• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د اسعارو د ارزښت لوړېدلو سره یو ډالر له ۷۳ افغانیو سره برابر شو

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د اسعارو ارزښت د شنبې په ورځ د وږي پر یوولسمه ښيي چې د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۳ افغانۍ او ۴۸ پیسو ته رسېدلې ده. نږدې شپږ کاله مخکې افغانۍ د ډالر په مقابل کې دومره ارزښت درلود.

دې وروستیو کې د روپۍ د ارزښت په بې ساري لوېدیو سره طالبانو په هغو ولایتونو کې د پاکستانۍ روپۍ پر را کړه ور کړه بندیز ولګاوه چې د افغانۍ پر ځای کارېده.

صرافان وايي، د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې پر کلداره بندیزه هم رول لري.

همدارنګه کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان ته د بشري مرستو بستې لېږل د افغانستان د اسعارو د ارزښت پر لوړېدو اغېز لري.

طالبان د نغدو ډالرو له ترلاسه کولو وروسته تل د افغانستان بانک میلیونونه ډالر لیلاموي.

په وروستي ځل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د وږي په شپږمه ۱۴ میلیونه ډالر لیلام کړل.

همداراز،یو شمېر نړیوالو بنسټونو په تېرو میاشتو کې د مالیې د راټولولو په برخه کې د طالبانو د بریالیتوب ستاینه کړې ده.

د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د لوړېدو په حال کې دی، چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې د افغانستان ملي اسعار له سخت سقوط سره مخ و.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د کابل په سرای شهزاده بازار کې یو ډالر له ۱۲۰ تر ۱۲۵ افغانیو سره تبادله کیده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا د طالبانو له خوا د کانونو تړون لاسلیکول ناقانونه بولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا په نوم د طالبانو مخالفه ډله د طالبانو له خوا د ۷ کانونو د کیندنې تړون لاسلیکول ناقانونه او د اصولو خلاف بولي. دغه شورا وايي، په راتلونکي کې چې «افغانستان قانوني نظام ولري» دغه ټول قراردادونه به لغوه شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وږي۹ مه) د شپږ میلیارد او ۵۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوو لویو کانونو د استخراج تړون له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړ.

د ملي مقاومت شورا، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بهر کې جوړه شوه، د دغو تړونونو د لاسلیکولو په غبرګون کې وویل طالبانو دغه تړونونه د سیمې او نړۍ د هیوادونو د رضایت د ترلاسه کولو او د «عامه او ملي شتمنیو د لوټلو» په موخه لاسلیک کړي دي.

دغې شورا ویلي، د افغانستان کانونه د خلکو ملي شتمني ده او په اړه یې تصمیمونه د مشروع او ولسواک نظام صلاحیت دی.

د مقاومت ملي شورا طالبان یوه «ترهګره ډله» بللې او ټینګار یې کړی، چې طالبانو د یوې دسیسې له مخې د هېواد او خلکو پر سرنوشت واکمنه شوې ده او هیڅ شرعي، حقوقي او قانوني اساس نه لري.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا ټینګار کړی چې د دغو تړونونو لاسلیکول «ناقانونه او د افغانانو د ملي ګټو خلاف» پریکړه ده.

دغې شورا قراردادي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې د نامشروع نظام سره د قراردادونو لاسلیکول نا اعتباره دي او د وضعیت په بدلون سره به دغه قراردادونه نه یوازې دا چې قانوني اعتبار ونه لري، بلکې له قراردادیانو سره به قانوني چلند هم وشي.

د طالبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور وايي؛دغه قراردادونه کولی شي افغانستان په ځان بسیا کړي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سوداګري بیا پیل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۰ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ رییس د دغه ولایت له لارې له تاجکستان سره د افغانستان د سرحدي سوداګرۍ او ټرانزیټي لارو د پرانیستو خبره کوي. په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې دا لارې او سوداګري بنده شوې وه.

