دغو فعالانو ویلي بریتانوي عالمانو، چې ډیری یې "پاکستانیان او عربان" دي، د طالبانو په ملاتړ او د هغوی د سپینولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.
د تېرې میاشتې په پیل کې یو شمیر بریتانوي دیني عالمانو کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدنېکړې وې.
دغه پرانیستی لیک د بشري حقونو پنځوس فعالانو، لیکوالو، د پوهنتون استادانو، ژورنالیستانو، ډیپلوماټانو او د مدني تولنو فعالانو لاس لیک کړی دی.
په لیک کې راغلي چې دغو دیني عالمانو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمیر هغه لوړ پوړو طالب چارواکو سره ليدلي چې «هغوی ټولو په افغانستان کې په پراخ تاوتریخوالي کې لاس درلود او د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لېسټ کې شامل دي.»
په دغه لیک کې افغان فعالانو له بریتانوي چارواکو غوښتي چې د دغو کسانو او د هغوی د سازمانونو د «ناسمو معلوماتو کمپاین» دې پای ته ورسوي.
په لیک کې راغلي چې له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په بریتانیا کې دغو څېرو د طالبانو د کړنو د سپینولو لپاره پراخ تبلیغاتي کمپاین کړی دی.
دغو افغان فعالان ویلي، چې طالبانو نجونې او ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي، دا هغه ستونزه ده چې کارپوهان یې "جنسیتي توپیر" بولي.
د دغه لیک په یوه برخه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې هغو دوو بنسټونو چې د دغه سفر اسانتیاوې يې برابرې کړې، اعلان کړی چې ډېر ژر به یوه مرستندویه موسسه پرانیزي او له لوړ پوړو طالب چارواکو سره به د لیدو لپاره یو سفر ترتیب کړي.
افغان فعالان ټینګار کوي چې طالبان دا ډول سفرونه رسمي او مقابل لوری یې د بشري دلایلو له مخې بولي. دوی په خپل لیک کې لیکلي، چې دا کړنې د طالبانو د نړیوال رسمیت پيژندنې د هڅو یوه برخه ده. د دې لیک لیکوالو دا موضوع له نړیوالو قوانینو څخه یوه ستره سرغړونه بللې ده.
افغان مدني فعالان وايي، دغه دیني عالمان د افغانستان نه دي او دوی د دې هېواد او د نړۍ د اسلامي ټولنې استازیتوب نه کوي او د افغانستان د ټولنیز، سیاسي او بشري بحران په پېچلتیا هم نه پوهیږي.
د دې لیک لیکوال طالبان د سیمه ییزو سیاسي سیالیو لپاره یوه "پیژندل شوې نیابتي ډله" بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه ډله د اسلام په اړه ځانګړې نظر لري او د پاکستان په دیني مدرسو کې یې پوځي او جنګي روزنه ترلاسه کړې ده.
دغو افغان فعالانو له برېتانوي چارواکو څخه غوښتي چې د دې عالمانو د(طالب سپینولو)لړۍ، پای ته رسولو لپاره دې لازم ګامونه پورته کړي او له دغو عالمانو دې په اړه دې پلټنې وکړي.