له یوګیني پریګوژین سره د لاس لرلو په تور د روسیې لوړپوړی جنرال خپلې دندې ته ستون شو

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۵

د روسیې د کامرسانټ رسنۍ د راپور له مخې، د روسیې د هوايي او فضایي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال سرګي سوروویکین د دفاع په وزارت کې خپلو رسمي دندو ته راستون شوی دی.

دغه جګپوړی روسي جنرال د واګنر ډلې له بغاوت وروسته د مشکوک کس په توګه وپېژندل شو او د څه مودې لپاره د خلکو له سترګو پټ شوی و.

رویټرز راپور ورکړی داسې راپورونه شته، چې ښاغلی سوروویکېن د ملګرو ملتونو د ګډو ګټو د هوایي دفاعي کمیټې مشر ټاکل شوی، چې روسیه او اته نور پخواني شوروي هېوادونه پکې شامل دي.

سورویکین د سوریې په کورنۍ جګړه کې د روسیې د مداخلې پرمهال د بمبارۍ تاکتیکونو د کارولو لپاره د "جنرال ارماګډون" په نوم یاد کړ، تېر کال یې د لنډې مودې لپاره په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو مشري وکړه.

نوموړی د روسیې د پوځي تاسیساتو د سخت دریځو منتقدینو په منځ کې په ځانګړي توګه د واګنر ډلې د پخواني مشر یوګیني پرېګوژین چې تېره میاشت د الوتکې په غورځېدو کې ووژل شو، محبوب شو.

نور خبرونه

رادیو