• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: د غرب په غوښتنه شریعت نه پرېږدو

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، دا ډله به د غربي هېوادونو په غوښتنه د شریعت یوه برخه هم پرې نه ږدي. دغه طالب چارواکي فاریاب ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل، چې پر طالبانو باور وکړي او د «دښمن تبلیغاتي جګړې» ته پام ونه کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼې کې لیکلي، چې ندا ​​محمد ندیم د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په عامه غوڼډه کې وینا وکړه.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبان د نړۍ د غوښتنو پر خلاف په حرکت کې دي او له نړۍوال مشروعیت څخه واټن لري.

د طالبانو د اسلامي شریعت د پلي کولو تر نامه لاندې پر افغانستان بیا واکمنۍ، د ښځو، قومي او مذهبي ډلو پر وړاندې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

په تېرو دوو کلونو کې نړۍوالې ټولنې په پرله پسې توګه له طالبانو غوښتي، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د یوه جامع حکومت په جوړولو سره د افغانستان د نړۍوالې انزوا او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

طالبانو په پرله پسې ډول د نړۍ غوښتنې له پامه غورځولي دي؛ خو د دغې ډلې چارواکو په وار - وار له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغې ډلې حکومت دې په رسمیت وپېژني.

خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

حتا هغه هېوادونه چې د دې ډلې استازو ته یې د افغانستان ډېپلوماټیک ماموریتونه سپارلي، د دې ډلې حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: د افغانو مېرمنو او نجونو وضعیت باید لومړیتوب پاتې شي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او اقیانوسیه د څانګې مشرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته د پاملرنې په لومړيتوب ټينګار وکړ.

پیټرا زیګمونډ له خالد خیاري سره خپلې خبرې پر اېکس (ټوېټر) خپرې کړې دي.

دغه چارواکي د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) لیکلي، چې دواړو خواو موافقه کړې، چې د افغانو ښځو او نجونو وضعیت باید د دوی د کار لومړیتوب وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي اعلان کړی و ،چې د افغانو ښځو او نجونو وضعیت د دغه سازمان د ۷۸مې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه نن سې شنبه په نیویارک کې پیل شوې ده.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو درېیو دفترونو په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغې ډلې له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله د ښځو رواني روغتیا خرابه شوې ده.

​

د ملګرو ملتونو ۷۸ غونډه؛ په روانه غونډه کې د افغانستان څوکۍ تشه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق ګډون نه کوي او د افغانستان څوکۍ تشه ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې په نیویارک کې پیل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د افغان ښځو وضعیت هم د دې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د اوکراین مساله او د اقلیم د بدلون مساله به د دې غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د ۱۴۰۰م کال په اوړي کې د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له دغه مقامه استعفاء وکړه او د افغان پلاوي مشري نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.

په تېرو دوو کلونو کې ملګرو ملتونو د دغې ډلې د ادارې د بې قانونۍ له امله په دغه سازمان کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کړې ده.

تېر کال د دغه سازمان د عمومي اسمبلې په ۷۷ مه غونډه کې نصیر احمد فایق له وینا څخه ووت.

تېر کال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ښاغلي فایق د طالبانو د ملاتړو هېوادونو تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه کړې وه.

ښاغلي فایق او ملګرو ملتونو تر اوسه د افغان څوکۍ د خالي پاتې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال نصیر احمد فایق ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ۱۴۰۰کال د موافقې له مخې به افغانستان او میانمار په عمومي غونډه کې خبرې نه کوي؛ خو ښاغلي فایق د تېر کال د دغه تړون په اړه وضاحت ور نه کړ.

افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ د ملګرو ملتونو غړی شو.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي: په افغانستان کې کورنۍ شخړې د سیمې لپاره ننګونه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي د افغانستان، یمن، سوډان، سوریې او لبنان کورنې شخړې د سیمې له سترو امنیتي ننګونو څخه وبللې. جاسم البودایوي دغه موضوع د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته څرګنده کړه.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږۍ په ۲۷مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډه کې جوړه شوې.

د عرب نیوز د راپور له مخې؛ جاسم البودایوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په کتنه کې وویل، چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه له امریکا سره د دغې اتحادیې د اړیکو د ټینګښت لپاره د لا زیاتو اقداماتو پلان لري.

جاسم البودایوي زیاته کړه؛ له امریکا سره د فارس خلیج د همکارۍ شورا ستراتیژیک شراکت د فارس خلیج د همکارۍ د شورا یو لومړیتوب دی او دغه غونډه د دا شان لومړیتوب ښودنه ده.

همداراز هغه په افغانستان، یمن، سوډان، سوریه، لبنان او نورو هېوادونو کې د «اټومي وسلو» پراخېدل، امنیتي ګواښونه، سیاسي بې ثباتي او داخلي شخړې د سیمې له سترو ننګونو څخه ګڼلې دي.