معزالدین احمدي وايي، د شنبې په ورځ د بدخشان اشکاشم، شغنان، نسۍ، میمۍ او خواهان ولسوالو ارتباطي پلونه او ټرانزیټي لارې د تاجکستان له بدخشان سره رسما پرانیستل شوې.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې زیاته کړه، دې اقدام سره بیا د تاجکستان او افغانستان د بدخشانونو د سرحدي سیمو خلک یو بل سره سوداګري توکي تبادله کړل.

خواله رسنیو کې انځورونه هم ښيي چې طالب چارواکي د تاجکستان له ځايي چارواکو سره جرګه دي او هم د دواړو غاړو خلک پر یو بل توکي پلوري.

د تاجکستان د بدخشان ځايي چارواکو هم نن ویلي، چې د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان په امر نن بیا له افغانستان سره سرحدي سوداګري په خاروع، دروازه، ونج او اشکاشم سیمو کې پیل شوه.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د بدخشان والي علیشیر میرزانبات یوې سرحدي سیمې ته په تللو سره مشتریانو او د دواړو غاړو سوداګرو او مسوولینو ته پر اسانتیا برابرولو خبرې وکړې.

دوه کاله مخکې د طالبانو په بیا واکمنېدو پسې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ دا بازارونه هم تړلي وو.

د دې سوداګري پیلېدل او د ټرانزیټي لارو پرانیسته د طالبانو او د تاجکستان د حکومت ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره ښه مرغ بلل کېږي.

څو میاشتې مخکې د تاجکستان د بدخشان ولایت خاروغ ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوه پلاوي او هلته د افغان کونسلګرۍ د لیدلو او رغولو خبره هم کېده.

امرالله صالح د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او روسیې ترمنځ د رسمي اړیکو ادعا کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال د افغانستان د ملي مقاومت جبهی او روسیې ترمنځ د "رسمي او ښکاره اړیکو د پیلېدو" ادعا کوي. امرالله صالح روسیې ته د احمد مسعود سفر د رسمي اړیکو او د یو «یو مهم ګام او ستراتیژیک پرمختګ» په مانا بولي.

امرالله صالح وویل، روسي چارواکو له دې سره چې پوهیږي د مقاومت جبهې ستراتیژي وسلواله مبارزه ده د احمد مسعود یې هرکلی یې کړی.

ښاغلي صالح د شنبي په ورځ (د وږي یوولسمه) پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه یاددښت کې روسیې ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سفر «ښه هیله» بللې ده.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د دوشنبې په ورځ (د وږي شپږمه) مسکو ته د سفر په ترڅ کې د روسیې په پارلمان کې د عادل روس ګوند له مشر سرګي میرونوف سره وکتل.

ښاغلی مسعود د روسیې د پارلمان د مرستیال ښاغلي میرونوف په بلنه مسکو ته تللی و.

امرالله صالح دغې غونډې ته په اشارې سره په خپل یاددښت کې ليکلي دي:« د روسيې پارلمان د کرملين له سياستونو سره همدریځی دی او په دې کې شک نشته چې له حکومت سره له همغږۍ او د روسیې د پریکړې نیونې ادارې سره له هوکړې پرته د جبهې د مشر سفر وشي.

تر دې مخکې د روسیې یوه کارپوه اندري سرنکو هم په یوه تحلیل کې لیکلي وو، چې د روسیې په پارلمان کې د مسعود حضور د کرملین له اجازې پرته ممکن نه و.

مسکو ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د مشر له سفر وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۸ مه) په یوه خبري غونډه کې له سرګي میرونوف سره د ښاغلي مسعود د کتنې په اړه خبرې وکړې.

مېرمن زاخارووا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

امرالله صالح چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له مشرانو څخه دی، د هغه څه په اړه چې جبهه یې له روسیې سره «رسمي او ښکاره اړیکې» بولي نور معلومات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال یو ځل بیا پر امریکا نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «د دوحې د هوکړې پر بنسټ امریکا او ناټو هغه ناوړه سناریو عملي کړه چې زموږ ټولو هېوادوالو ترې کرکه کوله».

