د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ٥١مه ناسته کې څه کم ۹ دقیقې وینا وکړه او د وینا تر نیمايي زیاته یې پر فلسطین او ایران د اسراییل پر بریدونو او همداراز د اسلامي نړۍ پر وضعیت راڅرخېده.
امیرخان متقي د وینا په پیل کې وویل، د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په داسې حال کې ده، چې نړۍ او په ځانګړې توګه سیمه له لویو بدلونونو سره مخ ده او په وینا یې پر وخت او مسوولانه توجه غواړي. متقي زیاته کړې، د غزې غمیزه لا پایته نه وه رسېدلې چې په سیمه کې بل کړکېچ پیل شو هغه هم پر ایران د اسراییل بریدونه! نوموړي پر ایران د اسراییل وروستي بریدونه چې له امله یې د ایران یو شمېر نظامي قومندانان، پوهان او عام خلک وژل شوي، د نړۍوالو حقوقو له اساسي اصولو او په ځانګړې توګه د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده سرغړونه وبلله او هغه یې په کلکه وغندل. امیرخان متقي په ډاګه وویل: «زموږ سیمه تحمیلي جګړو په بشپړه توګه ځپلې ده او دا سیمه د بل بحران او جګړې زغم نه لري. په داسې حال کې چې نړۍ له یو قطبي حالته د نوي نظم په مسیر کې د انتقال په مرحله کې ده، ګلوبلایزیشن یا نړۍوالتوب خپل عکس العمل وړاندې کوي چې په نتیجه کې سیمه ییز هویتونه ځانګړی اهمیت پیدا کوي.» متقي همداراز وویل، اسلامي نړۍ په روان حالت کې د دې فرصت لري چې په خپلو اسلامي مشترکاتو سره راټول شي. د هغه په وینا، اسلامي نړۍ له نویو راټوکېدونکو ننګونو سره مخ ده او ورسره یې د اسلامي نړۍ د پرمختګ او بیارغونې مسیر یې له لویو ستونزو سره مخ کړی او په باور یې، دغه ننګونې له سیاسي او اقتصادي مسایلو نیولې بیا تر هویتي مشکلاتو رسېږي، چې له امله یې ځوان نسل له ناهیلۍ سره مخ کړی دی. امیرخان متقي د اسلامي همکاریو د غونډې ګډونوالو ته وویل: «دا وخت د دې دی چې اسلامي نړۍ باید د شته ننګونو له امله د وروسته والي پر اسبابو ژور فکر وکړي؛ څو وکولی شو راتلونکي نسل لپاره د داسې ګډ هویت تعریف وړاندې کړو چې د بهرنیو پدیدو پر ځای پر خپل اسلامي تاریخ او تمدن افتخار وکړي.» متقي په عمومي ډول د فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې وضعیت بوږنونکی وباله او روان وضعیت یې د نړۍوال نظم، انساني ارزښتونو او حقوقي میکانیزمونو تاریخي ازموینه وبلله او همداراز یې نه یوازې د اسلامي نړۍ، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ په ګوته کړ. نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو غږ وکړ، چې، د فلسطین او ایران پر خلاف د اسراییل د ظلمونو مخه ونیسي او همداراز یې خبرداری ورکړ، چې د روان وضعیت دوام به د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت وګواښي او ویجاړوونکي عواقب به ولري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: «اسراییل د ټولو نړۍوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف د یوه مظلوم ملت د نسل ختمونې او د زرګونه کلونو د تاریخ د پاکولو بې رحمه جګړه روانه کړې ده. د دغه وضعیت دوام نه یوازې د فلسطین ولس د محوه کولو په بڼه یوه ستره انساني غمیزه ده، بلکې په ۲۱مه پېړۍ کې نړۍوالې سولې او ثبات لپاره هم یو جدي ګواښ دی.» د امیرخان متقي په باور، د اسلامي نړۍ سیاسي، اقتصادي او تمدني واقعیتونه دا فرصت رامنځته کوي، چې د بین المللي نظم په نوي جوړښت کې نه یوازې د یوه ناظر، بلکې د یوه اغېزناک او تعریف کوونکي لوري په توګه ژوند وکړي. متقي همداراز وویل: «دغه غونډه باید یوازې د ننګونو د ثبت ځای نه؛ بلکې د عملي اقداماتو، ګډو دریځونو او ابتکاري حل لارو د تعریف پیلامه وګرځي. اسلامي هېوادونو که د یوې پخې سیاسي ارادې له مخې، اسلامي اخوت، همغږي او همکاري خپل بنسټ وبولي نو نه یوازې د خپلو ولسونو عزت به پرځای کړي؛ بلکې د نړۍ پر تصمیم نیونکو لورو هم اغېز ولري.» