• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا وايي اوکرایني ځواکونو په سوېل کې "پام وړ پرمختګ" کړی دی

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د امریکا حکومت وايي، چې اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په سویل کې د روسیې د پوځ پر «ډېرو قوي پوستو» په خپلو بریدونو سره "پام وړ پرمختګ" کړی دی. په مقابل کې روسیه هم په جګړه کې د ځینې بریاوو ادعا کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، چې دغه لاسته راوړنې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په سویلي زاپوریژیا کې ترلاسه شوې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا هم سي اېن اېن ته ویلي، چې اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو «دا یوه سخته جګړه ده».

په ورته وخت کې روسیه ادعا کوي، چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د کوپیانسک ښار ته نږدې ستراتیژیکې لوړې یا ارتفاعات یې نیولي دي.

همدا راز روسیې په شمال ختیځ کې خپل ځواکونه راټول کړي چې د خارکیف په ختیځ کې چې اوکراین کومې سیمې ازادې کړې وې بیرته ونیسي.

د اونۍ په پیل کې، د اوکراین پوځ اعلان وکړ، چې په زاپوریژیا کې یې روبوتین کلی نیولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

هند له سپوږمۍ وروسته د لمر څېړلو لپاره توغندی وتوغاوه

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۱

هند پر سپوږمۍ د خپلې ستوربېړۍ تر کېنولو وروسته د شنبې په ورځ د لمر څېړلو لپاره توغندی وتوغاوه. دا اول ځل دی چې هند خپل لمري یا شمسي ماموریت پیلوي او د دې ستوري مطالعې ته مخه کوي. هندي ساینسپوهانو د دې توغندي توغول بریالي بللي.

لمر ته د توغندي توغولو سیمې ته نږدې په زرګونو خلک غونډ شوي وو.

د هند تشیالي ادارې وېبپاڼې دا پرمختیا په ژوندۍ بڼه خپروله چې له اته لکه شپېتو زرو ډېرو کسانو لیدله.

هند دې توغندي سره د هغو لمري بادونو مطالعه کول غواړي چې په ځمکه کې ګډوډي رامنځته کوي او معمولا د قطبي شفقونو په توګه لیدل کیږي.

د ادیتیا- اېل یو توغندي نوم له ادیتیا اخیستل شوی چې په هندو مذهب کې د لمر خدای ته وايي.

دا توغندی پر سپوږمۍ د هند د ستوربېړۍ له ناستې نږدې لس ورځې وروسته لمر ته توغول کېږي.

هند د سپوږمۍ پر سوېلي قطب د خپلې ستوربېړۍ په کېنولو سره روسیې ته ماتې ور کړه او لومړنی هېواد شو چې تر دغه ځای ځان رسوي.

د هند لومړی وزیر نریندر مودي د هند تشایلياداره هڅوي چې د متحده ایالتونو او چین تر اغېز لاندې فضا کې لوی رول ولوبوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اېکس شبکه کې لیکلي، لمر ته د توغندي توغول د ښاغلي مودي د لرلید په لور لوی ګام دی.

ادیتیا- اېل یو په څلورو میاشتو کې د یو نیم میلیون واټن وهلو لپاره جوړ شوی دی. دغه ځای ته رسېدو سره به د لمر د پورتني اتومسپیر په ګډون د دې ستوري مختلفې برخې مطالعه کوي.

له کیف د واشنګټن ملاتړ ته د لاوروف کنایه؛ امریکا افغانستان کې څومره وخت کې موخو ته‌ ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه تصور چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره درلود، د اوکراین لپاره یې هم لري. سرگي لاوروف د کنایې په بڼه وویل:«وګورئ په عراق او افغانستان کې څومره وخت ولګېد، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

امریکایي چارواکو تل ویلي، متحده ایالات تر هغې چې اړتیا وي په اوکراین کې به د روسیې سره په جګړه کې له کي‌یف سره مرسته کوي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره بودجه زیاته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) د مسکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: له اوکراینه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه نظرونه سره شریک شوي دي.


د برېکس د غړیو هېوادونو ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا ) ناسته د سه شنبې په ورځ د زمري په یودېرشمه نېټه د سویلي افریقا په جوهانسبرگ ښار کې جوړه شوه.
سرگئي لاوروف چې په دغې ناسته کې برخه لرله وویل: «د برېکس په سرمشریزه کې له ما وپوښتل شول، ایا فکر کوې چې [امریکا] به تر کله له اوکراینه دفاع ته دوام ورکړي، چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي شي؟»


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په ځواب کې یې ورته ویلي و: «نه شم کولای وړاندوینه یې وکړم؛ خو په تاریخ کې داسې بېلګې شته. تاسې وګورئ په عراق او افغانستان کې یې څومره وخت واخیست، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»
سرګي لاوروف وایي، د برېکس غړیو هېوادونو ته یې ویلي: «فکر کوم ستاسو لپاره به سم ځواب همدا وي.»

هغه دارنګه ویلي، چې وړاندوینې ناشونې دي. د هغه په خبره، «دا د ځمکې څرخېدل نه دي، چې له نجومي قوانینو پيروي وکړي؛ بلکې دا په تاریخ کې د خلکو د رول سره تړلې ده.»

پوتین: روسیه نه ماتېدونکې ده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) د هغه هېواد یو شمېر زده‌کوونکو سره د لېدنې پر مهال وویل روسیه ماتې نه خوري. ولادیمیر پوتین ادعا وکړه، د هغه لید لوري له مخې چې د دغه هېواد خلک یې لري د روسیې ماتې ناشونې ده.

