• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لغمان کې د ازادۍ جبهې له برید وروسته طالبانو بېړنۍ غونډه وکړه او درې تنه یې ونیول

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د لغمان ولایت له دولت شاه ولسوالۍ څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ د ازادۍ جبهې له برید وروسته د دغې ډلې چارواکو بېړنۍ ناسته وکړه.

په ورته وخت کې چې دغه غونډه روانه وه، چې طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ درې اوسېدونکي ونيول.

سرچينې زياته کړې، چې په دې کتنه کې د لغمان لپاره د طالبانو والي زين العابدين، امنيه قوماندان نجيب الله بدخشي او د طالبانو د لېوا قوماندان ملا سنګين هم حضور درلود.

دغه غونډه نن یکشنبه ( سنبلې په ۱۲ مه ) د دولت شاه د ولسوال په دفتر کې جوړه شوې وه؛ د ازادي جبهې وویل چې تېره شپه یې پر دز برید کړی، چې له امله یې دوه تنه طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په دغه برید کې د دغې ډلې پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.

دغه جبهه وايي؛ وروسته له هغې چې چريکي ځواکونو يې پر دغه ودانۍ بريد وکړ، د څو ساعتونو لپاره د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، چې په ترڅ کې يې ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د سيمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په يوه لېږلي پيغام کې ويلي، چې نيول شوي درې واړه کسان د دګوران کلي اوسېدونکي دي او له سياسي او نظامي ډلو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې تېره شپه په دولت شاه کې نښته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ تېره شپه د څو ساعته جګړې په پايله کې د دولت شاه ولسوالۍ د ودانۍ يوه برخه ویجاړه او د طالبانو څو پوځي وسايط له منځه تللي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه يې د څلورو توغنديو غږونه اورېدلي دي.

همدارنګه ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: "په دغه برید کې د ولسوالۍ پر ودانۍ د راکټ څو مرمۍ لګېدلې دي".

طالب سرچینو تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي، خو د لغمان امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې امنیه قومندان بدخشي د دې ډلې د جنايي امیر په ګډون د دولت شاه ولسوالۍ امنیتي پوستې له نږدې ولیدلې.

د اعلامیې له مخې امنیه قومندان طالب سرتېرو ته پر پرلپسې شپنیو ګزمو او ګرځنده پوستو ټینګار وکړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اسلامي جمهوریت: شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې عمومي رییس وايي، شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي. علي رضا محمودي وويل، په ايران کې ډېری بهرني بنديان افغانان دي. نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

علي رضا محمودي له ايسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، ايران له ٢٢ هېوادونو سره د بنديانو د تبادلې او سپارلو تړونونه لاسليک کړي او له ٢٠ نورو هېوادونو سره هم په دې تړاو خبرې روانې دي.

په وروستیو اونیو کې طالبانو په ایران کې د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کېدلو او افغانستان ته د هغوی د سپارلو اعلان وکړ.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان سرطان میاشت کې ویلي وو چې د جوزا میاشتې تر پایه شاوخوا ۳۵۰ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي جلالیان له طالبانو سره د هوکړې خبر ورکړ او ویې ویل چې دا ډله به په افغانستان کې د ایران ۵۰ سلنه بندیان اسلامي جمهوریت ته ورسپاري.

تروسه د طالبانو په زندانونو کې د ایراني بندیانو کره شمېر نه ده په ډاګه شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه طالبانو له ایران سره د زندانیانو پر سر د شوې هوکړې په اړه معلومات نه دي ور کړي چې ایا اسلامي جمهوریت ته به سیاسي او که غیر سیاسي زندانیان ورسپاري.

ایران هم تر اوسه هغه افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي چې په دغه هیواد کې پر مزدورۍ بوخت او د اسنادو نه درلودو له امله نیول شوي وو.

طالبانو او ایراني چارواکو د پټلۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت او د ایران د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري د خواف – هرات پټلۍ د روان ساتلو لپاره پر همکارۍ خبرې وکړې. طالبانو خبر ورکړی چې په دې غونډه کې د پټلۍ د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وشو.

