د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه: د افغانو مېرمنو حقونه باید ژر تر ژره بېرته ورکړل شي

د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، چې په افغانستان کې باید د افغان مېرمنو او نجونو حقونه ژر تر ژره بېرته ورکړل شي.

د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، چې په افغانستان کې باید د افغان مېرمنو او نجونو حقونه ژر تر ژره بېرته ورکړل شي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن پیل شوه، د دغه سازمان د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا څانګې پر خپلې اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې افغانې مېرمنې او نجونې باید د کار، زده کړو او ټولنیزې ازادۍ په برخه کې ازادې پرېښودل شي.
دوی زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته دغې ډلې د مېرمنو او نجونو د ژوند د محدودیت په پار له ۵۰ څخه زیات فرمانونه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن سه شنبې د سېپټمبر ۱۹مه په نیویارک کې د ۱۹۳ هېوادونو د مشرانو په ګډون پیل شوه او د سېپټمبر تر ۲۶مې به دوام وکړي.
انټونیو ګوترېش تر دې غونډې مخکې ویلي و، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه بحث به د دغې غونډې د اجنډا په سر کې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د افغانستان تر واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخه او سیسټماټیکه توګه په سرغړونو تورن دي.
د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو د بندیزو پر مسالې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارېدلي دي، خو طالبانو په بار – بار ویلي چې دوی افغانو مېرمنو او نجونو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي او په دغې مسالې کې د هیچا مداخله ورته د منلو وړ نه ده.

طالبانو د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه څه باندې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي. د طالبانو يوه قوماندان وويل، چې دغه سرحدي پوستې د دغې ډلې د دفاع وزارت په امر جوړې شوې دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د سرحدي لېوا قوماندان قاري معراج حریت راډیو ته وویل، چې د دغو پوستو مواصلاتي لارې جوړې شوې او د سرحدي ساتونکو تاسیسات د ګټې اخېستو لپاره چمتو دي.
د دغو سرحدي پوستو د جوړولو خبر د افغانستان په ختیځو پولو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ له یو لړ سرحدي تاو تریخوالي وروسته خپور شو.
قاري معراج دغو تاوتریخوالو ته اشاره ونه کړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو ځواکونه به "هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرغړونه وکړي".
طالب قوماندانان ادعا کوي، چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پاکستانيو ځواکونو د دغو پوستو د جوړولو اجازه نه وه ورکړې.
د نوموړي په خبره؛ د تېر حکومت پر مهال د پولې له صفري نقطې څخه ۱۵ کیلومتره شاته سرحدي پوستې جوړې شوې وې.
په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه هېواد پر خاوره یوه سرحدي پوسته جوړه کړې او له دوی یې غوښتي چې له دې کاره لاس واخلي.
څه موده وړاندې په تورخم کې د طالبانو له خوا د پوستې د جوړولو له هڅې وروسته د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له امله یې د تورخم دروازه د ۹ ورځو لپاره تړل شوې وه.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پوسته د پاکستان په پوله کې دننه جوړه شوې وه، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله؛ خو طالبانو ویلي چې پوسته د افغانستان په خاوره کې ده.
تر دې مخکې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي وو، چې دغې ډلې د ګاونډیو هېوادونو پولو ته څېرمه شاوخوا ۶۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړې او د سرحدي ساتونکو شمېر ۴۴ سلنه زیات شوی دی.
د هغه په وينا؛ د افغانستان ٢٠ ولايتونه له شپږو ګاونډيو هېوادونو سره ګډه پوله لري او د امنيتي ننګونو د ځوابولو په موخه د سرحدي ځواکونو د ٦٣ قطعو په چوکاټ کې ٦٠٠ سرحدي ساتونکي ځاى پر ځاى شوي دي.
په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول طالبانو د ګاونډیو هېوادونو له پوله ساتو ځواکونو سره نښتې کړې دي. د دغو شخړو زیاتره برخه په لوېدیځو پولو کې له ایراني ځواکونو سره، په جنوبي او ختیځو پولو کې له پاکستاني ځواکونو سره شوې دي.