هغه وویل: «زه په دې پوهېږم چې څنګه موږ په سترې هېوادنۍ جګړې کې بریالي شو، موږ ماتې نه خورو او اوس هم په دې باور یم، چې موږ به هېڅکله هم ماتې و نه خورو.»
روسیه په دویمې نړۍوالې جګړې کې د جرمني د نازیانو پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد بري ته «ستره هېوادنۍ جګړه» وایي.

روسیې تر دې وړاندې ویلي و، چې له ۲۷ میلیونو زیات شوروي وګړي په دویمه نړۍواله جګړه کې وژل شوي وو.

ولادیمیر پوتین تېره ورځ په خپله وینا کې زده‌کوونکو ته چې د هېواد پالنې روحیې د پياوړتیا په موخه په ښوونځيو کې غونډې جوړې شوې وې، د خپلې نیا کیسه وکړه، چې د هغه په وینا په دویمه نړۍواله جګړه کې د نازیانو په یوې ګولۍ وژل شوې وه.

د روسیې ولسمشر د نوي ښوونیز کال د پيل په غونډه کې زده‌کونکو ته وویل: «موږ څنګه کولای شو له دغې پېښې درس وانخلو؟»
نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د روسیې او اوکراین تر منځ لا هم جګړه روانه ده او امریکا او لویدیځ‌وال د ‌‌‌‌‌‌ډول، ‌‌‌‌‌‌ډول وسلو او مهماتو په استولو سره له کي‌یف نه ملاتړ کوي.

روسي پوځونو د ۱۴۰۰ کال د کب په پنځمه نېټه د ولادیمیر پوتین په سپارښتنه پر اوکراین پراخه برید پيل کړ.

بریتانیا په هوټلونو کې ۱۰۰ بې سرپرسته پناه غوښتونکي ماشومان په 'ناقانونه توګه' ساتلي دي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وروستیو اونیو کې تر سلو زیات بې سرپرسته ماشومان په هوټلونو کې ساتلي دي. د دغه هېواد سترې محکمې د یوه حکم له مخې دا عمل نا قانونه بللی دی. د بشري حقونو سازمانونو هم په هوټلونو کې د دوی اوږدمهاله ساتل غندلي دي.

دغو بنسټونو ویلي، تر دې وړاندې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو ساتل د شاوخوا دوه سوه ماشومانو د ورکېدو لامل شوي دي.

په بریتانیا کې د کنټ ښار شورا ویلي، چې د څو اونیو لپاره په هوټلونو کې د ماشومانو د ساتلو یو لامل دا دی چې دې هېواد ته له راغلو ماشومانو سره ژر بلدېدلی یا اشنا کېدلی نه شي.

دا شورا د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، د هغو ماشومانو مسوولیت په غاړه لري چې په وړو کښتیو کې د کنټ سواحلو ته راځي.

د کنټ شورا ویلي چې هڅه کوي چې خپل قانوني مسوولیت هم د بریتانیا او هم د پناه غوښتونکو ماشومانو پر وړاندې ترسره کړي.

له دې سره، د بریتانیا سترې محکمې د کورنیو چارو وزارت او د کنټ شورا دواړه «ماشومانو ته په پاملرنه کې په پاتې راتللو» تورن کړي دي.

په ورته وخت کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د ساتنې په اړه یوه قضیه په ستره محکمې کې روانه ده. د دې قضیې بله غونډه به د سپټمبر په ۱۵مه نېټه وشي.

محکمې په خپله تېره غونډې کې پرېکړه کړې وه، چې په هوټلونو کې د ماشومانو ساتل ناقانونه دی. محکمې تېره اونۍ دا پریکړه هم وکړه چې د کنټ ښار شورا د مهاجرو ماشومانو سره په چلند کې ناقانونه عمل کړی.

پوتین د اوکراین د هغو سیمو د پراختیا لپاره ۲۰ میلیارده ډالر لګوي چې له روسیې سره یوځای شوې

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ویلي، په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د هغو څلورو سیمو د پراختیا لپاره شل میلیارده ډالر ولګوي چې روسیې تېر کال له خپلې خاورې سره له اوکراین یو ځای کړې. مسکو پر دې سیمو پوره کنټرول نه لري. اوکراین دا سیمي اشغال شوې ګني.

د تېر کال د سپټمبر په پای کې چې اوکراین د جګړې په اوج کې و، کریملین په یو اړخیزه توګه د اوکراین په ختیځ کې لوهانسک او دونڅک او په جنوب کې یې زاپوریژیا او خرسون د روسیې د خاورې برخه اعلان کړې.

دغه څلور سیمې په ټولپوښتنه کې، چې اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو وغندله، له روسیې سره یو ځای شي.

خو د مسکو له څو نږدې متحدینو پرته بل هیڅ هېواد له روسیې سره د دغو سیمو یو ځای کیدل په رسمیت نه دي پېژندلي او د اوکراین ترڅنګ د ملګرو ملتونو درې پر څلورمه برخه غړو هېوادونو د مسکو دغه اقدام غندلی دی.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې، د یوې ټولپوښتنې د پایلو له اعلان وروسته، مسکو کریمیا ټاپو له روسیې سره یو ځای کړ.

د ۲۰۲۲میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ مه، مسکو د «ځانګړو عملیاتو» په نوم پر اوکراین پراخ بریدونه پیل کړل او له دې جګړې چې نږدې دوه کاله تېریږي، د اوکراین لهختیځو او سیویلي سیمو پرته، په نورو سیمو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي.

پر دې سربیره، په تېر یوه کال کې د روسیې پوځی ځواکونو له ځینو سیمو شاتګ کړی او اوس د مشهور ښار بښموت د کنټرول لپاره جګړه روانه ده.