• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۳ اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ افغانستان په ۸۹ منډو له بنګله دېش څخه ماتې وخوړه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د اسیا د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شوه.

بنګله دېش پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. دغې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره افغانستان ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه. افغانستان ټاکل شوي هدف ته ونه رسېد او له ماتې سره مخ شو.

دا لوبه نن د پاکستان د لاهور ښار په ۲۷ زره کسیز قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په ۴۴،۳ اورونو کې خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې وې او بنګله دېش ترې په ۸۹ منډو وګټله.

په لومړۍ پاڼۍ کې د بنګله دېش له لوري مهدي حسن او نجم الحسین شانتو په ترتیب سره ۱۱۲ او ۱۰۴ منډې وکړې. دغو دوو لوبغاړو د بنګله دېش لپاره د ټولو ۳۳۴ منډو له جملې ۲۱۶ منډې وکړې او د خپل هېواد په بریا کې یې ستر رول ولوباوه.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ په ۷۵ منډو او حشمت الله شهیدي ۵۱ منډو جوړولو سره تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدل.

د توپ وهنې په برخه کې د بنګله دیش له لوري تسکین احمد څلور او شریف الاسلام درې ویکټې واخیستې.

د دې لوبې پایله د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه او حیاتي وه، په ځانګړې توګه د بنګله دېش لپاره چې څو ورځې وړاندې یې په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه. دا د دوی لپاره یوازینی چانس پاتې و، چې وروستیو څلورو ټیمونو او اتلولۍ ته ورسي.

تر دا مهاله په دویم ګروپ کې د سریلانکا او افغانستان لوبډلو یوه - یوه لوبه کړې او بنګله دېش دوه لوبې کړي دي. د افغانستان راتلونکې لوبه به دوه ورځې وروسته په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په تېرې جولای میاشت کې پاکستان ته د افغانستان صادرات تر ۷۰ سلنې زیات کم شوي دي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د دولتي بانک د شمېرو له مخې؛ د روان کال په جولای کې له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۲،۷۹ سلنه ډېر شوي دي.

خو په ورته وخت کې په روانه میاشت کې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات ۷۶.۳۲ سلنه کم شوي دي.

د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستان د جولای په میاشت کې له افغانستان څخه څه د پاسه یو میلیون ډالر واردات کړي چې تېر کال شاوخوا څلور میلیونه ډالره وو.

د پاکستان د دولتي بانک "SBP" د شمېرو له مخې؛ د روان کال په جولای میاشت کې افغانستان ته ټولټال صادرات ۴۲.۱۷۳ میلیونه ډالره ښودل شوي وو. دا شمېره تېر کال (۲۰۲۲) شاوخوا ۳۱.۷۵۷ میلیونه ډالره وه.

سربېره پر دې؛ د پاکستان د دولتي بانک میاشتنۍ احصایې د صادراتو په مقدار کې بدلونونه ښیي، چې د جولای په میاشت کې صادرات د جون په پرتله شاوخوا 3.39٪ کمښت ښیي.

د روان کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان په صادراتو کې کموالی یوازې تر افغانستان پورې محدود نه و؛ بلکې په ټولیز ډول نورو هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۴.۵۵ سلنه کموالی ښيي چې په ټولیز ډول له ۲۲۱۷.۰۴۹ میلیون ډالرو څخه ۲۱۱۶.۰۳۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

له افغانستان څخه د پاکستان د وارداتو له کمېدو سره- سره د پاکستان د دولتي بانک میاشتنۍ احصایې ښيي، چې د روان کال په جولای میاشت کې په وارداتو کې سل په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو درې نور خبریالان له زندانه ازاد کړل

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر خپلې ایکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې طالبانو درې نور خبریالان له خپل زندانه ازاد کړي دي.

یاد مرکز نن یکشنبه ( د وږي ۱۲مه) ویلي، چې طالبانو په پکتیا کې د اریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې ازاد خبریال پرویز څرګند او په اروزګان کې د ملي تلویزون خبريال همدرد له زندانه خوشي کړل.

له دې وړاندې طالبانو پنځه نور خبریالان خوشې کړي وو، خو د هغوی د جرمونو په اړه یې څه نه وو ویلي.

د طالبانو استخباراتو یاد خبریالان په تېرې یوې میاشت کې په پرلپسې ډول نیولي، خو پر دوی د ورپورې تورونو او شکونو په اړه یې تر اوسه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل خوا په روانه میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د نیولو او شکنجې هېڅ داسې کومه پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

د یادونې وړ ده، چې لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان زنداني دي؛ مګر تر اوسه یې طالبانو د جرم په اړه څه نه دي ویلي.

د ارمنستان لومړی وزیر: د امنیت په برخه کې پر روسیه تکیه ستراتیژیکه تېروتنه وه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د ارمنستان لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد د امنیت خوندي کولو لپاره پر روسیه تکیه یا ور پورې تړاو «ستراتیژیکه تېروتنه وه.» نیکول پاشینیان وايي، روسیې د نګورنو قره باغ پر سر د ازربایجان د « یرغل» په مقابل کې د ارمنستان امنیت خوندي نه کړ.

