• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سندرغاړې زلالې کورنۍ وايي طالبان یې اړباسي چې ووايي «زلاله له کوره تښتېدلې»

۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د زلالې هاشمي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پر دوی فشار راوړی څو ووايي، چې افغانه سندرغاړې زلاله هاشمي تښتول شوې نه ده، بلکې له کوره خپله تښتېدلې ده. دوی همدراز نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره ورسره د زلالې هاشمي په راپېدا کولو کې هېڅ راز مرسته نه کوي.

د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي د کورنیو غړو نن شنبه د چنګاښ پر لومړۍ نېټه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی په عریضه کې لیکلي، چې زلاله هاشمي تښتول شوې ده خو د طالبانو امنیتي مسوولینو ورته ویلي چې تاسې به په عریضه کې د هغې لپاره «فرار از منزل» لیکئ.

د زلالې هاشمي د کورنۍ یوه غړي وویل:«په لومړیو ورځو کې مو د طالبانو کورنیو چارو وزارت او اوولسمې حوزې ته مراجعه وکړه خو تر دې دمه بیا دوی موږ ته کوم احوال نه دی راکړی خو دوی د پیدا کولو پرځای فشار اچوي چې موږ ومنو هغه له کوره په خپله خوښه وتلې ده.»

د مېرمن زلالې کورنۍ نیوکه کوي چې طالب مسوولینو ورته ویلي چې دا موضوع باید رسنیزه نه شي او تاسې له هېواده بهر رسنیو سره خبرې مه کوئ.

د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي کورنۍ غړو هغه ویډیو جعلي وبلله، چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ادعا شوې چې په دې کې زلاله هاشمي له کوره د وتلو پرمهال لیدل کېږي.

د کورنۍ یوه بل غړي یې افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که چېرې زلاله هاشمي له کوره پخپله وتلې وای نو هغې به خپل موبایل او پاسپورټ هم له ځان سره درلود او خپل څلور کلن زوی به یې هم له ځان سره وړی و.»

دوی همدراز د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي د پاسپورټ او د الکترونیکي تذکرې یوه کاپي له افغانستان انټرنشنل سره شریکه کړې ده.

د افغانې سندرغاړې زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي، چې زلاله هاشمي ۱۵ ورځې وړاندي په کابل کې تښتول شوې.

هاشمي ویلي، چې تر اوسه د هغې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته او د پیدا کېدو ټولې هڅې يې ناکامه شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند هم په خپل اېکسپاڼه کې ویلي و، چې مېرمن زلاله په خپله خوښه خپل کور پرېښی او تښتول شوې نه ده.

زلاله یو ۴ کلن زوی لري، چې کورنۍ يې وایي روغتیايي حالت يې ښه نه دی.

"زلاله هاشمي" په افغانستان کې د "طلوع" خصوصي ټلویزیون د "افغان ستوري" په سندريز پروګرام کې د ګډون او وروستي پړاو ته د رسېدو له امله مشهوره وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په استانبول کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ډله‌ییز انځور کې د متقي غیابت

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه غونډه کې ګډون کړی؛ خو د غونډې په ډله‌ییز انځور چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له لوري خپور شوی، نه لیدل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په یاده غونډه کې وینا هم کړې؛ خو دغه وزارت بیا د متقي د وینا جزییات نه دي خپاره کړي.
امیرخان متقي د یادې غونډې په څنډه کې د ځینو غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدلي او پر دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړي دي.
د دغه انځور له مخې، د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بیرغونو په منځ کې لیدل کېږي؛ نو په دې ډول سره یاد سازمان په غونډو او نورو سیمه ییزو او نړۍوالو کنفرانسونو کې د طالبانو د بیرغ له اېښودولو ډډه کوي.

100%


طالبان په افغانستان کې له نږدې څلور کلنې واکمنۍ سره-سره د اسلامي هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دې سره بیا د سیمې ځینې هېوادونه له طالبانو سره ډيپلوماتيکې اړیکې پالي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ډله‌ییز انځور کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له حضوره مخنیوی کېږی.

امیرخان متقي تېر کال هم د دې اجازه نه درلوده، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د رسمي غونډو په انځورونو کې چې په کامرون جمهوري او پاکستان کې جوړې شوې وې، ګډون وکړي.
اسلامي هېوادونه له طالبانو سره پر ځینو مهمو مسایلو لکه له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د رعایتولو، د ټولګډونه دولت د جوړښت او د لږکیو حقوقو ته د درناوي په تړاو اختلاف لري.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو او همداراز د پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په وار-وار اعلان کړی، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز هېڅ دیني توجیه نه لري.

