• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کانګرس غړی: د امریکا راتلونکي سرتېري اړ دي افغانستان ته ستانه او له ترهګرۍ سره وجنګېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، په افغانستان کې القاعده بیا د طالبانو د حکومت او له امریکا د پاتې شویو تجهیزاتو په مټ د «بن لادن خوب» رښتیا کول غواړي. مایک والټز زیاته کړې، امریکايي پوځیان مجبور دي په راتلونکي کې افغانستان ته بیا ستانه شي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د امریکا د کانګرس دغه غړي د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې په رانژدې کیدو سره د امریکا استخباراتي ټولنه یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې د بیا فعالیدوخبرداری ورکوي.

د مایک والټز په وینا، دا ځل القاعده د یوه حکومت (طالبانو) او له امریکا پاتې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په واک کې لري.

ښاغلي والټز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه څه چې دی او د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنۍ په غوسه کوي دا دي چې د بایډن اداره د دې پر ځای چې خپله تېروتنه ومني او د نه تکرارولو ژمنه یې وکړي، د دې کار ستاینه کوي. او «ستره بریا» یې ګني.

هغه په ​​افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنیو ته په اشارې سره وویل، ډول چلند د دوی په «زړونو کې د چاقو وهلو» په څېر دی.

مایک والټز وویل، چې د بایډن د ادعا برعکس «ترهګر» له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري او پر امریکا به برید وکړي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې لیکلي وو، چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د دغې ډلې په دولتي ادارو کې وده کړې ده.

د دغه راپور له مخې، القاعده له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې او د متقابلې همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

په تېر یو نیم کال کې که څه هم طالب چارواکو له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پر پرې کولو ټینګار کړی، خو د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا وايي اوکرایني ځواکونو په سوېل کې "پام وړ پرمختګ" کړی دی

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د امریکا حکومت وايي، چې اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په سویل کې د روسیې د پوځ پر «ډېرو قوي پوستو» په خپلو بریدونو سره "پام وړ پرمختګ" کړی دی. په مقابل کې روسیه هم په جګړه کې د ځینې بریاوو ادعا کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، چې دغه لاسته راوړنې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په سویلي زاپوریژیا کې ترلاسه شوې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا هم سي اېن اېن ته ویلي، چې اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو «دا یوه سخته جګړه ده».

په ورته وخت کې روسیه ادعا کوي، چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د کوپیانسک ښار ته نږدې ستراتیژیکې لوړې یا ارتفاعات یې نیولي دي.

همدا راز روسیې په شمال ختیځ کې خپل ځواکونه راټول کړي چې د خارکیف په ختیځ کې چې اوکراین کومې سیمې ازادې کړې وې بیرته ونیسي.

د اونۍ په پیل کې، د اوکراین پوځ اعلان وکړ، چې په زاپوریژیا کې یې روبوتین کلی نیولی دی.

ایران: له افغانستان سره صفري نقطه کې ۵۰ سلنه پانګونه مشترکه ده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د ایران د سوېلي خراسان د ځانګړې اقتصادي سیمې د ادارې مشره وايي، د دغه هېواد او افغانستان په ګډه صفري نقطه کې ۵۰ سلنه پانګونه د دواړو ترمنځ ګډه یا مشترکه ده. د فرینا حسین زارغي په خبره، دې ځانګړې اقتصادي سیمې ته د بهرنیانو تګ هم ازاد دی.

میرمن زارعي د شنبې په ورځ- د وږي ۱۱- د سوېلي او شمالي خراسان ولایتونو له حکومتي او خصوصي ادارو مسوولانو سره په ګډه غونډه کې دا خبرې وکړې.

له بلې خوا په افغانستان د ایران تجارتي اتشه وايي، افغانستان یوازنی هېواد دی چې خپل ۹۰ سلنه وارداتي ضرورتونه له ګاونډیانو په تېره له ایران پوره کوي.

د ایران د صداو سیما د راپور له مخې، حسین روستايي دا د ایران هغو دریو ولایتونو ته د خپلو صادراتو د زیاتولو ښه چانس وباله چې له افغانستان سره پر پروله پراته دي.

حسین روستايي په امنیت، روڼتیا او د تعرفو د بیې په ثابت ساتلو کې د طالبانو هڅې ستايي.

ښاغلی روستايي وايي، افغانستان تېر لمریز کال یو میلیارد او اوه سوه میلیونه ډالر صادرات افغانستان ته درلودل او سږ کال دا صادرات دوه سلنه زیات شوي دي.

ایراني چارواکي د طالبانو له خولې وايي دغه هېواد د افغانستان وارداتو کې د ۲۷ سلنه ونډې لرلرو سره د دغه هېواد لومړنی سوداګریز شریک دی.

