• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا ځینې دیني عالمان: طالبانو د نجونو سیکولر او لیبرال زدکړې ځنډولې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د بریتانیا ديني عالم شيخ حميد محمود وايي، طالبانو د نجونو پر زدکړو په بشپړ بنديز نه دی لګولی، خو دغې ډلې د لنډ مهال لپاره "سيکولر او لېبرال زدکړې" ځنډولې دي.

دغه دیني عالم د بریټانیاوي دیني عالمانو د یوه پلاوي په ګډون په دې وروستیو کې کابل ته په یوه سفر کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي دي.

د دغه پلاوي یو بل غړی شیخ حمید محمد وایي چې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي چې په افغانستان کې نجونې لا هم د زده کړو لپاره ان تر پوهنتونه پورې بیلابېلې لارې لري.

دغو بریټانیاوي عالمانو له کابل څخه تر ستنېدو وروسته په یوه غونډه کې د خپل وروستي سفر او له طالب چارواکو سره د لیدنې په اړه جزیات ورکړي.

طالبانو د افغانستان تر واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو د تګ مخه ونیوله.

د یادونې ده چې طالبانو د ښځو پر کار کولو، تګ راتګ، پارکونو او رسټورانټونو ته پر تلو هم بندیزونه لګولي دي.

په داسې حال کې چې د اسلامي هېوادونو او د اسلامي نړۍ يو شمېر ديني عالمانو د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړې او کار منع کول د اسلام خلاف کړنه بولي او غندلې يې دي، خو دغه بریتانیاوي ديني عالمان چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره کتلي، وايي چې طالبان د ښځو د زده کړو مخالف نه دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو له تګلارو سره سره، بریټانیاوي عالمانو په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې نجونې کولای شي د استادۍ او طب په شان برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له امله د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د ښځو د حقونو ملاتړي وايي چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

حميد محمود افغاني ټولنه مذهبي وبلله او ويې ويل، ديني عالمان چې زياتره يې په کليو او بانډو کې ژوند کوي او لږه برخه يې په ښارونو کې ژوند کوي، د طالبانو په مشرۍ د لويديځ د ښوونيز نظام له اغېز سره خپل مخالفت اعلان کړ.

کابل ته د دغو دیني عالمانو له سفر وروسته، پنځوسو افغان فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له بریټانیاوي چارواکو وغوښتل چې ددغه هېواد د دیني عالمانو له لوري دې د طالبانو د کړنو سپینولو تبلیغات پای ته ورسوي.

دوی همداراز ویلي، بریټانیاوي عالمان چې ډېری یې پاکستانیان او عربان دي، د طالبانو په ملاتړ افغانستان ته سفر کړی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

په مسکو کې کېدونکي غونډه؛ روسیې ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې له وخت مخکې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۶ GMT+۱
په مسکو کې کېدونکي غونډه؛ روسیې ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې له وخت مخکې دي
100%

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د مسکو د غونډې په درشل کې وویل:«تر اوسه لا وختي ده چي د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وکړو.» د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) په کازان کې جوړیږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي. په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې د یادې غونډې د تر سره کیدو لپاره لږه موده پاتې ده، په کازان کې د یو خیریه بنسټ مشر رستم خطیبولین له روسیې وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وکړي. نوموړی د طالبانو ملاتړی دی، او د تېر کال په اپریل میاشت کې یې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د شارژدافیر جمال ناصر غروال سره کتلي و.

خو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي له ګازتارو رسنۍ سره د یوې مرکې پر مهال د نوموړي دا غوښتنه رد کړه.

ضمیر کابلوف د شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) دې ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې نه کېږي، ځکه تر اوسه ډیر وخته دی.

ګازتارو ورځپاڼېلیکلي: «طالبان یو سخت دریځه اسلامي حرکت دی او د روسیې په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د یوه ترهګر خوځښت په توګه پیژندل شوي.»

ضمیر کابلوف مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو موضوع د دې غونډې د اجنډا په سر کې ده. د ښاغلي کابلوف په وینا تر اوسه د داسې حکومت د جوړېدو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

په غزني کې طالبانو يو تنکی ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی دی

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۵ GMT+۱
په غزني کې طالبانو يو تنکی ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی دی
100%

له غزني څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز کې یو ځوان په ډزو وژلی دی. که څه هم د طالبانو رسمي وياندویانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو په سیمه کې دا خطايي وژنه بلل شوې.

سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د غزني ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د غيب قلندر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

‏د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه ځوان هغه مهال په ډزو ویشتلی، چې له پوستې څخه یې په نا پامۍ کې موټرسایکل تېر کړی و.

تر دې وړاندې هم طالبانو د افغانستان په ځينو نورو ولايتونو کې یو شمېر کسان په همدې ډول په دزو وژلي و.

ځينې وژل شوي يې په دې تورن کړي و چې ګنې موسیقي يې غږوله.

مدني فعالانو کابل ته د امریکايي سوداګریز پلاوي وروستی سفر د طالبانو لپاره کمپاین بللی

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۹ GMT+۱
مدني فعالانو کابل ته د امریکايي سوداګریز پلاوي وروستی سفر د طالبانو لپاره کمپاین بللی
100%

کابل ته د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر له سفر او له طالب چارواکو سره د هغه له لیدنې وروسته، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان د "طالبانو له جنسیتي توپیري رژیم" سره د دغه سازمان د اقتصادي اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغو فعالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر د طالبانو د تګلارو دپخلي او دغې ډلې ته د لابي کولو په معنا دی.

د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر جفري ګریکو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د روان کال د وږي میاشتې په پنځلسمه نیټه د لومړي ځل لپاره کابل ته سفر وکړ او په دې سفر کې یې له ملا عبدالغني برادر او د خصوصي سکټور له یو شمېر استازو سره وکتل.

