• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپین بولدک ـ چمن دروازه نن سهار له یوه ساعت تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۷ GMT+۱

باوري سرچینو له سپین بولدک څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د دوشنبې ورځ (د وږي ۲۷مه) سهار دغه دروازه د پلي مسافرو پر مخ کابوه یو ساعت وتړل شوه.

سرچینې وايي، لاره هغه مهال وتړل شوه، چې پاکستانې پوځیانو د کندهار اوسیدونکې چې تل به یې پر دغه دروازه دافغانستان په تذکره تګ راتګ کاوه، خو نن سهار ورته په تذکره د تګ راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې، چې طالبانو یې په غبرګون کې افغانستان ته پر پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ مخنیوی وکړ.

خو په سپین بولدک کې د طالبانو کمیسار د یادې موضوع په اړه بې خبري ښیي او وايي د سپین بولدک ـ چمن دروازه اوس د تګ راتګ پر مخ خلاصه ده.

بل لورته د سپین بولدک او چمن اوسیدونکي د سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې له مسافرو سره د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي.

د محمد اشرف په نوم د کندهار یو اوسیدونکی وايي، په دغه دروازه د ښځو او ماشومانو په ګډون ډيری مسافر د پاکستاني پوځیانو او انساني قاچاق کوونکو له لوري سخت زورول کیږي،«موږ د مجبوریت څخه پاکستان ته ځو ډیری وخت د درملنې په موخه کوټې ته ځو خو پر دغه دروازه ولاړ پاکستاني پوځیان او انساني قاچاق کوونکې افغان مسافر په یوه او بله بهانه سخت زهیروي.»

تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له نښتې وروسته د پاکستان له لوري د نهه ورځو لپاره د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو ځو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستان د حکومت له لورې افغان کډوال نیول کیږي او زندانونو ته استول کیږي. خو تر اوسه طالبانو د پاکستان له لوري د افغان کډوالو نیولو ته هیڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی
۱

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۲

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵

په جنسي تېري تورن افغان پناه‌غوښتونکی وايي په افغانستان کې یې له برتانوي پوځ سره کار کاوه

•
•
•

نور کیسې

یوناما : د څو لسیزو جګړو قرباني شوي افغان معلولان ملاتړ ته اړتیا لري

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۲ GMT+۱
یوناما : د څو لسیزو جګړو قرباني شوي افغان معلولان ملاتړ ته اړتیا لري
100%

د افغانستان لپاره د یوناما ځانګړې استازې روزا اتونبایوا د یکشنبې په ورځ د «وږي ۲۶مه» د معلولیت لرونکو کسانو د مرکز څخه د لیدنې پر مهال د معلولانو حقونو په لوړیدو او ملاتړ ټینګار کړی.

یوناما پر ایکس (پخواني ټویټر) پاڼهد دې لیدنې په اړه لیکلي، «په افغانستان کې د لسیزو جګړو د ژوندي پاتې شویو د حقونو لوړیدا او ملاتړ ته اړتیا لري.»

همدارنګه یوناما لیکلي، اټکل کیږي په افغانستان کې ۲،۵ میلیونه لویان د سختو معلولیتونو سره ژوندی کوي.

خو په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د معلولیت لرونکو کسانو شمېرې يې نه دي شریکې کړې.

بل لور ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه معلولان د طالبانو له لوري د میاشتنیو معاشونو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي.

د کندهار اوسیدونکی محمد لعل چې یوه پښه يې په ماین چاودنه کې له لاسه ورکړې وايي، د تیرو دوو کلنو راهیسې ورته هیڅ ډول کلنی امتیاز نه دی ورکړل شوی،«مخکې موږ ته هر کال د حکومت له لوري معاش راکول کېده، خو اوس موږ د معیوبینو ریاست لوري ته لا څوک نه پریږدي.»

همدارنګه یو شمېر معلولان وايي، په ډیریو ولایتونو کې طالبان یوازې خپلو هغو کسانو ته میاشتنی معاش ورکوي چې د دوی تر قوماندې لاندې په جګړه کې معلول شوي وي.