هند له سپوږمۍ وروسته د لمر څېړلو لپاره توغندی وتوغاوه

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۱

هند پر سپوږمۍ د خپلې ستوربېړۍ تر کېنولو وروسته د شنبې په ورځ د لمر څېړلو لپاره توغندی وتوغاوه. دا اول ځل دی چې هند خپل لمري یا شمسي ماموریت پیلوي او د دې ستوري مطالعې ته مخه کوي. هندي ساینسپوهانو د دې توغندي توغول بریالي بللي.

لمر ته د توغندي توغولو سیمې ته نږدې په زرګونو خلک غونډ شوي وو.

د هند تشیالي ادارې وېبپاڼې دا پرمختیا په ژوندۍ بڼه خپروله چې له اته لکه شپېتو زرو ډېرو کسانو لیدله.

هند دې توغندي سره د هغو لمري بادونو مطالعه کول غواړي چې په ځمکه کې ګډوډي رامنځته کوي او معمولا د قطبي شفقونو په توګه لیدل کیږي.

د ادیتیا- اېل یو توغندي نوم له ادیتیا اخیستل شوی چې په هندو مذهب کې د لمر خدای ته وايي.

دا توغندی پر سپوږمۍ د هند د ستوربېړۍ له ناستې نږدې لس ورځې وروسته لمر ته توغول کېږي.

هند د سپوږمۍ پر سوېلي قطب د خپلې ستوربېړۍ په کېنولو سره روسیې ته ماتې ور کړه او لومړنی هېواد شو چې تر دغه ځای ځان رسوي.

د هند لومړی وزیر نریندر مودي د هند تشایلياداره هڅوي چې د متحده ایالتونو او چین تر اغېز لاندې فضا کې لوی رول ولوبوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اېکس شبکه کې لیکلي، لمر ته د توغندي توغول د ښاغلي مودي د لرلید په لور لوی ګام دی.

ادیتیا- اېل یو په څلورو میاشتو کې د یو نیم میلیون واټن وهلو لپاره جوړ شوی دی. دغه ځای ته رسېدو سره به د لمر د پورتني اتومسپیر په ګډون د دې ستوري مختلفې برخې مطالعه کوي.

له کیف د واشنګټن ملاتړ ته د لاوروف کنایه؛ امریکا افغانستان کې څومره وخت کې موخو ته‌ ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه تصور چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره درلود، د اوکراین لپاره یې هم لري. سرگي لاوروف د کنایې په بڼه وویل:«وګورئ په عراق او افغانستان کې څومره وخت ولګېد، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

امریکایي چارواکو تل ویلي، متحده ایالات تر هغې چې اړتیا وي په اوکراین کې به د روسیې سره په جګړه کې له کي‌یف سره مرسته کوي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره بودجه زیاته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) د مسکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: له اوکراینه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه نظرونه سره شریک شوي دي.


د برېکس د غړیو هېوادونو ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا ) ناسته د سه شنبې په ورځ د زمري په یودېرشمه نېټه د سویلي افریقا په جوهانسبرگ ښار کې جوړه شوه.
سرگئي لاوروف چې په دغې ناسته کې برخه لرله وویل: «د برېکس په سرمشریزه کې له ما وپوښتل شول، ایا فکر کوې چې [امریکا] به تر کله له اوکراینه دفاع ته دوام ورکړي، چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي شي؟»


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په ځواب کې یې ورته ویلي و: «نه شم کولای وړاندوینه یې وکړم؛ خو په تاریخ کې داسې بېلګې شته. تاسې وګورئ په عراق او افغانستان کې یې څومره وخت واخیست، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»
سرګي لاوروف وایي، د برېکس غړیو هېوادونو ته یې ویلي: «فکر کوم ستاسو لپاره به سم ځواب همدا وي.»

هغه دارنګه ویلي، چې وړاندوینې ناشونې دي. د هغه په خبره، «دا د ځمکې څرخېدل نه دي، چې له نجومي قوانینو پيروي وکړي؛ بلکې دا په تاریخ کې د خلکو د رول سره تړلې ده.»

بلخ کې سرچینې: د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ۶ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست شپږ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي دي. سرچینې وایي، چې دغه کسان د یوې ښادۍ پرمهال د موسیقۍ د اورېدو او غږولو په تور نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي احکامو له مخې موسیقي منعه اعلان کړې.
تېره اونۍ هم د لغمان ولایت په اړونده یوه سیمه کې کله چې د واده د موټرو په کاروان د موسیقۍ غږولو په غبرګون طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې وې، له امله یو تن لاروی وژل شوی و.

څو اونۍ مخکې په بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د موسیقۍ الې سوځولې او له منځه وړې وې، چې د افغان هنرمندانو سختې نیوکې یې راپارولې وې.

100%


له دې سره تېره میاشت د کابل ځینو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د دغه وزارت محتسبین په ښار کې د خلکو ګرځنده ټلیفونونه ګوري چې سندرې په کې نه وي او مېموري کارټونه یې هم اخلي.