• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان د نه جبرانېدونکې تباهۍ په لور روان دی

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویمې کلیزې په مناسبت وویل، چې په دغه هېواد کې بشري حقونه له هرې زاویې تر برید لاندې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیز دوه کاله وروسته افغانستان د «نه جبرانېدونکې تباهۍ» پر څنډه ولاړ دی.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې طالبانو نه یوازې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې "د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او په بشپړ معافیت سره یې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي."

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې "بشري حقونه په هره برخه کې تر برید لاندې دي او باید یې مخه ونیول شي”.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو او نجونو ټول حقونه چې په هر عمر کې زده کړو ته د هغوی د لاسرسي حق هم پکې شامل دی؛ تضمین کړي او د ښوونځیو دروازې دې سمدستي پرانیزي او مېرمنې دې بېرته کار کولو ته پرېږدي.

دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې طالبان باید د بیان او ټولینزې ازادۍ حق تضمین کړي. د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان هم د ښځينه خبريالانو او لاريون کوونکو د تښتولو، خپلسرو نيولو او وهلو ټکولو د بندېدا غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې ټول مهم بنسټونه منحل کړي او د بیان ازادي، عادلانه محاکم او نور بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه شوې او زرګونه افغانان په خپلسري ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او حتا وژل شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، پوهان، مذهبي او په ځانګړې توګه قومي اقلیتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.

د روان کال د وږي په میاشت کې د اوړي د رخصتیو په پای کې طالبانو له هلکانو او نارینه ښوونکو وغوښتل چې ښوونځیو ته ستانه شي، خو د نجونو او ښځینه ښوونکو د راستنېدو په اړه یې چوپه خوله پاتې شول، چې په وینا یې ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو له هغه وخت راهیسې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو له پرېکړې دفاع کړې ده، چې د دې ډلې مشرانو ویلي؛ د نجونو زده کړه "فرض نه ده" او هم د نجونو د زده کړو لپاره شرایط نه دي اماده شوي.

د اعتراضونو د کمولو لپاره، طالب چارواکو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز به تر امر ثاني پورې دوام لري.

د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز څخه دوه کاله تېر شول، په نړۍواله کچه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د "جنسي نژادي تبعیض" په رسمیت پېژندلو غوښتنې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د روسیې لپاره د م.م ځانګړې راپور ورکوونکې: روسیې د مدني او بشري حقونو فعالان شکنجه کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د بشري حقونو په برخه کې د روسیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ماریانا کتزروا وايي، چې روسيې په پراخه کچه له اوکراین سره د جګړې منتقدین، د بشري او مدني حقونو فعالان نیولي دي.

نوموړې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې روسیې د اوکراین د جګړې له پیله په سیستماتیک ډول خپله روسي مدني ټولنه ځپلې او منتقدین یې ډارولي دي.

د ملګرو ملتونو یادې راپور ورکوونکې زیاته کړې، چې روسیې په دوامداره ډول یو شمېر مدني فعالین شکنجه کړي او حتا ځینې یې د مرګ له ګواښ سره هم مخ دي.

له تېرو نېږدې دوو لسیزو راپه دېخوا دا لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه نړۍوال سازمان د پنځو دایمي غړو”امریکا، فرانسه، چین، برېتانیا او روسیه” هېوادونو څخه یې په یو هېواد کې بشري وضعیت ارزوي.

په دغه راپور کې راغلي، چې ملګرو ملتونو په روسیه کې یو شمېر قانوني محدودیتونه مستند کړي دي، چې له مخې یې د مدني ټولنې غړي او بشري حقونو فعالان په دې تور چې دوی د جګړې مخالف دي د روسیې د حکومت له خوا ځپل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په روسیه کې په جبري ډول د یو شمېر خپلواکو رسنیو فعالیت هم محدود شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر وړاندې د روسیې د حکومت ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو راپور نه دی لوستی.

له دې وړاندې هم یو شمېر نړۍوالو بنسټونو روسیه په اوکراین کې په بشري جنایت تورنه کړې وه، خو د روسیې ولسمشر پوتین او ګڼو نورو چارواکو د نړۍوالو خپلواکو بنسټونو دغه تورونه یوازې ادعاوې ګڼلې وې.

امریکا او ایران؛ ایران پنځه امریکايي وګړي خوشې کړل او ۶ میلیارده کنګل ډالر یې تر لاسه کړ

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو او پیسو د تبادلې د هوکړې له مخې؛ ایران د پنځو امریکايي وګړو الوتکې ته د الوتنې اجازه ورکړه او په بدل کې یې جنوبي کوریا د قطر بانکونو ته د هغوی پور پېسې انتقال کړې.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو؛ واشنګټن موافقه کړې چې له جنوبي کوریا څخه په قطر کې د مالي بنسټونو محدودو حسابونو ته د ایران پیسې انتقال کړي؛ خو هېڅ پیسې مستقیماً ایران ته نه ځي.