تر سلو زیاتو مدني فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دغه پلاوي وروستی سفر به طالبانو ته د مشروعیت په ورکولو کې مرسته وکړي.

دغه فعالان د ښځو د حقونو د نازک حالت په ځانګړې توګه د جنسیتي توپیر په اړه د ټیکاو د عملیاتو د نړیوالې ټولنې د دریځ د روښانه کیدو غوښتونکي دي

دغه فعالان غواړي چې د «د ټيکاؤ د عملیاتو نړیواله ټولنه،ای ایس او اې.» دې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نازک حالت، په ځانګړې توګه د جنسیتي توپیر په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دوی وايي چې له «جنسيتي توپیري رژیم» سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او له هغو طالب چارواکو سره اړیکې چې په تور نوملړ کې دي، خورا اندېښمنونکي دي.

د دغو فعالانو په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه لیدنې د "ای ایساو اې" له ماموريت سره په ټکر کې دي، ځکه د دغه سازمان په مقرراتو کې ويل شوي چې د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې په ګډون ټولو نړيوالو بشري قوانينو ته ژمن دي.

په دغه بیان کې همداراز ویل شوي، له داسې رژیم سره سوداګریزې اړیکې چې هیڅ هیواد یې په رسمیت نه پیژني او له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن وي، د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف کار د

په خبرپاڼه کې څه باندې سلو نارینه او ښځینه ملاتړو خبرداری ورکړی چې دغه ډول جوړجاړي د دغه سازمان باور ته زیان رسولی شي.

په بیان کې وړاندې ویل شوي چې د "ای ایساو اې" وروستي ګامونه«یو خطرناک بدلون په ګوته کوي او داسې ښکاري چې د ښځو اصول، د ملګرو ملتونو د سولې او امنیت ته د ژمنتیا پرځای د جنسیتي توپیري رژیم سره د اړیکو پیاوړتیا باندې تمرکز کوي.»

طالبانو د چهار شنبې په ورځ د وږي په ۱۵ مه په کابل کې د «افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې» تر نامه لاندې د یوه کنفرانس د جوړیدو خبر ورکړی و.

طالب چارواکو ویلي، چې دغه کنفرانس د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې او د افغانستان د سوداګرۍ د شورا له خوا جوړ شوی و.

د پاکستان پخوانی دفاع وزیر: ترهګر له افغانستانه د ناروغ لرونکو په پلمه پاکستان ته ننوځي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۹ GMT+۱
د پاکستان پخوانی دفاع وزیر: ترهګر له افغانستانه د ناروغ لرونکو په پلمه پاکستان ته ننوځي
100%

د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو هملاسي دي. هغه ادعا کوي چې "ترهګر" له افغانستان څخه پاکستان ته د ناروغانو د پايوازو په توګه ننوځي.

د تورخم دروازې د پرانیستلو په غبرګون کې ښاغلي اصف په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه یادښت کې لیکلي: «د پاکستان او افغانستان ستونزې یوازې د تورخم له لارې د ناروغانو په تګ راتګ او سوداګرۍ پورې ور ټولې نه دي.»

نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال اصلي مسله د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ کارول دي.

د تورخم دروازه چې د پاکستاني پوله ساتو او طالب جنګیالیو ترمنځ له جګړې وروسته له ۹ ورځو لپاره تړل شوې وه، د جمعې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ناامنیو او پر ډيورنډ کرښه د تاوتریخوالي زیاتوالي د پاکستان پخواني او اوسني چارواکي له توندو غبرګونونو سره مخ کړي دي.

ښاغلی اصف وايي: «پاکستاني طالبان د کابل هملاسي دي او د ګاونډي او ورور په توګه دا د افغانستان دنده ده چې د سولې د ټینګښت ډاډ راکړي.»

د پاکستان پخواني دفاع وزیر تر دې وړاندې افغان طالبان تورن کړي وو چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ یې خپل مسوولیتونه نه دي بشپړ کړي او له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو اجازه ورکوي.

څه موده وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو اوسني وزیر هم د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د تاوتریخوالي په ترسره کيدو نیوکه کړې وه او غوښتنه یې کړې وه چې طالبان دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر هم څه موده وړاندې ویلي وو چې افغان طالبان په پاکستان کې د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي د بریدونو د مخنیوي مسوول دي.

د طالبانو امر بالمعروف: کاپیسا ولایت کې مو د واده په مراسمو کې د موسیقۍ مخنیوی وکړ

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۳ GMT+۱
د طالبانو امر بالمعروف: کاپیسا ولایت کې مو د واده په مراسمو کې د موسیقۍ مخنیوی وکړ
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي چې، د دې ډلې محتسبانو په کاپیسا ولایت کې د څو ودونو له مراسمو څخه تر څار وروسته د موسیقۍ له غږولو مخنیوی کړی دی. دغه وزارت وايي، هڅه يې داده چې «ځوانان له موسیقۍ منع کړي او په ښه لاره یې روان کړي.»

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د موسیقي اورېدل د «ځوانانو اخلاقو ته زیان رسوي او د هغوی د ګمراهۍ لامل کیږي.»

تر دې وړاندې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ودونو په مراسمو کې د موسیقۍغږولو مخه نیولې وه.

طالبان د موسیقۍ اورېدل "حرام" ګڼي او په تېرو دوو کلونو کې د امربالمعروف استازو په ځلونو، خلک د موسیقۍ له غږولو او اورېدلو منع کړي و.

په تېرو میاشتو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو د موسیقۍ الات مات کړي او یو شمېر سیمه ییز هنرمندان یې نیولي او ځورولي دي.

د طالبانو د امرباامعروف وزارت د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷ مه اعلان وکړ چې د کابل په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي یې دي.