د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د ایران له اسلامی جمهوریت سره د پوځي همکارۍ د پراختیا لپاره دغه هېواد ته سفر کوی.
د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ ښاغلی شایګو به د سې شنبې په ماښام (د وږی ۲۸مه) تهران ته ورسیږي.
یاد اژانس زیاتوي؛ شایګو به له ایراني چارواکو سره د سیمې د پرمختګونو او دفاعي مسایلو په اړه خبرې وکړي.
تهران ته د روسیې د دفاع وزیر سفر د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري په بلنه ترسره کیږي.
دغو دواړو چارواکو د سرطان میاشت کې په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو پوځي اړیکو او په سیمه کې د امنیتي پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.
ایران او روسیه د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره له یو بل سره پوځي ملګرتیا ته دوام ورکوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جوزا په میاشت کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت مسکو ته د بې پیلوټه الوتکو د فابریکې د جوړولو لپاره اړین تجهیزات برابر کړي دي او روسیه کولی شي د راتلونکي کال په لومړیو کې ایراني بې پیلوټه الوتکې تولید کړي.
امریکا، برېتانیا، اروپايي اتحادیې، اسټرالیا او نیوزیلنډ د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله پر ایران ځیني بندیزونه لګولي دي.

د اسټرالیا یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د افغانانو څه باندې ۵۰ زره د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي او ۱۴۴ زره غوښتنلیکونه پاتې دي. د ایس بي ایس په وینا؛ په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۸ زره غوښتونکو څخه یوازې ۱۳,۶۱۲ وېزې صادر شوي.
دغې شبکې لیکلي، چې له هغه راهیسې چې طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه واک ته ورسېدل، شاوخوا ۲۰۸ زره افغانانو د دغې ډلې له ګواښ څخه د خلاصون لپاره د استرالیا له حکومت څخه د وېزو غوښتنه کړې ده.
د استرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ایس بي ایس ته وویل، چې تمه ده د ۲۰۲۳ - ۲۰۲۴ کلونو کې شاوخوا ۲۰ زره بشري وېزې صادرې شي.
دغه چارواکي زیاته کړه، چې د استرالیا حکومت د خپل بشري پروګرام له مخې افغان اتباعو ته د ۲۰ زره بشردوستانه وېزو تر څنګ ۱۶۵۰۰ نورې وېزې هم په پام کې نیولي، چې ټاکل شوې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۶ کلونو پورې په څلورو کلونو کې صادرې شي.
هغه وویل، پر دې سربېره د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د هغو افغان کډوالو لپاره چې د استرالیا په پولو کې اوسېږي ۱۰ زره بشري وېزې ځانګړې شوې دي.
د استرالیا د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا؛ هغه کسان چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي، کولی شي بیا د بشري یا پناه غوښتنې وېزې لپاره درخواست وکړي.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې نوی غوښتنلیک د انفرادي شرایطو پراساس ارزول کیږي.
د دغو چارو بودېجه تر ډېره د استرالیا د حکومت له خوا تمویليږي، د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویل شوي، چې د افغانانو د یوې لویې ډلې د وېزو د غوښتنلیکونو ردولو په اسټرالیا کې د افغان کډوالو ټولنې او هغه کسان چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد لپاره کار کړی، "مایوسه" کړي دي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ښځو د غورځنګ غړې ندا پرواني له خپل مېړه او زوی سره نیولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ طالب جنګياليو دغه لاريون کوونکې مېرمن او کورنۍ يې د سې شنبې په ورځ (د سنبلې ٢٨مه) د کابل په خيرخانې سيمه کې له خپل کور څخه نيولې ده.
د دې غورځنګ مسوولې ژولیا پارسي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالب جنګیالیو لومړی د مېرمن پرواني مېړه ارش پرواني ونیو او بیا یې ندا پرواني او د هغې ماشوم له ځانه سره یوړل.
طالب چارواکو د دغې ښځېنه لاریون کوونکې د نیولې په اړه څه نه دي ویلي .
دغه لاریون کوونکې ډله له هغو څو ډلو څخه ده، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له پلي کېدو وروسته رامنځته شوې ده.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د طالبانو د پرلپسې حکمونو له مخې؛ نجونې په بشپړ ډول له زده کړو منع دي او ښځې له کار کولو او عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو کې له ګډون څخه منع شوي دي.
د ښځو احتجاجي غورځنګ په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ټولنې له عامه برخو د ښځو د ایستلو او د کور په څلورو دیوالونو کې د بندولو پر ضد لاریونونه کړي دي.
له بلې خوا په دې موده کې طالبانو په وار- وار د اعتراض کوونکو ښځو د راټولېدو مخه نیولې او د ښځو فعالان یې نیولي او وهلي یې دي.