نوموړي وویل، چې د دغو مالي مرستو له سپارلو وروسته به امریکا دغه پیسې وڅاري چې څنګه او کله کارول کېږي.

ایرنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند د ناصر کنعاني په حواله وايي، چې بندیانو ته نن اجازه ورکړل شوې او د دغو بندیانو د تبادلې په بدل کې یې د ایران شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې پېسې د قطر بانک ته استولي دي.

د ایران پر جنوبي کوریا دغه مقدار پور هغه وخت کنګل شو، چې د امریکا مخکیني ولسمشر ټرمپ پر ایران بندیزونه ولګول او یادې پېسې له جنوبي کوریا سره پاتې شوې.

له هوکړې وروسته دغه پېسې د قطر بانکونو ته انتقال شوي دي.

له دغې هوکړې وروسته تېره اونۍ د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر جو بایډن "بې کفایته" وباله او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې له مخې یې د ایران د بندو شپږو میلیاردو ډالرو په بدل کې د بندیانو د تبادلې په برخه کې شوې موافقې ته په کتو سره هغه "بې کفایته" بللی دی.

د وژل شوي پخواني نظامي کورنۍ: د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر راسره شخصي دښمني پالي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د کابل په کارته نو کې مېشت د پخوانیو نظامیانو اړوند یوه کورنۍ ادعا کوي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور پورې اړوند کسانو یې پر کور عملیات کړي او د دوی د کورنۍ یو غړی یې له خپلو څلورو ملګرو سره وژلی دی.

دغه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې وژل شوی نصیر احمد په تېر نظام کې د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې دنده درلوده.

په تېر حکومت کې د یو نظامي کورنۍ، چې د پکتیا زرمت لسوالۍ د سهاکو د کلي اوسېدونکې وه او اوس مهال د کابل کارته نو د سیمه کې اوسیږي، نن دوشنبه (د سنبلې ۲۷ مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د سنبلې په ۱۱ مه د طالبانو په نظامي یونيفورم سمبال وسلوالو نصیر احمد له خپل کور څخه ونیو.

دغه کورنۍ زیاتوي، چې نصیر احمد له څو ورځې شکنجې وروسته خوشې او خپل کور ته راغی؛ خو سمدستي یې طالبانو پر کور عملیات وکړل او نوموړی له خپلو څلورو ملګرو سره چې د نوموړي پوښتنې ته راغلي وو وواژه.

دوی زیاتوي:" طالبانو رسول خان، سیف الله، عقل شاه او یو بل ملګری په کور کې ووژل".

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سنبلې ۱۹ مه اعلان وکړ، چې ددې وزارت د ځانکړو ځواکونو د قوماندانۍ په کشفي او اپراتیفي معلومات پر بنسټ د کابل کارته نو سیمه کې پر یو کور عملیات وکړل، چې د انسان تښتوونکو ډلې ۴ کسان یې ووژل.

خو یاد وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، چې په دغه عملیاتو کې یو تښتول شوی کس هم ووژل شو.

د وژل شويو کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا بې اساسه او یوه دسیسه بولي.

دا کورنۍ د طالبانو له مشرانو او د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د دغې پیښې بې طرفه او هر اړخیزه څېړنه دې وشي.

بل خوا دا کورنۍ وايي؛ د دوی د کورنۍ زیاتره نارینه غړي د جمهوریت پرمهال په نظامي لیکو کې دندې درلودې او هغه وخت د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو د (منصور ګروپ) وسلوالو مشري په غاړه درلوده، ددې ډلې واک ته له رسېدو سره د ملا هبت الله د بښنې وروسته هم دغه ځايي ډله له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي او له دوی سره شخصي دښمني پالي.

منصور ګروپ د طالبانو یوه له هغو وسلوالو ډلو څخه وه، چې د وروستي جمهوریت پر مهال یې د لویې پکتیا په بېلابېلو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.

دوی ادعا کوي، چې اوس مهال ددې کورنۍ یو بل غړی نثار احمد اوس هم د طالبانو په بند کې دی او دوی ګواښل کیږي، چې د نوموړي د خلاصون لپاره دې کومه هڅه ونه کړي، کنه د کورنۍ نور غړي به یې هم ورته زنداني کړي.

د دې راپور په اړه مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور او د کورنیو چارو وزارت نظر واخلو، خو په دې کار بریالي نه شو.

انځور : نثار احمد د وژل شوي نصیر احمد د تره زوی

100%

د طالبانو نظامي محکمې د کابل د برېښنا رییس ته د ساتونکي سره د څملاستو له قضیې برائت ورکړ

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې د یو سند له مخې؛ د دې ډلې نظامي محکمې د کابل د برېښنا شرکت رییس ملا احمد ته "له خپل ساتونکي سره د څملاستو" له قضیې برائت ورکړ.

