ذبیح الله مجاهد د اذربایجان له سي بي سي تلوېزون سره مرکه کې وايي، د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د اذربایجان ملاتړ کوي.
هغه په دې مرکه کې چې پرون خپره شوه زیاتوي: د ځمکنۍ بشپړتیا موضوع طالبانو ته خورا ډېر اهمیت لري، فکر کوم هغومره مهمه ده لکه اذربایجان ته چې مهمه ده.
د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو پر ۲۰۲۰ کال نږدې شپږ اونۍ د دې سیمې پر سره جنګ درلود، چې ۶۵۰۰ کسان پکې ووژل شول.
دا جګړه د روسیې په منځګړتوب بنده شوه او دواړو اوربند سره وکړ، خو بیا هم وخت ناوخت د دوی ترمنځ نښتې کېږي.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان تېره چارشنبه په پولیټیکو سره مرکه کې وویل، له اذربایجان سره د ټکر بیا زیاتېدو امکان شته او په دې سبب یې ځواکونه خپلو اډو ته ستانه شوي دی.
ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت له اذربایجان سره همکارۍ ته تیار دی او غواړي سفارت یې په کابل کې پرانیستل شي او د دوی استازي هم په باکو کې ومنل شي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دوی په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت امنیت ټینګوي.
نګورنو قره باغ په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي، خو تر یو لک شل زره اوسېدونکي یې ارمنان دي.
د ۱۹۹۰ کلونو په جګړه کې ارمنستان پرې ولکه وکړه، خو په ۲۰۲۰ کال کې یې بیا پر سره درنه جګړه ونښته چې باکو پکې ځینې سیمې بېرته ونیولې، اما د روسیې په منځګړتوب اوربند وشو.