• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تمیم عاصي: د ملګرو ملتونو عمومې غونډې په څنډه کې د افغانستان انټرنشنل ټیم د افغانانو غږ شو

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د جمهوریت دورې د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي، پر ایکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) په یوه یاددښت کې لیکلي: «د افغانستان انټرنشنل ټیم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د افغانانو غږ شو. په دې غونډه کې عارف یعقوبي او مریم رحمتي او د دوی همکاران د افغانستان د خلکو غږ دي».

هغه زیاته کړې، چې دا غږونه باید د افغانستان د جمهوریت دورې ولسمشر غني، پخواني ولسمشر کرزي، امرالله صالح، ډاکټر عبدالله او نورو لخوا پورته شوې وای.

هغه د خپل یاددښت په بلې برخه کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر ۱۱مې ته په اشارې سره وویل؛ طالبانو په دې پېښه کې د یوه همکار په توګه لاس درلود، کیدای شي چې دوی به هیڅکله هم نیویارک ته د ډیپلوماټیک استازي د لېږلو اجازه تر لاسه نه کړي او که د امریکا فدرالي حکومت وغواړي، د نیویارک ایالتي حکومت به یې مخالفت وکړي.

هغه لیکلي، رسنې د ملت غږ او استازي دي.

عاصي دا څرګندونې داسې حال کې کوي، چې د افغانستان انټرنیشنل خبریالې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال د امریکا له ولسمشر څخه د افغان ښځو د حقونو په اړه پوښتنه وکړه.

مریم رحمتي له جو بایډن څخه وپوښتل: «ښاغلی ولسمشر، تاسو به د افغانستان په اړه خبرې وکړئ؟ تاسو به په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړئ»؟

د امریکا جمهور رئیس د نورو ډېرو خبریالانو په څېر د افغانستان انټرنشنل خبریالې پوښتنې ته ځواب ونه ویل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د اوکراین د جګړې د سمدستي بندېدو په ګډون پر نړۍوالو مسایلو ټینګار وکړ؛ خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه.

جو بایډن وویل، چې روسیه د اوکراین د جګړې مسوولیت لري، پرته له دې چې د پایلو په اړه اندېښنه ولري.

هغه همدا راز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو هېڅ غړی هېواد باید دا فکر ونه کړي، چې له ځواب ورکولو پرته دې پر بل هېواد برید وکړي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د د ملګرو ملتونو ۷۸ مه غونډه کې ټینګار وکړ، چې هېواد به یې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د ولسمشر په وینا؛ اوکراین غواړي چې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي خو روسیه سوله نه غواړي.

جو بایډن زیاته کړه، چې د نړۍ د هر هېواد خپلواکي باید خوندي وي او د امریکا متحده ایالات به د هر ډول تېري پر وړاندې ودرېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کړی و او د ښاغلي بایډن د خبرو ملاتړ یې وکړ.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې به د امریکايي او روسي چارواکو تر منځ کومه غونډه نه وي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي؛ امریکا د روسیې له استازو سره د تماس پلان نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

خو ښاغلي بایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې پکې د زده کړو او کار کولو حق نه لري او تقریباً له عامه ژوند څخه بې برخې دي.

د ښاغلي بایډن له وینا یو ساعت مخکې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي له هغه وپوښتل، چې ایا هغه به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د رسېدو پر مهال د افغانستان او د ښځو د حقونو په اړه څه ووایي؟ خو ښاغلي بایډن ځواب ورنه کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او پکې د افغانستان استازیتوب څوک نه کوي.

د افغانستان د تېر حکومت ډېپلومات نصیر احمد فایق چې لا هم په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب دنده پر غاړه لري، د ملګرو ملتونو په دغې عمومي غونډه کې حاضر نه و.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: د غرب په غوښتنه شریعت نه پرېږدو

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، دا ډله به د غربي هېوادونو په غوښتنه د شریعت یوه برخه هم پرې نه ږدي. دغه طالب چارواکي فاریاب ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل، چې پر طالبانو باور وکړي او د «دښمن تبلیغاتي جګړې» ته پام ونه کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼې کې لیکلي، چې ندا ​​محمد ندیم د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په عامه غوڼډه کې وینا وکړه.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبان د نړۍ د غوښتنو پر خلاف په حرکت کې دي او له نړۍوال مشروعیت څخه واټن لري.

