• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب درېیمه ورځ روانه ده

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب په داسې حال کې درېیمې ورځې ته داخل شوی، چې تر اوسه الماني سیاستوالو او نړۍوالو سازمانونو د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دغو ښځینه فعالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د «جنیستي تبعیض» د په رسیمت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

یادې اعتصاب کوونکې مېرمنې د دولسو ورځو لپاره د تېرې جمعې ورځ (د وږي ۱۰مه) راهیسې د جرمني په کولن ښار کې په یوه خېمه کې د اعتصاب په دود ناستې دي.

تمنا زریاب پریانۍ چې د دغو ښځینه لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ افغان مېرمنې په تېرو دوو کلونو کې د طالب جنګیالیو له خوا شکنجه شوي او د جنسیت له امله له بشري حقونو بې برخې شوې دي.

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې "جنسي تبعیض" موجود دی او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه جرمني باید په افغانستان کې د طالبانو جنسي تبعیض په رسمیت وپېژني.

اغلې پریاني همداراز ټینګار وکړ، چې د جرمني حکومت باید له طالبانو سره هر ډول تعامل څخه مخنیوی وکړي.

د مالي مرستو بندول او د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو بندول د دغو ښځو له نورو غوښتنو څخه دي.

تر اوسه د جرمني حکومت او د ملګرو ملتونو هېڅ یوه چارواکي په جرمني کې د دغو افغان مېرمنو د اعتصاب په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسېدو را وروسته دغې ډلې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو زده کړې او کار بند کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: حیرتان ګمرک په څلورو میاشتو کې څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید درلود

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د حیرتان ګمرک مشر وايي، د سږ کال اولو ۴ میاشتو کې دغه ګمرک څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید ټول کړی دی. طالبان وايي، په دغه موده کې تر پنځوس زرو ډېرې وارداتي او صادراتي جوپې د دغه ګمرک له لارې له ازبکستان سره تبادله شوې دي.

باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د وږي پر ۱۲ د حیرتان ګمرک د مشر موسا کلیم مجاهد زاده له قوله لیکلي: « ۱۰۷۴ صادراتي جوپې له افغانستانه ازبکستان او ۵۰ زره وارداتي جوپې له دغه هېواد افغانستان ته صادرې شوې دي.»

ازبکستان هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پراخ اقتصادي روابط ور سره لري.

تېره اونۍ د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف افغانستان ته په سفر کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

تاجکستان هم پرون په بدخشان کې له افغانستان سره خپله سرحدي سوداګري او ټرانزېټ پیل کړ.

اول د کرونا او بیا په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې دا لارې او سوداګري بنده شوې وه.

د تاجکستان په بدخشان کې ځايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان په امر له افغانستان سره سرحدي سوداګري پیل او ټرانزیټي لارې پرانیستل شوې.

د روسیې امنیت شورا: د روان کال له پیله مو ۲۸۰ زره نوي سرتېري جذب کړي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا ویلي، چې د روان عیسوي کال له پیل راهیسې یې د روسیې په پوځ کې نېږدې ۲۸۰ زره نوي سرتېري جذب کړي دي او دا پروسه لا روانه ده.

تاس خبري اژانس په یوه خبر کې د روسیې د ملي امنیت شورا د رییس دیمیتري مدودف په حواله ويلي، چې په دغو جلب او جذب شویو سرتېرو کې د روسیې د پوځ د احتیاط دورې غړي او نور رضاکاران شامل دی.

خبر زیاتوي، چې دغه پروسه لا هم روانه ده او زرګونه سرتېرو ته پوځي زده کړې ورکول شوي دي.

مدودف زیاتوي، چې زرګونو نورو رضاکارانو ثبت نام کړی دی، خو دا چې څومره نور سرتېرې به جلبوي په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په وروستیو شلو کلونو کې د روسیې په پوځ کې بې ساری جلب جذب ګڼل کیږي.