تر دې مخکې د عادل روسیې ګوند اعلان کړی و، چې په راتلونکو میاشتو کې به په مسکو کې د احمد مسعود په شتون کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره شي.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د حجامه او منوال تراپي کلینیک اته کارکوونکي د فحشا په تور نیولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۲ GMT+۱

په کابل کې سرچینې وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استخباراتو څانګې د یوه حجامه او منوال تراپي کلینیک د ۵ ښځینه کارکوونکو په ګډون ۸ کارمنان د بد لمنۍ په تور نیولي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا کسان لا هم په دغه وزارت کې ساتل شوي او کوم عدلي ارګان ته نه دي معرفي شوي.

دې سرچینو د شنبې په ورځ- د وږي ۱۱ـ زیاته کړه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کسانو تېره شنبه، نږدې اته ورځې وړاندې، پر دې کلېنیک چاپه واچوله او پنځه کارکوونکې او درې کارمنان یې بې له کوم ثبوت د فحشا په تور له ځان سره دغه وزارت ته ولېږدول.

ویل کېږي د اړوند حوزې جنايي او استخباراتي او د عوایدو څانګې کارمنان دغه کلېنک ته پخوا هم ورغلي، خو د چارو په هکله یې څه نه دي ورته ویلي.

د کابل ښار د لسمې حوزې په شهید اهنګرا څلور لارې کې دغه دودیز کلینیک پر حجامه او منوال تراپي سربېره فزیوتراپي یا د برقي مساج سهولت هم د خپلو مشتریانو لپاره درلود.

سرچینې وايي، دې کلېنیک له طالبانو بیا بیا غوښتي و چې د کار جواز ور کړي، خو هغوی ویل چې د دودیز طب لپاره کوم اصول او قانون نه لري، ځکه یې جواز هم نه ور کوي.

دا د دودیز یا یوناني طب په برخه کې د ښځو د فعالیت په مقابل کې د طالبانو لومړنی ګام دی، خو تر دې مخکې یې د سینګارتونونو په ګډون د ښځو اړوند نور کارونه هم تړلي دي.

طالبانو تېر ژمی د ښځو پوهنتونې زدکړې تر دویم امر بندې کړې او وروسته یې په موسسو او نورو دفترونو کې هم د دوی پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا بندیزونه په افغانستان او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دي، خو لا هم دې ډلې په دغه برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

د کانګرس غړی: د امریکا راتلونکي سرتېري اړ دي افغانستان ته ستانه او له ترهګرۍ سره وجنګېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، په افغانستان کې القاعده بیا د طالبانو د حکومت او له امریکا د پاتې شویو تجهیزاتو په مټ د «بن لادن خوب» رښتیا کول غواړي. مایک والټز زیاته کړې، امریکايي پوځیان مجبور دي په راتلونکي کې افغانستان ته بیا ستانه شي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د امریکا د کانګرس دغه غړي د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې په رانژدې کیدو سره د امریکا استخباراتي ټولنه یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې د بیا فعالیدوخبرداری ورکوي.

د مایک والټز په وینا، دا ځل القاعده د یوه حکومت (طالبانو) او له امریکا پاتې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په واک کې لري.

ښاغلي والټز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه څه چې دی او د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنۍ په غوسه کوي دا دي چې د بایډن اداره د دې پر ځای چې خپله تېروتنه ومني او د نه تکرارولو ژمنه یې وکړي، د دې کار ستاینه کوي. او «ستره بریا» یې ګني.

هغه په ​​افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنیو ته په اشارې سره وویل، ډول چلند د دوی په «زړونو کې د چاقو وهلو» په څېر دی.

مایک والټز وویل، چې د بایډن د ادعا برعکس «ترهګر» له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري او پر امریکا به برید وکړي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې لیکلي وو، چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د دغې ډلې په دولتي ادارو کې وده کړې ده.

د دغه راپور له مخې، القاعده له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې او د متقابلې همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

په تېر یو نیم کال کې که څه هم طالب چارواکو له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پر پرې کولو ټینګار کړی، خو د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.