په یونان کې نیول شوی افغان کډوال کابو ۱۶ زره یورو تاوان ترلاسه کوي

په یونان کې یوې محکمې پرېکړه کړې، د عاکف رسولي په نوم افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د "انساني قاچاق په درواغجن تور" بندي شوی و، شاوخوا ۱۶ زره یورو به تاوان ترلاسه کړي.
د ګارډین په وینا، د "لېسبوس" په ټاپو کې د استیناف درې کسیزې محکمې په یوه نادره اقدام کې پرېکړه وکړه، چې ښاغلی رسولي نه یوازې په ناحقه زنداني شوی؛ بلکې باید هغه د هغو کړاوونو جبران هم ترلاسه کړي، چې زغملی یې دي.
د دغې محکمې د پرېکړې له مخې ښاغلی رسولي چې په یونان کې څه باندې دوه کاله بندي و ، ۱۵۹۲۰ یورو به د جبران په توګه ترلاسه کړي.
دغه افغان پناه غوښتونکی د محکومیت د حکم له لغوه کېدو مخکې په ۵۰ کاله بند محکوم شوی و.
دغه افغان کډوال د سه شنبې په ورځ له محکمې بهر خبریالانو ته وویل «د هغه جرم له امله چې ما نه دی کړی، په زندان کې ډېر ځورېدلی یم.»
هغه زیاته کړه:« پیسې به هیڅکله ماته هغه وخت بېرته رانکړي، چې له ما څخه اخیستل شوی دی.»
دغه افغان پناه غوښتونکی د ۲۰۲۰ کال په سېپټمبر میاشت کې یونان ته د ناقانونه کډوالو په ننوتلو کې د اسانتیاوو د برابرولو په تور نیول شوی و.
د بشري حقونو مدافعینو په ځلونو په یونان کې د تورنو پناه غوښتونکو د نا عادلانه محاکمې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی اکثرا د کمزورو شواهدو پر بنسټ، په چټکۍ او د ژباړونکي په نشتوالي کې محاکمه کېږي.