د خراسان رضوي والي ژمنه وکړه چې «د خواف – هرات د پټلۍ د مخابراتي سیسټم د لا پیاوړتیا او د سټیشنونو ترمنځ اړیکو کې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره به د ایران په خواف ښار کې نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي.»

د خواف – هرات پټلۍ، د تېر چنګاښ په ۲۰مه د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو او طالبانو تر منځ پرانیستل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې پټلۍ د پرانېستې په مراسمو کې د ایران اسلامي جمهوریت ته د ورورګلوۍ پیغام استولی او ویلي یې وو: "موږ ستاسو وروڼه یو، وروڼه یو له بل سره همکاري کوي او يو پر بل ډېر حقونه لري. دا هغه څه دي چې موږ یې تمه لرو."

بخت الرحمن شرافت د وږي په شپږمه ایران ته سفر وکړ. د خواف – هرات د پټلۍ له لارې د مالونو د لېږد پر چټکتیا هوکړه او د پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لنډ مهاله تخنیکي روزنیزو کورسونو جوړول د دغه سفر موخه ښودل شوې ده.

ټاکل شوې چې د طالبانو پلاوی د ایران د سړکونو او ښار جوړولو له وزیر سره وګوري.

طالبان وايي د قطر یو خیریه بنسټ کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۵ GMT+۱

کندهار کې طالب چارواکي وايي، د "قطر خیریه بنسټ" په دغه ولایت کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي. د دغه بنسټ استازي جمال قاسم محمد په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شيرين سره په ليدنه کې ويلي، چې دغه ولايت ته يې د سفر موخه د دغه روغتون جوړول دي.

د کندهار د والي د رسنیز دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، د قطر خيريه بنسټ استازي زياته کړې، چې دغه روغتون به په کندهار کې د عينو مېنې د ٣٥٠ بستريز روغتون په همکارۍ جوړ شي.

په کندهار کې د طالبانو والي هم ویلي، چې د دغې ډلې په واکمنیدو سره په افغانستان کې د خيريه بنسټونو او موسسو د خدمتونو د وړاندې کولو ښه زمينه برابره شوې ده.

تر دې وړاندې د ایران د پارلمان غړي جواد کریمي قدوسي هم ویلي وو چې د قاسم سلیماني په نوم یو روغتون په کندهار ښار کې جوړېږي او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

کندهار د طالبانو د رهبرۍ مرکز دی او په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴ مه د طالبانو له بیا واکمنیندو سره، کندهار ولایت ته د بهرنیو هېوادونو او چارواکو ډیر پام اوښتی دی.

افغان فعالان بریتانوي چارواکو ته: د طالبانو لپاره د بریتانوي عالمانو د تبلیغاتو مخه ونیسئ

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۱

پنځوس افغان فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له بریتانوي چارواکو غوښتي، چې د دغه هیواد د دیني عالمانو له خوا د طالبانو د تبلیغاتو "طالب سپینولو" مخه ونیسي. دغه فعالان وايي، د بریتانیا دیني عالمان دې د طالبانو له عادي ښودلو لاس واخلي.

دغو فعالانو ویلي بریتانوي عالمانو، چې ډیری یې "پاکستانیان او عربان" دي، د طالبانو په ملاتړ او د هغوی د سپینولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.

د تېرې میاشتې په پیل ک‍ې یو شمیر بریتانوي دیني عالمانو کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدنېکړې وې.

دغه پرانیستی لیک د بشري حقونو پنځوس فعالانو، لیکوالو، د پوهنتون استادانو، ژورنالیستانو، ډیپلوماټانو او د مدني تولنو فعالانو لاس لیک کړی دی.

په لیک کې راغلي چې دغو دیني عالمانو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمیر هغه لوړ پوړو طالب چارواکو سره ليدلي چې «هغوی ټولو په افغانستان کې په پراخ تاوتریخوالي کې لاس درلود او د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لېسټ کې شامل دي.»

