د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپلې اېکس پاڼې کاږلي، چې د خوست ولایت د کمپیوټر ساینس برخې زدهکړیال همت الله همت څه موده وړاندې خپل یوه اپلېکېشن نندارې ته وړاندې کړ، چې د ګوګل کمپنۍ د منلو وړ وگرځېد.
دغه اژانس زیاته کړې، همت ادعا کړې چې د دغې اپلېکېشن په مرسته به روغتیایي کتابونه په وړیا ډول د طب برخې زدهکړیالانو لاس ته ورشي.
باختر اژانس د د همت په حوالې لیکي، چې په بازار کې د دغو کتابونو بیه ۲۰۰ امریکایي ډالره ده، چې په دغه اپلېکېشن کې به په وړیا توګه د لاسرسي وړ وي.