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د خپلې وینا په وروستۍ نیمايي کې د افغانستان پر مسایلو تم شو او ویې ویل، چې افغانستان له کلونو جګړو او شخړو وروسته اوس د بیا ودانۍ مرحلې ته دننه شوی او د بهرنیو اړیکو د بیارغونې په مسیر کې یې پرمختګ کړی دی. امیرخان متقي د لوېدیځ پر ځينو هېوادونو په نیوکې سره وویل، یادو هېوادونو پر افغانستان بندیزونه لګولي او همداراز یې د افغان ملت ملي شتمني کنګل کړې ده او له امله یې د افغانستان طبیعي اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی. متقي په دې وینا کې په ډاګه کړه: «زه د اسلامي همکاریو سازمان او غړو هېوادونو په مخ کې یو ځل بیا غږ کوم چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ باید له ځنډ او خنډ پرته ازادې شي. له تاسو هیله لرم، چې د انساني او اسلامي مسوولیت له مخې، پر طالبانو د لګول شویو اقتصادي او سیاسي محدودیتونو د لرې کولو لپاره له خپل ټول نفوس څخه استفاده وکړئ.» نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د بهرنیو اړیکو په تړاو وویل، د دوی د بهرنیو اړیکو بنسټ د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو اېښی دی. د نوموړي دغه ټولې څرګندونې او غوښتې په داسې حال کې دي، چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون هېڅ اسلامي هېواد هم د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی. د اسلامي همکاریو سازمان تر دې مخکې په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو د دوام او همداراز ښځو ته د کار اجازه ورکړي او په ډاګه یې ویلي، چې د طالبانو دغه چارې هېڅ دیني توجیه نه لري.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منځنۍ مېرمنې د دوو وروڼو احمد او اسامه له چلند او زورواکۍ شکایت کوي.
د احمد او اسامه مشر ورور حافظ عمر په عمان هېواد کې د افغان سفارت د سرپرست په توګه کار کوی.
د خوست ولایت ځینو اوسېدونکو نن یکشنبه د چنګاښ لومړی نېټه وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منځنۍ مېرمنې ورورڼو، چې احمد او اسامه نومیږي، له یاد وزارت څخه د وسلو ګرځولو او د تورو شیشو موټرو جوازونه اخیستي دي، خو له دغو وسایلو نه په استفادې په خوست کې له ځايي خلکو سره ناوړه چلند کوي.
احمد او سامه خپل انځورونه بشپړ نه خپروي بلکې د ځان د پټولو لپاره ماسک کاروي او یا هم پر خپلو مخونو نښې لګوي.
د خوست یوه اوسېدونکي وویل:« په مارېکس ډوله موټر سره، چې تورې شیشې لري او وسلې هم ورسره وي، هېڅ ښاري اصول نه مراعتوي ځکه چې د سراج الدین حقاني اوښي دي او څوک ورته څه نشی ویلی.»
د خوست ځینې نور اوسېدونکي وايي چې دوی د خوست ښار د متون په تپه کې ولاړ وي او په موټر کې قیلون او نشه یي توکي کاروي او ځینې سندرې په لوړ غږ خپروي.
افغانستان انڼرنشنل د احمد او اسامه ځینې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې هم وموندل چې بې نمبرپلېټه موټر او وسلې له ځانونو سره لېږدوي.