د ښاغلي پاشینیان په خبره، مسکو نه دا چې د دوی غوښتنې پوره نه کړې بلکې په پراخه سیمه کې خپل نفوذ کموي.

نوموړي د ایټالیا له لا ریپبلیکا ورځپاڼې سره په مرکه کې دا خبرې کړې چې نن د وږي پر ۱۲ خپره شوه.

ښاغلی پاشینیان وایي، که څه هم روسیه له ارمنستان سره دفاعي تړون او پکې پوځي اډه لري، خو دا هېواد د روسیې پوره ملاتړی نه بولی، ځکه باوري دی چې مسکو د قفقاز پراخه سوېلي سیمه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه، دې ته په پام اوس ایروان له اروپایي ټولنې، متحده ایالتونو او د سیمې له نورو سره هېوادونو سره د نږدې اړیکو په هڅه کې دی.

نیکول پاشینیان وايي، له وسلو او مهمواتو نیولې د ارمنستان امنیتي جوړښت ۹۹.۹۹ په روسیه پورې تړلی و:«خو نن وینو چې د اوکراین د جګړې له امله روسیه پخپله وسلو او مهماتو ته اړتیا لري، په دغسې شرایطو کې دا د درک وړ ده چې که د روسیې فدراسیون و هم غواړي، بیا هم د ارمنستان امنیتي اړتیاوې پوره کولی نه شي.»

د نوموړي په خبره: «دا مثال روښانوي چې په امنیتي برخه کې پر یوه ملګري ډاډمنتیا یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ده.»

مسکو چې د ایروان او باکو ترمنځ د سولې هڅې کړې، لا یې د ښاغلي پاشینیان ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

نګورنو قره باغ په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي، خو تر یو لک شل زره اوسېدونکي یې ارمنان دي.

د ۱۹۹۰ کلونو په جګړه کې ارمنستان پرې ولکه وکړه، خو په ۲۰۲۰ کال کې یې بیا پر سره درنه جګړه ونښته چې باکو پکې ځینې سیمې بېرته ونیولې، اما د روسیې په منځګړتوب اوربند وشو.

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب درېیمه ورځ روانه ده

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب په داسې حال کې درېیمې ورځې ته داخل شوی، چې تر اوسه الماني سیاستوالو او نړۍوالو سازمانونو د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دغو ښځینه فعالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د «جنیستي تبعیض» د په رسیمت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

یادې اعتصاب کوونکې مېرمنې د دولسو ورځو لپاره د تېرې جمعې ورځ (د وږي ۱۰مه) راهیسې د جرمني په کولن ښار کې په یوه خېمه کې د اعتصاب په دود ناستې دي.

تمنا زریاب پریانۍ چې د دغو ښځینه لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ افغان مېرمنې په تېرو دوو کلونو کې د طالب جنګیالیو له خوا شکنجه شوي او د جنسیت له امله له بشري حقونو بې برخې شوې دي.

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې "جنسي تبعیض" موجود دی او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه جرمني باید په افغانستان کې د طالبانو جنسي تبعیض په رسمیت وپېژني.

اغلې پریاني همداراز ټینګار وکړ، چې د جرمني حکومت باید له طالبانو سره هر ډول تعامل څخه مخنیوی وکړي.

د مالي مرستو بندول او د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو بندول د دغو ښځو له نورو غوښتنو څخه دي.

تر اوسه د جرمني حکومت او د ملګرو ملتونو هېڅ یوه چارواکي په جرمني کې د دغو افغان مېرمنو د اعتصاب په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسېدو را وروسته دغې ډلې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو زده کړې او کار بند کړ.

طالبان: حیرتان ګمرک په څلورو میاشتو کې څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید درلود

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د حیرتان ګمرک مشر وايي، د سږ کال اولو ۴ میاشتو کې دغه ګمرک څلور نیم میلیارده افغانۍ عاید ټول کړی دی. طالبان وايي، په دغه موده کې تر پنځوس زرو ډېرې وارداتي او صادراتي جوپې د دغه ګمرک له لارې له ازبکستان سره تبادله شوې دي.

باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د وږي پر ۱۲ د حیرتان ګمرک د مشر موسا کلیم مجاهد زاده له قوله لیکلي: « ۱۰۷۴ صادراتي جوپې له افغانستانه ازبکستان او ۵۰ زره وارداتي جوپې له دغه هېواد افغانستان ته صادرې شوې دي.»

ازبکستان هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پراخ اقتصادي روابط ور سره لري.

تېره اونۍ د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف افغانستان ته په سفر کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

تاجکستان هم پرون په بدخشان کې له افغانستان سره خپله سرحدي سوداګري او ټرانزېټ پیل کړ.

اول د کرونا او بیا په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې دا لارې او سوداګري بنده شوې وه.

د تاجکستان په بدخشان کې ځايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان په امر له افغانستان سره سرحدي سوداګري پیل او ټرانزیټي لارې پرانیستل شوې.