• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبغاړي د یو اېف سي ازادو سیالیو کې برازیلی سیال مات کړ

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت پرون د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د یو اېف سي سازمان په سیالیو کې خپل برازیلی سیال کلایډوسن روډریګز مات کړ. بشارت د یوه ځانګړي حرکت، سبمیشن، په کولو سره خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.

فرید بشارت څلورم افغان لوبغاړی دی چې د يو ایف سي قرارداد یې ترلاسه کړی دی.

دغه افغان لوبغاړی چې دا مهال په بریتانیا کې ژوند کوي، یوولس مسلکي لوبې یې کړې او ټولې یې ګټلې دي.

برازیلي کلایډوسن روډریګز بیا تر اوسه اته بریالۍ او دوه بایللې لوبې په خپل ریکارډ کې لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او بنګله دېش د فوټبال ملي لوبډلو د سیالۍ نېټه بدله شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د فوټبال فدراسیون د اعلان له مخې، د افغانستان او بنګه دېش د فوټبال ملي لوبډلې له ټاکلې مودې یوه ورځ مخکې د سېپټمبر په درېیمه د یوبل پر وړاندې لوبیږي.

تمه کېده، چې دغه دوه لوبډلې په دوو تدارکي سیالیو کې د سېپټمبر په ۴مه او ۷مه د یو بل پر وړاندې ولوبېږي؛ خو لومړۍ سیالي به یوه ورځ مخکې راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره شي.


د دغو دوو لوبډلو لومړۍ سیالي د دوشنبې په ورځ وه؛ خو اوس د یکشنبې په ورځ به دغه لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

دغه سیالي به د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو د بنګله دېش د «باشونډارا کېنګز» په لوبغالي کې ترسره شي.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دغو دوو لوبډلو د دویمې سیالۍ په اړه څه نه دي ویلي او دا هم روښانه نه ده، چې هغه سیالي به په ټاکلې نېټه( د سېپټمر ۷مه) ترسره شي که د دواړو لوبډلو د دویمې سیالۍ وخت به هم بدل شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اعلان شوي پروګرام له مخې، په بنګه دېش کې د دوو تدارکاتي سیالیو وروسته به فلیپین ته ولاړه شي، د سېپټمر په ۱۲مه به په مانیلا ښار کې د فلیپین په وړاندې په یوه دوستانه سیالۍ کې د لوبو ډګر ته ولاړه شي.

په اسيا جام کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لباس نوې بڼه

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به دوه ورځې وروسته او د یکشنبې په ورځ د اسیا جام په خپله لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش سره سیالي وکړي. د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو نن د دې سياليو لپاره د خپلو جامو انځورونه شریک کړي چې بدلون پکې راغلی دی.

افغانستان د اسیا جام کرېکټ سیالیو په دویم ګروپ کې له بنګله دېش او سریلانکا سره دی.

په لومړۍ ډله کې د پاکستان، هند او نیپال لوبډلې دي.

دغه جام کې شپږ ټيمونه په دوو ګروپونو کې سره لوبېږي.

د اسیا جام کریکټ سیالیو د ګروپ لومړي پړاو کې به د لوبډلو تر مینځ تر پایلوبي ۱۳ لوبې ترسره شي، چې څلور ګروپي مرحلې د پاکستان په ملتان او لاهور ښارونو کې او د اتلولۍ او وروستي پړاو نهه نورې سیالۍ به په سریلانکا کې وشي.

تر ننه دوه سیالۍ په دې ټورنمنټ کې شوې، چې د پاکستان او سریلانکا لوبډلو په ترتیب سره د نیپال او بنګلادیش لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د ګروپي پړاو لوبو مهال ویش دوام:

پاکستان – هند (شنبه سپټمبر ۲مه – سریلانکا)

افغانستان – بنګلادیش (یک‌شنبه د سپټمبر ۳مه – پاکستان)

هندوستان – نیپال (دوشنببه د سپټمبر ۴مه – سریلانکا)

افغانستان – سریلانکا (سه‌شنبه د سپټمبر ۵مه – پاکستان)

د افغانستان هاکي ملي لوبډله له اندونیزیا تر ماتې وروسته له هانګ کانګ سره لوبه لري

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۶ GMT+۱

د افغانستان هاکي ملي لوبډله نن په عمان کې د اسیا جام په سیالیو او نړیوال جام ته په لار موندلو کې له اندونیزیا سره مخ شوه، خو د ۲-۱۵ ګولونو په خوړلو سره یې درنه ماتې وخوړه. دا لوبډله سبا د لسم یا یوولسم مقام د خپلولو لپاره له هانک کانګ سره لوبه لري.

دغې لوبډلې څلور لوبې له ایران، اندونیزیا، هانګ کانګ او قزاقستان سره درلودې، خو ټولې یې بایللې دي.

د هاکي د اسيا اتلولیو سيالۍ چې نړیوال جام ته د غوراوي پړاو هم بلل کېږي، د عمان په صلاله ښار کې تر سره کېږي.

