغه ګمرک څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید ټول کړی دی. طالبان وايي، په دغه موده کې تر پنځوس زرو ډېرې وارداتي او صادراتي جوپې د دغه ګمرک له لارې له ازبکستان سره تبادله شوې دي.

باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د وږي پر ۱۲ د حیرتان ګمرک د مشر موسا کلیم مجاهد زاده له قوله لیکلي: « ۱۰۷۴ صادراتي جوپې له افغانستانه ازبکستان او ۵۰ زره وارداتي جوپې له دغه هېواد افغانستان ته صادرې شوې دي.»

ازبکستان هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پراخ اقتصادي روابط ور سره لري.

تېره اونۍ د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف افغانستان ته په سفر کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

تاجکستان هم پرون په بدخشان کې له افغانستان سره خپله سرحدي سوداګري او ټرانزېټ پیل کړ.

اول د کرونا او بیا په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې دا لارې او سوداګري بنده شوې وه.

د تاجکستان په بدخشان کې ځايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان په امر له افغانستان سره سرحدي سوداګري پیل او ټرانزیټي لارې پرانیستل شوې.

د ایران د قضایه قوې پلاوی د افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره کابل ته ځي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړی استازی د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره پر افغان بندیانو غږېدلی. حسن کاظمي قمي ویلي، ایران کې د افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره د دغه هېواد د قضايه قوې یو پلاوی به کابل ته لاړ شي.

د طالبانو د بهرنیو چاور وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، دا پلاوی به له طالبانو سره پر خپله قضايي همکاري وغږېږي.

نوموړي خپل اېکس کې کابل ته د دې پلاوي د سفر د نېټې په هکله څه نه دي ویلي.

کابل ته د دغه پلاوي د سفر خبر په داسې مهال دی چې په ایران کې د بل هر هېواد تر وګړو د افغان بندیانو شمېر ډېر دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې عمومي رییس وايي، شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستیو اونیو کې طالبانو په ایران کې د لسګونو افغان بندیانو د خوشي کېدلو او افغانستان ته د ستنېدلو خبره کړې ده

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې اکثره ماشومان وږي ښوونځي ته ځي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۱ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په دغه هېواد کې ډېری زده کوونکي د بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ له امله وږي ښوونځي ته ځي.

د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې له ۱۰ کورنیو څخه ۹ یې کافي خواړه نه لري.

دغه سازمان په ویډیو کې زیاته کړه: "په تش نس زده کړه سخته ده."

په دې ویډیو کې د یوه ابتدايي ښوونځي زده کوونکې نجلۍ وویل: "زما پلار غریب دی او زموږ لپاره ډوډۍ نه شي اخیستلی، نو موږ پرته د سهار له ډوډۍ ښوونځي ته راځو."

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې فقر او لوږه په بې ساري ډول زیاته شوه او د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخامخ شو.

د طالبانو له خوا پر مېرمنو د کار او زده کړو بندیز لګولو سره د فقر او بیکارۍ بحران نور هم پراخ شو.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) وویل، چې دوی هر سهار د لومړنیو ښوونځیو ۷۰۰ زره هلکانو او نجونو ته بیسکیټ وېشي.

د دغو ښوونځیو یوه ښوونکي د خوراک نړۍوال پروګرام ته ویلي: "کله چې زده کونکي سهار راځي، دوی کمزوري او چپ ښکاري او نه شي کولی درس ته پام وکړي او پوښتنې ځواب کړي."

نوموړي زیاته کړه: "کله چې د ساتیرۍ وخت وي او زده کونکو ته بیسکیټ ورکړل شي، دوی خوشحاله او پیاوړي ښکاري."

په یوه ابتدايي ښوونځي کې یوې ښځینه زده کوونکې په ویډیو کې ویلي: "د بیسکیټو له خوړلو وروسته کولای شم د ښوونکي پوښتنو ته ښه ځواب ووایم."

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې ګڼو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د فقر له پراخېدو او د بشري مرستو له کمښته اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو دفاع وزیر د ترکیې له سفیر سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد په کابل کې د ترکيې له سفير ايرګينای سره په ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا یعقوب په دې لیدنه کې له ترکیې سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د طالبانو د دفاع وزارت د دغې ناستې د جزییاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

ترکیه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو په کابل کې یې خپل سفارت ساتلی او اوس هم په دغه سفارت کې د دغه هېواد ډېپلوماتان په کار بوخت دي.

ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو استازي ته سپارلې ده.

له بلې خوا د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت د عالي شورا د مشرانو په ګډون د طالبانو د مخالفو ګوندونو زیاتره مشران په ترکیه کې میشت دي او وخت نا وخت له طالبانو سره د مقابلې لپاره په خپلو کې مجلسونه کوي.

په دوی کې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې له څه مودې راهیسې له ترکیې سره نږدې اړیکې لري، په دغه هېواد کې ژوند کوي.

یو شمېر نور منتقدین او اعتراض کوونکي چې د طالبانو پر ضد کار کوي هم په ترکیه کې دي. په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ترکیه کې د افغانستان د پارلمان له یو شمېر پخوانیو غړو او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره وکتل.