د کندهار اوسیدونکی رفیع الله وايي: «اوس نه معلولینو، نه کون‍ډې او نه هم د یتیم غږ اوریدل کیږي، هر امتیاز او امکانات چې وي هغه د طالبانو اړوند کسانو یتیمانو او کونډیانو ته په واک کې ورکول کیږي، موږ هم د دې هیواد اوسیدونکي یو او هر چاته باید خپل حق ورکول شي.»

د معلولانو د نيوکو سربېرهڅه موده وړاندې د طالبانو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې معلولانو ته د معاشونو ورکړې حساب هم ورکړی و.

طالبانو په اوو مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د علماو د شوراګانو د جوړېدو اعلان وکړ

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۸ GMT+۱
طالبانو په اوو مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د علماو د شوراګانو د جوړېدو اعلان وکړ
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته د منسوب فرمان پر بنسټ په اوو ولایتونو کې د دې ډلې د علماو د شورا ګانو د جوړېدو اعلان وکړ.

د طالبانو د ویاند له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغه شوراګانې په نورستان، بامیان، میدان وردګو، غور، سرپل، لغمان او دایکنډي ولایتونو کې جوړې شوې دي.

مجاهد د يادې شورا د جوړېدو اعلان د يکشنبې په ورځ (د وږي په ٢٦مه) پرې خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې وکړ.

دا شورا له ۷ څخه تر ۱۷ پورې غړي لري او داسې ښکاري چې ټول یې د دیني مدرسو لوستي او له طالبانو سره یوځای شوي ملایان دي.

د اعلان شویو نومونو له مخې؛ د طالبانو مشر په درېیو شیعه مذهبو ولایاتو؛ بامیان، دایکنډي او سرپل ولایتونو کې د دغو شوراګانو زیاتره غړي له سني علماو څخه غوره کړي دي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل حکم کې ټینګار کړی، چې دغه شوراګانې به په ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییزو ادارو ته مشورې ورکوي او سیمه ییز چارواکي باید د هغوی له مشورو ګټه واخلي.

طالبانو تر دې وړاندې په څو نورو ولایتونو کې هم د ورته شوراګانو د جوړولو اعلان کړی و.

د یادو شوراګانو ټول غړي له طالبانو سره تړلي دیني عالمان دي او په سیمه ییزه کچه د دغې ډلې د سخت دریځو نظریو مبلغین او عملي کوونکي دي.

د علماو د شوراګانو تر څنګ طالبانو په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف ځانګړې ډلې هم جوړې کړي دي.

د دې ادارې محتسبان د طالبانو د مذهبي پولیسو د ګزمې د یوې برخې په توګه په عامه ځایونو کې د خلکو جامې او بڼه څاري.

طالبانو د چین د سفیر په حواله ویلي: د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوو

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱
طالبانو د چین د سفیر په حواله ویلي: د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوو
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ژاو شینګ د طالبانو له کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې چین نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

خو د چین سفیر تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپلې اېکس(ټوېټر) لیکلي، چې د چین سفیر په یاده لیدنه کې ویلي چې دوی د افغانستان په اړه مثبت نظر لري.

نوموړي د چین سفیر له قوله لیکلي: “چین او افغانستان دوه ښه ګاونډیان دي او هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، اعتقاداتو او کلتور ته درناوی کوي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هوډ نه‌لري”.

د یادونې وړ ده، چې د چین نوي سفیر تېره اونۍ په یو لړ تشریفاتي مراسمو کې د طالبانو رییس الوزرا ته خپل باورلیک وکړ، دغو رسمي مراسمو د یو شمېر منتقدینو نیوکې راپارولي دي.