د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د قول اردو فامیلو اوسیدونکي وايي، د طالبانو د درېیمې لېوا قوماندان ورته ګواښ کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې دې کورونه خالي کړی، ګني دوی به یې ور وران کړي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو د سرپرست دفاع وزیر هغه مکتوب رسېدلی، چې په ننګرهار کې د درېیمې لېوا قومندان یې نه مني.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د قول اردو فامیلو اوسیدونکي چې زیاتره پخواني نظامیان دي، نن سې شنبه د (د وږي ۲۸ مه) وویل د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب سره د لیدنې پرمهال ورته ویل شوي وو، چې دوی په خپلو کورونو کې اوسېدلی شي او هیڅوک دا حق نه لري چې دوی له خپلو کورونو وباسي.
دوی زیاتوي په دې اړه د ملا یقعوب په لاسلیک مکتوب په لاس کې لري؛ خو په جلال اباد کې د دې ډلې د درېیمې لېوا قوماندان د خپل دفاع وزیر مکتوب نه مني او ټینګار کوي چې له خپلو کورونو څخه وځي.
دغه مکتوب افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلی دی، په دې مکتوب کې د طالبانو دفاع وزیر امر کړی: ( د ملي دفاع وزارت په ملکیتونو او ځمکو پورې اړوند ټول موضوعات « قراردادونه، د ملکیت تبادله، حقوقي دعوې او داسې نورې چارې » دې تر امر ثاني پورې معطل او وځنډول شي)

د قول اردو فامیلو ځمکه د پخواني ولسمشر نجیب الله له خوا پر نظامیانو باندې وېشل شوې وه او د تېر جمهوریت پرمهال یوځل بیا دغه پروسه څېړل شوې وه، چې د هغه وخت دفاع وزیر مارشل قسیم فهیم لخوا تایید او وروسته د دې فامیلو اوسیدونکي دولت ته یو مقدار پیسې هم تحویل کړي دي او دولت ورته قانوني اسناد ورکړي دي.
د یادې فامیلو اوسیدونکي وايي؛ ټول قانوني اسناد په لاس کې لري خو بیا هم ځورول کیږي.
په دغه فامیلو کې شاوخوا ۱۲۰ د پخوانیو نظامیانو کورنۍ ژوند کوي.
د معلومات له مخې؛ په تېرو څو ورځو کې د درېیمې لېوا قوماندان سیف الدین او د استخباراتو مدیر لعل پاچا د دې فامیلو ۲۰ کسان زنداني کړي دي او فشار پرې راوړي، چې دوی ته لاسلیک وکړي ترڅو له خپلو کورنو څخه وځي.
که څه هم پخواني نظامیان د طالبانو د ننګرهار د والي دروازې ته ورغلي، خو هغه ورته ویلي، چې د لېوا قوماندان یې خبر نه مني او والي ورسره په دغه برخه کې ورسره همکاري نه شي کولی.
په جلال اباد کې د قول اردو فامیلو اوسیدونکي وايي؛ یوه ډله مشران د دې راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د طالبان دفاع وزارت ته ورغلي، خو تر اوسه یې کومه نتجه نه ده ورکړې.
دوی زیاتوي؛ د خپل حق غوښتلو لپاره به کندهار ته لاړ شي، ترڅو خپل غږ د طالبانو رهبر ملا هبت الله ته ورسوي.
نیوکې دا دي، چې په یو شمېر ولایتونو کې ځینو طالب چارواکو د ځان د ګټې په پار په ورته کړنو باندې لاس پورې کړی، ترڅو دغه ګرانبیه ځمکې وپلوري.
د قول اردو دفامیلو اوسیدونکي وايي درېیمې لوا قوماندانۍ ورته ویلي؛ که تر راتلونکو دوه ورځو پورې خپل کورونه خالي نه کړي، نو دوی به یې بیا کورونه پر بلډوزرانو په زوره وران کړي.
دغه ځاي اوسیدونکي له طالبانو غواړي په دغه برخه کې دې یو بې طرفه پلاوی وټاکي او د دوی اسناد دې وڅېړي.