هغه په ​​داسې حال کې افغانستان ته اشاره وکړه، چې څه موده وړاندې په جده کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی شوی و.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د مشرانو غونډه د سرطان د میاشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ په جده کې جوړه شوې وه.

په دې کتنه کې د قرغزستان جمهور رییس سادیر جباروف د افغانستان وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ وباله» او ټینګار یې وکړ، چې له ترهګرۍ، افراطیت او سازمان شویو نړۍوالو جرمونو سره مبارزې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د خلیج د همکارۍ شورا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل، چې د امریکا او په دې شورا کې د شاملو فارس خلیج د خلکو او د ټولې نړۍ په ګټه دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه: د افغانو مېرمنو حقونه باید ژر تر ژره بېرته ورکړل شي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، چې په افغانستان کې باید د افغان مېرمنو او نجونو حقونه ژر تر ژره بېرته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن پیل شوه، د دغه سازمان د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا څانګې پر خپلې اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې افغانې مېرمنې او نجونې باید د کار، زده کړو او ټولنیزې ازادۍ په برخه کې ازادې پرېښودل شي.

دوی زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته دغې ډلې د مېرمنو او نجونو د ژوند د محدودیت په پار له ۵۰ څخه زیات فرمانونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن سه شنبې د سېپټمبر ۱۹مه په نیویارک کې د ۱۹۳ هېوادونو د مشرانو په ګډون پیل شوه او د سېپټمبر تر ۲۶مې به دوام وکړي.

انټونیو ګوترېش تر دې غونډې مخکې ویلي و، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه بحث به د دغې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د افغانستان تر واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخه او سیسټماټیکه توګه په سرغړونو تورن دي.

د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو د بندیزو پر مسالې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارېدلي دي، خو طالبانو په بار – بار ویلي چې دوی افغانو مېرمنو او نجونو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي او په دغې مسالې کې د هیچا مداخله ورته د منلو وړ نه ده.

طالبان وايي د افغانستان په ختیځ کې یې د ډېورنډ کرښې ته نېږدې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱

طالبانو د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه څه باندې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي. د طالبانو يوه قوماندان وويل، چې دغه سرحدي پوستې د دغې ډلې د دفاع وزارت په امر جوړې شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د سرحدي لېوا قوماندان قاري معراج حریت راډیو ته وویل، چې د دغو پوستو مواصلاتي لارې جوړې شوې او د سرحدي ساتونکو تاسیسات د ګټې اخېستو لپاره چمتو دي.

د دغو سرحدي پوستو د جوړولو خبر د افغانستان په ختیځو پولو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ له یو لړ سرحدي تاو تریخوالي وروسته خپور شو.

قاري معراج دغو تاوتریخوالو ته اشاره ونه کړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو ځواکونه به "هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرغړونه وکړي".

طالب قوماندانان ادعا کوي، چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پاکستانيو ځواکونو د دغو پوستو د جوړولو اجازه نه وه ورکړې.

د نوموړي په خبره؛ د تېر حکومت پر مهال د پولې له صفري نقطې څخه ۱۵ کیلومتره شاته سرحدي پوستې جوړې شوې وې.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه هېواد پر خاوره یوه سرحدي پوسته جوړه کړې او له دوی یې غوښتي چې له دې کاره لاس واخلي.

څه موده وړاندې په تورخم کې د طالبانو له خوا د پوستې د جوړولو له هڅې وروسته د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له امله یې د تورخم دروازه د ۹ ورځو لپاره تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پوسته د پاکستان په پوله کې دننه جوړه شوې وه، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله؛ خو طالبانو ویلي چې پوسته د افغانستان په خاوره کې ده.

تر دې مخکې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي وو، چې دغې ډلې د ګاونډیو هېوادونو پولو ته څېرمه شاوخوا ۶۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړې او د سرحدي ساتونکو شمېر ۴۴ سلنه زیات شوی دی.

د هغه په ​​وينا؛ د افغانستان ٢٠ ولايتونه له شپږو ګاونډيو هېوادونو سره ګډه پوله لري او د امنيتي ننګونو د ځوابولو په موخه د سرحدي ځواکونو د ٦٣ قطعو په چوکاټ کې ٦٠٠ سرحدي ساتونکي ځاى پر ځاى شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول طالبانو د ګاونډیو هېوادونو له پوله ساتو ځواکونو سره نښتې کړې دي. د دغو شخړو زیاتره برخه په لوېدیځو پولو کې له ایراني ځواکونو سره، په جنوبي او ختیځو پولو کې له پاکستاني ځواکونو سره شوې دي.