• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او روسیې ترمنځ د رسمي اړیکو ادعا کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال د افغانستان د ملي مقاومت جبهی او روسیې ترمنځ د "رسمي او ښکاره اړیکو د پیلېدو" ادعا کوي. امرالله صالح روسیې ته د احمد مسعود سفر د رسمي اړیکو او د یو «یو مهم ګام او ستراتیژیک پرمختګ» په مانا بولي.

امرالله صالح وویل، روسي چارواکو له دې سره چې پوهیږي د مقاومت جبهې ستراتیژي وسلواله مبارزه ده د احمد مسعود یې هرکلی یې کړی.

ښاغلي صالح د شنبي په ورځ (د وږي یوولسمه) پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه یاددښت کې روسیې ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سفر «ښه هیله» بللې ده.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د دوشنبې په ورځ (د وږي شپږمه) مسکو ته د سفر په ترڅ کې د روسیې په پارلمان کې د عادل روس ګوند له مشر سرګي میرونوف سره وکتل.

ښاغلی مسعود د روسیې د پارلمان د مرستیال ښاغلي میرونوف په بلنه مسکو ته تللی و.

امرالله صالح دغې غونډې ته په اشارې سره په خپل یاددښت کې ليکلي دي:« د روسيې پارلمان د کرملين له سياستونو سره همدریځی دی او په دې کې شک نشته چې له حکومت سره له همغږۍ او د روسیې د پریکړې نیونې ادارې سره له هوکړې پرته د جبهې د مشر سفر وشي.

تر دې مخکې د روسیې یوه کارپوه اندري سرنکو هم په یوه تحلیل کې لیکلي وو، چې د روسیې په پارلمان کې د مسعود حضور د کرملین له اجازې پرته ممکن نه و.

مسکو ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د مشر له سفر وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۸ مه) په یوه خبري غونډه کې له سرګي میرونوف سره د ښاغلي مسعود د کتنې په اړه خبرې وکړې.

مېرمن زاخارووا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

امرالله صالح چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له مشرانو څخه دی، د هغه څه په اړه چې جبهه یې له روسیې سره «رسمي او ښکاره اړیکې» بولي نور معلومات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال یو ځل بیا پر امریکا نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «د دوحې د هوکړې پر بنسټ امریکا او ناټو هغه ناوړه سناریو عملي کړه چې زموږ ټولو هېوادوالو ترې کرکه کوله».

تر دې مخکې د عادل روسیې ګوند اعلان کړی و، چې په راتلونکو میاشتو کې به په مسکو کې د احمد مسعود په شتون کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په کابل کې د حجامه او منوال تراپي کلینیک اته کارکوونکي د فحشا په تور نیولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۲ GMT+۱

په کابل کې سرچینې وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استخباراتو څانګې د یوه حجامه او منوال تراپي کلینیک د ۵ ښځینه کارکوونکو په ګډون ۸ کارمنان د بد لمنۍ په تور نیولي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا کسان لا هم په دغه وزارت کې ساتل شوي او کوم عدلي ارګان ته نه دي معرفي شوي.

دې سرچینو د شنبې په ورځ- د وږي ۱۱ـ زیاته کړه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو کسانو تېره شنبه، نږدې اته ورځې وړاندې، پر دې کلېنیک چاپه واچوله او پنځه کارکوونکې او درې کارمنان یې بې له کوم ثبوت د فحشا په تور له ځان سره دغه وزارت ته ولېږدول.

ویل کېږي د اړوند حوزې جنايي او استخباراتي او د عوایدو څانګې کارمنان دغه کلېنک ته پخوا هم ورغلي، خو د چارو په هکله یې څه نه دي ورته ویلي.

د کابل ښار د لسمې حوزې په شهید اهنګرا څلور لارې کې دغه دودیز کلینیک پر حجامه او منوال تراپي سربېره فزیوتراپي یا د برقي مساج سهولت هم د خپلو مشتریانو لپاره درلود.

سرچینې وايي، دې کلېنیک له طالبانو بیا بیا غوښتي و چې د کار جواز ور کړي، خو هغوی ویل چې د دودیز طب لپاره کوم اصول او قانون نه لري، ځکه یې جواز هم نه ور کوي.

دا د دودیز یا یوناني طب په برخه کې د ښځو د فعالیت په مقابل کې د طالبانو لومړنی ګام دی، خو تر دې مخکې یې د سینګارتونونو په ګډون د ښځو اړوند نور کارونه هم تړلي دي.

طالبانو تېر ژمی د ښځو پوهنتونې زدکړې تر دویم امر بندې کړې او وروسته یې په موسسو او نورو دفترونو کې هم د دوی پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا بندیزونه په افغانستان او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دي، خو لا هم دې ډلې په دغه برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

د کانګرس غړی: د امریکا راتلونکي سرتېري اړ دي افغانستان ته ستانه او له ترهګرۍ سره وجنګېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، په افغانستان کې القاعده بیا د طالبانو د حکومت او له امریکا د پاتې شویو تجهیزاتو په مټ د «بن لادن خوب» رښتیا کول غواړي. مایک والټز زیاته کړې، امریکايي پوځیان مجبور دي په راتلونکي کې افغانستان ته بیا ستانه شي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د امریکا د کانګرس دغه غړي د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې په رانژدې کیدو سره د امریکا استخباراتي ټولنه یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې د بیا فعالیدوخبرداری ورکوي.

د مایک والټز په وینا، دا ځل القاعده د یوه حکومت (طالبانو) او له امریکا پاتې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په واک کې لري.

