• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بایډن د سپتمبر ۱۱مې پېښې د تورنو کسانو د بښلو اړوند شرطونه رد کړل

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جو بایډن په ګوانتنامو جېل کې د ۵ بندیانو د بښلو اړوند شرطونه رد کړل چې د سبتمبر ۱۱مې بریدګرو سره د مرستې په تور نیول شوي دي. دې کسانو ته څارنوالانو وړاندیز کړی و چې په جرم د اعتراف او د عمر بند سزا منلو سره به له اعدام بچ شي.

د خالد شیح محمد په ګډون چې د سپټمبر یوولسمې بریدونو په پلانولو تورن دی دا پنځه کسان پر ۲۰۰۶ کال په کیوبا کې ګونتنامو جېل ته لېږدول شوي، خو تراوسه یې دوسیه ځنډېدلې او د محاکمې لپاره یې کوم وخت نه دی ټاکل شوی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په دې غوښتنو کې له فردي سلولونو د دوی اېستل او د هغو روغتیايي ستونزو درملول دي چې د تورنو کسانو په وینا د سي ای اې د پلټنو پر مهال ورته پیدا شوې دي.

دې تورنو کسانو له څارنوالانو سره خبرو کې د انصاف غوښتلو خبرې اترې په نوم ځینې نورې غوښتنې هم کړې وې چې د ګډ سیاست اصولو په نوم مشهورې دي، خو جو بایډن رد کړې.

د یوه بندي وکیل اې بي سي نیوز ته ویلي چې د ګډ سیاست اصولو پوره نوملړ نشي شریکولی چې د بایډن ادارې رد کړی دی، خو زیاته یې کړه، دا لېسټ د شکنجې په ګډون د اوږدمهالي بند د شرایطو پر ښه والي چورلي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي، «د سپټمبر یوولسمې پېښه تر پیرل هاربر وروسته د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه وه.»

نوموړي د چارشنبې په ورځ اې بي سي تلوېزون ته ویلي: ولسمشر په دې باور دی چې د ګډې تګلارې د اصولو منل په دې شرایطو کې مناسب نه دي.

حکومت د دې ډاډ ترلاسولو ته ژمن دی چې نظامی کمیسونونه عادلانه دي او له قربانیانو، وارثانو، کورنیو او په جنایت تورنو کسانو سره عدالت کېږي.

د ګونتنامو پنځه بندیان چې د سپتمبر ۱۱ مې پېښه کې په همکارۍ تورن دي.
100%
د ګونتنامو پنځه بندیان چې د سپتمبر ۱۱ مې پېښه کې په همکارۍ تورن دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ دوه الوتک تښتوونکو په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له برجونو سره د الوتکو په جنګولو تر درې زرو کسان ووژل.

امریکا په افغانستان کې د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده په دې بریدونو تورنه کړه او د همغه کال د اکټوبر پر ۷ یې د طالبانو د حکومت پرضد هوايي بریدونه پیل او وروسته یې دا ډله وپرځوله.

واشنګټن د ۲۰۱۱ کال په مۍ کې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې د پوځ یوې اډې ته په پنځه سوه مترۍ کې وواژه، خو لا یې هم په افغانستان کې جګړه روانه وساتله.

واشنګټن د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په وروستۍ نېټه له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۰ ټول پوځ له افغانستان وباسه او طالبان بېرته واکمن شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان د خوست ملکي روغتون ته: ډاکټرانې دې حجاب وکړي او کاري ساحه دې یې بېله شي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي په خوست کې د دې وزارت د اړوند ریاست پلاوي د ملکي روغتون له مسوولینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی غوښتي دي، چې ډاکترانې دې حجاب وکړي او د اختلاط د مخنیوي لپاره دې یې کاري ساحه بېله شي.

دغه وزارت د پنچشنبې ورځ - د سنبلې ۱۶ مه - د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي په خوست کې د امربالمعروف ریاست د رییس په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت له ملکي روغتونو څخه په لیدنه کې اړوند مسوولینو ته دا لارښوونه کړې ده چې د ښځینه ډاکترانو کارځي به بېلیږي او حجاب به مراعتوي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې پلاوي د ملکي روغتونو ټولو ډاکترانو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د خوست مرکز او ولسوالیو محتسبینو د ۶۷ جوماتونو له ملا امامانو سره د همغږۍ ناسته کې لارښونې کړي چې په ټولنه کې د منکراتو مخنوی وکړي.

دا په داسې حال کې چې د پلازمینې په شمول په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د محتسبیونو له چلند څخه خلک ناخوښه دي.

افغانستان انټرنشنل څو ورځې وړاندې مستندې ویډیوګانې خپرې کړي، چې د طالبانو محتسبین افغان ځوانان په عامه ځایونو کې په څپېړو وهي او میرمنو ته اجازه نه ورکوي چې پرته له محرم څخه په بازار کې وګرځي او یا هم په موټرو کې سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د وخت په تېریدو سره د طالبانو لخوا په افغانستان کې پر خلکو په بېلابیلو برخو کې محدودیتونه زیاتیږي، چې په کور دننه او بهر یې د خلکو او نړيوالو سازمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه به شپږ زره افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته واستول شي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) خبر ورکړ، چې په پاکستان کې مېشت شپږ زره افغان کډوال به د روان کال تر پایه کاناډا ته واستول شي. کاناډا د افغان کډوالو د لېږد ټول لګښتونه ورکوي.

ویل شوي، چې د هر کس د وتلو د پروسس فیس ۳۰ ډالره دی، چې کاناډا یې ورکوي.

سربیره پر دې؛ هر هغه افغان چې د ویزې موده خلاصه شوی وي او پرې جریمه راغلې وي دا جریمه هم د کاناډا دولت لخوا ورکول کیږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هر کس جریمه ۸۰۰ ډالره ده.