طالبانو د یوټیوبرانو د فعالیتونو د تنظیم کړنلاره جوړه کړه

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۱
طالبانو د یوټیوبرانو د فعالیتونو د تنظیم کړنلاره جوړه کړه
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال د یوټیوبرانو لپاره د فعالیتونو د تنظیمولو د یوې کړنلارې د جوړولو اعلان وکړ. د طالبانو د باختر اژانس د خبر له مخې؛ حيات الله مهاجر ویلي، چې دغه کړنلاره د يوټيوبرانو د شمېر د زياتوالي له امله چمتو شوې ده.

پر کابل د طالبانو د واکمنۍ له دویم ځل پیل راهیسې دغه ډله د ازادو رسنیو فعالیتونه په جدي ډول څاري او ځینې خپرونې یې محدودې کړي دي.

همدا محدودیتونه د دې لامل شول، چې ګڼ شمېر ځوانان د خپلې خوښې منځپانګه پر یوټیوب خپره کړي او دغو خپرونو ډېر لېدونکي هم پېدا کړل.

ښاغلي مهاجر وویل، چې یوټیوب ته د ځوانانو د پام د اړولو تر ټولو ستر لامل له دغې ټولنیزې شبکې څخه د پېسو تر لاسه کول دي.

نوموړي د دغې کړنلارې په اړه ډېر معلومات ورنه کړل.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د یوټیوب یو شمېر کاروونکي نیولي، شکنجه کړي او ځینې یې زندانیان کړي دي، چې یو شمېر یې لا هم په زندانونو کې دي.

تر دې مخکې داسې اندېښنې وې، چې ښايي طالبان د نویو مقرراتو په لګولو سره د یوټیوب د کاروونکو فعالیتونه محدود کړي.

باختر اژانس د يکشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د حيات الله مهاجر په حواله خبر ورکړ، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو رسنيو ملاتړ کوي چې له اسلامي ارزښتونو سره سم کار کوي.

ښاغلي مهاجر دا روښانه نه کړه چې د "اسلامي ارزښتونو" له جملې څخه يې موخه څه ده، خو دغه ډله د "اسلامي ارزښتونو" څخه سخت تعبير لري او د همدې ارزښتونو د تطبیق له مخې یې د موسيقۍ او سریالونو پر خپرولو بندیز لګولی.

د دې ډلې چارواکو په وار- وار ټینګار کړی، چې د رسنیو فعالیتونه باید په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له سیاستونو سره سم وي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ادعا وکړه؛ هغه رسنۍ چې په افغانستان کې یې فعالیت بند شوی مالي سرچینې یې له بهر څخه وې.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د طالبانو رییس الوزرا ته لیک استولی

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۱ GMT+۱
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د طالبانو رییس الوزرا ته لیک استولی
100%

ډيپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان سرپرست لومړي زویر انوارالحق کاکړ د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ته لیک لېږلی دی. دا لیک چې موږ ته یې یوه برخه رسېدلې، ښاغلي کاکړ پکې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د ګډ کار غوښتنه کړې ده.

نوموړي ملا حسن اخوند ته لیکلي دي: «پاکستان له افغانستان سره د ورورۍ نږدې اړیکه لري چې د دواړو هېوادونو په تاریخي، کلتوري او مذهبی ګډولو کې یې رېښه ده.»

نوموړي افغانستان د پاکستان «ګاونډی او ورور» بللی او ټینګار یې کړی چې د دې اړیکو په تېره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې لا پیاوړتیا ته پوره ژمن دی.

د ښاغلي کاکړ په خبره، د سوداګرۍ ډېرېدل او سیمه ییزې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو د پرمختګ لپاره مهم دي، ځکه باید دواړه لوري ګډو موخو ته د رسېدو لپاره ګډ کار وکړي.

له دې سره بیا هم د لیک پوره متن افغانستان انټرنشنل ته نه دی رسېدلی.

تېره اونۍ د پاکستان او طالبانو پوله ساتي په تورخم دروازه کې سره ونښتل او له امله یې دا بندر نږدې نهه ورځې د مساپرو او ګاډو پرمخ تړلی و.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، د دې نښتې اصلي عامل پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو لخوا پنا ور کول دي او تراوسه دا لانجه حل شوې نه ده.