اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن د سریلانکا پر وړاندې ولوبېږي

افغانستان د کرېکت اسیا کپ سیالیو په دوام نن سه شنبه په ورستي ګروپي پړاو کې د سریلانکا سره د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي. دغه دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت دوه بجې، د لاهور په قذافي لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې د بریا بخت وازمایي.