په دغه لیک کې افغان فعالانو له بریتانوي چارواکو غوښتي چې د دغو کسانو او د هغوی د سازمانونو د «ناسمو معلوماتو کمپاین» دې پای ته ورسوي.

په لیک کې راغلي چې له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په بریتانیا کې دغو څېرو د طالبانو د کړنو د سپینولو لپاره پراخ تبلیغاتي کمپاین کړی دی.

دغو افغان فعالان ویلي، چې طالبانو نجونې او ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي، دا هغه ستونزه ده چې کارپوهان یې "جنسیتي توپیر" بولي.

د دغه لیک په یوه برخه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې هغو دوو بنسټونو چې د دغه سفر اسانتیاوې يې برابرې کړې، اعلان کړی چې ډېر ژر به یوه مرستندویه موسسه پرانیزي او له لوړ پوړو طالب چارواکو سره به د لیدو لپاره یو سفر ترتیب کړي.

افغان فعالان ټینګار کوي چې طالبان دا ډول سفرونه رسمي او مقابل لوری یې د بشري دلایلو له مخې بولي. دوی په خپل لیک کې لیکلي، چې دا کړنې د طالبانو د نړیوال رسمیت پيژندنې د هڅو یوه برخه ده. د دې لیک لیکوالو دا موضوع له نړیوالو قوانینو څخه یوه ستره سرغړونه بللې ده.

افغان مدني فعالان وايي، دغه دیني عالمان د افغانستان نه دي او دوی د دې هېواد او د نړۍ د اسلامي ټولنې استازیتوب نه کوي او د افغانستان د ټولنیز، سیاسي او بشري بحران په پېچلتیا هم نه پوهیږي.

د دې لیک لیکوال طالبان د سیمه ییزو سیاسي سیالیو لپاره یوه "پیژندل شوې نیابتي ډله" بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه ډله د اسلام په اړه ځانګړې نظر لري او د پاکستان په دیني مدرسو کې یې پوځي او جنګي روزنه ترلاسه کړې ده.

دغو افغان فعالانو له برېتانوي چارواکو څخه غوښتي چې د دې عالمانو د(طالب سپینولو)لړۍ، پای ته رسولو لپاره دې لازم ګامونه پورته کړي او له دغو عالمانو دې په اړه دې پلټنې وکړي.

دوی ټينګار کړیچې د دغو علماوو اړوند د دوو ادارو پلټنه دې هم وشي.

د افغانستان د اسعارو د ارزښت لوړېدلو سره یو ډالر له ۷۳ افغانیو سره برابر شو

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د اسعارو ارزښت د شنبې په ورځ د وږي پر یوولسمه ښيي چې د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۳ افغانۍ او ۴۸ پیسو ته رسېدلې ده. نږدې شپږ کاله مخکې افغانۍ د ډالر په مقابل کې دومره ارزښت درلود.

دې وروستیو کې د روپۍ د ارزښت په بې ساري لوېدیو سره طالبانو په هغو ولایتونو کې د پاکستانۍ روپۍ پر را کړه ور کړه بندیز ولګاوه چې د افغانۍ پر ځای کارېده.

صرافان وايي، د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې پر کلداره بندیزه هم رول لري.

همدارنګه کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان ته د بشري مرستو بستې لېږل د افغانستان د اسعارو د ارزښت پر لوړېدو اغېز لري.

طالبان د نغدو ډالرو له ترلاسه کولو وروسته تل د افغانستان بانک میلیونونه ډالر لیلاموي.

په وروستي ځل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د وږي په شپږمه ۱۴ میلیونه ډالر لیلام کړل.

همداراز،یو شمېر نړیوالو بنسټونو په تېرو میاشتو کې د مالیې د راټولولو په برخه کې د طالبانو د بریالیتوب ستاینه کړې ده.

د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د لوړېدو په حال کې دی، چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې د افغانستان ملي اسعار له سخت سقوط سره مخ و.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د کابل په سرای شهزاده بازار کې یو ډالر له ۱۲۰ تر ۱۲۵ افغانیو سره تبادله کیده.