د دې سند له مخې؛ دغې محکمې د ملا احمد "له خپل ساتونکي سره د یوځای څملاستو" ویډیو په اړه "څېړنه" کړې او هغه یې "جعلي" بللې ده.

د طالبانو په یوه رسمي لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې؛ راغلي چې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند د کابل برېښنا شرکت رییس ملا احمد له خپل یو ساتونکي سره د "څملاستو" موضوع د ـ وږي په ۱۸ مه ـ د څېړونو په موخه د کابل پوځي محکمې ته استولې ده.

د دې ډلې د نظامي محکمې مشر مولوي عبدالغفار رحماني د طالبانو د رییس الوزرا د مکتوب په ځواب کې د سنبلې په ٢٦ مه ليکلي: "له معلوماتو او څېړنو وروسته معلومه شوه، چې هغه ويډيو چې په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې وه، پر ملا احمد تورونه جعلي او درواغ ثابت شول او ملا احمد په دغه قضیه کې بري شو.

د طالبانو پوځي محکمې څرګنده نه کړه چې دا ولې "جعلي" وه او څنګه د "جعلي" ویډیو په توګه وپېژندل شوه.

100%

دا ویډیو د اسد په میاشت کې د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې وه او دغه ویډیو یې د اسد په ۲۷ مه خپره کړه.

دا بې غږه ویډیو یوه ساده کوټه ښیي چې چمتو بستر لري. لکه څنګه چې په دې ویډیو کې ښکاري، ملا احمد خپلې جامې لېرې کوي او د بړستنې لاندې څملي او بیا یو ځوان چې ویل کیږي د هغه ساتونکی دی، څنګ ته ویده کیږي.

د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته د اسد په ۳۱مه طالبانو ملا احمد اخوند کندهار ته وغوښت.

د برېښنا شرکت له خوا په یوه مکتوب کې چې یوه کاپي یې د افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې وه، کندهار ته د ملا احمد سفر "کورنۍ ستونزې" بللې وې، په داسې حال کې چې سرچینو ویلي چې هغه د طالبانو مشرتابه لخوا د ویډیو په قضیه کې "غوښتل شوی" دی.

اوس، د دې ویډیو له خپریدو یوه میاشت وروسته؛ د دې کیسې نوي اړخونه خپاره شوي.

په وروستي اقدام کې د دې ویډیو له خپریدو وروسته، ملا احمد د خپلو دوو ساتونکو پر ضد شکایت کړی دی.

په کابل کې د طالبانو پوځي محکمې په یوه لیک کې چې د ملا احمد د برائت اعلان یې کړی، له هغه یې غوښتي چې له خپل ساتونکي سره "پخلاینه" وکړي او "بښنه" وکړي.

معلومه نه ده چې ملا احمد د خپلو ساتونکو په وړاندې د شکایت لامل څه و.

د طالبانو نظامي محکمې د دغې ډلې دغه جګپوړي چارواکي ته په داسې حال کې برائت ورکوي، چې پخوا یې د عامو افغانانو پر وړاندې له واده پرته د جنسي اړیکو تورونه تعقیب کړي او سزا یې ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې تېر ثور میاشت کې اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د دغې ډلې محکمو ۱۷۵ د قصاص، ۳۷ د سنګسار او ۴ بندیانو ته یې تر دېوال لاندې کولو سزاګانې اورولې دي.

لاوروف: امریکا له روسیې سره جګړه کوي خو "لاس او بدن" د اوکراین دي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا کوي چې امریکا د اوکراین د جګړې مدیریت کوي. نوموړي د واشنګټن له لوري کییف ته د استول شوو وسلو، په اړه وویل: «امریکا په حقیقت کې د روسیې پروړاندې "د اوکراین په لاس او بدن " جګړه کوي.»

سرګي لاوروف د یکشنیې په ورځ د (وږي په ۲۶مه) د راشیا ۱ تلویزیون سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «امریکا يې چې هر څومره رودوي، خو په اوکران کې له روسیې سره جنګیږي.»

نوموړي کییف ته د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو د احتمال په اړه دپوښتنې په ځواب کې وویل: «له کلونو راهیسې، امریکا د روسیې د ماتولو لپاره د اوکراین له لوري د نیابتي جګړې لپاره چمتوالی نیسي.»

نوموړي د خپلو څرګندونو د توجیه کولو لپاره وویل، چې «امریکا اوکراین ته بېلابېلې وسلې، مهمات او معلومات ورکړي دي.»

د راپورونو له مخې، شونې ده چې امریکا به ډېر ژر کیف ته د ۳۰۰ کیلومترو واټن ویشتونکي توغندي د هغو وسلو سربېره ورکړي چې اوکراین ته یې له مخکې ورکړې دي.

په دې وروستیو کې پولیټیکو ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې اوکراین غواړي دغه توغندي ژر تر ژره ور وسپارل شي.

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې له امریکايي چارواکو سره وګوري.