ښاغلي والټز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه څه چې دی او د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنۍ په غوسه کوي دا دي چې د بایډن اداره د دې پر ځای چې خپله تېروتنه ومني او د نه تکرارولو ژمنه یې وکړي، د دې کار ستاینه کوي. او «ستره بریا» یې ګني.

هغه په ​​افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنیو ته په اشارې سره وویل، ډول چلند د دوی په «زړونو کې د چاقو وهلو» په څېر دی.

مایک والټز وویل، چې د بایډن د ادعا برعکس «ترهګر» له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري او پر امریکا به برید وکړي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې لیکلي وو، چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د دغې ډلې په دولتي ادارو کې وده کړې ده.

د دغه راپور له مخې، القاعده له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې او د متقابلې همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

په تېر یو نیم کال کې که څه هم طالب چارواکو له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پر پرې کولو ټینګار کړی، خو د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

ایران: له افغانستان سره صفري نقطه کې ۵۰ سلنه پانګونه مشترکه ده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د ایران د سوېلي خراسان د ځانګړې اقتصادي سیمې د ادارې مشره وايي، د دغه هېواد او افغانستان په ګډه صفري نقطه کې ۵۰ سلنه پانګونه د دواړو ترمنځ ګډه یا مشترکه ده. د فرینا حسین زارغي په خبره، دې ځانګړې اقتصادي سیمې ته د بهرنیانو تګ هم ازاد دی.

میرمن زارعي د شنبې په ورځ- د وږي ۱۱- د سوېلي او شمالي خراسان ولایتونو له حکومتي او خصوصي ادارو مسوولانو سره په ګډه غونډه کې دا خبرې وکړې.

له بلې خوا په افغانستان د ایران تجارتي اتشه وايي، افغانستان یوازنی هېواد دی چې خپل ۹۰ سلنه وارداتي ضرورتونه له ګاونډیانو په تېره له ایران پوره کوي.

د ایران د صداو سیما د راپور له مخې، حسین روستايي دا د ایران هغو دریو ولایتونو ته د خپلو صادراتو د زیاتولو ښه چانس وباله چې له افغانستان سره پر پروله پراته دي.

حسین روستايي په امنیت، روڼتیا او د تعرفو د بیې په ثابت ساتلو کې د طالبانو هڅې ستايي.

ښاغلی روستايي وايي، افغانستان تېر لمریز کال یو میلیارد او اوه سوه میلیونه ډالر صادرات افغانستان ته درلودل او سږ کال دا صادرات دوه سلنه زیات شوي دي.

ایراني چارواکي د طالبانو له خولې وايي دغه هېواد د افغانستان وارداتو کې د ۲۷ سلنه ونډې لرلرو سره د دغه هېواد لومړنی سوداګریز شریک دی.

له کیف د واشنګټن ملاتړ ته د لاوروف کنایه؛ امریکا افغانستان کې څومره وخت کې موخو ته‌ ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه تصور چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره درلود، د اوکراین لپاره یې هم لري. سرگي لاوروف د کنایې په بڼه وویل:«وګورئ په عراق او افغانستان کې څومره وخت ولګېد، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

امریکایي چارواکو تل ویلي، متحده ایالات تر هغې چې اړتیا وي په اوکراین کې به د روسیې سره په جګړه کې له کي‌یف سره مرسته کوي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره بودجه زیاته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) د مسکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: له اوکراینه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه نظرونه سره شریک شوي دي.


د برېکس د غړیو هېوادونو ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا ) ناسته د سه شنبې په ورځ د زمري په یودېرشمه نېټه د سویلي افریقا په جوهانسبرگ ښار کې جوړه شوه.
سرگئي لاوروف چې په دغې ناسته کې برخه لرله وویل: «د برېکس په سرمشریزه کې له ما وپوښتل شول، ایا فکر کوې چې [امریکا] به تر کله له اوکراینه دفاع ته دوام ورکړي، چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي شي؟»


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په ځواب کې یې ورته ویلي و: «نه شم کولای وړاندوینه یې وکړم؛ خو په تاریخ کې داسې بېلګې شته. تاسې وګورئ په عراق او افغانستان کې یې څومره وخت واخیست، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»
سرګي لاوروف وایي، د برېکس غړیو هېوادونو ته یې ویلي: «فکر کوم ستاسو لپاره به سم ځواب همدا وي.»

هغه دارنګه ویلي، چې وړاندوینې ناشونې دي. د هغه په خبره، «دا د ځمکې څرخېدل نه دي، چې له نجومي قوانینو پيروي وکړي؛ بلکې دا په تاریخ کې د خلکو د رول سره تړلې ده.»

بلخ کې سرچینې: د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ۶ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست شپږ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي دي. سرچینې وایي، چې دغه کسان د یوې ښادۍ پرمهال د موسیقۍ د اورېدو او غږولو په تور نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي احکامو له مخې موسیقي منعه اعلان کړې.
تېره اونۍ هم د لغمان ولایت په اړونده یوه سیمه کې کله چې د واده د موټرو په کاروان د موسیقۍ غږولو په غبرګون طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې وې، له امله یو تن لاروی وژل شوی و.

څو اونۍ مخکې په بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د موسیقۍ الې سوځولې او له منځه وړې وې، چې د افغان هنرمندانو سختې نیوکې یې راپارولې وې.

100%


له دې سره تېره میاشت د کابل ځینو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د دغه وزارت محتسبین په ښار کې د خلکو ګرځنده ټلیفونونه ګوري چې سندرې په کې نه وي او مېموري کارټونه یې هم اخلي.