• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: حیرتان ګمرک په څلورو میاشتو کې څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید درلود

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۴ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د حیرتان ګمرک مشر وايي، د سږ کال اولو ۴ میاشتو کې دغه ګمرک څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید ټول کړی دی. طالبان وايي، په دغه موده کې تر پنځوس زرو ډېرې وارداتي او صادراتي جوپې د دغه ګمرک له لارې له ازبکستان سره تبادله شوې دي.

باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د وږي پر ۱۲ د حیرتان ګمرک د مشر موسا کلیم مجاهد زاده له قوله لیکلي: « ۱۰۷۴ صادراتي جوپې له افغانستانه ازبکستان او ۵۰ زره وارداتي جوپې له دغه هېواد افغانستان ته صادرې شوې دي.»

ازبکستان هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پراخ اقتصادي روابط ور سره لري.

تېره اونۍ د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف افغانستان ته په سفر کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

تاجکستان هم پرون په بدخشان کې له افغانستان سره خپله سرحدي سوداګري او ټرانزېټ پیل کړ.

اول د کرونا او بیا په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې دا لارې او سوداګري بنده شوې وه.

د تاجکستان په بدخشان کې ځايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان په امر له افغانستان سره سرحدي سوداګري پیل او ټرانزیټي لارې پرانیستل شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ایران د قضایه قوې پلاوی د افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره کابل ته ځي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړی استازی د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره پر افغان بندیانو غږېدلی. حسن کاظمي قمي ویلي، ایران کې د افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره د دغه هېواد د قضايه قوې یو پلاوی به کابل ته لاړ شي.

د طالبانو د بهرنیو چاور وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، دا پلاوی به له طالبانو سره پر خپله قضايي همکاري وغږېږي.

نوموړي خپل اېکس کې کابل ته د دې پلاوي د سفر د نېټې په هکله څه نه دي ویلي.

کابل ته د دغه پلاوي د سفر خبر په داسې مهال دی چې په ایران کې د بل هر هېواد تر وګړو د افغان بندیانو شمېر ډېر دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې عمومي رییس وايي، شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستیو اونیو کې طالبانو په ایران کې د لسګونو افغان بندیانو د خوشي کېدلو او افغانستان ته د ستنېدلو خبره کړې ده

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې اکثره ماشومان وږي ښوونځي ته ځي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۱ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په دغه هېواد کې ډېری زده کوونکي د بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ له امله وږي ښوونځي ته ځي.

د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې له ۱۰ کورنیو څخه ۹ یې کافي خواړه نه لري.

دغه سازمان په ویډیو کې زیاته کړه: "په تش نس زده کړه سخته ده."

په دې ویډیو کې د یوه ابتدايي ښوونځي زده کوونکې نجلۍ وویل: "زما پلار غریب دی او زموږ لپاره ډوډۍ نه شي اخیستلی، نو موږ پرته د سهار له ډوډۍ ښوونځي ته راځو."

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې فقر او لوږه په بې ساري ډول زیاته شوه او د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخامخ شو.

د طالبانو له خوا پر مېرمنو د کار او زده کړو بندیز لګولو سره د فقر او بیکارۍ بحران نور هم پراخ شو.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) وویل، چې دوی هر سهار د لومړنیو ښوونځیو ۷۰۰ زره هلکانو او نجونو ته بیسکیټ وېشي.

د دغو ښوونځیو یوه ښوونکي د خوراک نړۍوال پروګرام ته ویلي: "کله چې زده کونکي سهار راځي، دوی کمزوري او چپ ښکاري او نه شي کولی درس ته پام وکړي او پوښتنې ځواب کړي."

نوموړي زیاته کړه: "کله چې د ساتیرۍ وخت وي او زده کونکو ته بیسکیټ ورکړل شي، دوی خوشحاله او پیاوړي ښکاري."

په یوه ابتدايي ښوونځي کې یوې ښځینه زده کوونکې په ویډیو کې ویلي: "د بیسکیټو له خوړلو وروسته کولای شم د ښوونکي پوښتنو ته ښه ځواب ووایم."

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې ګڼو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د فقر له پراخېدو او د بشري مرستو له کمښته اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو دفاع وزیر د ترکیې له سفیر سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد په کابل کې د ترکيې له سفير ايرګينای سره په ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا یعقوب په دې لیدنه کې له ترکیې سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د طالبانو د دفاع وزارت د دغې ناستې د جزییاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

ترکیه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو په کابل کې یې خپل سفارت ساتلی او اوس هم په دغه سفارت کې د دغه هېواد ډېپلوماتان په کار بوخت دي.

ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو استازي ته سپارلې ده.

له بلې خوا د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت د عالي شورا د مشرانو په ګډون د طالبانو د مخالفو ګوندونو زیاتره مشران په ترکیه کې میشت دي او وخت نا وخت له طالبانو سره د مقابلې لپاره په خپلو کې مجلسونه کوي.

په دوی کې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې له څه مودې راهیسې له ترکیې سره نږدې اړیکې لري، په دغه هېواد کې ژوند کوي.

یو شمېر نور منتقدین او اعتراض کوونکي چې د طالبانو پر ضد کار کوي هم په ترکیه کې دي. په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ترکیه کې د افغانستان د پارلمان له یو شمېر پخوانیو غړو او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره وکتل.

په لغمان کې د ازادۍ جبهې له برید وروسته طالبانو بېړنۍ غونډه وکړه او درې تنه یې ونیول

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د لغمان ولایت له دولت شاه ولسوالۍ څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ د ازادۍ جبهې له برید وروسته د دغې ډلې چارواکو بېړنۍ ناسته وکړه.

په ورته وخت کې چې دغه غونډه روانه وه، چې طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ درې اوسېدونکي ونيول.

سرچينې زياته کړې، چې په دې کتنه کې د لغمان لپاره د طالبانو والي زين العابدين، امنيه قوماندان نجيب الله بدخشي او د طالبانو د لېوا قوماندان ملا سنګين هم حضور درلود.

دغه غونډه نن یکشنبه ( سنبلې په ۱۲ مه ) د دولت شاه د ولسوال په دفتر کې جوړه شوې وه؛ د ازادي جبهې وویل چې تېره شپه یې پر دز برید کړی، چې له امله یې دوه تنه طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په دغه برید کې د دغې ډلې پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.

دغه جبهه وايي؛ وروسته له هغې چې چريکي ځواکونو يې پر دغه ودانۍ بريد وکړ، د څو ساعتونو لپاره د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، چې په ترڅ کې يې ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د سيمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په يوه لېږلي پيغام کې ويلي، چې نيول شوي درې واړه کسان د دګوران کلي اوسېدونکي دي او له سياسي او نظامي ډلو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې تېره شپه په دولت شاه کې نښته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ تېره شپه د څو ساعته جګړې په پايله کې د دولت شاه ولسوالۍ د ودانۍ يوه برخه ویجاړه او د طالبانو څو پوځي وسايط له منځه تللي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه يې د څلورو توغنديو غږونه اورېدلي دي.

همدارنګه ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: "په دغه برید کې د ولسوالۍ پر ودانۍ د راکټ څو مرمۍ لګېدلې دي".

طالب سرچینو تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي، خو د لغمان امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې امنیه قومندان بدخشي د دې ډلې د جنايي امیر په ګډون د دولت شاه ولسوالۍ امنیتي پوستې له نږدې ولیدلې.

د اعلامیې له مخې امنیه قومندان طالب سرتېرو ته پر پرلپسې شپنیو ګزمو او ګرځنده پوستو ټینګار وکړ.

اسلامي جمهوریت: شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې عمومي رییس وايي، شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي. علي رضا محمودي وويل، په ايران کې ډېری بهرني بنديان افغانان دي. نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

علي رضا محمودي له ايسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، ايران له ٢٢ هېوادونو سره د بنديانو د تبادلې او سپارلو تړونونه لاسليک کړي او له ٢٠ نورو هېوادونو سره هم په دې تړاو خبرې روانې دي.

په وروستیو اونیو کې طالبانو په ایران کې د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کېدلو او افغانستان ته د هغوی د سپارلو اعلان وکړ.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان سرطان میاشت کې ویلي وو چې د جوزا میاشتې تر پایه شاوخوا ۳۵۰ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي جلالیان له طالبانو سره د هوکړې خبر ورکړ او ویې ویل چې دا ډله به په افغانستان کې د ایران ۵۰ سلنه بندیان اسلامي جمهوریت ته ورسپاري.

تروسه د طالبانو په زندانونو کې د ایراني بندیانو کره شمېر نه ده په ډاګه شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه طالبانو له ایران سره د زندانیانو پر سر د شوې هوکړې په اړه معلومات نه دي ور کړي چې ایا اسلامي جمهوریت ته به سیاسي او که غیر سیاسي زندانیان ورسپاري.

ایران هم تر اوسه هغه افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي چې په دغه هیواد کې پر مزدورۍ بوخت او د اسنادو نه درلودو له امله نیول شوي وو.