په دې سیالیو ګې افغان ملي لوبډلې پنځه لوبې کړې او ټولې يې بايللې دي.

په دغو پنځو لوبو کې دغې لوبډلې ۱۶ ګولونه کړي او ۷۲ ګولونه پرې شوي دی.

په دې ترتیب د ۵۶ ګولونو په توپیر سره د دې ټورنمنټ تر ټولو کمزوری ټیم دی.

په دې سياليو کې يوولسو اسيايي هېوادونوګډون کړی او افغانستان به سبا له هانګ کانګ سره مخامخ شي چې لسم او يوولسم مقام خپل کړي.

د افغانستان کرېکټ ښځینه لوبغاړې نړۍوالې ټولنې ته: د بیا لوبېدو لپاره له موږ سره مرسته وکړئ

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۷ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د بیا لوبېدو لپاره ورسره مرسته وکړي. د افغانستان د کرېکټ ۲۶ ښځینه لوبغاړې له خپلو کورنیو سره اوس‌مهال په اسټرالیا کې اوسېږي.

دوه کاله وړاندې، فیروزه امیري د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې ۱۸ کلنه لوبغاړې وه او د نړۍوالو لوبو لپاره چمتو وه؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د هغې په څېر په هېواد کې د نورو لسګونه زره نجونو نړۍ د تل لپاره بدله شوه.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره هم مهاله هغه او کورنۍ یې له افغانستانه ووتل.
امیري او کورنۍ یې لومړی پاکستان ته ولاړل او له هغه ځایه بیا اسټرالیا ته ولېږدول شول.

هغه چې اوس په نړۍوالو لوبو کې د خپل ځای ځایګي او لوبېدو په لټه کې ده، د افغانستان د کرېکټ چارواکو او د کرېکټ له نړۍوالې شورا غواړي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر زده‌کړو او ورزش لګېدلو بندیزونه سره، دوی ته د لوبو لپاره یو ځای ورکړي.
امیري اسوشېیتد پرېس ته د طالبانو بیا واکمنېدو ته په اشارې ویلي:« دغه ورځ ماته او د افغانستان ټولو نجونو ته توره ورځ وه، هغه ورځ چې زموږ هیلې یې مړې کړې او زموږ د څو کلونو کوښښونه یې له منځه یوړل.»

اغلې امیري چې په هرات ښار کې اوسېده، د هرات د سقوط کیسه داسې بیانوي: «کله چې هرات سقوط وکړ، موږ پرېکړه وکړه چې کابل ته ولاړ شو او یو بهرني سفارت ته ځانونه ورسوو. کله چې کابل ته ورسېدو، ومو لیدل چې ټول افغانستان طالبانو نیولی او ټول خلک هوایي ډګر ته ځغلي، چې هېواد پرېږدي او موږ هم همدا کار وکړ.»


په افغانستان کې یوازې لوبغاړې نجونې پر هغو د لګول شویو ستونزو له امله له کړاو سره نه دي مخامخې، بلکې د دغه هېواد هره مېرمن وایي چې نن سبا دوی ته خپل ټاټوبی په یو ستر زندان بدل شوی او له هغوی ټول حقه حقونه تروړل شوي دي،

دوی تل له نړۍوالې ټولنې غوښتي، پر طالبانو فشار راوړي چې خپل صادر شوي فرمانونه لغوه او دوی ته بېرته خپل حقونه ورکړي؛ خو طالبانو تل د لګول شویو بندیزونو ننګه کړې او هغه یې د اسلامي احکامو په رڼا کې روا عمل بللی دی.

اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان هاکي ملي لوبډلې په خپلې درېیمې او څلورمې لوبې کې هم ماتې وخوړه

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د افغانستان هاکي ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې او نړۍوال جام ته د لار موندنې لپاره، په خپلې دویمې او درېیمې لوبې کې هم ماتې وخوړه. افغانستان په درېیمه لوبه کې ۲-۱۲ د ایران په وړاندې او څلورمه لوبه کې ۲-۱۴ د اندونیزیا پر وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې ډله‌ییزې سیالۍ د عمان په صلاصې کې پای ته ورسېدې، دغې لوبډلې څلور لوبې وکړې او ټولې یې وبایللې، چې د امتیاز په نه درلودو د نوملړ په پای کې یانې پنځم مقام یې خپل کړ.


افغانستان خپلې ټولې څلور لوبې هانګ کانګ، قزاقستان، ایران او اندونیزیا ته وبایللې.


افغانستان په دغو څلورو سیالیو کې، څوارلس ګولونه وهلي، ۵۷ ګوله یې خوړلي او د منفي ۴۳ ګولونو په توپیر په نوملړ کې یې وروستی ځای خپل کړ.
په دغو سیالیو کې ایران په خپلو څلور لوبو کې څلور واړه ګټلي او د ۱۲ امتیازونو په لرلو لومړی مقام، قزاقستان په نهو امتیازونو دویم، اندونیزیا په شپږو امتیازونو درېیم او هانګ کانګ او افغانستان څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.