دا لومړی ځل دی، چې روسیه په خپلو پوځي لیکو کې د دومره پراخه جلب و جذب خبر ورکوي.

د ایران د قضایه قوې پلاوی د افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره کابل ته ځي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړی استازی د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره پر افغان بندیانو غږېدلی. حسن کاظمي قمي ویلي، ایران کې د افغان بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره د دغه هېواد د قضايه قوې یو پلاوی به کابل ته لاړ شي.

د طالبانو د بهرنیو چاور وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، دا پلاوی به له طالبانو سره پر خپله قضايي همکاري وغږېږي.

نوموړي خپل اېکس کې کابل ته د دې پلاوي د سفر د نېټې په هکله څه نه دي ویلي.

کابل ته د دغه پلاوي د سفر خبر په داسې مهال دی چې په ایران کې د بل هر هېواد تر وګړو د افغان بندیانو شمېر ډېر دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې عمومي رییس وايي، شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستیو اونیو کې طالبانو په ایران کې د لسګونو افغان بندیانو د خوشي کېدلو او افغانستان ته د ستنېدلو خبره کړې ده

د اوکراین دفاع وزارت: د روسیې ۲۲ بې پېلوټه الوتکې مو راغورځولې دي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د اوکراین دفاع وزارت د دغه هېواد د هوايي ځواک په حواله نن یکشنبه (د وږي ۱۲مه) ویلي، چې د روسیې ۲۲ ډرون الوتکې یې راغورځولې دي.

دفاع وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې زیاته کړې، چې د دوی هوايي دفاعي سیستم د اوکراین په جنوبي ښار اودیسې کې د روسیې له ۲۵ بې پېلوټه الوتکو څخه ۲۲ ویشتلي او راغورځولې یې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یادو روسي الوتکو د دانیوب سیند پر بندري تاسیساتو بریدونه کول، چې د دوی له خوا په نښه شوې او راغورځول شوې دي.

دوی په یادو پېښو کې د څلورو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

تر دا مهاله مسکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دانیوب د اوکراین د غلو دانو یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کیږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې اکثره ماشومان وږي ښوونځي ته ځي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۱ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په دغه هېواد کې ډېری زده کوونکي د بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ له امله وږي ښوونځي ته ځي.

د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې له ۱۰ کورنیو څخه ۹ یې کافي خواړه نه لري.

دغه سازمان په ویډیو کې زیاته کړه: "په تش نس زده کړه سخته ده."

په دې ویډیو کې د یوه ابتدايي ښوونځي زده کوونکې نجلۍ وویل: "زما پلار غریب دی او زموږ لپاره ډوډۍ نه شي اخیستلی، نو موږ پرته د سهار له ډوډۍ ښوونځي ته راځو."

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې فقر او لوږه په بې ساري ډول زیاته شوه او د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخامخ شو.

د طالبانو له خوا پر مېرمنو د کار او زده کړو بندیز لګولو سره د فقر او بیکارۍ بحران نور هم پراخ شو.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) وویل، چې دوی هر سهار د لومړنیو ښوونځیو ۷۰۰ زره هلکانو او نجونو ته بیسکیټ وېشي.

د دغو ښوونځیو یوه ښوونکي د خوراک نړۍوال پروګرام ته ویلي: "کله چې زده کونکي سهار راځي، دوی کمزوري او چپ ښکاري او نه شي کولی درس ته پام وکړي او پوښتنې ځواب کړي."

نوموړي زیاته کړه: "کله چې د ساتیرۍ وخت وي او زده کونکو ته بیسکیټ ورکړل شي، دوی خوشحاله او پیاوړي ښکاري."

په یوه ابتدايي ښوونځي کې یوې ښځینه زده کوونکې په ویډیو کې ویلي: "د بیسکیټو له خوړلو وروسته کولای شم د ښوونکي پوښتنو ته ښه ځواب ووایم."

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې ګڼو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د فقر له پراخېدو او د بشري مرستو له کمښته اندېښنه ښودلې ده.