برېتانیا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ، چې ریچارډ سټیفن لینزي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. د برېتانیا حکومت وویل، چې ښاغلی لینزي به د ۲۰۲۵ کال په جون کې خپله دنده پیل کړي.

ریچارډ اسټفن لینزي یو باتجربه ډیپلومات دی، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د برېتانیا د بهرنیو چارو مشترک‌المنافع او پراختیا دفتر مرستیال رییس پاتې شوی دی.

هغه پخوا په برونيي کې د برېتانیا د عالي کمیشنر او د بهرنیو چارو وزارت کې د امنیتي پالیسۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه له شلو کلونو زیات د برېتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې خدمت کړی او د بهرنۍ پالیسۍ، نړۍوال امنیت او بحران مدیریت په برخو کې تجربه لري.

سټیفن لینز په لندن او د انګلستان په ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.

هغه د اندرو مک‌ کوبری ځای ناستي دی، چې مخکې د برېتانیا د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان او پاکستان د چارو لپاره یې کار کاوه.

رابرټ چترټون ډيکسن د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې د برېتانیا د موقتي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه

طالبانو د تېلو په پمپونو کې د جوماتونو جوړلو او د تېلو لوړو بیو مخنوي په موخه سپارښتنې کړي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوې. په دې ناسته کې طالبانو د تېلو پمپونو له اتحادیې غوښتي چې په پمپونو کې دې جوماتونه جوړ کړي او دې تېلو په نرخو کې د زیاتوالي څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن شنبه (د غبرګولي ۳۱مه ) د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت د پلازمېنې کابل ښار د تېلو د اتحادیې له مسوولینو ته په پمپونو کې د جوماتونو د جوړولو او د تېلو د نرخو د کنټرول په اړه سپارښتنې شوي.

په دې ناسته کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نظامي مرستیال، شیخ شهید خېل، د وینا پر مهال ویلي: «د تېلو پمپونو مسؤلین باید له دې څخه ډډه وکړي چې تېل په لوړه بیه وپلوري، د لېتر په اندازه کې کموالی راولي، یا په دغه برخه کې انحصار رامنځته کړي. دا کار به د سوداګرۍ په برخه کې د الهي قوانینو د تطبیق او د موجودو منکراتو د مخنیوي لامل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او اسراییل روان کړکېچ له امله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې د تېلو بیې لوړې شوي دي او د طالبانو په دې ناسته کې هم د تېلو د بیو په اړه خبرې شوي دي.

بلخوا د طالبانو مشر ملاهبت له دې وړاندې امر کړی و، چې د هېواد په لویو لارو کې دې د مساپرو لپاره جوماتونه جوړ شي خو اوس دغې ډلې په لویو لارو کې پمپونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې تاسې باید په هر پمپ کې یو یو جومات جوړ کړی.

طالبان: متقي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۵مه غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی او په یاده غونډه کې یې ګډون کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی متقي به د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د وینا ترڅنګ د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ناستې په څنډه کې پر دوو اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو هم لیده کاته وکړي.

طالبانو د متقي د یاد سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اسلامي همکاریو سازمان له لوري پر ایران د اسراییل د برېدونو په تړاو غونډه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه نن په ترکیه کې پیل شوې او سبا به هم دوام ولري.


طالبان وايي د پنجشېر په ۱۵ نویو ساحو کې د زمردو د استخراج چارې پیل شوې

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست رییس وایي، چې د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو له ۱۵ نویو ساحو څخه د زمردو د استخراج چارې پیل شوې دي. مولوي محمد قاسم امیري زیاتوي، چې په پنجشېر کې تراوسه پورې نږدې د ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.

د طالبانو د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري ددې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زمردو ۲۱ نوې ساحې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري کشف او تثبیت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو ساحو له ډلې څخه یې ۱۵ ساحې د رسمي جوازونو له ترلاسه کولو وروسته د استخراج پړاو ته رسېدلي او په ۶ نورو برخو کې یې کار روان دی.
د نوموړي په وینا په دغه ولایت کې د زمردو څه باندې ۱۷۰۰ کانونه ثبت شوي، چې تراوسه پورې څه باندې ۶۰۰ کانونو د استخراج جوازونه ترلاسه کړي او د نږدې ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.
طالبان وايي دغه اقدامات د پنجشېر د زمردو د استخراج او صادراتو د زیاتوالي او د یاد ولایت د اوسېدونکو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ترسره شوي دي.