د طالبانو د اسلامي شریعت د پلي کولو تر نامه لاندې پر افغانستان بیا واکمنۍ، د ښځو، قومي او مذهبي ډلو پر وړاندې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

په تېرو دوو کلونو کې نړۍوالې ټولنې په پرله پسې توګه له طالبانو غوښتي، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د یوه جامع حکومت په جوړولو سره د افغانستان د نړۍوالې انزوا او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

طالبانو په پرله پسې ډول د نړۍ غوښتنې له پامه غورځولي دي؛ خو د دغې ډلې چارواکو په وار - وار له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغې ډلې حکومت دې په رسمیت وپېژني.

خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

حتا هغه هېوادونه چې د دې ډلې استازو ته یې د افغانستان ډېپلوماټیک ماموریتونه سپارلي، د دې ډلې حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: د افغانو مېرمنو او نجونو وضعیت باید لومړیتوب پاتې شي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او اقیانوسیه د څانګې مشرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته د پاملرنې په لومړيتوب ټينګار وکړ.

پیټرا زیګمونډ له خالد خیاري سره خپلې خبرې پر اېکس (ټوېټر) خپرې کړې دي.

دغه چارواکي د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) لیکلي، چې دواړو خواو موافقه کړې، چې د افغانو ښځو او نجونو وضعیت باید د دوی د کار لومړیتوب وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي اعلان کړی و ،چې د افغانو ښځو او نجونو وضعیت د دغه سازمان د ۷۸مې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه نن سې شنبه په نیویارک کې پیل شوې ده.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو درېیو دفترونو په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغې ډلې له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله د ښځو رواني روغتیا خرابه شوې ده.

​

د ملګرو ملتونو ۷۸ غونډه؛ په روانه غونډه کې د افغانستان څوکۍ تشه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق ګډون نه کوي او د افغانستان څوکۍ تشه ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې په نیویارک کې پیل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د افغان ښځو وضعیت هم د دې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د اوکراین مساله او د اقلیم د بدلون مساله به د دې غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د ۱۴۰۰م کال په اوړي کې د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له دغه مقامه استعفاء وکړه او د افغان پلاوي مشري نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.

په تېرو دوو کلونو کې ملګرو ملتونو د دغې ډلې د ادارې د بې قانونۍ له امله په دغه سازمان کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کړې ده.

تېر کال د دغه سازمان د عمومي اسمبلې په ۷۷ مه غونډه کې نصیر احمد فایق له وینا څخه ووت.

تېر کال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ښاغلي فایق د طالبانو د ملاتړو هېوادونو تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه کړې وه.

ښاغلي فایق او ملګرو ملتونو تر اوسه د افغان څوکۍ د خالي پاتې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال نصیر احمد فایق ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ۱۴۰۰کال د موافقې له مخې به افغانستان او میانمار په عمومي غونډه کې خبرې نه کوي؛ خو ښاغلي فایق د تېر کال د دغه تړون په اړه وضاحت ور نه کړ.

افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ د ملګرو ملتونو غړی شو.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي: په افغانستان کې کورنۍ شخړې د سیمې لپاره ننګونه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي د افغانستان، یمن، سوډان، سوریې او لبنان کورنې شخړې د سیمې له سترو امنیتي ننګونو څخه وبللې. جاسم البودایوي دغه موضوع د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته څرګنده کړه.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږۍ په ۲۷مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډه کې جوړه شوې.

د عرب نیوز د راپور له مخې؛ جاسم البودایوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په کتنه کې وویل، چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه له امریکا سره د دغې اتحادیې د اړیکو د ټینګښت لپاره د لا زیاتو اقداماتو پلان لري.

جاسم البودایوي زیاته کړه؛ له امریکا سره د فارس خلیج د همکارۍ شورا ستراتیژیک شراکت د فارس خلیج د همکارۍ د شورا یو لومړیتوب دی او دغه غونډه د دا شان لومړیتوب ښودنه ده.

همداراز هغه په افغانستان، یمن، سوډان، سوریه، لبنان او نورو هېوادونو کې د «اټومي وسلو» پراخېدل، امنیتي ګواښونه، سیاسي بې ثباتي او داخلي شخړې د سیمې له سترو ننګونو څخه ګڼلې دي.

هغه په ​​داسې حال کې افغانستان ته اشاره وکړه، چې څه موده وړاندې په جده کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی شوی و.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د مشرانو غونډه د سرطان د میاشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ په جده کې جوړه شوې وه.

په دې کتنه کې د قرغزستان جمهور رییس سادیر جباروف د افغانستان وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ وباله» او ټینګار یې وکړ، چې له ترهګرۍ، افراطیت او سازمان شویو نړۍوالو جرمونو سره مبارزې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د خلیج د همکارۍ شورا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل، چې د امریکا او په دې شورا کې د شاملو فارس خلیج د خلکو او د ټولې نړۍ په ګټه دی.