د خوست یوه بل اوسېدونکي چې د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم نه شو په ډاګه کولی، وویل:«د سراج الدین حقاني یو اوښی چې احمد نومیږي، په سپین مارکس موټر کې روان وي او شاته یې موټر ځان پسې قطار کړي وی او بیا دا انځورونه او ويډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي چې ټول خوست یې ویني.»
د سراج الدین حقاني له یوه بل اوښي اسامه سره، چې تور مارکس موټر ورسره دی او لوړ انټن یې هم پرې لګولی، په موټر کې معمولا درې مېله وسلې وي.
د خوست د صبریو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وویل چې که څه هم طالبانو په ډزو بندیز لګولی خو د تېر اختر په ورځ اسامه له څو نورو ملګرو سره په عام محضر کې ډزې وکړې خو کله چې د طالبانو د ولسوالۍ ځواکونه سیمې ته ورسېدل او ویې لیدل چې ډزې کوونکی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اوښی دی، له پوښتنې پرته یې سیمه پرېښوده او لاړل.
یو ځايي اوسېدونکی وايي، « پر دوی د طالبانو د خوست والي او امنیه قوماندان خبر دي، چې دا ډله په خوست کې عامه نظم ګډوډوي خو بیا هم د سراج الدین حقاني له وېرې غږ نشي کولی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې ویلي چې له دوی سره کار مه لرئ.
د حقاني اوښی په عمان کې سفیر دی
په خوست کې ځایي سرچینو افغانستان انڼرنشنل ته وویل چې د سراج الدین حقاني مشر اوښی او د احمد او اسامه مشر ورور حافظ عمر په عمان کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی، خو حافظ عمر د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې په دې ډله کې غړیتوب نه درلود.
د جمهوریت پر چارواکو نیوکې دا وې، چې نژدې خپلوان په لوړو څوکیو ګماري خو اوس لیدل کېږي چې د طالبانو د څو چارواکو زامن او نژدې خپلوان د حکومت په لوړو څوکیو کې کار کوي.
ځینې هغه خوست میشتي چې له اسامه او احمد سره نژدې پاتې شوي دي، وايي چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل د پاسپورټ ریاست کې برلاسي دي او ځینې کارونه د پیسو په بدل کې کوي.
پر ایران د اسراییل د برید له پیل راهیسې د افغانستان له فضایي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر پنځه برابره زیات شوی دی. د «فلایټ رادار۲۴» د معلوماتو له مخې، دا شمېر له ورځنیو اوسط۵۰ الوتنو څخه ۲۸۰ ته لوړ شوی.
د افغانستان پر لور د هوايي مسیر بدلون داسې مهال دی، چې ډېرې هوايي شرکتونه د امنیتي ګواښونواو جګړه ییزې فضا له امله له ایراني حریم څخه له تېرېدو ډډه کوي او خپلې الوتنې د افغانستان پر فضا کوي.
په لومړیو دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي وو، هوايي شرکتونو د افغانستان پر فضا له الوتنو ډډه کوله، خو دا محدویت له ۲۰۲۳ کال وروسته کم شوی.
سره له دې، لا هم ډېر هوايي شرکتونه له افغانستان څخه د تېرېدو پر ځای نور بدیل مسیرونه غوره کوي.
د افغانستان له فضا نه د الوتنو بهیر ډېرېدل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره د عوایدو له مخې مهم دی، ځکه د طالبانو حکومت د نړیوالو بندیزونو له امله له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
طالبان د هرې الوتنې په بدل کې ۷۰۰ ډالر فیس اخلي، چې دا پیسې د درېیمګړو شرکتونو له لارې ټولېږي.
د الوتنو د شمېر په زیاتېدو سره، دا فیسونه کولی شي چې طالبانو ته په اونۍ کې تر یو میلیون ډالرو ډېر عاید په لاس ورکړي.
د کورنۍ یوه بل غړي یې افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که چېرې زلاله هاشمي له کوره پخپله وتلې وای نو هغې به خپل موبایل او پاسپورټ هم له ځان سره درلود او خپل څلور کلن زوی به یې هم له ځان سره وړی و.»