د پاکستاني رسنیو په وینا؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د انتقال په اړه د کاناډا د حکومت له غوښتنې سره موافقه کړې ده.

ویل کیږي هغه کسان چې کاناډا ته لېږدول کیږي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ځورونې له ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو تر واکمندیو وروسته د کاناډا حکومت اعلان وکړ، چې ۴۰ زره افغان کډوال به ومني. د راپورونو له مخې تر اوسه شاوخوا ۳۵ زره کسان کاناډا ته لېږدول شوي دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان طالبانو ته: زدکړې پر نر او ښځه "فرض" دي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د اسلامي همکارۍ د سازمان پلاوي په کابل کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې په اسلام کې زدکړې پر نر او ښځه دواړو «فرض» دي. دغه پلاوي کابل ته د خپل سفر موخه "په اسلام کې اعتدال" په اړه خبرې بللې دي.

دغه پلاوي د پنجشنبې په ورځ -سنبله ٩- کابل ته تللی او په تېرو ورځو کې يې د طالبانو د ریاست لوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني سره وکتل.

په دې ټولو غونډو کې د اسلامي همکارۍ د سازمان پلاوي د ښځو د تعلیم او کار پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د چهارشنبې په ورځ -د سنبلې ۱۵ مه- په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو سره د دغه سازمان د پلاوي په کتنه کې، زدکړو ته د ټولو نجونو پر لاسرسي ټینګار شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د علماوو په اجماع سره په اسلام کې پر نر او ښځه زدکړې فرض دي.

ویل کیږي چې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د نصاب د تعدیل او د نجونو د زدکړو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کولو په اړه د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو راپور واورېد.

طالبانو د دغه راپور جزیات نه دي اعلان کړي.

خو د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی چې د پوهنې په برخه کې هر ډول اړین ملاتړ ته چمتو دی.

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل غندلي وو.

طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتونونو ته یې د نجونو د تګ مخه نیولې ده. دغې ډلې پر ښځو د کار بندیز هم لګولی دی.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو ویلي چې طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په لګولو سره هغوی له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې کړې او په افغانستان کې یې «جنسيتي توپیر» رامنځ ته کړی دی. 

د طالبانو د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري د درملنې په موخه ترکیې ته انتقال شوی

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په کابل کې یوې باوري سرچینې وویل، چې د طالبانو د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري د درملنې لپاره د ترکیې هېواد ته لېږل شوی دی.

تېره اونۍ د جمعې په ورځ د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر او د طالبانو د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري (ملا ګل اغا اخوند) په یوې پېښې سخت ټپي شوی و.

هغه د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۰مه) د هرات – کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته د کندهار روغتون ته وړل شوی و.

سرچینې وايي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د نوموړي د درملنې په اړه خبرې کړې وې او له تفاهم وروسته هدایت الله بدري له کابل څخه ترکیې ته انتقال شوی دی.

وروستي معلومات ښيي، چې د طالبانو دغه چارواکي پر سر، لاسونو او پښو ټپي شوی خو د روغتون سرچينې د هغه طبي دوسيې او د هغه د ټپونو د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

دا لا نه ده څرګنده چې دا ترافيکي پېښه څنګه رامنځته شوه، خو په پیښه کې د ملا بدري موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دې خبر له خپرېدو وروسته د طالبانو تر لاس لاندې د افغانستان مرکزي بانک هم د پېښې پخلی وکړ او په يوه خبرپاڼه کې يې ليکلي وو، چې هدایت الله بدري برسیرن ټپي شوی او روغتیايي حالت یې «د ډاډ وړ دی.»

د امریکايي سرچینو په پر بنسټ، هدایت الله بدري طالبانو ته د مالیو او عوایدو د برابرولو ترڅنګ د مخدره توکو په قاچاق کې لاس درلود. په دې وروستیو کې د مالیې په وزارت کې له ملا هبت الله سره د هغه اړیکې خړې پړې شوې او د طالبانو مشر هغه له وزارته ګوښه او د مرکزي بانک د مشر په توګه یې وټاکه.

ترکيې د فراه په روغتون کې د ماشومانو د جدي پاملرنې څانګه پرانیسته

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۳ GMT+۱

د ترکیې د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) فراه ولایتي روغتون کې د ماشومانو لپاره د ځانګړې پاملرنې څانګه جوړه کړې ده.

د اناتولي د راپور له مخې؛ تیکا زیاته کړې چې په فراه کې د طبي وسایلو کمښت د ناروغ ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د اناتولي خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) راپور ورکړ، چې د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګه د تیکا په همکارۍ فعالیت کوي.

په راپور کې د تیکا د چارواکو په حواله ویل شوي، چې د فراه په دولتي روغتون کې د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې نشتوالی د دې لامل شوی و، چې ناروغان نورو ولایتونو ته ولیږدول شي.

د تيکا مسوولين وايي، چې له فراه څخه نورو ولايتونو ته د ناروغانو لېږدول ستونزمن وو او تېر کال نېږدې سل ماشومان روغتون ته پر لاره کې مړه شول.

د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ اداره وايي، د دې ستونزې د حل په موخه يې د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګې ته د رنګه ايکسري پرنټر، د زړه د نوار واحد، د سونوګرافۍ دستګاه، د تنفسي دستګاه، برقي شاک، سکرین، د نوي زېږیدلي ماشوم د ساتنې دستګاه او نورې پرمختللې ټېکنالوژۍ مرسته کړې ده.

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او بیا یې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، افغانستان د بشري ځواک، طبي وسایلو او پرمختللې ټېکنالوژۍ له کمښت سره مخ شوی دی.